پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهایران له طالبانو وغوښتل چې په مزارشریف کې د ایراني دیپلوماتانو وژونکي...

ایران له طالبانو وغوښتل چې په مزارشریف کې د ایراني دیپلوماتانو وژونکي ومومي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۸ مه) د تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغان سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د ۱۹۹۸ کال د اګست په اتمه په مزارشریف کې د ایراني ډیپلوماتانو او یوه خبریال د وژنې په اړه د خپلو تحقیقاتو موندنې په ښکاره ډول اعلان کړي او دا یقیني کړي چې د دې پېښې له مسوولانو سره حساب کېږي.

ایرانی خبریال محمود سارمي د ایران پر جنرال قونسلګرۍ د برید پر مهال د اتو ډیپلوماتانو تر څنګ ووژل شو.

 دا برید په داسې حال کې وشو چې د طالبانو پوځی ځواکونو تازه د افغانستان په شمال کې د مزارشریف ستراتیژیک ښار ونیوه او د احمدشاه مسعود په مشرۍ له شمال ټلوالې سره یې د سړکونو پر سر جګړه روانه وه.

د دې پېښې له کبله نژدې و چې ایران پر افغانستان یرغل وکړي خو یو شمېر ایراني چارواکو له غچ اخیستونکي اقدام سره مخالفت وکړ.

د ایران د باندنیو چارو وزارت په ایران کې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې په مزارشریف ښار کې د ایران پر قونسلګرۍ برید او په نتیجه کې یې د ایراني دیپلوماتانو او خبریال وژنه د ملګروملتو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ پرېکړه لیک پر اساس د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده.

دغه وزارت د عدالت غوښتلو په برخه کې پر خپله ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي: “موږ حق لرو چې د دې دردناکه تروریستي عمل مختلف اړخونه تعقیب کړو او د ایران ملت او غمجنو کورنیو ته ځواب ووایو.”

په اعلامیه کې پر افغان چارواکو یو ځل بیا غږ شوی او ورڅخه غوښتل شوي چې “د دې جرم د عاملانو په اړه د خپلو تحقیقاتو پایلې اعلان کړي او هغوی ته سزا ورکړي.”

په ۱۹۹۸ م کال کې په داسي حال کې چې طالبانو په جوزجان کې د شمال ټلوالې مخکینۍ جبهې ماتې کړې وې، مخکې تر دې چې مزارشریف ښار په بشپړ ډول ونیسي، یو شمېر وسله وال، چې په دغه ښار کې د ایران قونسلګري ورمعلومه وه، پر قونسلګري برید وکړ او ایراني دیپلوماتان یې سمدستي ووژل.

که څه هم ایران د شمال ټلوالې ملاتړ کاوه او له طالبانو سره یې دښمني پاللله خو دا قضیه تر ډېره په ۱۹۹۶ کې د کابل د نیولو په مهال د ملګروملتو پر دفتر حملې ته ورته وه چې طالبانو لا کابل په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې راوستی نه و خو یو شمېر کسان د ملګروملتو دفتر ته ننوتل او پخوانی دولتمشر نجیب الله او د هغه ورور یې په خورا بې رحمۍ وواژه.

طالبانو نه د ایراني دیپلوماتانو او نه هم د نجیب الله د وژنې د عاملانو په اړه تراوسه څه ویلي.

1 COMMENT

  1. سلامونه
    که زه مسئول وای او ماته داخبره شوې وای, نو زما ځواب به په لاندې ډول وو:
    هغه وخت جنګي حالت وو, په جوړو زخمونو پټی لګول ګټه نه لري۔ تير په هير اوس ښه روابط لرو راځی چې په راتلونکي تمرکز وکړو او په حسن نيت يو بل سره روابط ولرو۔
    که پخواني مسايل راوسپړو نو د ايران حکومت هم بايد د هری مرمی چې افغانستان ته را استول شوی ځواب ورکړي ۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب