جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهانتانونه (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني 

انتانونه (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني 

  د سهار لس کمې لس بجې وې، د روغتون د بېړني واټ مخې ته د نورو ورځو خلاف یوازې ولاړ و، کله به یې خپل ساعت او کله هم تړلې دروازې ته کتل، د روغتون یوه ملازم ورباندې غږ کړ

ښاغلیه! نن خو بیروبار نشته،  څه ته ولاړ یې، چې وخت پوره شي بس اول نوبت ستا دی.

شاته یې وکتل، رښتیا هم څوک نه وو، شرمنده او خندنی  شو، ترخه موسکا یې وکړه او په دهلېز کې په څوکۍ ناست ملازم ته یې وکتل

رښتیا دې ویل، دا یوه اوونۍ مې بیخي ماغزه له کاره لوېدلي، په روغتون کې د نظم او دسپلین ډرامو بیخي له ما هم لاره ورکه کړې، د جیب خالي کېدو خو به درته هېڅ نه وایم.

 د دهلېز په پاکه او منظمه څوکۍ کېناست، لاسونه یې زنې ته ونیول او د  دواړو لاسونو د شهادت ګوتې یې په لنډه زماني فاصله کې یو له بلې سره منظمې جنګولې.

ملازم  بیا ورباندې غږ کړ

  وروره! ناروغ دې څنګه دی؟

سید محمد شاته ډډه ووهله او ځواب یې ورکړ

   څه هیله میله یې نه ده را کړې، زموږ سره ټول راغلي ناروغان رخصت شول، دا دي ګورې چې اوس عاجل واټ کې یوازې زما مور د خدای هیلې ته  پرته ده، بل هېڅوک هم نشته.

  بس خدا ی دې صحت ورکړي…

     سید محمد غلی و، په څوکۍ کې تکیه وکړه،   دا ځل یې دواړه لاسونه یې د وسپنیزې څوکۍ د څنګ په پایه کلک ونیول، دقیقې ډېرې په ځند اوښتې، لس بجې شوې، د وره په سر شین ګروپ روښانه شو، د دهلیز څنګ ته د لفټ ګروپ ولګېده، دروازه یې خلاصه شوه او هغه ډاکټر را ننوت چې  څلور ورځې وړاندې یې دده مور عملیات کړې وه. په لیدو یې سخت خوشحاله شو او ورپاڅېد، د ستړي مه شي لپاره یې دواړه لاسونه ور وړاندې کړل، ډاکټر لاس په سینه کېښود او یو قدم شاته شو.

   خیر یوسې، د دهلیز دېوالونه،  دروازې ، غولی او چت له انتانونو ډک دي، پر دې څوکیو هم د ورځې لسګونه کسان کېني او پاڅېږي، زه همدا اوس ګورم چې ورغوي دې له انتانونو ډک دي.

   لاسونه یې را ټول کړل، دواړو ورغوو ته یې وکتل، کرښې یې د یو اتیا عدد په بڼه غځېدلې او بیا قطعه شوې وې، هېڅ یې ونه ویل، له دروازې ورننوت، مخامخ په ډاکټر پسې ورغی، خو یوه نرس راتم کړ.

  صبر وکړه، د روغتون دهلېز له انتانونو ډک دی، د بوټ تلي او واسکټ  به دې د انتانونو پر ځاله بدل شوي وي، دا چپلکې پښو کړه او هغه ابي چپنه واغونده، هو رښتیا دا پلاستیکي کڅوړې هم خپلو لاسونو ته ور واچوه. 

   ځای پر ځای ودرېد، د نرس په خبره یې عمل وکړ، ښي لاس ته وګرځېد، مور یې په کټ کې بې حاله پرته وه او نوی راغلی ډاکټر یې سر ته ولاړ و. پرته له دې چې له ډاکټره یې د وضعیت پوښتنه وکړي په تندي یې ور ټیټ شو، ډاکټر خپله څنګل ور وړاندې کړه: 

   صبر! ته په خپلو سپېرو شونډو ډاډمن یې چې انتان به نه لري، ولې د خپل مور تندی میکروبي کوي، لطفا شاته ودرېږه، زه یې ګورم.

  شاته ناهیلی ودرېد، ډاکټر د کټ له سره د هغې دوسیه را واخیسته، پاڼې یې اړولې او هغه ته په خبرو شو.

   ته پوهېږې چې انتان ډېر مضر موجود دی، د ناروغیو قاصد ورته وايي، د هر ډول ناروغیو د لېږد ظرفیت لري، دا ډېر مضر میکروبونه دي، د انسان د وجود ځواک او مقاومت زبېښي، ورو ورو یې له پښو غورځوي او تر روغتونه یې رسوي، بله دا چې  شکر وباسه دا خصوصي روغتون دی، موږ یې واټونه او دهلیزونه هر سهار مینځو، خو بیا هم که میکروسکوپ کې ورته وګورې، نو د انتانونو رمې په کې روانې وي، خدای دې ورڅخه ساته.

   دوسیه یې وکتله، یوه سپینه نسخه یې را اوچته کړه او شپږ اووه قلمه درمل یې په کې ولیکل.

 ورځه تر هغو دا را ورسوه.

د نسخې په لیدو حیران شو او په نه زړه یې وویل

 ډاکټرصاحب! همدا ساعت مخکې مې همدومره راوړې، شاید په دې مخامخ المارۍ کې به وي.

ډاکټر خپلې عینکې اوچتې کړې او سید محمد ته یې وکتل

 زه ړوند نه یم، څه چې درته وایم همغسې وکړه، ورځه درمل په منډه را ورسوه، په دوولسو بجو به همدومره نور راوړې، دا کوم دولتي روغتون نه دی.

     په لفټ کې لاندې پوړ ته ښکته شو، درملتون ته ور ننوت، ګڼ ناروغ لرونکي او ناروغان د درمل اخیستلو لپاره لیکه ولاړ وو، انتظار یې وکړ،  د سید محمد مخته یو کس پاتې و، حلق یې وچ شو، د المارۍ څنګ ته یې په یخو اوبو سترګې ولګېدې، له اېښې پنجرې ور تېر شو، پلاستیکي ګیلاس یې ډک کړ، په یوه ساه یې په سر واړولې، ګیلاس یې بېرته پر خپل ځای کېښود، فارمسسټ دده په لیدو له خپل مېز را تاو شو، ګیلاس یې په غوسه را واخیست، کثافت دانۍ ته یې ګوزار کړ او هغه ته یې وکتل

    ته خبر یې چې له عاجل واټه به دې په خپلو ګوتو او شونډو کې څومره انتانونه راوړي وي، دا اوبه د درملتون د کارکوونکو لپاره دي، تاسې کلیوالو ته چې سل ځله د انتان، ویروس او وقایې په اړه هم معلومات درکړو، سر مو نه خلاصېږي، موږ هم د ځان غوندې په بلا اړوی.

 هېڅ یې ونه ویل، غلی ودرېد، شېبه وروسته یې له درملو نه تر خولې پورې ډکه کڅوړه را واخیسته، نږدې یوه نیمه یا دوې کیلو وزن یې درلود، ورو یې وویل:

 د نن ورځې پیسې ټولې مازدیګر پینځه بجې تحویلوم.

 فارمسسټ په غوسه ورته وکتل

  ددې بېل واخله، درې زره او اته سوه کېږي…

 عاجل واټ ته وخوت، له دروازې یې ولیدل چې دوه ډاکټران او یوه نرسه یې د مور کټ ته ولاړ وو، مور یې سترګې غړولې، له بې هوښۍ راوتلې وه، رنګ یې هم نن د مړي په څېر نه ښکارېده، نرسه په منډه راغله، د درملو کڅوړه یې ورڅخه واخیسته او ده ته یې بېرته د وتلو اشاره وکړه.

     په نه زړه راووت، د دهلیز په څوکۍ یې ډډه ووهله، انتظار اوږد شو، ټوله شپه یې روغتون کې بې خوبه تېره کړې وه، په یوه شېبه کې یې سترګې سره ورغلې، خوب یې لیده چې ټول وجود یې انتانونو نیولی وي، عجیبه څېرې لري، خو  اکثره یې لویو او د غټو لاسونو لرونکو انسانانو ته ورته وي.  

  ګوري چې خپل وجود یې هم د یوې لویې غونډۍ په څېر شوی وي، انتانونه راځي او دده په وجود خپلې داړې خښوي، وینه یې څښي، خو دی په ځان نه پوهېږي، هېڅ درد نه محسوسوي، بیا هم له وېرې منډه کړي، انتانونه د خوړونکو  وږو ژوو په څېر ورپسې منډې وهي، اخر ستړی شي، په پښو کې یې د منډې سېک نه وي، ځای په ځای ولوېږي او د انتانونو مېله ورباندې جوړه شي، وجود یې د پښو له خوا ورو- ورو ختمېږي، یوازې غوږ یې پاتې وي، یو تر ټولو لوی انتان راشي او په غوږ یې خوله ولګوي، سخت درد وکړي.

 له خوبه را ویښ شو، په څوکۍ نېغ کېناست، غوږ یې درد کاوه، مخامخ ورته پلن او چاغ نرس ولاړ و او لنډۍ ګوتې یې دده له غوږ نه لرې کړې.

   دا د خوب ځای نه دی، دا ځل مجبور یم ډول درته ووهم، پاڅه یو بوتل معدني اوبه، یو څه جوس او دا سیرومونه راوړه، ډاکټرصیب ویل چې  که حالت یې بېرته خراب شو، نو نن مازدیګر مو له عاجل واټ څخه رخصتوو، موږ خپله ټوله هڅه وکړه، تاسې مو پاکستان ته هم د مور د وړلو ارمان زړه کې مه پرېږدئ.

  د نرس خبرې یې د غوږ درد هېر کړ، سر ورباندې وګرځېده، شېبه وروسته یې د زینو  په کټاره لاسونه اېښي وو او لاندې ښکته کېده، یو ډاکټر په مخه ورغی، په اوچتېدو کې یې دده لاسونه  له نظره تېر کړل، غوښتل یې څه ورته ووايي، خو دی پوهېده چې څه ویل غواړي، همداسې ورڅخه تېر شو.

    تر مازدیګره یې له دوو نورو نرسانو هم د انتانونو عجیبه کیسې واورېدې، له یو چا نه یې په مبایل پیسې هم را وغوښتې، مازدیګر مهال د درملتون مالي برخې  ته ورغی، د نن ورځې د درملو او بستر د وروستۍ ورځې بېلونه یې ورته کېښودل، پوره یو ویشت زره افغانۍ کېدې، په دې کې ایله درې زره دده خپلې او پاتې نورې یې پور کړې وي، ور ویې شمارلې، د درملتون دغه مسوول چې مخکې ده ته غوسه شوی و، پیسې په لاس کې په ډېر خوند واړولې را واړلې، شمار یې کړې او بیا یې د مېز په دخل کې کېښودې، لکه چې هېر شوي یې وو چې پیسې د یوه داسې چا په ګوتو لګېدلې چې ((لاسونه یې له انتانونو)) ډک دي.

     څو شېبې ولاړ و، دا تېرې لس ورځې یې نږدې هره ورځ همدومره پیسې روغتون ته سپارلې وې، هر ډاکټر خپله نسخه ورته لیکله او  بیا به ده هم په درملو پسې لاندیني پوړ ته منډې وهلې، نور یې جیبونه د کړو مزدوریو له ګټلو پیسو خالي شوي وو، څه نه وو ورسره پاتې، ناروغ یې ناروغ نه و ښه شوی، د یوې شېبې لپاره ځان هم ورته انتان ښکارېده، په سوچونو کې ډوب و،  لکه همدا روغتون چې هم یو لوی انتان وي او اوس دده د وجود د وینو په څښلو روږدی شوی وي.

۱۳۹۸،  د زمري ۱۶مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب