یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+څنګه غاښونه سپین او روغ وساتو؟

څنګه غاښونه سپین او روغ وساتو؟

ډاکتر رحیم

د یو راپور له مخې په نړۍ کې په هرو ۳ کسانو کې یو کس هم خپل غاښونه په پوره ډول نه پاکوي او که صفا یې هم کړي، د پاکولو په طریقه یې سم نه پوهېږي.

لومړی: د غاښونو مینځلو بورس (برش) باید ضرور  تر ۳ میاشتو زیات ونه کارول شي، د دې تر څنګ د غاښونو درې واړه طرفونه باید پاک شي، ځکه دا ډول صفایي له غاښونو ټول د خوراک پاتې شوې ذرې له منځه وړي.

دويم: د غاښونو کریم او برش باید د ۴۵ سانټي‌ګرېډ درجو په حرارت کې کېښودل شي.

درېيم: تر لس دقیقې زیات ژاولې ژوول هم د انسان غاښونو ته تاوان اړوي، ځکه د زیات وخت لپاره د ژاولو له ژوولو سره د ژاولو وړې ذرې په غاښونو کې پاتې کېږي او بله دا چې د ژاوولو د زیاتو ژولو سره د معدې تېزاب هسې په حرکت راځي، دغه تېزاب د شیانو په هضم کې ډېره مرسته کوي.

څلورم: نيمه کاچوغه د وړو سوډا په اوبو کې خيشته کړئ، یو محلول ترې جوړ کړئ او بیا غاښونه په پاک کړئ.

زیات خلک خپل غاښونه سهار صفا کوي، خو د دې تر څنګ باید غاښونه تر خوراک وروسته او په تېره بيا د خوږو خوړو تر خوراک وروسته ضرور پاک کړئ؛ ځکه هم به مو خپل غاښونه له چينجنېدو ساتلي وي، هم به صفا وي.

ضرور ده چې خپل غاښونه په ۲۴ ساعتونو کې درې وارې صفا کړو، د دې تر څنګ له خولې د بد بوی د تلو د مخنيوي لپاره باید د خپلې ژبې او تالو د پاکولو هم پوره پوره خیال وساتو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب