ساه یې تربته شوه. چیغه یې ستوني کې غوټه شوه. دواړه څنګلې یې پر ځمکه ولګولې، چې پر اړخ واوړي. پر نرۍ اوږه یې د درنې ګونډې فشار ډېر شو. سترګې یې کږې کړې. څنګ ته د پړمخي پراته سړي په وینو لړلی ښی لستوڼی یې ولید. د هغه خوله په خاورو لړلې وه، خو شونډې یې ښورېدې. لاس یې ور اوږد کړ. هغه په لاس کې نیولی کاڼی وروسپاره. دوه لاسونه پورته شول. کاڼی د بریدګر د غوږ تر شا ولګېد او چاړه یې په خپل ټټر کې خښه شوه. د بریدګر د سترګو په ګاټو کې یې د خپلو وینو داره ولیده. د ستوني غوټه یې پرانیستله شوه:
آه!
څنګ ته پراته سړي یې سوکه پر اوږه لاس کېښود:
بیا هغه کمبخت خوب وینې، ویښه شه جان!
سترګې یې پرانیستې. کلیمه یې تېره کړه. ښه ځنډ بې حرکته پر ته وه. چت ته یې رڼې سترګې نیولې وې. سړي د اوبو ګلاس ورته ونیو.
له کړکۍ د چا غږ راته:
غشي راکوه چې اژدها په تندي وولم
موسکه راته مه کښېنه چې نخښه به خطا کړم
ستونی یې راډک شو. مړې اوښکې یې د سترګو له کونجونو وبهیدې. سړی یې سر کلک په خپل ټټر پورې ونیو. په سلګیو کې یې د سړي ټټر ته وکتل. ښي لور ته یې پرې د زاړه ګنډل شوي پرهر ټکونه ولیدل.
لندن
د سپټمبر ۴
آ پيره دا څۀ ویرونکې صحنې انځوروي کټ مټ لکه سړی روان انځورونه پۀ سکرین وينې