پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهافغانستان بانک د « انلاين فورکس» کاروبار ناقانونه اعلان کړ

افغانستان بانک د « انلاين فورکس» کاروبار ناقانونه اعلان کړ

تاند( دوشنبه ، د سرطان شپږمه )‌‏‏ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک مسوولينو ويلي، چې هیچا یا شرکت ته ېې د « انلاين فورکس» جواز نه دی ورکړی.

ياد شوي بانک په دې اړه فعاليت کوونکي ناقانونه ګڼلي او ټینګار یې کړی، چې خلک داسې مراجعو سره مالي معاملې باید ونه کړي.

 ‏افغانستان بانک له خلکو غوښتي ، چې داسې ادرسونو سره د مخ کيدو په صورت کې خبر ورکړي، څو عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

د یادونې وړ ده، چې په وروستيو کې په افغانستان کې د انلاين کاروبار په نوم ډېرې هڅې شوي او زيات خلک دغه کاروبار کې خپلې پیسې بندې کړي دي.

اقتصادي شنونکي هم په دې برخه کې پر احتياط او اقتصادي متخصصينو سره پر مشورو ټینګار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...