پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeادبردیف / لـیکوال : اجمل ښــکلی

ردیف / لـیکوال : اجمل ښــکلی

وايي چې پخوا په شعرونو کې ګوښې قافيې وې، رديفونه نه کارېدل. په شعر کې د رديفونو نوښت عجمو وکړ.

پخوا د شاعر تخييل يواځې د قافيو په زولنو تړلى و؛ خو وروسته ترې د رديف ديوالونه هم چاپېر شول چې پايله يې د ازادې شاعرۍ په نامه شاعري راووته.

رديف يې هم د قافيې جز وګاڼه او د قافيې په علم کې پرې بحث پيل شو. د بيت هغه برخه چې تر قافيې وروسته په يوه بڼه او ماناتکرارېږي، رديف دى؛ نو د يوه غزل د رديفونو ترمنځ مانيز توپير يې عيب يا کمزوري بلله؛ لکه په يوه بيت کې که به (تش) د (خالي) په مانا راغلى و او په بل بيت کې به د (يواځې)؛ دا يې نه شو زغملى. هغه د صاحب شاه صابر په يوه غزل کې هم (کوي) په يوه ځاى کې په خپله او په بل ځاى کې د (زرغونېدو) په مانا کارېدلى:

ستړي زبېرګي نه کوي ستم نه کوي

اوس څوک د هېڅ خبرې غم نه کوي

ځمکه هم هغه جنتي ځمکه ده

چې ادم نه شته نو غنم نه کوي

ګنې که هسې وګورې د رديفونو دا ډول مانيز توپير عيب نه، کمال دى؛ ځکه چې د لوستونکي ذهن په شعر کې له راروانې مانا اړوي، دمه کوي، بلکې خوند ورکوي.

زموږ د قافيې په پوهه کې نوي څه نشته او هغه چې څه دي، هغه هم بس رسميات دي چې ردف دا وي، قيد دې ته وايي، روي دا دى. د تاسيس الف دا دى او عيبونه يې دا دي. زياتره عيبونه عيبونه نه ښکاري. مثلا: د جمعې په وروستاړو د قافيې بنياد ايښوسول چې اصل کلمې سره همقافيه نه وي. موږ چې شعرونه لولو؛ نو تر دغې هماهنګۍ مخکې  نااهنګۍ ته مو ذهن نه اوړي او چې نه اوړي؛ نو بيا عيب په څه شو او که د يوه چا خيال ښکلى وي، بيا دې ته څوک ګوري چې د جمعې له وروستاړو پرته پاتې کلمې هماهنګي نه لري. همداسې زورکى هم دوى د ردف په غږونو کې نه شمېري، ځکه چې د پښتو په عربي ليکدود کې ورته د کلمې په منځ کې بڼه يا ګرافيم نشته؛ نو تلفظ کېږي خو که نه. د قافيې دا خبرې د غږپوهې او ګړپوهې(صرف/مورفولوژۍ) پر علمي او ساينسي اصولو پکار دي؛ خو چې څوک دې ورته پرېږدي. چې دومره دې وويل چې په دې قافيه پوهه کې ګوتې وهل پکار دي؛ نو دوى ناري کړي چې نه نه ګوتې مه ورورړه چې څه شى پکې خراب نه کړې.

ډېر شاعران شته چې ټکى قافيه پوهه يې نه وي لوستې؛ خو ښه شاعري کوي. تاسو څه وايئ چې کاروان به ګنې لومړى قافيه پوهه لوستې وي، بيا به يې شاعري پيل کړې وي. ګومان مې نه شي. د هرې پوهې خپله اړتيا وي. ته که دوکان چلوې؛ نو د خلکو او وخت اړتيا ته به ګورې، وخت په وخت به په دوکان کې سودا نوې کوې، چې څه شى نه چلېږي، هغه به نه راوړې .

په قافيه کې نورې ډېرې خبرې دي، لکه د قافيې ښکلاييز او هنري ارزښت. همداسې رديف هم درواخله؛ خو په رديف باندې ډېرې کمې خبرې شوې دي.

رديفونه د مورفيمونو په کچه هم راغلي، د کلمو، فقرو او جملو په کچه هم.

د پښتو په کلاسيکه شاعرۍ کې زياتره رديفونه د مورفيمونو او کلمو تر کچه دي. يو نيم ځاى لکه د خوشال بابا په شاعرۍ کې د فقرو په بڼه هم راغلي؛ خو په نوې شاعرۍ کې په رديفونو کې ډېر بدلون راغى. په نوې شاعرۍ کې پوره پوره فقرې او جملې رديفونه دي. د جلال امرخېل په يوه غزل کې (لري ، که نه يې لري ؟)رديف دى. داسې ډېر زيات دي.

تش د رديف له راتګ سره پر شاعر کړۍ راتنګېږي؛ نو بيا چې رديف څومره پراخېږي، هغومره شاعر ته خبره سختېږي؛ خو دا ده چې د رديف له اوږدېدو سره شاعر د هغومره همزونې برخې د جوړولو له تکليفه بې غمه وي او سهولت ورته جوړېږي. يعنې په پښتو کې داسې شعرونه هم شته چې رديف د مسرې اويا، اتيا، نوي سلمه(فيصده) برخه نيولې وي. د جلال په دې غزل(لري ، که نه يې لري ؟) کې په يوولسو څپو کې اووه څپې رديف دى. دا چې بيا غزل د اوږده بحر وي؛ نو که موضوع راټولېږي؛ خو شاعر دويمې مسرې ته خوشحاله وي چې ځه په کلمو پسې د ګرځېدو سرخوږى نشته، رديف راسره اوږد دى .

رديف د يوې کلمې يا جملې تکرار دى او تکرار په شعر کې موسيقي پيدا کوي او شعر عاطفي او دقيق کوي؛ نو څومره چې رديف اوږد وي، هغومره دا تکرار اوږد او زيات وي او هغومره شعر خوندور وي. د جلال د دې غزل خوند په دې اوږده رديف کې دى چې په هره دويمه مسره کې تکرارېږي، لکه سړى چې پېروى خوري او په تکرار ورپسې د تورو چايو غړپ کوي.

رديفوال شعر تر بې رديفه شعر په شعريت کې مخکې وي. موږ که په همداسې خبرو کې هم پرله پسې يوه فقره تکراروو؛ نو خبره مو شاعرانه کېږي؛ خو په عام ژوند کې دا کار ډېر نه کوو. مطلب دا چې رديف عادي خبره غير عادي کوي او فورموليستان همدې ته هنر وايي.

د رديف د کچې خبره خو وشوه؛ خو يوه بله خبره پاتې ده او هغه دا چې رديف چې د مورفيم له سطحې رالوړ شي او د کلمې، فقرې او جملې کچ ته رالوى شي؛ نو بيا پکې د نوم او فعل خبره هم راپيدا شي. کلمه يا نوم وي يا فعل او فقره او جمله هم بې فعله نه جوړېږي؛ نو په پښتو کې چې څومره اوږده رديفونه د فقرو او جملو په بڼه راغلي، زياتره په فعلونو ختم دي.

د پښتو په پخوانۍ شاعرۍ کې کليمه يي رديفونه ډېر وو او هغه هم فعلونه وو چې د هغه وخت د نورو شعري دودونو غوندې يو دود و چې اوس يې هم ځينې شاعران پالي. د صاحب شاه صابر په (قامتونه قيامتونه) کې  ګوتشمېر غزلې د نوميزو رديفونو خاوندې دي، زياتره رديفونه فعلونه دي.

فعلي رديفونه ځکه زيات وو چې ډېره خواري يې نه غوښته. د نثري جملې غوندې يې شعري جملې هم په اسانه په فعل ختمولى او موزونولى شوې او د شاعر فکر په اسانه وراوښته ؛ خو اسمي رديفونه چې د مسرې په پاى کې راځي، سرچپه کېږي، فعل به ورته د مسرې په سر يا منځ کې راولې . بل دا چې فکر ژر نه وراوړي، ځکه چې موږ چې په کومه ژبه فکر کوو، د هغې جملې هم په فعل ختمېږي او شعر کوو يې نو فعل اخرې ته راولو. د رحمان بابا د شاعرۍ د اسانۍ يو لامل دغه فعلي رديفونه هم دي چې د شعري جملو ترتيب يې د عامې ژبې د جملو د ترتيب غوندې دى. لومړى نوميز غونډ بيا د مسرې په اخر کې فعل.

په پخوانۍ شاعرۍ کې د (يم، کا، شو، دى،  دي، کړې، کړم، وي) غوندې مرستيال فعلونه ډېر کارېدل. ورسره نور فعلونه هم څه ناڅه وو. بيا يو وخت داسې هم راغى چې (غواړي، راځي) او د حمزه بابا- چې لوى شاعر و- په اغېز (سره راځه،پاتې شي او…) رديفونه ډېر شو؛ خو اوس د رديف هنري ارزښت ته د شاعرانو پام شوى دى؛ نو په نويو رديفونو پسې ګرځي او په هر غزل کې يې نوى نوى رديف وي. له دې تمايل سره د رديفونو بازار تود دى. په فعلي رديفونو کې خو نوښت راغلى راغلى او نوي نوي رديفونه پکې راوتي؛ خو ورسره اسمي رديفونه هم چې پخوا کم وو، ډېر او نوي شوي.

فعلي او نوميز رديفونه دواړه خپلې خپلې مجبورۍ لري. په فعلي رديف کې به شعري جمله له فعل سره سموې او په اسمي رديف کې له نوم سره؛ نو په اسمي رديف کې د نثري جملو د ترتيب دود ماتېږي  او دا دوه هم هنري ارزښت لري . د طاير ځلاند دوه بيته دي:

ګلاب شي نمونه د ژوند په رنګ دا ستا په رنګ

کوي لکه سيندونه شور و شرنګ دا ستا په رنګ

چې اخلم قدمونه له خپل ځانه د فرار

زړګی مې په سينه کې شولو تنګ دا ستا په رنګ

په بيت کې قافيه د وزن او موضوع له پلوه د اهميت خاونده وي او دا اهميت هله زيات وي چې رديف فعل وي، کله چې رديف نوم شي؛ نو بيا قافيه هم رديف ته وقف شي او ټوله موضوع پر رديف څرخي چې ورسره که د شاعر لپاره موضوع محدود شي؛ نو معلومه هم شي.

اوس نوميز رديفونه خو کارېږي کارېږي؛ خو دومره پرمختګ پکې راغلى چې د عبارتونو او ترکيبونو په بڼه هم راځي؛ لکه د جلال امرخېل(ايۤينه په ايۤينه او…)، د طاير ځلاند(دا ستا په رنګ، د هغې او…) نور دي.

پخوا به زياتره رديٰفونه د رسمي ژبې ښکارندوى وو؛ خو اوس شاعران له عامو خبرو هم رديفونه رااوباسي  چې شعر ورسره طبيعي او خوندور کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب