جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد پیسو جوړولو فابریکه

د پیسو جوړولو فابریکه

د پیسو جوړولو فابریکه د مشهور لیکوال رابرټ کیوساکي د پیسو ګټلو په اړه د مهمو مقالو ټولګه ده، چې نوې پښتو ژبې ته را ژباړل شوې ده. مخکې له دې چې د کتاب په اړه خبرې وکړو، راځئ لومړی د کتاب لیکوال وپېژنو. رابرټ کیوساکي د امریکا په هاوایي ایالت کې نړۍ ته سترګې غړولې دي او همدلته لوی شوی دی. هغه د دوه رګه جاپاني – امریکايي کورنۍ له څلورم نسل څخه دی. د کورنۍ غړي یې تر ډېره ښوونکي وو. پلار یې د هاوایي ایالت د ښوونې او روزنې رییس و. رابرټ د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته، په نیویارک کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه. له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته یې د امریکا په بحري ځواک کې دنده واخیسته. نوموړی د یوه افسر او د درنو نظامي چورلکو د پیلوټ په توګه د ویتنام جګړې ته لاړ.

کله چې له ویتنام څخه را وګرځېد، نو مالي او سوداګریزو چارو ته یې مخه کړه. په ۱۹۷۷ ز کال کې یې یو شرکت تاسیس کړ. د لومړي ځل لپاره یې د نارینه‌وو‌ لپاره د جیبي بکسو چې له نیلون او ولکرو (خپله سرېښېدونکې تسمې) څخه جوړ شوي وو، بازار ته وړاندې کړل. د شرکت دغه محصول یې ډېر ژر په ټوله نړۍ کې مینوال پیدا کړل او کارو بار یې ان میلیونونو ډالرو ته ورسېد. اعلانونه به یې په مشهورو مجلو، لکه: رانرز ورلډ، جنټلمن کوارترلي، سکس مګزین، نیوزویک او پلې بوی کې خپرېدل. رابرټ کیوساکي په ۱۹۹۶ز کال کې د ۴۷ کلنۍ په عمر تقاعد واخیست. له هغه وروسته یې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته مخه کړه، ځکه له دې برخې سره یې ډېره مینه وه. په همدې کال کې یې د نفتو، طلا او نقرې د کشف په دریو عامو شرکتونو کې شراکت پیل کړ. له دې درکه یې ډېرې زیاتې پیسې تر لاسه کړې. په همدې کال یې (شتمن پلار، نېستمن پلار) کتاب هم ولیک. دغه کتاب د دریو کلونو لپاره د نیویارک ټایمز او وال سټرېټ ژورنال دې تر ټولو ډېر پلورل شوي کتاب ځای خپل کړ. مشهور ویناوال او لیکوال انتوني رابینز د کیوساکي په اړه وایي: ((د سوداګریزو زده کړو په برخه کې د کیوساکي کار ډېر قوي او ژور دی. زه د نوموړي د هڅو پر وړاندې خپل سر ټيټوم او ټولو خلکو ته سپارښتنه کوم چې په دې ټولګیو کې برخه واخلي)). نوموړي په دې برخه کې تر اوسه پورې ډېر کتابونه لیکلي دي چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي. د پیسو ګټلو فابریکه (د رابرټ کیوساکي په سبک د پیسو ګټلو اسانه لارې چارې) د رابرټ کیوساکي د هغو غوره لیکنو ټولګه ده چې په عملي کولو سره یې تاسو کولای شی د خپل کارو بار څښتن شی او ښې پیسې وګټی. ډېری کسان په دې اند دي چې که یې زیاتې پیسې درلودی، نو کولای یې شوای چې خپل کارو بار یې پیل کړی وای، خو په کتاب کې تاسو ته هغه لارې چارې درښیي چې څنګه کولای شی پرته له مخکینۍ پانګې کوچنی کاروبار پیل کړی او ورو ورو یې لوی کړی. لیکوال لیکي، ډېری خلک د پیسو لپاره کار کوي، خو په کتاب کې هغو لارو چارو ته هم اشاره شوې ده چې پیسې باید ستاسو لپاره کار وکړي. په کتاب کې د پیسو ګټلو لپاره ډېرې اسانه او عملي لارې چارې راوړل شوې دي، چې د ټولو شرح کول په یوه کوچنۍ لیکنه کې ناممکنه دي، نو ښه ده چې دا هر څه خپله په کتاب کې ولولئ. دغه کتاب پښتو ژبې ته حمیدالله حمیدي را ژباړلی دی، چې پر اکسوس کتابپلورنځي سربېره یې د کابل ښار په لویو کتابپلورنځیو کې هم تر لاسه کولای شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب