دوکتور لعل پاچا ازمون
لومړۍ برخه
د پېښور د برتاکال په یوه لویه او ګڼه هدیره کې قبرونه له خبرو پړسېدلي وو، اور اورکیو یې له سترګو نه خپلو وزرونو ته رڼا تروړلې وه، له پړسېدلو قبرونو نه لکه خوسا ډنډ، د سړو سړو اسویلیو سوړ وږم را خوت او ددعا د زړه پر لپو یې تېره نوکان ښخول.
په هدیره کې ګڼو پلونو بر او کوز سر ته بې شمېره لارې وایستې وې، د شاهین ټاون له کړکۍ نه مو د هدیرې بر سر، د قبلې ډډې کيڼ لاس ته لاره ونیوه.
د هدیرې ترخو لکه وږې کونګرۍ پر پیڅو خوله لګوله، د خاورو تر ډېرۍ لاندې د پرتو سترګو کتو ته یې تمولو، د ځینو شناختو پښو ته د سویو شمعو غوړ څاڅکي سوی لوی پراته وو، د ځینو بیا سر ته په تورو تاخچو کې تازه شمعې لګېدلې وې او د لمر سترګه یې نندارې ته رابلله. خو زموږ پر زړه بیا د یوې رڼې ډیوې څانګې غځونې کولې. د ترخو د تراخه اسویلي د ساړه وږم له تېرو پنجو نه مو خپلې پیڅې په ګړندیو ګامونو را ټولې کړې.
د هدیرې بر سر کیڼې ډډې ته د زړه پر یو پرانستي لوی ور مو پل کېښود، له انګړه غږ غوږ نه را خوت، د باڼه دوه سپېره مخي کټونه لکه پر چلم ایښې دوه مړې سکروټې، یو بل ته مخامخ پراته وو او د زړه راز ونیاز یې یو بل ته وایه.
د زرکینو سترګو انځور پرې د خپل زرین نظر وړانګې وشیندلې، د کنګل وهلیو سپېرو کټونو پر زنه ساړه باد خوله ایښې وه او د لمر وړانګو ته یې د خپل زړه رګونه غوړولي وو.
لمر د کنګلو بربنډو دېوالونو پر سر خپل زرین شال غوړولی و، سپورو دېوالونو د انګړ منځ ته د لمر د پلونو مخه نیولې وه. خاموشۍ لکه د هدیرې د پړسېدلو قبرونو په څېر خوله لګوله.
دزرکینو سترګو پلونو وټوخل، خو له ځمکې غږ غوږ نه خوت، د یانه په ټوټه يي کڅوړه کې تور ماران هم یخ کنګل کړي وو.
د انګړ په یوه ډډه کې بربنډې بکیاڼې سترګې اسمان ته نیولې وې او د توتکیو د وزرونو شور یې څاره، د انګړ قبلې ډډې ته د لاندې کوټو په نغریو کې بادونو اتڼ کاوه، زرکینو سترګو پاس پوړ ته کږه وږه پوړۍ لکه د مار کنګل وهلې کږه وږه څرمنه، پیدا کړه. مخ یې را واړاوه:
ـ داسې ښکاري چې دې پاس کوټه کې څوک شته؟
دی مخکې شو او زه د یانه په ټوټي کڅوړه کې په تورو مارانو پسې شوم. کیڼې ډډې ته ور پرانستی و، د زرکینو سترګو انځور وپړکېد، غږ شو:
ـ سوک ( څوک) یې؟
د انځور پر مخ زرینې پلوشې ونڅېدې:
ـ راځئ له خیره شته!
د یوه واړه سپېره مېز تر شاه پرته وچه کله څوکۍ وچونګېده، یو غوښن، منډلی، د ګډو وډولو ولونو خړ پړ پکول پر سر، چارسدواله تود واسکټ او تودې جامې پر تن، په ونه برابر، سړی ترې را پورته شو، سترګۍ یې د وړې خورې ورې پوزې پر سر ایښې وې، د سترګیو له ښیښو یې پاس باڼه ورپول، کتاب یې ټول او غېږه یې پرانسته:
ـ وه پخیر! وه پخیر
موږ د انځور زرین سیوري ته ولاړ وو، هغه یې د غېږې تاوده وڅکل، مو ته یې ورو د ګوتو سرونه را وړاندې او د خپلې غېږې پیتاوی یې را نه ټول کړ. د یانه لاندنۍ توره شونډه ببره شوه، مخ یې را واړاوه:
ـ موږ څومره په شوق راغلو او دده…
انځور چې ورسره لا له وړاندې بلد و، په زرینو وړانګو یې پوه کړو چې لږ ساه واخلئ. دستي یې ور ته وویل:
ـ دا دوه ځوانان ګورې؟!
ـ او جي! دا سوک دي؟
ـ دا خو د کار خلک دي!
د خرېلي سور بخن مخ پر ځمکه یې، غټې غټې سترګې بوټي بوټي را ووتې او ونڅېدې:
ـ چې تا سره راغلي، نو هسې خلک نه دي؟!
ـ دا یو محمد اسمعیل یون نومېږي.
ـ دا مندری شان؟
ـ هههه هو
ما ویل چې ما ته به اوس له خپل شاعرانه لا شعوره د شعور په ګوتو کوم نوم رااخلي؟ ده چې څنګه خوله خلاصه کړه، نو زما له پښو ځمکه وتښتېده:
ـ او دا بل؟
لږه ساه مې واخسته، ښه وو، دده د حافظې پر کوټه برېښنا لاړه، شکر مې وایست، زه لا د شکر په خوند کې وم چې دده د لاشعور پر سترګو رڼا خوره شوه او تخیل یې د حافظې له کوټې نه د برسېرنې ګوتې په څوکه دا نوم را واخست:
ـ دا پړسېدلی!؟
انځور وپړکېد:
ـ هههه دا بیا لعل پاچا ازمون دی.
د خېټې ښکالو یې له ورایه راښکاره او خریلی مخ یې نور هم تازه شو.
ـ ښه ښه جي، یون دی او ازمون دی
څو ځلې یې دا نومونه لکه د الفبې زده کوونکی په زور وزېر او شدومد په خوله کې په زنګېدو را زنګېدو، نڅول را نڅول.
ـ دا یون دی دا زمون دی، دا یون دا ازمون دی… د شعر یوه مسره شوه او رشیا( رښتیا) په کسي غره کې خرښبون دی، یون دی یون دی، ور ته لاره کې ازمون دی. هههههه
په همدې ترنم ترنم پاڅېد، د ګرد وهلي مېز سر ته د کتابونو د یوې لیکې له شا نه د بسکېټو ډبی یې را واخست، د قلم په تورو اوبلنو تورکو یې د ډبي زېړه خوله را وسپړله، بیا یې پلاستیکي څپلکې چې پونډې یې خوړل شوې وې، په پښو کړې. د څپلکو خوړل شویو پوندو دده پوندې هم څو پړکه کړې وې. پر سر یې لاس راښکه:
ـ دلته سوک نیشته!
دوه قدمه لاړ، انځور پرې غږ وکړ:
ـ ته راځه کېنه، مونږ ستا زیارت ته راغلي یو!
ـ زیارت ته چې څوک ځي، نو بیا هلته نغری تودوي.
انځور وخندل:
ـ ستا دیدن مونږ ته هر څه دي؟
ـ او ریشا (رښتیا) کاوه (قهوه ـ شین خوږ چاي) به سکئ (څښئ)، که د تورې ( د پیو چای)؟
انځور ور ته همدا یوه خبره کوله:
ـ ستا دیدن هر څه دي، راځه!
سړي نور شا ته را و نه کتل، ورو ورو پناه شو، خو د پښو ښکالو یې راتله، یوه شېبه نه و، مونږ د غیابت پر نغري دړې کېښودې او په دې موزونه ستړي مشي مو د یون له کڅوړې د مارانو تورې لیکې را وایستې چې:
ـ وه پخیر وه پخیر!!!
نغری چې لږه ساه واخسته، نو د یخنۍ او ګردونو چولیو پوندو ښکالو مو تر غوږ شوه، دستي مو د غیابت پر نغري سړې اوبه توی کړې. یوه وړه چاینکه او درې پیالې وشرنګېدلې، د پیالو تږې خېټې تر خولې ډکې نه شوې. مالګین بېسکېټ یې په قاب کې واچول، د ښيي لاس د ورغوي تنده یې په غټو غټو سترګو ماته کړه. سر یې را پورته کړ:
ـ ښه نو بیا؟
انځور ور ته وویل:
(نور بیا)