شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد پښتو ژبې الفبې سمون | عصمت الله شینواری

د پښتو ژبې الفبې سمون | عصمت الله شینواری

پښتو ژبه اریايي ژبه ده او لیکدود یې سامي (عربي) دی. دغې خبرې په پښتو لیکدود کې څه ستونزې راولاړې کړې دي؛ خو داسې هم نه ده، چې ټوله پړه دې پر سامي لیکدود ور واچول شي. لاتیني لیکدود د ډېرو اریايي ژبو لپاره کارېږي؛ خو بیا هم دغه ژبې د پښتو غوندې د ټولو غږونو لپاره ځانګړي توري نه لري. بېلګه یې انګرېزي ژبه ده، چې له اتو ډېفتانګونو پرته ۳۶ غږه لري او د دې شپږ دېرشو غږونو د ګرافولو (ښودنې) لپاره یوازې ۲۶ توري لري؛ خو لیکدود یې سم دم دی او د پښتو غوندې لیکدوديزې او الفبايي ګډوډۍ نه لري.

که یو پښتون انګرېزي توري (الفبې) زده کوي، یا یو پنجابی، عرب، هندی او یا هم بل څوک وي، د یوه انګرېز سره یې په زده کړه کې توپیر نشته. د بېلګې په ډول؛ موږ (پښتانه) که د انګرېزۍ توري (الفبې) زده کوو؛ نو له A یې نیسو او پر Z یې ختموو او که د انګرېز بچی یې زده کوي، هغه یې هم له A نیسي او پر Z یې ختموي. هېڅکله به نه موږ او نه به د انګرېز زوی په A پسې C ووايي او نه به هم په M پسې د N پر ځای O ووايي. که ټولو انګرېزۍ ژبې ویونکو ته وویل شي، چې د انګرېزۍ ژبې توري (اې بي سي) ولیکئ؛ نو ګردو به یو ډول لیکلې وي او د هېڅ یوه به له نورو سره یوازې د یوه توري تر کچې مخالفه نه وي. همداسې عرب در واخله. د عربو په الفبې کې په (الف) پسې (ب)، په (ب) پسې (ت) او همداسې تر (ي) پورې یې ټول توري په یوه دود او منلي کتار کې رادرومي. ټولو عربي ژبې ویونکو ته که وویل شي چې عربي الفبې یا توري ولیکئ؛ نو د ټولو به یو شان وي او داسې به پکې ونه لیدل شي، چې کوم عرب په (ب) پسې د (ت) پر ځای (ث) لیکلې وي. دا د هرې ژبې د لیکدود ځانګړنه ده، چې د ژبې توري (الفبې) دې په یوه کره، دود او منلي کتار کې وي؛ خو زموږ د پښتو ژبې عربي دود شوې الفبې د تورو لپاره هېڅ سم منل شوی او دود کتار نه لري. د استاد پېښوري شینواري په خبره؛ که ټولو پښتنو ته وویل شي، چې ورشئ او د پښتو ژبې الفبې ولیکئ؛ نو د دوو وروڼو، د دوو استادانو، د دوو ټولګیوالو به یو شان نه وي او د عربۍ او انګرېزۍ غوندې به یې په یو کتار کې ټول توري په یو شان لیکلي نه وي. د چا به له (چ) (ج) مخکې وي او د چا به بیا وروسته وي. د چا به (ږ) له (ژ) مخکې وي او د چا به وروسته وي؛ خو زه درته په پوره ډاډ سره وایم، چې د ټولو به په یوه نه یوه توري کې سره توپير وي.

د دې ستونزې د هوارولو لپاره استاد پېښوري شینواري ډېر کار کړی دی او په څو وارې یې په يوټيوب او فېسبوک کې په ژوندۍ بڼه درسونه ور کړي دي او په دې اړه یې یو کتاب هم لیکلی دی. استاد شینواری وايي، چې ټول پښتانه به د دې کتاب په لوستو سره په لنډه موده کې باسواده شي. ځکه دا کتاب د یوې کره او د منلو وړ الفبې لرونکی او ښوونکی دی؛ خو دا کتاب اوس له ما سره نهشته، چې په اړه یې بحث وکړم.

څه موده مخکې دې خبرې زور اخیستی و، چې پښتو عربي لیکدود (الفبې) دې پر لاتین لیکدود (الفبې) واوړي؛ خو زه خپله د دې خبرې پلوی نه یم او د دې پر ځای باید همدا عربي لیکدود سم کړو. موږ تراوسه په دې لیکدود نه پوهېږو، لاتین خو په تيږه کېږده. ځینې چې دا لیکدود نه شي سمولی بیا وايي، چې دا لیکدود مو خپل نه دی؛ نو وه وروره! لاتین لیکدود خو هم ما او تا نه دی جوړ کړی. هغه هم پردی دی؛ ما ته هغه خبره رایاده شي، چې وايي یوه ښځه ګډېدی نه شوه، ویل یې انګړ خراب دی. موږ چې سمون نه شو راوستی وایو؛ دا پردی دی. د دې خبرې لپاره ما دا الفبې لیکلې، چې په همدې پردي عربي لیکدود کې خپله الفبې او د هغې منلی شکل او همدا ډول لیکدود سم او کره کړو.

د استاد پېښوري شینواري د پښتو ژبې لپاره د عربي لیکدود الفبې د سمولو هڅه هم پر ځای ده. تاسې کولی شئ، چې د هغه الفبې د استاد شینواري له یوټیوب چېنل او فېسبوک پاڼې څخه ترلاسه کړئ؛ خو دلته زه خپله هغه الفبې وړانديځوم، چې د پښتو ژبې لپاره اسانوالی او روانتیا لري. دغه الفبې د پښتو ژبې د غږونو د ځانګړتیاوو له مخې ما ترتیب کړې ده. پښتو ژبه (۳۷) غږونه لري، چې (۳۰) یې کانسوننټونه او (۷) یې واولونه دي. دغه الفبې د (۳۴) پښتو تورو (یانې پښتو غږونو ته د عربي ګرافیمونو) او (۱۰) ناپښتو (چې له اصله عربي او زموږ د مذهبي نومونو له مخې په پښتو کې کارېږي) جوړه شوې ده. لومړی به الفبې ولیکم او بیا به یې ورپسې تشریح کړم.

پښتو توري:

ا (الف) – پ (پې) – ب (بې) – ت (تې) – د (دې) – ټ (ټې) – ډ (ډې) – ل (لې) – ر (رې) – ړ (ړې) – س (سې) – ز (زې) – ش (شې) – ژ (ژې)  – چ (چې) – ج (جې) – څ (څې) – ځ (ځې) – م (مې) – ن (نې) – ڼ (ڼې)– ښ (ښې) – ږ (ږې) – ک (کې) – ګ (ګې) – خ (خې) – غ (غې) – ه (هې، ـه) – و (وې، وو، و) – ی (يا، یې، يي، یۍ/ یئ)

عربي توري:

ف (فې) – ث (ثې) – ذ (ذې) – ص (صې) – ض (ضې) – ط (طې) – (ظ) ظې – ق (قې) – ح (حې) – ع (عې)

اوس غواړم، د پوتنۍ الفبې اړوند لږه تشریح وړاندې کړم.

دغه الفبې د دې لپاره په الف پیل شوې، چې کوچنی لومړی غږ (الف) زده کوي. کله چې ښوونځي ته ځي؛ نو الفبې باید ورته د ده د لومړي زده کړي غږ (الف) څخه پیل شي، تر څو پرې ښه پوه شي او په کرار کرار پکې مخ ته ولاړ شي. پښتو کې د الف یو ګرافیم دی. مدوال او همزه وال الفونه پښتو نه لري او کارول یې د لیکدود او الفبې له سختولو پرته بل څه نه دي. د الف ګرافیم د کلمې په منځ او پای کې د [ɑ] غږ لپاره کارول کېږي، لکه؛ ماما [mɑmɑ]، یار [jɑr] او داسې نور … . د کلمې په سر کې که له واولونو یعنې په (و) او (ی) ګرافیمونو ښودونکي واولونو پرته له نورو کانسوننټو تورو مخکې راشي؛ نو د [a] غږ لپاره کارول کېږي، لکه؛ اسمان [asmɑn]، اواز [awɑz] او داسې نور … . او د کلمې په سر کې که له (و) سره راشي؛ نو بیا د دوو واولو [o/u] غږونو استازيتوب کوي، لکه؛ اور [or]، اوږد [uʝd] او داسې نور … . او که د کلمې په سر کې له (ی) مخکې راشي؛ نو د هماغه اړوند غږ [i/e] استازیتوب کوي، لکه؛ اېل [el]، ایرې [ire] او داسې نور…؛ خو لکه مخکې چې یادونه وشوه، په (ی) باندې یو کانسوننټ هم ښودل کېږي، د هغې لپاره هماغه لومړۍ خبره صدق کوي، لکه؛ ایا [ajɑ] او داسې نور… .

په (الف) پسې د (پ) راوړل د دې الفبې بله ځانګړنه ده. ماشوم له الف وروسته (پ) زده کوي. (پ) له (الف) وروسته تر ټولو غږونو سپک او اسان غږ دی، چې که ژبه هر څومره درنه شي او د غږ د ادا کولو ولوېږي؛ نو (پ) غږ ادا کېدی شي، ځکه دا یو شونډيز غږ دی او بل ناغږن دی او د ادا لپاره یې د غږیزو پردو اهتزاز ته اړتیا نشته. په (الف) پسې د (پ) راوړلو بله ځانګړنه دا ده، چې غږونه لومړی له شونډو پیلېږي او بیا پر ستوني ختمېږي. په دې الفبې کې هم غږونه لومړی له شونډيز غږ (پ) پیل او پر ستونیزو غږونو (ه) پای مومي. (پ) غږ په فونیټيکس کې پر [p] ښودل کېږي. د (پ) توری د کلمې په سر کې (پور)، منځ کې (رپاند) او په پای کې (توپ) راځي.

په (پ) پسې (ب) راځي. (پ) او (ب) دواړه هممخرجه او د تولید د ډول له مخې هم یو ډول غږونه دي؛ خو توپیر په غږیز وصف کې دی، چې (پ) ناغږن غږ لپاره او (ب) د غږن غږ لپاره کارول کېږي. د (پ) په پرتله دروند ادا کېږي. (ب) غږ په فونیټيکس کې پر [b] ښودل کېږي. د کلمې په سر او منځ کې (بابا) او د کلمې په پای کې (جېب) راځي.

د هر غږ تشریح ډېر وخت نیسي او د هر غږ داسې تشریح کول، لکه د (الف)، (پ) او (ب) چې تشریح شول، خبره اوږدوي. دلته به یوازې د دغو تورو لپاره د غږونو فونيټيکي ګرافیمونه ولیکم او د هر توري تشریح به بلې لیکنې ته پرېږدم.

پښتو: (ت – [t])، (د – [d])، (ټ – [ʈ])، (ډ – [ɖ])، (ل – [l])، (ر – [r])، (ړ – [ɻ])، (س – [s])، (ز – [z])، (ش – [ʃ])، (ژ – [ʒ])، (چ – [ʧ])، (ج – [ʤ])، (څ – [ʦ])، (ځ – [ʣ])، (م – [m])، (ن – [n])، (ڼ – [ɳ])، (ښ – [ç])، (ږ – [ʝ])، (ک – [k])، (ګ – [g])، (خ – [x])، (غ – [ɣ])، (ه – [h])، (و – [w])، (ی – [j]). 

یادښت: د پښتو ژبې واولونه چې دوه یې په (الف) کې وسپړل شول نور یې د (ه، و او ی) په ګرافیمونو کې دننه دي، چې په دې کې ورته د (ی) ګرافیمونه اکسپېنډ (Expand) کېږي یانې سپړل کېږي او او هر غږ بیا خپل ګرافیم لري؛ خو (و) او (ه) بیا نور ګرافیمونه نه لري؛ (ه – [a])، (ه – [ə])، (و – [o])، (و – [u])، (ي – [i])، (ې – [e])، (ی – [aj])، (ۍ/ئ – [əj]). ما څو وارې په مخکینیو لیکنو کې هم وړاندیځ کړی و، او اوس هم وایم چې که چېرته د افغانستان د علومو اکاډمي د دغو پټو غږونو لپاره ژبپوهان راټول کړي او ګرافیمونه یا توري ورته وټاکي؛ نو مو موږ (پښتانه) به له لویې لانجې رغه ومومو.

ناپښتو: (ف – [f])، (ث – [θ])، (ذ – [ð])، (ص – [sˁ])، (ض – [dˁ])، (ط – [tˁ])، (ظ – [ðˁ])، (ق – [q])، (ح – [ħ])، (ع – [ʕ]).

د دې الفبې د زده کړې او تدریس پر وخت دې توري دوې برخې شي، چې لومړۍ برخه یې پښتو توري او ورپسې برخه یې ناپښتو توري دي. یا دې دواړه برخې په یو ځای تدریس شي او یا دې په کتاب کې هم دوې برخې شي، لومړی دې پښتو توري پرې زده شي او ورپسې برخه دې ناپښتو توري پرې زده شي.

په زړه پورې خبره لا دا ده، چې کله زه په ښوونځي کې وم او ښوونکي موږ ته پښتو الفبې راښووله؛ نو هغه به عربي توري لومړی ولوستل او بیا به یې پښتو ځینو غږونو ته چې عربۍ ژبه یې نه لري پښتو خاص (ځانګړي) غږونه ویل؛ نو زه چې هغه وخت رایادوم نو له خپګانه خاندم، چې موږ پښتو الفبې زده کوله؛ خو موږ ته به عربي الفبې تدریسېده او پښتو ځینې غږونه به یې اپشنل د (پښتو خاص توري) په نوم په اخره کې د یوه نوټ په شکل را ته یادول. کېدی شي اوس هم همدا سیسټم روان وي؛ نو د دې پر ځای چې ټینګار پر خپلو غږونو وشي؛ ټینګار به پر ق، ص، ض، ط، ظ، ع، ف، ذ، ث باندې کېدلو.

ښه! دغه شوه زما وړانديځ شوې الفبې. د دغې الفبې ستره ځانګړتیا دا ده، چې غږونه یې د فونيټيکي ځانګړنو له مخې په کتار کې راغلي دي. هغه غږونه چې هممخرجه دي او د تولید ډول یې هم یو دی؛ خو توپیر یې په غږیز وصف (غږنتیا او ناغږنتیا) کې دی، هغه غږونو کې لومړی بې غږه لکه (پ) او ورپسې غږن لکه (ب). همداسې هغه غږونه چې دواړه غږن دي بیا د مخرج او یا هم د تولید د ډول له مخې په دې الفبې کې ځای پر ځای شوي دي. په دې الفبې کې د مخرج پر اساس غږونه له (الف) وروسته چې واول دی بیا له شونډيز مخرج (پ) پیل، ورپسې، ورییز، شاورییز، غبرګژبیز، کلک تالوییز او تر نرم تالو (خ یا غ) او ستونيز (ه) رسېږي. یوازې د (م) به برخه کې چې هغه هم شونډیز دی باید له شونډيزو تورو سره راغلی وی؛ خو د پزیزتوب د ځانګړنې له مخې له نورو پزیزو سره راغلی دی. لکه؛ (م) غږن، پزیز، شونډيز ورپسې (ن) غږن، پزیز، ورییز او ورپسې (ڼ) غږن، پزیز، غبرګژبیز غږ دی. 

دغه الفبې زموږ د الفبې د دود او منلي کتار لپاره اسانه او روانه ده او هم د ښوونځیو د لومړي ټولګي زده کوونکو د پښتو زده کړې لپاره تر ټولو ښه، اسانه، روانه او ساده ده. 

3 COMMENTS

  1. تر ټول معقول او په زړه پورې لیکنه ده چې د پښتو الفبې په هکله یې لولم . کاشکې پدې موضوع زمونږ نور ژبپوهان سره کښېني او ژرتر ژره یوه واحده تګلاره ومومي .

  2. پښتو توری
    الف ، بې، پې، تې، جې، خې او تر پایه
    امّا یو ډنګر وړاندیز
    که د (الف) پر ځای( اې) تلفظ شی نو ردیف به منظم وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب