له ماښام راهیسې د کوچني پوځي مرکز د څار پر پوستو جنګ روان و، فضا دوړو او ګردونو نیولې وه، سختې سیلۍ د شپې په زړه کې لا وېره شیندله او ستړي سرتېري یې وارخطا کړي وو، د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېدل، یوه شېبه به څه ارامي شوه، خو وروسته به بیا له دواړو خواوو د سرو سکروټو باران پیل شو.
د پوستې له منځه یوه سرتېري د څار برج ته لاسي بجلۍ رڼا کړه، د پوستې په کونج کې په دوړو د سپېره سرتېري سترګې وځلېدې، له سره یې دستمال تاوو و و، وچ مخ او لنډۍ ږیره یې له خاورو ډکه وه، د شګو د بوجۍ شاته پیکا ته پړمخي پروت و، له غوسې یې شاته را وکتل او خپل ملګري ته یې سترګې برګې کړې
- ورباندې وژنې مې د کفر اولاده، دا وخت د رڼا کولو دی؟
څو درنې مرمۍ د شکو پر بوجۍ ولګېدې، د پوستې منځ او شاوخوا ته د اور سپرغي باد شول، د دوی خبرې هم پرې شوې، پراته سرتېري سر اوچت کړ، د پیکا بله ضربه یې وکړه. دا وخت یې ملګري بیا لاسي ګروپ ور رڼا کړ او ورباندې غږ یې کړ:
– قوماندان صایب! مالي مسوول دې غواړي، یو ځل لاندې را ښکته شه، ضرور کار دی، پیکا ماته پرېږده، زه ورخېژم او مقاومت کوم.
ګوتې یې وچې وې، همدا یې د دمې لپاره ښه موقع وګڼله، په خاپوړو یې لاندې را ټوپ کړل، په تیاره کې همغه سرتېري ته غوسه ودرېد.
- ډېر احمق یې، کله به هم هوښیار نه شې، دا وخت د رڼا کولو دی، بیخي محاصره یوو، هغوی وار په وار را نږدې کېږي، مرمۍ په خلاصېدو دي، ډېر احتیاط کوه، سم هدف وله، هسې هم ټول مرو.
له ولو او ږېري یې خاورې ټک وهلې، د پوستې نورو برجونو ته یې وکتل، ډزې روانې وې، له پلاستیکي کوزې سره یې پښه ټکر شوه، پرېوته، ژر یې را اوچته کړه او خولې ته یې نږدې کړه، یو څه ګرمې اوبه په کې پاتې وې، په سر یې واړوله، د خاورو خوند یې حس کړ، لاړ ې تو کړې او روان شو، په ځمکه کې خښې وړې کانټیري خونې ته ننوت، پیکه ګروپ روښانه و، یوه کس پر پلاستیکي فرش د پیسو غورځېدلي بنډلونه را ټولول، دده په ورتلو له ځایه پاڅېده، خولې یې وچې کړې، مخکې له دې چې څه ووايي قوماندان ورباندې غږ کړ
- یره مدیر خان ولي، ته په جنګ کې حلوا وېشې، دا وخت د غږ کولو دی؟
- منم یې قوماندان صایب! له لشکرګاه نه دې موبایل ته زنګونه را روان دي، هلته مې چارچ ته اېښی و، خو اوکې مې نه کړ، ځواب راسره نه و، مخابرې ته هم چا ځواب نه دی ورکړی، خو تر دې ټولو یوه بله خبره مهمه ده؟
- څه خبره ده، موږ مرو او ته په مهمو خبرو پسې ګرځې؟
- صایب، هغوی را نږدې کېږي، ما ویل ددې سرخوړلو غم کوه.
- څومره دي؟
- پنځه لکه مې حساب کړې، درې لکه نورې هم دي، دا سلګون نه شم حسابولی، کاش په وخت مو رسولي وی، د درېیو میاشتو معاشونه دي، خو ناوخته شوه، لارې بندې وې او پرواز نه و، له نورو ولسوالیو هم بد خبرونه را روان دي.
قوماندان د زرګونو یو بنډل را اوچت کړ او بېرته یې پر ځمکه وویشت
- څنګه کوو؟
خان ولي د دروازې خواته وکتل او بیا یې په ټیټ غږ ورته وویل:
- یو سات یا دوه ساته وروسته هغوی حتمی را رسېږي، هر څه نیسي، زما پلان دا دی چې پیسې دې بیک کې اچوو، سل دوه سوه متره وړاندې یې په رېګونو کې خښوو، بیا ستا خوښه چې هغې خواته وتښتو او که بېرته را ستنېږو، ګوندې هوايي کمک را ورسېږي، B52 خو ډېرې ګرځي، دا هسې هم نور زما او ستا دي، فقط دا وړوکې کوټه سوځول غواړي، له حساب کتاب خلاص یې.
قوماندان وخندل او مدیر ته یې په ناهیلۍ وویل:
- یره هلکه لا هم له خپل رذالت نه یې اوښتی، ملګری مې یې، دا شیطاني ماغزه دې په دې ورځ هم کار کوي، بس بیړه کوه، هغوی ټول په جګړه مصروف دي.
دواړه له پوستې په کیندل شوي خندق کې له بیک سره روان شول او نیم ساعت وروسته چې را ستنېدل، کانینري کوټه تور دود شوې وه، د مرمیو شور یو څه ارام و، قوماندان لاسي ګروپ ته د پوستو برجونه له نظره تېر کړل، خدای خبر څنګه ډزې ورو- ورو ارامې شوې، ستړو سرتېرو د اوبو او وچۍ ډوډۍ لټون پیل کړی و.
نیمه شپه وه چې د مخابرې مسوول د قوماندان خونې ته مخابره راوړه، هغه هم په تیاره کې یوه کونج ته ورسره لاړ، له پنځلس – شل دقیقو خبرو وروسته بېرته راستون شو او ستومانه سرتېرو ته یې د را ټولیدو امر وکړ، د پوستې د انګړ څراغ روښانه شو، قوماندان وویل:
- ځوانانو! له لشګرګاه نه د قوماندان او مشرانو پیغام و، ویل چې جنګ بس کړئ، نیم یوه ساعت کې د بهرنیانو الوتکه درځي، ټول په کې له یو میل وسلې سره وخېژئ، نور هر څه پر ځای پرېږدئ، همدا د مشرانو امر دی، نو موږ نور څه نه شو کولی، ورځئ او ځانونه مو چمتو کړی.
سرتېرو یو بل ته حیران حیران کتل، نه پوهېدل چې دا څنګه پرېکړه ده، خو د ګڼو په څېرو کې د خوښۍ څرکونه هم وو، نږدې ټولو دا څلور پنځه میاشتې خپلې کورنۍ په سترګو هم نه وې لیدلې، یوازې جګړې، مرګونه، لوږې او زخمونه یې لیدل، سیلۍ لا هم د شپې په تیاره کې خاورې او شګې بادولې، ټول د پوستو او کانټینري خونو خواته روان شول.
مدیر په مانا لرونکي انداز خپل قوماندان ته وکتل او هغه ورته ورو وویل:
- لږ صبر! وخت شته…
نیم ساعت وروسته بیا دواړه له پوستې د پیسو د خښ کړي بیک خواته روان شول، د ګروپ رڼا کې یې لیدل چې د خندق ډېره برخه له خاورو ډکه شوې ده، ګامونه یې حسابول، له دوه سویم ګام سره ودرېدل، هلته یې ځو ځایونه وپلټل، خاورو او سیلۍ هر څه بدل کړي وو، هېڅ نښه په سترګو نه ورتله.
د چورلکې غږ شو، دوی هم د خاورو او ډېریو ړنګولو ته زور وکړ، خو ورکه یې نه شوی موندلی، د الوتکې غږ را نږدې شو، یو بل ته غوسه وو، له ناچارۍ یې د پوستې خوا ته تش لاس رامنډې کړې، چورلکه له پوستې دېرش څلوېښت متره وړاندې پر لوړه ځمکه کېناسته، د مخابرې غږونه او په انګریزي خبرې اورېدل کېدې، سپېره مېره سرتېري ورڅخه را تاو شول، دروازې یې خلاصې شوې، په پنځو دقیقو کې د پوستې ټول سرتېري له وسلو او بیګونو سره ور وختل، قوماندان او مدیر تر ټولو وروسته وو، هېڅ یې زړه نه کېده چې اوچت شي، د الوتکې تر پورته کېدو پورې د دواړو سترګې همغه لور ته کږې پاتې وې. چورلکه په هوا شوه، د ختیځ خواته یې حرکت وکړ، خو دواړو په بیا بیا لویدیځ لور ته پوستې او د پوستې سل مترۍ کې شګلنې ځمکې ته کتل، په پوسته کې د دواړو په لاس له سوځولي ټانک لا هم همغسې لمبې پورته کېدې.
۱۴۰۱، د تلې ۲۵مه