Home+د اماني دولت کابینه، پۀ دوو لومړیو کلونو کې

د اماني دولت کابینه، پۀ دوو لومړیو کلونو کې

لیکوال: اکادمیسین م.ا.سیستاني
ژباړن: سیلانی
څو موده وړاندې د افغانستان سابقه داره دیپلوماتې، نیلوفر د حامد محمود لور چې پۀ آلمان کې استوګنه ده، لۀ ما څخه یې د تلفون لۀ لارې پوښتنه کړې وه:
جناب سیستاني صاحب! آیا دیوان نرنجنداس هندو چې د راولپنډۍ د سولې پۀ مذاکراتو (۱۹۱۹ م) کې د انګیسي هیئتونو پر وړاندې د افغاني هیئتونو غړی ؤ، د اماني دولت د ماليې وزیر ؤ او کنه؟ ځکه زموږ ډېر هېواد وال پۀ دې باور دي چې یاد کس د اماني دولت د کابینې غړی ؤ. ما آغلې نیلوفر ته ددې موضوع د سپړلو وعده ورکړې وه، دادی اوس دا موقع راته مساعده شوه تر څو یاده پوښتنه ځواب شي.
پۀ وروستۍ پېړۍ کې د افغانستان د معاصر تاریخ درې مهم تاریخونه:
۱-افغانستان در مسیر تاریخ. لیکوال غبار.
۲- افغانستان در پنج قرن اخیر، لیکوال م.ص.فرهنګ.
۳- سلطنت امان الله و استقلال مجدد، لیکوال عزیزالدین وکیلي پوپلزایي، د امان الله خان د کابینې غړي داسې راپېژني:
د عزیز الدین پوپلزایي د کتاب پر بنسټ: کله چې شاه امان الله خان پۀ ۱۲۹۷ کال د حوت پۀ ۹ نېټه واکمن شو، پخواني تشکیلات یې لۀ منځه یووړل او نوي تشکیلات یې رامنځته کړل. یادو تشکیلاتو لس ادارې درلودې چې هر یوه یې د ” نظارت خانه یا نظارت خونې” پۀ نامۀ یادېده او د هرې ادارې پۀ رأس کې یو مسئول کس د ” ناظر ” پۀ نامۀ موجود ؤ.
نوموړي وزارتونه پۀ لاندې ډول و: د حربیې نظارت، د بهرنیو چارو نظارت، د مالیې نظارت، د داخلې نظارت، د کرنې نطارت، د سوداګریزو چارو نظارت، د عدلیې نظارت، د امنیې نظارت، د نقلیاتو نظارت او د دربا نظارت.
سر بېره پر دې ځینې علمي ادارات لکه: علماء حضور و شورای علوم، دارالامان معارف، د قوانینو د وضع کولو مجلس، د عمومي شورا ریاست او څو میاشتې وروسته د معارف د څارنې اداره هم رامنځته شوه. د ۱۳۰۰ ل کال پۀ پیلېدو سره ” نظارت خانه ” پۀ وزارت واوښته. پوپلزايي د اماني کابینې د وزیرانو نومونه چې پۀ ۱۲۹۷ کال د حوت پۀ میاشت کې ګومارل شوي و، پۀ لاندې توګه یادوي:
محمود طرزي، د بهرنیو چارو ناظر.
محمد نادر خان سپه سالار، د حربیې ناظر.
محمود خان د احمد خان زوی، د مالیې ناظر.
علي احمد خان د خوشدل خان خان زوی، د داخلې ناظر.
عظیم الله خان د عباس خان زوی، د کرنې ناظر.
غلام محمد خان د غلام مرتضی زوی د سوداګریزو چارو ناظر.
محمد سلیمان د محمد آصف زوی، د ښوونې ناظر.
محمد ابراهیم خان د محمد سرور خان زوی، د عدلیې ناظر.
نظام الدین د فقیر محمد خان زوی، د نقلیاتو ناظر.
محمود خان د محمدشاه خان، د دربار ناظر.
عبدالرشید خان، منشي (پوپلزایي، سلطنت شاه امان الله و استقلال مجدد افغانستان، چاپ انتشارات  اکدمی علامه رشاد، کندهار ۱۳۹۶،  بخش ا، ص ۲۱۳-۲۱۴).
غبار او فرهنګ د اماني دولت د کابینې نومونه پۀ لږ توپیر داسې را پېژني:
صدر اعظم: سردار عبدالقدوس خان اعتماد الدوله.
د حربیې وزیر: سپهسالار صالح محمدخان، وروسته لۀ دې سپهسالار محمد نادر خان، وروسته محمد ولي خان او پۀ پای کې عبدالعزیز خان.
د بهرنیو چارو وزیر: محمود طرزي، وروسته محمد ولي خان؛ محمد صدیق خان چرخي.
د مالیې وزیر میرزا محمود خان، وروسته میر هاشم خان د مالیې وزارت معین.
د داخلې وزیر: علي احمد خان شاغاسي، وروسته عبدالعزیز خان، عبدالاحدخان مایار.
د سوداګریزو چارو وزارت: غلام محمد خان وردګ، وروسته عبدالهادي خان داوي، علي محمد خان.
د عدلیې وزیر: محمد ابراهیم خان، وروسته سردار حیات الله خان.
د ښوونې وزیر: سردار عبدالحبیب، وروسته سردار عبدالرحمن خان، محمد سلیمان، سردار حیات الله خان او پۀ پای کې فیض محمد خان زکریا.
د کرنې وزارت: علي خانجان.
د نقلیاتو وزیر: غلام قادر خان.
د امنیې وزیر یا د امنیت ملي وزیر: شجاع الدوله خان غوربندي.
د طبي برخې مستقل مدیر: سردار کبیرالله سراج
د دربار وزیر: محمد یعقوب خان او د ټولو پۀ رأس کې شاه امان الله شتون درلود.( غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، ج ۱، ص ۷۹۵، فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر، جلد اول، ص ۵۳۱-۵۳۲)
یادو درېیو سرچینو ته پۀ کتو سره نرنجداس د انګلیسي هيئتونو پر وړاندې د افغاني هیئتونو لۀ غړیتوب سربېره د شاه غازي امان الله خان پۀ کابینه کې هېڅ غړيتوب او رسمي دنده نۀ درلوده، نو پر دې اساس د نرنجداس پۀ اړه دا ډول څرګندونې چې ګواکې دی د اماني کابینې غړی ؤ، بې بنسټه دي.
پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...