شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد پښتو مورفيمونو جنسيت

د پښتو مورفيمونو جنسيت

ليکوال: پوهنيار محمود مرهون

Obstruct:

Among Indo-Aryan languages, Pashto is the language with complete rules and regulations. Every grammatical and linguistic issue has its own systematic formula. Pashto is the Indo-Aryan language that has maintained the historic principle of gender (masculine and feminine), even though it has lost neuter gender. In Pashto, masculine and feminine genders are not based on the gender of the noun, but on the final sounds of words, for which there is a unique formulaic system. This article centers on the final letters of Pashto words, which determine the gender of words.

لنډيز:

پښتو ژبه د هندو اريايي ژبو هغه ژبه ده چي د پوره قانونمندۍ څخه برخمنه ده. هره ګرامري او ژبنۍ مسئله يې خپل سيسټماټيک فورمول لري. پښتو ژبه په اريايي ژبو کي هغه ژبه ده چي د لرغونتوب يو اصل (مونث او مذکر) يې همغسي ساتلى دئ که څه هم چي مخنث يې له لاسه ورکړى دئ. د پښتو ژبي د کلمو مونث او مذکر والى د شيانو د جنس پر اساس نه بلکي د کلمو د اخيري اوازونو پر اساس دئ چي د يوه خاص فورموليک سيسټم درلودونکى دئ. دغه مقاله د پښتو ژبي د کلمو پر وروستيو تورو چي د کلمو جنسيت ټاکي را ګرځي.

کليدي کلمې: فونيم، مورفيم، خپلواک توري، ناخپلواک توري، کلمې، مونث، مذکر

سريزه:خپلواک توري په ژبه کي تر ټولو اساسي او کارنده توکي دي. د نړۍ په ژبو کي هيڅ داسي کلمه نسته چي بېله خپلواکو تورو دي منځ ته راسي او يا دي هجا جوړه کي. په پښتو ژبه کي خپلواک توري خپل خاص ارزښت لري چي د کلمو په ورستيو کي راتګ يې يو لوى ګرامري ارزښت لري او کلمو ته جنسيت ټاکي. مونثي او مذکري کلمې يوازي تر دې پوري محدودوي نه پاتېږي چي خپل پر جنسيت باندي تاثير وکړي بلکي دغه کلمې د خپل جنسيت په پام کي نيولو سره په يوه ګرامري او نحوي ساختمان کي د جلمې ټول جوړښت په خپل ځان پسي را کاږي او د ټولي جملې جوړښت و نوم ته په کتو چي مذکر دئ که  مونث ګردانېږي. زموږ دغه کوچنۍ مقاله پر همدې مسئله را ګرځي چي د نومونو جنسيتي اړخ څنګه معلومېږي.

اصلي موضوع:

د پښتو ژبپوهان د پښتو ژبې له څېړنې،کتنې او مطالعې وروسته پر دې خبره سره سلا شوي دي چې په معياري توګه د لهجوي خصوصياتو په نظر کې نه نيولو سره په پښتو ژبه کې اووه معمول واولونه شتون لري.(٣:١٤- ٩: ٦٨) دغه واولونه هر يو يې پر خپل ځاى ارزښت او مهم رول لوبوي. دا اووه واولونه عبارت دي له (آ،ه،   ،ي،ې،و،و) څخه په دغه نخښو کې دريمه نخښه د پښتو زورکى بولي چې په لرغونې پښتو کې يوه خورا ښه او پر ځاى نخښه ورته موجوده وه چې يوه وړه کرښه به لکه د زورکې والي (ۍ) په اخير کې چې شته کارول کېده. دغه ډول د زورکي استعمال تر ډېره ځايه په لاس ليکل شو متونو کې ليدل کېږي چې آن تر (١٣١٥) هجري قمري کال پوري په پښتو ګرامر کې ژوندۍ وه او آن د مجاهدينو تر انقلابه پوري کارول کېده او د مجاهدينو د دورې کتابونه چې تاسي و ګورئ د دغه نخښي ډېر مثالونه به په لاس درشي. د طالبان د حکومت په لومړيو کې هم ترڅه وخته پوري وه خو وروسته چې نور ټول چاپ چاري کمپيوټري شوې نو دا نخښه له منځه ولاړه او زور(ه) او زورکى(  ) په يوه شکل ليکل پيل شول چې هم يې ګرامري نيمګړتيا رامنځ ته کړې او هم د ګرافيمونو تر منځ تېروتنه.

خو موږ دلته دې موضوع ته ډېر نه درېږو مستقيم راځو په پښتو ژبه کې د دغه تورو تاثيراتو او دندي ته چې فونټيکې او فونيمکې دواړه شکلونه يې له مثالونو سره داسي دي:

(٩: ٦٨- ٣: ١٤)

اوس راګرځم خپلي اصلي موضوع ته چې په پښتو ژبه کې د کلمې وروستى فونيم څونه مهم دئ او څونه ارزښت لري؟ 

مخکې تر دې چې اصلي موضوع تر ور داخل شو په بحث کې د دخيلو دوو مهمو کلمو (فونيم او مورفيم) پېژندنه خورا اړين او مهم کار ځکه دئ چې د ليکني تر پايه بحث پر همدى دوو راګرځي:

١:فونيم:

فونيم تر ټولو کوچنى ږغيز واحد دئ چې خپله په ازاده توګه کومه مانا نه لري مګر په مانيزو کلمو کې مانيز تغير منځ ته راړي. (٤: ١١- ٩: ١٤) يعني دا چې که چېري موږ کومه مانا لرونکې کلمه و شنو نو هغه مانا لرونکې کلمه خپله مانا له لاسه ورکوي،لکه په لاندي مثالونو کې:

کور…….ګور……….د ک او ګ فونيمونو په بدلون سره پوره کلمه بدله سوه.

لور…….تور………..د ل او ت فونيمونو په بدلون سره پوره کلمه بدله سوه.

سل……شل…………د س او ش فونيمونو په بدلون سره پوره کلمه بدله سوه.

او داسي نو په زرهاو مثالونه هم شته.

٢:مورفيم:

مورفيم يو کوچنى ژبنى واحد دئ چې  خپله هم مانا لري او هم يې نه لري. که څه هم چې په اکثرو پښتو ګرامرونو او ژبپوهنيزو اثارو کې مورفيم همېشه مانا لرونکى توک بلل شوى.(٤: ١٩- ٩: ١٩- ٦: ٢٣) مګر تړلي مورفيمونه هيڅکله په ازاده توګه مانا نه لري مګر د کلمې د مانا په بدلولو کې مهم رول لوبوي له يوه يا څو فونيمونو څخه جوړ دئ،پر دوه ډوله دئ تړلى مورفيم او ازاد مورفيم ازاد مورفيم په مستقله توګه مانا لېږدوي او تړلى مورفيم په ازاده توګه خپله مانا له لاسه ورکوي: (١١:٧٥- ٧٦ )

ازاد                        تړلى            

کتاب        + ونه     = کتابونه

پوهنه      + تون   = پوهنتون           

سړى        +ي     = سړي                  

خوله         + ې   =خولې     او داسي نور

په پښتو ژبه کې د کلمې اخيري فونيم د کلمې څرنګوالى(جنسيت) ټاکي چې ايا دا کلمه مذکره کلمه ده او که مونثه ، دا ځکه چې په پښتو ژبه کې فونيم پر مورفيم او مورفيم پر جمله باند تاثير لري او د يوه او بل جوړښت ته تغير ورکوي. د پښتو کلمو دغه تاثيرات په اوستا او نورو لرغونو اريايي ژبو کې هم همداسي دي.(٥: ١٩- ٦١-٦٢-٦٣)

يوه بله خبره چې په عمومي توګه په ټولو ژبو کې د پام وړ ده هغه دا چې په هيڅ ژبه کې د کلمې مذکرتوب او مونث توب نومونه د هغه شي د څرنګوالي(جنسيت) په نظر کې نيولو سره نه تر سره کېږي بلکې د کلمې د فونولوژيکې جوړښت له مخي کېږي يعني ډېري په لکهاو کلمې شته چې فونولوژيکې جوړښت يې مونث دى مګر نومول شوى شى مذکر دئ او يا هم برعکس.

موږ په دې وړه ليکنه کې د پښتو د فونيمونو رول د کلمې په اخير کې څېړو  چې د پښتو فونيمونه چې کله د کلمې په اخير کې راځي کلمه څنګه اړوي او کلمې ته کوم شکل ورکوي. د دغه موخي د تر سره کوني له پاره هر واول جلا جلا څېړو او څرنګوالى يې ځان ته مالومه وو:

١:الف____ آ  ______ā

د پښتو ژبي ټولې هغه کلمې چې په اخير کې (آ) فونيم راشي هغه کلمې په مونثو کلمو بدليږي او ټوله جمله د ځان پسي تر ګرامري قواعدو لاندي راکاږي،مثلاً:

ليبيا تر جنګ لاندي ده.  افغانستان تر جنګ لاندي دئ.

په پورته جملو کې موږ وينو چې ليبيا او افغانستان داوړه هيوادنه دي دواړه تر جنګ لاندي دي مګر چون د ليبيا د کلمې په اخير کې د مونثيت فونيم راغلى دئ نو د ټولي جملې جوړښت يې د ځان پسي ورکښلى دئ.

ياداښت: 

په پښتو ژبه کې مونثي کلمې پر درې ډوله دي. يو هغه مونثي کلمې دي چې د جنسيت له مخي ټاکل شوي دي او جوړ ه لري لکه:

 نر-ښځه،چرګ-چرګه،غوا-غوايى او نور.

 بل ډول مونثي کلمې هغه کلمې دي چې د تانيث علامه(آ يا ه) يې په اخير کې راغلې وي. دريم ډول کلمې هغه کلمې دي چي معناً هغه کلمې مونثې دي لکه: مور، خور، ترور، يور، ايندرور…

يوه خبره چې له ډېره وخته په پښتو ژبه کې عامه ده هغه دا ده چې په پښتو کې د عربي ژبې په څېر مونث سماعي کلمې هم شته چې دا يوه بې ځايه خبره ځکه ده چې د ژبې د تاريخي اوښتون په اوږدو کې په هغو کلمو کې اوښتون راغلى دئ په پښتو کې هيڅ مونث سماعي کلمه نشته چې ځينو کتابونو لاندي کلمې په مونث سماعي ليکلي دي چې مونث سماعي نه دي:

لمن….لمنه…….لمني

مياشت….مياشته….مياشتي

لويشت…..لويشته….لويشتي

داسي په سلهاوه نوري کلمې شته چې متحرک الاخيره دي مګر په ساکن الاخيره کلمو بدلي شوي دي چې دا کار په اوستا او سانسګريت ژبو کې هم تر سترګو کېږي چې يو ښه مثال يې د دامنه په دامن بدليدل ښوولاى شو.(٥: ١٠١-١٠٢-١٠٣)

يو بل سوال چې د لوستونکو په ذهنونو کې ور وګرځي هغه دا چې د (کاکا،ملا،بابا،دادا،ماما،ابا…) کلمو په اخير کې خو هم (آ) راغلى دئ مګر هغه خو مذکري کلمي دي؟ د دغه سوال د جواب له پاره يوازي همدا جواب بسنه کوي چې دغه کلمې په اصل کې صفتونه دي او موصوفات يې مذکر دي نو په دې اساس دا کلمې په مذکرو کلمو کې راځي او ځني داسي کلمې هم شته چې هم مذکري دي او هم مونثي يعني داسي صفتونه دي چې کله له نارينه سره راشي نارينه اصول پر تطبيقيږي او که چېري له مونث سره راشي نو بيا ښځينه اصول ور سره تر سره کېږي.( ٣: ٢٨-٢٩-٣٠) لکه :

                 اشنا : اشنا مي راغله. 

                  اشنا مي راغئ.

٢:زور____ه______a

د پښتو ژبي ټولي هغه کلمې چې په اخير کې يې زور راشي د هغې کلمې جنسيت مونث ګرځي لکه:

تخته،پزه،پښه،باغچه او داسي نور .

دلته بيا هم ځني کلمې شته چې په اصل کې صفتونه دي په اخير کې زور راغلى دئ مګر بيا هم و موصوف ته په کتنه سره يې څرنګوالى ټاکل کېږي لکه:

ساده:   

                ساده سړى.

                ساده ښځه.

پياده:

               پياده  هلک.

              پياده نجلۍ.

٣:زورکى____ (    يا ه )______ə

په پښتو ژبه کې ټولي هغه کلمې چې په زورکې پاى ته رسېدلي وي مذکري کلمې دي لکه: نيکه،وراره،لېوه،زړه او داسي نور…

دلته هم ځيني داسي کلمې شته چې په اخير کې يې د زورکي غوندي اواز شته مګر جنثيت يې مونث دئ دا ډول کلمى هم د تاريخي اوښتون په مرحله کې اوښتي دي يعني اصلي شکل يې داسي نه دئ بلکې د زمان له اوښتو سره سم د دوئ په بڼه کې تغير راغلى دئ چې اوس هم په ډېرو لهجو کې په هغه پخواني شکل ويل کېږي دغه کلمې عبارت دي:خوله،وياله،چاړه …

٤:لنډه يا_____(ي)____ (I)

په پښتو  ژبه کې د (ي) فونيم دوه حالته لري يعني هم د مورفيم په شکل راځي او هم د فونيم کله چې موږ د اسمونو څخه مونث صفتونه جوړه وو نو په هغه حالت کې د فونيم په شکل کې رول لوبوي لکه:  

خپل…..خپلوي

دوست…..دوستي

ښاد……ښادي

مست….مستي

شوخ……شوخي

او کله چې بيا د مذکرو او يا هغه مونثو اسمونو  د جمعي له پاره و کارول شي چې د تانيث نخښه(ه) يې په ښکاره تلفظ نه شي او يا يې هم خج د ماقبل اخير واول پر سر راشي نو بيا مورفيم ګرځي،لکه:

ژمى…..ژمي

منى…..مني

سړى ….سړي

پسرلى…پسرلي

يا مونث:

ښځه ……ښځي

مينه…….ميني

پزه ……..پزي

کوټه…….کوټي

٥:اوږده يا___(ې)____ (e)

دا فونيم هم د پورتني واول په څېر دوه حالته لري په ټولو هغه کلمو کې چې په اخير کې يې نموړى واول راشي هغه کلمه مونثه کلمه ده او که چېري کلمه ساده وه او د جمعي په څېر يې ياده (يا) په اخير کې نه وه راغلې په دې حالت کې د فونيم شکل لري،لکه: ادې،ناوې،خواښې او داسي نور… 

او کله چې بيا د هغه مونثو کلمو چې وروستى فونيم يا د تانيث نخښه يې(ه) په ښکاره توګه تلفظ شي په هغه حالت کې د هغو کلمو جمعه د دغه واول په واسطه تر سره کېږي او د مورفيم رول لوبوي،لکه:

کوټه …… کوټې

اوږه …… اوږې

پښه ……پښې

سينه……سينې

ياداښت:

په ټولو اوسنيو ګرامرانو کې په واضحه توګه ليکل شوي دي چې ټولي هغه مونثي کلمې چې د (ه) باندي ختمي وي بايد په (ې) باندي جمعه شي.(٧:٦٥) دا يوه غلطه قاعده ده او د فونولوژيکې نورمونو خلاف کار دئ ځکه په پښتو ژبه کې د کلمې د پاي مورفيم د کلمې په مورفولوژي کې تغير راولي مګر دغه قاعده له مورفولوژيکې قواعدو خلاف ده د دغي مسئلي د ښه وضاحت له پاره زه د دغه مشکل د حل له پاره درې مورفولوژيکې د حل لاري وړاندي کوم چې يو په بل پسي په لاندي توګه دي:

  1. د نړۍوالو مورفولوژيکې اصولو په نظر کې نيولو سره دا کلمات بايد د ژبپوهنې په لابراتوارنو کې معاينه شي او وروسته يې ګرافيمونه ورته و ټاکل شي چې ستاسو د ښه ترا پوهېدو په موخه تاسو لاندي کلمات چې په (ي) باندي جمع کېږي له ځانه سره و  لولئ او بيا په څنګ هغه کلمات چې په (ې) باندي جمع کېږي و لولئ چې تاسو ته معلومه شي چې دا دوې جمعي د اوازنو د ادا له مخي څونه توپير سره لري او پورتنۍ قاعد غلطه ثابتوي:

پزه               پزي                پښه پښې

سترګه          سترګي             اوږه اوږې

ګوته             ګوتي              سږمه سږمې

ښځه             ښځي             پتاسه پتاسې

پېغله             پيغلي             ښائيسته ښائيستې

اوس تاسو ګورئ  که چېري تاسو لومړى کتار جمعي و لولئ نو يو ډول نرم اواز ورکوي او کله چې دوهم کتار جمعي و لولئ نو يو ډول کش يا اوږد اواز ورکوي د ژبپوهنې په لابراتوار کې چې کله اواز ثبتيږي نو د دغو دوو جمعو ګراپ په بشپړه توګه يو د بله په توپير کې ښي.

  1. د دغه مشکل د حل له پاره دوهم اصل يو ګرامري اصل دئ. هغه داسي که چېري د هري مونثي کلمې په اخيري کې راغلې دا تانيث نخښه په ښکاره توګه يا په نسبتي لوړه توګه و ويل شوه هغه کلمه بايد په اوږده (ې) جمعه شي لکه:

خپره                خپرې

کږه                  کږې

شېله                شېلې

توله                  تولې

شپه                  شپې

او که چېري د تانيث علامه د ويلو په وخت کې سپکه او کرار لوستل کېده او ډېر زور نه پر راتلى په هغه وخت کې بايد په نرمه (ي) باندي جمعه شي لکه:

کونډه                کونډي

پنډه                    پنډي 

منډه                   منډي

ټنډه                    ټنډي

غونډه               غوڼدي (١٠: ٢٦)

  1. دريمه او تر ټولو ښه لاره دا ده چې موږ د خج،فشار يا زور په وسيله د دغه مشکل له پاره د حل لاره را و باسو هغه داسي که چېري په يوې کلمه کې خج يا فشار د کلمې پر اخيري واول وو نو بيا بايد هغه کلمه په اوږده(ې) باندي جمعه شي لکه:

کوټه           k w á         کوټې

غوټه            á    wǧ      غوټې

پلمه             p a l m á     پلمې

چېنه             č i n á       چېنې

ترانه            t a r a n á  ترانې

اوس په پورته کلمو کې موږ وينو چې خج د کلمې پر وروستي واول باندي دئ نو دا ټولې جمعي بايد په اږده (ې) باندي جمعه شي.

او که چېري خج پر ماقبلول اخير واول باندي وي نو په هغه صورت کې بيا بايد چې په لنډه (ي) باندي جمعه شي لکه په لاندي مثالونو کې:

کوټه                k a       کوټي

غوټه                a   ǧ     غوټي

هيله                 h í l a       هيلي

بته                   b á t a      بتي

ونه                  w á n a     وني

اوس تاسو له درو لارو د دغه مشکل د حل لاره و ليدل چې هم يې ګرامري بنسټ او اساس درلودئ او هم نوى ژبپوهنيز. دا مشکل د پښتو کلاسيکو متنو پر استناد هم د حل لاره لري خو دا چې په نوې ژبپوهنه کې تاريخي ژبپوهنه چندان ارزښت نه لري زه يې تر څېړني تېرېږم او هيله من يم چې پښتانه تر بېځايه سر زورى تېر او د علمي او اکاډميکو نورمونو په نظر کې نيولو سره د دغي مسئلې ژورو ته ور و لويږي. (١: ٤١)

٦: اوږد واو___(و)____(u)

په پښتو ژبه کې په ټولو هغه کلمو کې چې په اخير کې يې اوږد واو راشي هغه ټولې کلمې مونثې کلمې دي چې د جملې جوړښت په ځان پسې اړوي،لکه: بيز،پيشو،زانګو او نور.

٧: لنډ واو____(و)____(o) 

په پښتو ژبه کې ټولې هغه کلمې چې لنډ واو يې په اخير کې راغلى وي مذکري کلمې دي او د جملې جوړښت په خپل ځان پسي هم هغسي ورکاږي،لکه: سالو،تالو،بازو او نور.

يادښت:

په پښتو ژبه کې د دغو دوو واونو پرته نور واونه هم شته مګر هغه واونه د ډيپټانګونو په څېر کاريږي چې دلته زموږ د بحث مورد نه دي او بله خبره دا ده چې هغه په اصل کې کانسونيټونه دي چې د واول رنګ يې اخستى چې اوسني ژبپوهان يې په تېروتنه سره نيمه واول بولي.

پورته مو په خپلواک اواز پاى ته رسېدلي کلمات بحث کړل. خو د يادوني وړ ده چې په نا خپلواک اواز ټولې پاى ته رسېدلي کلمې مذکري دي مګر يوازي هغه مونثي کلمې چې د مانا له مخي او يا هم ذاتاً مونث دي هغه په دغه کټګورۍ کې نه راځي لکه: خور، مور، ايندور، مږور، يور او …

پايله:

په پايله کې ويلاى شو چې پښتو ژبه له نورو اريايي ژبو سره په پرتله اوسمهال تر ټولو قانونمندنه ژوندۍ ژبه ده چې خپل لرغوني جوړښتونه يې ساتلي دي. موږ د دغي ژبې د ځينو بشپړو ګرامري مقولو په مرسته کولاى شو چې د ځينو لرغونو اريايي ژبو اوسنۍ ستونځمني او تخريب شوي خوا وي و رغو. بله اساسي او مهمه خبره دا ده چې ځيني خلک په خپل سري توګه په پښتو ژبه کې له ځانه نوي فورمولونه او موضوعات راباسي چې د دغه ژبې د لرغونو فورمولونو په تشريح او توضيح سره به د دغه ډول خود سريو مخه و نيول شي. 

د پښتو ژبې د مونث او مذکر موضوع اوس ځکه زياته مهمه ده چې زيات شمېر د نورو ژبو ويونکې د دې ژبي د زده کولو کوښښ کوي نو بايد چې د نورو ژبو د ويونکو له پاره اسانه او داسي فورموليکي لاري استفاده شي چې د زده کړې له پاره يې اسانتياوي زياتې او علاقمندان ورځ تر بلي ډېر شي. 

په پورته ليکنه کې پر ځينو ستونځو او حل لارو خبري و شوې چې په هيڅ صورت دا وروستۍ څېړني او خبري نه دي په دغه لاره  کې به نوري څېړني کېږي او نوري لاسته راوړني به تر سره کېږي. د اوس له پاره د مونث او مذکر د معلومولو په نيامت همدومره کفايت کوي.

ماخذونه:

  1. اڅک، پوهندوى بايزيد.(١٣٨٦ ش). فونولوژي.(چېپټر نوټ). کابل: کابل پوهنتون- پښو څانګه.
  2. پنزل، هربرت. (١٣٨٩ش). د پښتو ګرامر. (ژباړه: محمد رحيم الهام).(دوهم چاپ) کابل: دانش خپرندويه ټولنه.
  3. خويشکى، پوهاند محمد صابر. (١٣٩٥ش). پښتو معاصر ګرامر. کابل: جهان دانش خپرندويه ټولنه.
  4. خويشکې، محمد صابر. (١٣٨٩ ل). پښتو غږ پوهنه او وييپوهنه. ننګرهار: مومند خپرندويه ټولنه. 
  5. ډارميسټيټر، ګايګر، مروګنسټيرن، بن ونيست. (١٣٥٦ش). تاريخ تلفظ و صرف پشتو.(دوه جلده).(ژباړه: د کتور روان فرهادي). کابل: پوهنځى ادبيات و علوم بشري پوهنتون کابل.
  6. زيور، پوهندوي ډاکټر زرغونه ريښتين. (١٣٨٢ ش). پښتو نحوه(ګرامر). پېښور: د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز.
  7. رشتين، صديق الله. (١٣٢٧ش). پښتو ګرامر.(جز اول). کابل: پښتو ټولنه.
  8. رشتين، صديق الله. (١٣٧٠ش). ګرامر پښتو. (جز دوم). کابل: د ښووني او روزني وزارت.
  9. زيار، پوهاند دکتور مجاور احمد زيار. (١٣٨٤ش). پښتو پښويه.(درېيم چاپ). کابل: دانش خپرندويه ټولنه.
  10. کندهارى، مولوي صالح محمد هوتک. (١٣١٦ش). پښتو ژبه. کابل.
  11. مرهون، محمود. (١٣٩٤ش). د ژبپوهني بنسټونه. کابل: کائينات څېړنيز او د ژباړي مرکز.

5 COMMENTS

  1. سلامونه
    ځانګړی سلام او نېکې هيلې استاد مرهون ته وړاندې کوم. هيله ده د خوږې پښتو د ګرامر د تکمیل لپاره د داسې ليکنو لړۍ ته دوام ورکړئ.
    زه (ء) که څه هم د طب ډاکټر وم ، خو د ژبو او ادبیاتو سره مې علاقه شته ؛ کله کله مې ویبسایټوکې تبصرې کړي دي …
    ستاسو پورتنۍ ليکنه کښې ۳ نظرونه لرم ، البته که د منلو وړ وي؟:
    ۱- د زوره کي لپاره ډېرئ ژبو کې خاص لیکبڼه توری لري: لکه تُرکي ژبه کې ( بې ټکو آی چې اء ) ورته وايي، د تورکي الفبې ۱۱ یولسم حرف دی؛ همدارنګه روسي ژبه کې زنک چې د ورکوټي انګریزي بي غوندې دی …؛
    او زما په نظر د عربي ژبې همزه هم عین غږ لري ، کولای سو همدا (ء) د زورکي د توري په حیث قبول کړو.
    ۲- د اوږد واو ،او لڼډ واو د ليکبڼو توپير نه شي کیدای ، البته په فونیتیک یا لاتیني الفابټ کې (اُو) او (یُوو) معادل تاسو ورسره لیکلي ، مګر پښتو لیکل ېې فرق نه لري ؟؟
    ۳- د ی ګانو په حصه کې : د لڼډې ي په مثالونو کښې تاسو د ( ښځي ، ميني ، پزي، کوټي … ) راوړي دي ،فکر کوم دا د سهیلی لهجې وینګ وي ؛ حالداچې په ختیځه لهجه کې ېې مونږ په اوږده ې لیکو او وایو.!!! ( ښځې ،مينې ،پزې، کوټې) او داسې نورې .
    له توجه څخه مو یو جهان مڼنه . تر بیا…
    بلجیم/ ۲۱لړم۱۳۹۸= ۱۴ ربیع الاول ۱۴۴۱= ۱۱/نوومبر/۲۰۱۹ پخوانی ډ. حمیدالله( زړءور) صاپی

  2. په دې جمله کې د موصوف مخې ته و اضافي دی :
    دلته بيا هم ځني کلمې شته چې په اصل کې صفتونه دي په اخير کې زور راغلى دئ مګر بيا هم و موصوف ته په کتنه سره يې څرنګوالى ټاکل کېږي .
    البته د ي او ې موضوع ته د ښاغلي ډاکتر صیب صافي خبره او اشاره د تائید وړ ده چې باید په ې ولیکل شي
    پزه پزي پښه پښې
    سترګه سترګي اوږه اوږې
    ګوته ګوتي سږمه سږمې
    ښځه ښځي پتاسه پتاسې
    پېغله پيغلي ښائيسته ښائيستې
    بیا هم هغه واضیح غلطي پکې لیدل کيږي.
    پزه پزې
    سترګه سترګې
    ګوته ګوتې
    ښځه ښځې
    پېغله پېغلې باید ولیکل شي.
    زما په نظر د مونث دا ډول جمع باید په خپل حال پاته شي او نورې ستونزې خپلو پښتنو او نورو زده کوونکو ته پیدا نه کړو. ممکن د کومې سیمه ایزو لهجو کې داسې معمول وي خو په ټولو پښتنو کې دا تفکیک ګران دی.
    نږور ، ندرور یې میعیاري شکل دی
    په ټوله کې ښه څېړنه ده او ستاسو لیکنې په زړه پورې دي.

  3. خبلواکې تورې
    نا خپلواګې تورې
    ستونزې ستونزمنې
    صلاح
    کلیمې
    باغچه له نورو نومونو سره توبیرلری
    دفونیم او مورفیم د واحدونو ګرامری محاسبه او تحلیل
    ګتکوری ،رول،فورمول ،فورمولیک ؛ دیفتنګ ،کانسونینت،سیستماتیک او نوره تر مینالو ژې دژبې دستونزې بله برخه ده چې په هرحال مرحوم رښتین صاحب د عربی ژبې ګرامری برخه په پشتو کې په ډیره اوچته سویه څېړلی ده چې د مفغن نو مونونه، زور، زیر، فتحې
    اهمیت او له ګرامری اصولواو قاعدې
    سره یې جلا جلا څیړلی چې هم مبدا لری او هم مانا ،هم اجزا لری او هم کلام . هم صرف لری او هم نحو هم تاریخ لری او هم فرهنګ
    زما تبصره فردی انګیزه نه لرې یوازې د څېړنی بحث دی که راسرمنې یې!.بنا زه تاسره په خینو دیرو ا بتدایو برخو کې موافق نه یم چی هیح دول
    قیداوصفت او د نوم ترکیب یا جوړښت دې له یاده وتلی د ښخینه په ډولونوکې یوځل بیا سوچ وکوه سماعی د بل فکتور دی ځکه چې د ملفوظی ه، او واو برخه
    پکې نه لیدل کیږی یوازې د فونیم او مورفیم خبره نه ده
    مثلا تاسې وایی
    ه پښتو ژبه کې د (ي) فونيم دوه حالته لري يعني هم د مورفيم په شکل راځي او هم د فونيم کله چې موږ د اسمونو څخه مونث صفتونه جوړه وو نو په هغه حالت کې د فونيم په شکل کې رول لوبوي لکه:
    خپل…..خپلوي
    دوست…..دوستي
    ښاد……ښادي
    ….سره په پرتله اوسمهال تر ټولو قانونمندنه ژوندۍ ژبه د
    زه بوه نه شوم جې دا څه ډول سره په پرتله ……د

  4. ته دي راته زوندی یې قلم دي تاند الله دي لره د داسي نورو لیکنو په تمه دي یم مرهون صاب!

  5. پورته لیکنه د زده کړی د زیرمی د غنا تر څنګ یوه بله ښکلی ځانګرتیا هم لری
    هغه دا چی
    په ډیره وچه او سپین سنرګی او متکبره او ځان پرسته او متعصبه ( پښتو ) نه ده لیکلی شوی بلکه ټول کلمات ئی په موزونه او منظمه او عامیانه او د فهم وړ لغاتونو او جملو مزینه او سمبال ده چی د ګران لیکونکی د ستائنی پوروړی یو او د نورو بریالیو او ښکلو او ګټورو لیکنو د توفیق هیله ئی لرو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب