جمعه, مارچ 29, 2024
Home+ کتابونه | ګل رحمن رحماني 

 کتابونه | ګل رحمن رحماني 

کوچنۍ نېکلي چای جوش یې د ګازډبې له پاسه کېښوده، اور یې ورکړ، د ګاز ډبې ډډې چربۍ او دودونو بدرنګې کړې وې، یوه جنډه یې ورباندې راتېره کړه، خو جنډه خپله هم غوړه او خېرنه وه، د ډبې ډډې یې لا خړې پړې کړې، شاوخوا یې وکتل، د پخلنځي هره خوا نا منظمه او ګډه وډه ښکارېده، پر لوښو مچان ګرځېدل، په یوه کونج کې د پیازو او کچالو وچ شوي پوستونه لا هم همغسې پراته وو، د غوړیو بوشکې ته نږدې د ماتو هګیو په پوستونو کې مېږیان سرګردانه وو.

تمنا دا هر څه له سترګو تېر کړل، نه پوهېده چې د پاکولو کار له کومه ځایه پیل کړي، مور یې ورته ویل چې نن غرمه د دوی کور ته نابللي مېلمانه راځي، باید خاص چمتو والی ونیسي، هغې به  چې کله د خاص چمتو والي خبره کوله؛ نو تمنا به پوهېده چې خبره څه ده؟  اوس نو  باید مېلمنو ته د کور او پخلنځي کارونو کې خپله وړتیا وښيي، ځکه چې له دې کار سره ددې ښېګڼه او ستاینه تړلې وه.

نن هم په نه زړه پاڅېده، د خپلې خوښې د نیم لوستی ناول صحنې یې په ذهن کې ګرځېدې، د انسان د نیمګړو ارمانونو او د نورو لپاره د هېرو کړو هیلو صحنې یې ورته لا دردوونکې وې، لیکوال «پاتې شه باران دی» دی نوم ورکړی و، خو که دا یې لیکواله وی؛ نو نوم به یې ورته خامخا «د هیلو خزان» ټاکلی و.

  نه پوهېده چې کار له کوم ځایه پیل کړي، خو چټکه پاڅېده او د پخلنځي د هوا بدلولو په موخه یې کوچنۍ کړکۍ د بهرنۍ کوڅې خواته پرانېسته، د سهار یخه هوا را ننوته،  بېرته د ګاز ډبې خواته راغله، د اور لمبې نرم شور کاوه، خو د جاجوش یخې اوبه لا همغسې ولاړې وې، په دې وخت کې یې له مخامخ کوټې غږ واورېد.

تمنا لورې! اول د چایو غمه وخوره، اجمل وروجان دې مکتب ته ځي، هسې هم ناوخته پاڅېدلې یې، دا  نور کارونه دې وروسته کوه.

مور یې چې کوم ځواب وانه ورېده، شېبه وروسته ورپسې خپله پخلنځي ته راغله، تمنا د ګاز ډبې څنګ ته پر پلاستیکي څوکۍ په سوچونو کې ډوب ناسته وه، مور ته یې شا وه او هېڅ پام یې نه شو، هغې بیا ورباندې غږ کړ.

سړخوړلی خوب یې کړې، مخکې خو به دې دا وخت چای تیار اېښی و او د خپل ښوونځي تیاري به دې نیوله، کتابونه به دې ویل اوس په ویښه خوبونه کوې، په کار لاس واچوه، د توشکو او فرش څه غم هم باید وخورو، درې ورځې مو کور نارینه وو ته پرېښی، چا لاس هم نه دی ور وړی.

په څوکۍ کې یې مخ را وګرځوه او مور ته یې وکتل

سمه ده، ته نه ګورې چې ګاز چالان دی، د همدې لپاره ناسته یم، خو لږ اشپرخانې ته هم ګوره، د مچانو د کرکټ میدان یې ترې جوړ کړی، ته خپله وايې چې ترکاڼي د بیزو کار نه دی،  پلار مې او دې نازولي اجمل دې پخلنځی په څه حال کړی، ښه دی چې زر کور ته راغلو، کنه د حویلۍ ټولې خاورې خځلې به یې هم دلته راوړې وې.

په همدې وخت کې د پخلنځي په دروازه کې اجمل را څرګند شو

مورې! دا خبره یې مخکې هم راته وکړه، تاسې خو بېغمه کلي ته واده ته تللي وی، زه مجبور وم چې کاکا، ځان او پلار ته مې څه پاخه کړم، اوس به مو ستایلم چې تکړه شوی یم، څه پخولی شم، خو ستا نازولې لورجانه لکه چې اشپزخانه هم په ما پاکوي، اوس خو هسې هم ددې مکتب نه شته، دا کارونه خو دې وکړي، د خپل ټولګي کتابونه خو به یې نور لس لس ځله له ځان سره لوستي وي.

تمنا یې خبره ور پرې کړه:

سمه ده انجنیر صاحبه! مکتب شته دی، هملته ځای پر ځای دی، لیک لوست نشته، ډېره دې زما کتابونو او مکتب پسې را اخیستې. 

مور یې د اجمل په ملاتړ خبرو کې ور ولوېده

زوی مې ښه وايي، سرخوړلی مکتب او کتابونه یې کړې چې تاسې ورباندې هره ورځ نښتي یی، کتاب به خلکو ته انسانیت او سمه لار ورښوده، زما اولادونه یې راته لېونیان کړل، نجلۍ ته تر شپږم پورې سبک کاپي او شاپی دی، چې د پلار سر زوري دې نه وی په همدې یوولسم کې مې په کور کېنولې، څه ګټه دې موږ ته رسېږي، نجلۍ خو هسې هم د خپلې خسرګنۍ مال وي او ریباران د سبق نه، د کار او اخلي پخلي د وړتیاوو پوښتنه کوي، څومره چې لایقه وې، هومره به یې خسرخېل ورباندې مهربانه وي.

زوی او مور دواړه ووتل، تمنا بیا په پخلنځي کې یوازې پاتې شوه، د مور په خبرو یې کوم غبرګون ونه ښود، دا خبرې یې په دا  تېرو څو میاشتو کې څو ځله وخت نا وخت اورېدلې وې.

چاجوش ته یې وکتل، په اوبو کې لږ حرکت پیدا شو، تاوونه په کې را وګرځېدل، بهر یې د ښوونځي د ماشومانو غږ واورېد، پاڅېده، په کوچني لرګین مېز ودرېده، د کړکۍ دویمه پله یې هم را خلاصه کړه، د تازه هوا بله څپله راغله. بهر  ډلې ډلې کوچني ماشومان په کوڅه کې د ښوونځي په لور روان وو، ددې په شونډو موسکا وغوړېده، خو بېرته د پسرلنۍ ورېځې په څېر ورکه شوه، هلکانو په لارو مستۍ کولې، په تګ کې یو له بل مخکې کېدل، هره یوه د کتابونو شین رنګه بکسه په شا پورې ټینګه نیولې وه.

دې ته یې هم خپل ښوونځی او ټولګیوالې وریادې کړې، ډېره موده وشوه چې له هغوی یې احوال نه درلود، د مخامخ ګاونډي د دروازې غږ شو، دا هم چټکه را ښکته شوه او په پخلنځي کې یې څو قدمه واخیستل، په وړاندې کونج کې یې د وسپنیزې المارۍ پله خلاصه کړه، یوه خوا یې ددې د ښوونځي او مطالعې له کتابونو ډکه وه، دې به خپل کتابونه دلته ساتل، اوس ورته داسې ښکاره شوه لکه د زندان دروازه یې چې خلاصه کړې وي او بې ګناه زندانیان ګوري، دا درېیمه میاشت وه چې له خپلو کتابونو سره یې خبرې نه وې کړې، ورڅخه مرور وو، له دې څخه یې ډېرې ګیلې درلودې، بیا یې زړه له سلګیو را ډک شو، غوښتل یې وژاړي او له بندي کتابونو سره خواخوږي څرګنده کړي او ورته ووايي چې دا هم له دوی سره بندي ده او د ښوونځي لیدو ته دا هم د کتابونو په څېر لېواله ده، خو د لاسي لاودسپیکر غږ یې پام ځانته واړوه.

زاړه توکي راوړئ، زاړه توکي، برقي سامانونه، زاړه کتابونه او کتابچې اخلم….

کړکۍ ته ودرېده، وړاندې کوڅه کې یوه ډنګر سپین ږیري په ډېر زور خپله دوه ټایره کوچنۍ کراچۍ کشوله، تمنا سترګې  پټې کړې، سر ورباندې وګرځېده، خو ځان یې ټینګ کړ او د کتابونو المارۍ ته یې را وکتل، زر را ښکته شوه، لاسونه یې مروړل، زړه نا زړه وه، نه پوهېده چې دا کار وکړي که نه؟ خو بې اختیاره یې د سودا دوې پلاستیکي کڅوړې  را واخیستې او د المارۍ ټول کتابونه یې په کې ګډوډ واچول، په منډه له پخلنځي د کور د عمومي دروازې په لور لاړه، دروازه یې خلاصه کړه، شاوخوا یې وکتل، په کوڅه کې له څو مکتبي ماشومانو او کراچیوان پرته بل څوک نه ښکارېدل، کوڅې ته ور ووته او دواړه کڅوړې یې چوپه خوله د زړو توکو پېرونکي کراچیوان ته ونیوې، د هغه خوله له خوښۍ وازه پاتې شوه او دې ته یې وکتل

پلورې یې؟ 

د سر په خوځولو یې د هو ورته وویل

کراچیوان دواړه کڅوړې په تله کې را ځوړندې کړې، لومړی ځل و چې دومره ډېر زاړه کتابونه یې یو ځای پېرل،  تلې ته یې وکتل، ټول څلور کیلو شول، نجلۍ ته یې مخ را واړوه، څو قیمت په اړه یې ورته ووايي، خو هغه نه وه، بېرته د خپل کور په دروازه ننوته او دروازه یې په درز سره را پورې کړه.

تمنا په منډه پخلنځي ته لاړه،  د ګاز ډبې مخې ته د پښو په سر کېناسته، داسې یې حس کړه لکه خپل نږدې ملګري یې چې ورڅخه د تل لپاره تللي وي، د هر کتاب په لومړۍ پاڼه یې خپل نوم لیکلی و، په ځينو پاڼو کې یې یادښتونه او د سبق لنډيزونه هم اېښي وو.

 زړه یې له درده را ډک شو، لکه په وجود کې یې چې نور وینې په اېشېدو وي او له سترګو یې د اوښکو په بڼه را وځي، اوږده شېبه په خپل ذهني کشمکش کې را ګیر وه، ورو – ورو د چای جوش اوبه هم را وخوټېدې، خو دا همغسې د خپلو کتابونو، ښوونځي او ناپوره شوو هیلو اندېښنو په مخه کړې وه، له جای جوش د اېشېدلو اوبو بړاسونه په پخلنځي کې خورېدل، د کور لویه دروازه یې دوه درې ځله ټک ټک شوه، دا پوهېده چې څوک یې ټکوي، خو نه یې غوښتل ورشي او د پلورل شوو کتابونو پیسې کور ته راوړي. 

 شېبه وروسته یې د پخلنځي له کړکۍ د کراچۍ د عرابو غږ واورېد چې په منډه د عمومي سړک پر لور روانه ده، بیا ناڅاپه د لرګین مېز سر ته وختله، له کړکۍ یې په ډېره وېره کوڅې ته سر ویوست، لکه د خپلو ملګرو وروستۍ دیدن او مخه ښه چې کوي، کراچیوان وړاندې د کوڅې کونج کې ګړندی روان و او هره قدم یې شاته په داسې انداز را کتل لکه د کوڅې ټولې دروازې چې دده د تېښتې نندارې ته ولاړې وي.

۱۴۰۱، د غويي ۲۹مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب