جمعه, مې 3, 2024
Home+د کورنيو عایداتي سرچينې

د کورنيو عایداتي سرچينې

نجیب شریف

د زیات عاید د ترلاسه کولو هڅه څه نوې خبره نه ده، دغه کار د ډېرو پوهانو او سیاستوالو د فکر او سوچ اساسي ټکی تشکيلوي، خو دې موخې ته د رسېدو لپاره باید له هغه لارو چارو کار واخیستل شي او ځان پرې وپوهول شي چې په وسیله يې انسان وکولای شي، دغه موخه تر لاسه کړي.

په عادي توګه د یوې کورنۍ عاید له هغه څه عبارت دی چې د کورنۍ غړی یې د ورځني کار په پایله کې لاس ته راوړي، خو د عاید د ترلاسه کولو نورې لارې چارې هم شته، مثلاً یوه کورنۍ کولای شي، په بانک کې حساب پرانیزي او د هغه له ګټې عاید تر لاسه او یا هم له بانکونو د قرضې اخیستو او په هغه باندې د کار و بار او یا هم د قیمتي توکيو د را نیولو او بېرته پلورلو له لارې عاید تر لاسه کړي.

په یاد ولرئ، داسې توکي باید راونیول شي چې ورځ تر بلې خپل ارزښت لوړ کړي، ځکه چې تر هر څه وړاندې د یوې کلیوالې کورنۍ د عاید اصلي سرچينه د هغې کورنۍ د غړیو ورځنی یا ټاکلی معاش دی چې د هغه په وسیله د اړتیا وړ لومړني توکي لکه خوراک، پوښاک او نور پېري.

عموماً په کلیوالو سیموکې کسب، کار او بزګري د یوې کورنۍ په عاید کې اصلي رول لوبولای شي. که قضیې ته له دې اړخه وکتل شي، نو هره کورنۍ چې په یو کار بوخته وي، د کال په ځانګړیو ورځو کې د ورځې په اوږدو کې باید یو فارغ او وزګار وخت ولري.

لکه د وریجو یو بزګر د کال په اوږدو کې یوازې دوه فصله کار کوي او د کال پاتې وخت باید د دوو فصلونو د تر لاسه شوي حاصل په لګولو تېر کړي چې دغه ډول بې‌کارۍ ته موسمي بې‌کاري ویل کېږي، له دې امله په کلیوالو سیمو کې دعاید زیاتوالی د ژوند له اړینو اړتیاوو  شمېرل کېږي.

په کلیوالي سیمو کې د پټې بې‌کاري په نامه يو بل ډول وزګارتيا هم شته. پټه وزګارتيا هغه ده چې ښکاره خلک کار کوي، خو په غیرمسلکي کار بوخت وي. بل لور ته یو شمېر کسان په دوامداره توګه هغه کارونه تر سره کوي چې اړتیا ورته کمه او په لږ وخت کې تر سره کېږي او دا هم یو ډول وزګارتيا ده چې لامل یې د نفوسو زیاتوالی او د هغوی لپاره د مناسبو کارونو نه پیدا کول په ګوته شوي دي. له دې امله ګڼ شمېر کسان له کلیوالي سیمو ښاري سیمو ته کډه کېږي او غیز حرفوي کارونو ته مخ اړوي.

د دې تر څنګ کلیوالي ژوند د عاید د زیاتوالي لپاره زیات لومړني توکي په واک کې لري چې هغه “وخت” او “انساني” وړتيا ده، په داسې حال کې چې په نړۍ کې داسې کسان هم شته چې په ثانیه کې په میلیونونو روپۍ عاید تر لاسه کوي.

له دې سره سره چې وخت او کاري قوې ته کمه پاملرنه شوې هغه څه چې د کلیوالي خلکو د عاید پر وړاندې یې خنډونه را منځ ته کړي، بې‌ځایه لګښتونه، وروسته پاتې کلیوالي ژوند او پخواني دودونه دي. اوسمهال په کلیوالو سیمو کې خلک هڅه کوي زیات عاید تر لاسه او د ځان لپاره ښاري ژوند غوره کړي.

که کله موږ د یوې کورنۍ په اړتیا وړ توکيو کې د پرمختګ په برخه کې د ژور بدلون نښې نښانې ووینو، دا په ډاګه کېږي چې دغه کورنۍ د اضافي عاید لرونکې ده او دا د هغه عاید یوه برخه ده چې د لومړنیو توکيو تر اړتیا زیاته ده.

څنګه خپل عاید زیات کړو؟

۱- خپل اضافي عاید د ورځنیو توکو په را نیولو مه لګوئ: غوره ده چې داسې توکي پرې راونیسئ چې په راتلونکې کې خپل ارزښت لوړوي. پخوانیو میرمنو به د خپل لاس د عاید په وسیله قیمتي توکي په ځانګړي ډول طلا را نیوله او کله نا کله به یې خپلې پیسې په لنډمهالو او اوږدمهالو پورنو باندې د ګټې په بدل ورکولې چې اوس هم دغه کار د اړتیا وړ توکو د رانیولو پرته غوره ګڼل کیږي، خو په پرمختللې نړۍ کې د عاید د ترلاسه کولو لپاره تر دې غوره نورې لارې چارې هم شته چې عاید پرې تر لاسه کیدای شي. په عمومي ډول د اضافي عاید په پیسو باید داسې دارایی راونیول شي چې ورځ تر بلې خپل ارزښت

لوړوي او که لوړ نه شي، نو خپل ارزښت خو باید هېڅکله هم له لاسه ورنه کړي.

د ملکیتونو د رانیولو په اړه بېلابېلې نظریې شته، یو شمېر کسان ښایي د عاید د زیاتوالی په موخه د ملکیتونو را نیول غوره وګڼي، خود بزګرۍ وده او پراختیا هم باید له پامه وانه غورځول شي، د هغو توکو رانیول هم غوره لاره ده چې په ورځینو چارو کې ستاسې د اسانتیا او د کار او بار د تر لاسه کېدونکي عاید د لوړتیا سبب ګرځي.

په یاد ولرئ، هر هغه توکی چې له بازار څخه یې د رانیولو هڅه کوئ، په اړه یې باید تر رانیولو د مخه بشپړ مالومات ولرئ، فکر وکړئ د هغه څه د رانیولو پلان مو چې درلود، څه موده پس یې له بازار سره پرتله کړئ، ستاسې په اند که هماغه جنس مو را نیولای وای، څومره ګټه به مو تر لاسه کړې وه، که د پام وړ ګټه مو ترلاسه کوله، په لږ پانګې سره دغه کار پیل او تجربه کړئ.

۲ – د لاسي صنایعو په جوړولو کې د کورني ځواک ګومارل: په کلیوالي سیمو کې د عاید د زیاتوالي یوه لار د هغو فعالیتونو وده او پراختیا ده چې په سیمه يیز چاپیریال او اقلیمي شرایطو پورې کمه اړیکه ولري، که څه هم په دا ډول سیمو کې بزګري په صنعتي ډول او تر ډېره برېده په چاپیریال او اقلیمي شرایطو پورې تړلې ده، خو د عاید د ترلاسه کولوغوره لاره نه ګڼل کیږي.

سیمه يیز لاسي صنایع د لاس په زیار جوړ شوي توکي دي چې جوړول یې یو ډول کمال او ځانګړې پوهې او مهارت ته اړتیا لري چې ټولې چارې یې د کورنۍ د غړو په مټ تر سره کیږي.

هغه چارې چې په کلیوالی سیمو کې پرته له کرنیزو چارو تر سره کیږي د کلیوالي لاسي صنایعو په نوم یادیږي چې په مصرفي صنایعو او لاسي صنایعو باندې ویشل شوي دي.

۳- پرمختللې بزګري ته وده ورکول: که د کلیوالي او سیمه يیزو صنایعو د جوړېدو اسانتیاوې نلرئ، غوره ده د پرمختللې بزګرۍ په برخه کې لکه د مرخیړو، کبانو، د شاتو مچیو او… نورو د روزلو په لارو چارو باندې غور وکړئ چې کېدای شي، دغه کار ټول کال ستاسې د عاید غوره منبع وي، بله دا چې په دغه کار سره د کورنۍ د غړیو تر منځ د کار د ویش په وسیله د پټې بېکارۍ مخه هم په ښه توګه نيول کېدای شي.

په یاد ولرئ په ننۍ نړۍ کې تر ټولو ستر بایلونکی هغه کس دی چې لګښت ولري او عاید نه! هغه هم تر اړتیا زیات لګښت او داهم له یاده مه باسئ، هغه مهال د نا اړینو توکو د رانیولو هڅه وکړئ چې په هماغه اندازه زیات عاید مو تر لاسه کړی وي.

1 COMMENT

  1. په سوداګرۍ او اداره کې د مختلفو کلتورونو اغیزې Diverse cultures effects in business and administration

    سپوږمۍ .پسرلی جبارخیل Europe
    7/26/2022

    نن ور ځ په ټولو ملي او نړیوالو اداروکې کارکونکي دیو مذهب او یو کلتورڅخه نه استخدام کیږي ځکه دایوه اړتیاده ، کارکونکي په بیلابیلو برخوکې مختلف تحیصیلات مهارتونه اوتجرې لري ،کاري ټیمونه یې د مختلفو اشخاصو څخه جوړ شوي چې د نورو څخه په جلا توګه کار کوي. کارمندان په ځان باور لري او له زدکړو او مهارتونو څخه په استفادې ښې لاسته راوړنې لري همدا لاسته راوړنې باعث کیږي چې د ادارې لخوا هم ستایل کیږي اوهم درتبې له نظره پرمختګ کوي.
    کلتوري تنوع هغه وخت منځ ته را ځي چې وګړي د مختلفو لکه مذهب ، ذات،رنګ، زبه لرونکي وي.ټول هغه نورمونه او ارزښتونه چې په اداري سازمان کې رامنځ ته کیږي،او ورسره ګډیا چې دمشترکو قواعدو په بنسټ استوار وي دمتنوع کلتور په اساس را منځ ته کیږي.
    تنوع په یوه ګروپ کې د خلکو د مختلفو ځانګړتیاوو او شالیدونو په توګه تعریف شوی لکه عمر، جنسیت، تعلیمي پس منظر، مذهب، ژبه ،سیاسي باورونه، ټولنیز اقتصادي وضعیت، او سمت شامل دي.
    د دې مقالې موخه دا ده چې چې کلتوري تنوع څنګه د مدیریت او تجارتي برخو کې رول لوبوي سربیره پردې ، موږ به پدې تمرکز وکړو چې اوس مهال کومې پرووسې شتون لري چې د تنوع توازن او د بشري منابعو یا استخدام په برخه کې چې کومې ننګونې وجود لري معلوم اوپه راتلونکي کې ورته لازم اقدامات او ستراتیژۍ وپلټو.
    نن ورځ ټولې ادارې چې کاري ځواک لرونکي دي د مختلفو نسلونو، عمرونو، جنسونو، مذهبونو او د ژوند طرزالعملونو څخه جوړ شوی دی. ډیری سازمانونه په دې پوهیږي چې کاري ځواک بدلیږي اویا دبدلون په حالت کې دي ، او دوی د کاري چاپیریال رامینځته کولو لپاره کار کوي په کوم کې چې تنوع او توپیرونه تعریف او ارزښت لري ترڅو کارمندان وکولی شي خپل بشپړ ظرفیت ته کار وکړي. دا د یوې ادارې د مدیریت دنده ده چې پرته له تبعیضه او سمت پالنې خپل پرسونل سره همغږی او هم یوځای او د هر کارمند وړتیا او استعداد او دکارونو په شایستګۍ کې پرسونل ته مکافات او مجازات ورکړي.
    دکلتوري تنوع ټول فعالیتونه په اداري اوتجارتي مسایلو مثبت او سالم رقابت په توګه ثابت شي، که چیرې دمهارت او علمي میتودونوپه واسطه سره عملي شي پایلې به یې هم ښې وي او تداوم به هم وکړي، مګر برعکس که دپرسونل دناخوښۍاو کاري چاپیریال په درلودلو سره غیرعا دلانه او غیر منصفانه وي بې دشکه هم په اداري سازمان منفي اغیز کوي او هم هغه ګروپ چې دمختلفوکلتور څخه جوړدی دناکامۍ سره مخ شي .
    په سویډن کې دکارلستاد پوهنتون د ارتباطاتواو کلتوردبرخې استاد توماس دتنوع کلتورد موجودیت په باره کې وايي چې :
    1. دکلتوري تنوع پیداکیدل د سړې جګړې پای، نړیوال کول او نړیوال مهاجرت
    2. په غربي هیوادونوکې د ګړندي عمر لرونکي وګړي ډیموګرافیک بدلون (د کار ځواک)
    3. د تنوع کلتور تداوم د اقتصادي او ټولنیز ارزښت یا ESG – environmental, social and corporate governance) چې په کې داجتماعي او مشارکتي دولت شمامل دي رامنځ ته شوی.
    4. دتنوع کلتورونو رامنځ ته کیدل د دیموکراتیکو او بشري حقونو(شاملول او استازیتوب)
    5. سیاسي او حقوقي (د تبعیض ضد قانون)
    6. په ټوله نړۍ کې د پیرودونکو، کارمندانو او پانګوالود زیاتوالي اصلي لامل دمتنوع کلتورونو په اساس.
    په دې ورستیو کلنو کې د نړۍ په کچه نه یواځې په اداري او اقتصادي برخو کې بلکې په سیاسي او اجتماعي بر خوکې هم مهم ده. علمي تجربې پوهه او مهارتونه چې یو شخص یې اکثرا دکلتوري ځانګړتیاو لخوا ترلاسه کوي، کوم چې هر کارمند ته اجازه ورکوي چې په ازاداه او دیموکراتیکه فضا کې سوداګرۍ ، اداري او نورې اړونده مسایل په ښه شکل سره مخ ته یوسي. کلتوري تنوع د تجارت په ډګر کې د دوو اړخوونو او اشخاصو تر منځ تبادله او د افهام او تفهيم وسيله ګرځي البته نوموړي فعاليتونه ډول ډول موخې او مقاصد له ځان سره وړي چي په پوهني, علم تجربو اونور و اړینو ضروري توکو باندي استواره وي.
    متنوع کلتورونه چې په اداري، مالي ،سیاسي او اجتماعي برخوکې مهم رول لوبوي سره له دې چې نړیوال کول یا Globalization د سوداګرۍ او په نورو برخو کې مهمه ده چې وکولای شي په نړیوال بازار کې متقابل عمل وکړي ، دمتنوع کلتورونو دغړوبله ګټه داده چې دلته ددوۍ ترمنځ تبعیض زیات نه لیدل کیږي
    د کارکوونکو تر منځ د کلتوري تنوع هڅونه او ګټورتوب اکثرا د مدیریت یا رهبرۍ په ګټه تمامیږي، د مدریت یا رهبرۍ د پالیسیو څخه یو دا هم ده چې چارو کې دهماهنګۍ ترڅنګ، نوښتونه او هڅونه منځ ته راځي.
    په اداره کې د متنوع کلتورونو خلک کاري ځواک رقابت لپاره مهم رول لوبوي ، پوهه، وړتیاپه مسلک کې دمهارتونو لاسته راوړل او استعداددونه دمتنوع دکاري ګروپ یوه مثبت ګڼل کیږي هڅونې، روزنې، هوساینې، فعالیت، او خوندیتوب اود کارمندانو
    یو متنوع کلتوري ګروپ د یوې ادارې لپاره په ډیری لارو کې ګټور وي، په ځانګړې توګه د د تولید، موثریت،مثمریت، کمیت اوکیفیت له مخې پایله دا ده چې ټول خلک به د ارزښت احساس وکړي او خپل ځان مهم وګڼي، پرته له دې چې توپیرونه وي. کارمندانو ته د مختلفو خلکو سره د کار کولو فرصت ورکول چې میز ته مختلف مهارتونه او نظرونه راوړي به دوی سره مرسته وکړي چې پوه شي چې هرڅوک د مختلفو دلیلونو لپاره ارزښتناکه او مهم دي. د ارزښت احساس کول به مثبت اغیزه ولري او کولی شي د هر کارګر مورال ته وده ورکړي، د کار ځای کې مثبتیت او تولید هڅوي، کلتوري تنوع نه یواخې په اداره کې بلکې د صنعت او د اقتصاد په برخه کې هم مرسته کوي.
    متنوع کلتوري پرسونل د هرې ادارې لازمي برخه ده، د مختلفو ټولنیزو پس منظرونو څخه د مختلفو خلکو د مخلوط سبب ګرځي، کوم چې د سوداګرۍ چاپیریال کې تسهیلات رامنځ ته کوي. سازمانونه تطابق کوي ترڅو خپلو کارونو او سوداګرۍ ته دوام ورکړي.
    همدارنګه په نړیوالو سوداګریزو چارو کې هم سوداګریزو فکتورونو په ځانګړې توګه د اړیکو په اړه د کلتوري تنوع اغیزې ګټورې ثابتې شوي دي په بیله بیا د اړیکو رامینځته کولو څرنګوالي او هم په بهرنیو هیوادونو کې د سوداګرۍ کولو کلتوري تنوع اود کاري ځواک دفعالیتونوپه اساس په ملي او نړیوالو مارکیټونوکې د خپلې سوداګرۍ تولیدات په اغیزمنه توګه خرڅوي او هم نړیوالومشتریانو ته د پیداکولو امکانات برابرولی شي بله ګټه یې داده چې په نړیوالوبازارونو کې اعتماد پیداکوي چې دغه اعتماد هم دشرکت په ګټه او هم د شخص په دغه برخو کې زیات مهارت ترلاسه کوي.
    کلتوري تنوع نه یواځې په اداري اواقتصادي برخه کې بلکې د ژوند په ټولو اړخونوکې خورا مهم دی، لکه د تعلیم په برخه کې ،نړۍ کې زده کونکي د کیفیت زده کړې ته د مساوي لاسرسي حق لري، او په دې توګه، ډیری لوړتیاوې شتون لري چې حتی د زده کړې د نصاب دننه ترسره کیږي. د متنوع زده کونکي د دې امتیاز لري چې د خلکو په اړه پوهه ترلاسه کړي.
    کلتوري تنوع د یوې ډلې یا سازمان یا سیمې د جوړښت یا څو کلتوریزم څخه عبارت دی.
    پدې کې بیلابیل ټولنیز جوړښتونه، د باور سیسټمونه، او ستراتیژۍ شاملې دي چې کلتورونه یې د نړۍ په مختلفو برخو کې د ژوند شرایطو سره سمون لپاره کاروي.
    د نژاد، ژبې، توکم، د ارزښتونو سیسټمونو، مذهب او محلي کلتورونو توپیر چې په ټولنه کې مختلف ګروپونه جوړوي.
    په درنښت
    ستاسو ددوعاګانو په هیله
    سپوږمۍ پسرلی جبارخیل ستاسو خور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب