سه شنبه, اکتوبر 21, 2025
Home+لوند دیوال | لفرد هیچکاک

لوند دیوال | لفرد هیچکاک

ژباړه: اسدالله بلهار

تیزباران اوریده. وریځو د اسمان مخ پوښلی و او باران هره خوا لنده او چیکړې کړې وه. د یوې بریښنا او توندې تالندې سره باران نور هم تیز شو. شیبه په شیبه پسي ګڼ کیده. په شیردان باند د باران د څاڅکو اوریدل  لکه په تبنګ باندې چې څه وهي. د ناوو څخه د اوبو را تویدو یو بل غږ او جوړا جوړه کړي وه چې دغه های او هوی یې لا ډیراوه. لږ لږ اوبه د د یوالونو له بیخونو را جلا کیدې او د اوبه ذ لښتي په لورې په بهیدو شوې، چې له نورو بهیدونکو اوبو سره یوځای کیدې. په لارو کې یو نیم لاروی لیدل کیده. سرونه یې کښته اچولي و. هغوئ د ګڼ باران له امله د تښټي په حال کې و. په دوی کې یو ډنګر سړی چې مجبوره و خپل بایسکل یې هم باید مخکی بیولای وای کرار کرار روان و  په ده هم ډیرباران هم اوریده. سړي په یوه لاس د چړو او چاقوګانو د تیریدو څرخي بایسکل په وړاندې روان کړی و په بل لاس یې هم خپل ماشوم زوی په ځان پسي کښاوه. هلک تورې زړې جامې اغوستي وې. زړو کلوشو یې لږ او ډیرې پښې له لندوالي ژغورلي وي.

کله ناکله به تر باران لاندې ګارګانو هم غوغا جوړه او غږونه به یې د باران له څرپا او سرپا سره یو ځای شوو. سړي به له هرو څو قدمونو وروسته یوځل د زړه له تله چیغه کړله.

ـ آی خلکو، چاقوګان، چړې، او بیاتې ګانې تیره وم.

د هلک عمر تر شپږ اوه کاله زیات نه و. له باران او یخنۍ یې سر نه ټکاوه. خو چې کله به یې ګامونه پورته کول، د کلوشو له درزنو څخه ور ننوتلو اوبو به یې کلوشې ور درنې کړي. کله به یې چې پښه په ځمکه کیښوده نو بیا یې د اوبو شړپ او شړوپ اوریده.

پلار یې باران ښه لوند کړی و، د چاقوګانو د تیره کولو څرخ يي لا هم په وړاندې روان بیوه. د باران څاڅکي به یې د سر په ویښتانو او له ویښتانو په تندې او له هغه ځایه به یې هم د وروځو په منځ کې را پریوتل، هغه د یوه ګیراک له پیدا کیدو پرته نور د هیڅ شي په اړه فکر نه کاوه. همداسې تر باران لاندې په کوڅه کې د چیکړو په منځ کې روان و.

زوی هم ورپسي، هره شیبه به یې په ناپامي او له خپلې ارادې پرته خوله وازه وازه کیده. همدې یو ډول خبرو او چیغو به یې د کوڅي چوپیتا ماته وله. په یوه فرعي کوڅه کې یو ځل بیا د سړي او ورپسي یې د بایسکل څرپها واوریدله شوه، زوی او پلار په کوڅه کې را ښکاره شول. له یوه محراب ډوله  رپک لرونکي تاخچې څخه څو هلکانو سرونه را ویاستل او د دوی ننداره یې وکړه، هلکان په اور راټول شوي وو او خپل واړه واړه لاسونه یې تودول له همدې ځایه یې د باران د څاڅکو سیل هم کاوه. لارویان په داسې حال کې چې پایڅي او لمنې به یې ورپورته کړي وي چټک چټک تیریدل. ځینو خو د چترو په مټ ځانونه له باران څخه ساتل.

دا کوڅه زړه ښکاریده کله به چې باران له دیوالونو کښته راته نو له ځان سره به یې یو څه خټه او خړه هم کښته را وړه. د یوې کنډوالي دیوال د ګڼ باران تر څاڅکو لاندې کوږ سر نیولی و او په منځ کې یې یو سوری هم جوړ شوی و.

د هلک په زړه کې ورتیره شوه چې کاشکې ده هم کولای شوای د هلکانو له ټولۍ سره اور ته کیښني او ساړه لاسونه یې تاوده کړي. له هلکانو سره په خبرو اترو کې ورګډ شي. سړي د هیڅ شي په اړه فکر نه کاوه. پرته له« ګیراک» نه چې ده ته راغلی وای او ده ته یې ورغږ کړي، تر څو یو څه غریبي یې وشي او د کورنۍ د یوې ورځي خرڅ خو  پیدا کړای شي. په همدې شیبه کې یې د یوې دروازه د خلاصیدو غږ تر غوږو شو، یوه ښځه چې پوړونی یې تر ځان تاوو کړی و د دروازې له چولې را ووته او د چړو تیره ولو سړی ته یې ور غږ کړ. سړي په ښکاره خوشحالي ځواب ورکړ او د چړو څرخ یې ور مخي ته کړ، ښځي لاس تر پوړوني را ویوست او ده ته یې یو ځلیدونکي بیاتې ونیوه، بیا یې وویل:
ـ دا چې تیره کړې بیا څو روپۍ غواړي؟
سړي ورته وکتل بیا یې وویل:
– هرڅو مو چې راکړي… ښځې لږ په ټینګه خپله خبره تکرار کړه.
ـ نو څومره…؟

چاړه تیره ونکي له دې ویره چې هسي نه ګرانه بیه ورته ووایي او ښځه پښمانه کړي بیا یې ورته وویل: دوه روپۍ ښې دي؟ ښځې په حیرانتیا وویل. ـ وۍ دا څومره ګرانه… خو په خپله ښه پوهیده چې که چاړه تیرونکي هر قیمت ورته ویلای وای نو له دې یې همدا خبره اوریده، سړي وویل: – تر دې باران لاندې پریږده چې موږ هم یوه ګوله توده ګوله پیدا کړو.

ښځې په کرشمې سره داسې وښوده چې زړه نازړه یې دا بیه ومنله، خو په زړه کې خوشحاله وه چې دوه روپۍ هم نو روپۍ دي؟ له همدې سره سره یې وویل: – خو په دې شرط چې ښه یې تیزه کړې. چاړه تیره ونکي څه ونه ویل، په یوه نرۍ موسکا یې رضایت وښود، هلکانو ته یې وکتل، زوی یې د هلکانو په منځ کې د اور خواته ناست و، خپل واړه لاسونه یې د اور لمبو ته چې لکه سرې په وینو ککړې نیزې  چې هوا ته پورته شوې وي نیولي وې. هلکانو زنګونه ورته غبرګ کړي و او د باران اوریدلو ته خوشحاله  و دوی اور ته ډډې وهلې وې، هغوئ فکر کاوه چې که باران نه اوریدای نو اوس به یې د کوڅې په منځ لوبي کولي.

سړي په خوشحالۍ سره خپله پښه د څرخ په پایډل کیښوده، څرخ په تاویدو شو، ده بیاتې یې په خپلو لاسونو کې شا او مخې ته وړه را وړه، او په پښه یې پایډل تیز تیز واهه. باران لا هم اوریده، اوبه د سړي په لندو کالیو کښته تویدې، د څرخ له ډبرې هرې خواته سپکي بادیدل د همدې سپکو رڼا ده د هیلو رڼا ګڼله. هلک لا هم نورو هلکانو ته کتل. اور او تودوښې یې بدن نرم کړ. کوچني لاسونه یې د هلکانو د لاسونو په منځ کله اور ته ور نژدې کول او کله  به یې شاته یوړل. یوه هلک کیسه کوله او نورو په خوند خوند اوریده. سړی یوه شیبه چورت یووړ. د خپل زوی ژوند او راتلونکي ته چورتمن شو. دا هلکان چې تر اور را تاوو دي سبا به هر یو څنګه برخلیک لري. په ډاډ سره به ووایم چې د دوئ کوم یوه هم پلار د چړوڅرځ نه ګرځوي. هر یو کولای شي په خپل کوښښ سره یو کار ورته وکړي، څو زامن یې یوه ځای ته ورسوي هغوئ شتمن دي او کولای شي. خپل زامن ښوونځیو ته واستوي، هغوئ ته لیک لوست ور زده کړی او همداسې به زده کړو ته دوام ورکړي د هغوئ زامن خامخا یوه ځای ته رسیږي. خو زما زوی، څه ګناه کړي ده؟ باید زما غوندې په اور وسوځي. باید زما په بدبختي کې را سره شریک وي، کله چې زه له دنیا لاړ شم ده ته به له همدې مات څرخ او یو عالم بدبختو پرته څه په میراث پریږدم. د څرخ ډبره تاویده او بیاتې یې ډیر وتراشله آن چې د بیاتې څوکه یې له منځه یوړه او خرابه کړې یې وه. ناڅاپه د سړي ور پام شو. زړه یې وښویده، ستړی او نهیلی په شا لاړ، غوښتل یې په دیوال باندې تکیه وکړي. لا یې په دیوال خپل دروندوالی نه و اچولی چې ناڅاپه ویرونکی درب شو او دیوال را ولویده، شیبه وروسته د چاړه تیرونکي یوازنی څرخ او دواړه لاسونه له خاورو را ښکاره شول. څوکه ماته بیاتې یې په لاس کې ټینګه نیولي وه. هلکانو کیسه پریښوده او د ده په لور یې رامنډې کړي. وروسته د سړي په شاوخوا کې ګڼه ګوڼه شوه، څو لارویانو هڅه وکړه چې دی له خاورو را وباسي، زوی یې وارخطا او حیران حیران ورته کتل، ښځه له کوره را ووته په لاس کې یې دوه ورپۍ رڼې توڼیدې، خو کله یې چې دا حال ولید سترګو ته یې پیڅکه ونیوه، دوه روپۍ یې په کراره د هلک په لاس کې کیښودې، د پوړوني په بله پیڅکه یې  د هلک اوښکې ور پاکې کړي. هلکان هم حیران د هلک د پلار له مړي سره کیناستل او خلکو ته یې کتل، یوه لاروي نورو ته وویل: – کار تر کار تیر دی. هلک لکه پخوا چې په همدې خبره پوهیده، کرار ولاړ و. خلکو یو ساتونکی خبر کړ وروسته هغه را ورسیده او خلک یې د سړي له مړي یوې خواته کړل. باران کرار کرار اوریده، ویني یې مینځلي، په سړي یې یوه ټوټه وغوړوله ترڅو لارویان د سړی د خواشینونکي مرګ صحنه ونه ویني او د ځوریدو سبب یې نه شي. وروسته څو نور ساتونکي هم راغلل، هلک وارخطا ولاړ و له خپله ځایه نه ښوریده، له خاورو د لاندې له خړو اوبو سره د وینو نرۍ نرۍ لیکي را بهیدې او هلک مړې مړې اوښکې تویولي، ځلیدونکي څوکه ماته بیاتې په خټو کې ځلیده او نری نری باران اوریده. پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...