پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+غازی مومین خان او د چک لرغونې شاهي کلا

غازی مومین خان او د چک لرغونې شاهي کلا

مـحـمـد اورنـګ مـخـتـار
راټولوونکی: احسان الله ارینزی
وردګ د تاریخ په بهیر کې سیمینار
شپاړلسمه مقاله
د لیکلو کال: ۲۰۱۶ م

د افغانستان پنځه زره کلن لرغوني تاریخ ته په کتو د هېواد په ډېرو ځایونو کې د تاریخي سیمو او لرغونو اثارو داسې بېلګې شته چې د افغانانو د لرغوني تاریخ او تمدن په زړه پورې بېلګې دي او د افغان ولس میړانه، تاریخي شهکارونه، مدنیت، زړورتیا، ځواکمنتیا او هنر ترې له ورایه ښکاري. دا تاریخي سیمې سربیره پر دې چې  ډيری د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې ثبت شوې، د نړۍ د تاریخی اثارو په نوملړ کې هم خوندي دي چې نړيوالو ته زموږ د لرغوني تمدن او فرهنګ عملي درس ورکوي او ښیي چې افغانستان په خپله غیږه کې سلګونه بلکې زرګونه کاله وړاندې داسې اتلان  او  تمدن راوړونکي روزلي چې  نوره نړۍ ترې عاجزه وه او د دوی د لوړ تمدن او فرهنګ بیلګې دي،  چې اکثره يې د هرات، بامیان، بغلان، لغمان، میدان وردګ، بلخ ، کابل او کندهار په ولایتونو کې  موقعیت لري، چې موږ دلته  د وردګو د چک ولسوالۍ د نهه برجه تاریخي او لرغونې کلا چې په سیمه ییزه او آن نړیواله کچه د لرغوني برم او عظمت یوه ستره تاریخي کلا ده درپېژنو:

 د نهه برجه لرغونې کلا د وردګو د چک ولسوالۍ په ګوډه کې موقعیت لري، دا کلا چې نهه برجونه يې له لیرې ترسترګو کیږي، د شاهي نهه برجه په نوم یادیږي. شاهي نهه برجه ځکه ورته ویل کیږي چې عام خلک يې له جوړولو عاجز دی او دا ډول کلاګانې به شاهانو جوړولې، چې د ارګ  یا سلطنتي سیمې په توګه یې ترې کار اخست، د نهه برجه تاریخي کلا په ۱۲۳۳ ه سپوږمیز کال کې په ډیر عجیبه ډول جوړه شوې ده، چې په افغانستان کې ساری نه لري. په افغانستان کې ډېر وختونه په رسنیو او فرهنګي ځایونو کې د هلمند د بست یا د هرات د اختیارالدین قلعه ستاینې کیږي؛ خو که لرغون پيژندونکي یا د تاریخي ابدو وړ او متخصص کسان یا ژورنالستان او لیکوال له دې کلا څخه لیدنه وکړي، د دې کلا د کلکو دېوالونو چې تر ۵ مترو لوړ او ۳ متره پلن دی وګوري، له شک پرته به یاده کلا د نړۍ د مهمو عجایبو او  پخې کلا په توګه ونوموي او دا به ومني چې د ۳ متره سورور دیوال جوړول واقعاً د افغان ولس د کلکې ارادې او پاخه ځواک څرګندویي کا.

نهه برجه کلا لکه چې له نامه څخه يې ښکاري ۹ برجونه لري، د منځ برج يې تر ټولو لوړ او سورور برج دی، چې ۲۵ متره ارتفاع لري. دغه برج یا اسمانڅکی ۵ پوړه لري، چې په پورتنیو ۴ پوړونو کې يې ۱۲ اتاقونه دي یعنی هر پوړ يې ۳ اتاقه لري، چې ۳ په۴ مترو کې جوړ شوي، له دې علاوه د برج په دیوالونو کې یونیم په دوه متره کې ګڼ نور اتاقونه شته چې په امنیتي لحاظ ډېر محفوظ دي او د حصار شاهي کار ترې اخستل کیدا. د کلا په منځ کې لوی او واړه حمامونه لري چې د یو ډول ځانګړو مرمرینو ډبرو څخه چې (چکوشي) ډبرې یې  بولي جوړ شوي. د کلا دروازه پټه ده او لومړۍ دروازې ته  يې له بیرون خوا څخه زینې ختلې چې ټانګ، موټر  نشي ورختلای، د دروازې د ننه د هلیز په بڼه یو کوچنی برج دی، چې له همدې ځایه د کلا منځ ته دویمه ستره دروازه هم لري چې د شوروي یرغل پرمهال روسان ونه توانیدل دغې کلا ته ننوځي؛ ځکه د کلا دواړه دروازې په یو داسې دهلیز کې ختلې چې درنه یا ثقیله وسله پکې د استفادې وړ نه ده او دروازې د ارچې له دومره پاخه لرګي څخه رغول شي چې سپکې وسلې يې د تخریب قابلیت نه لري. د پټې دروازې پر سر ۳ کټوې دي چې هره یوه يي د ۲۰۰ لیتره اوبو ظرفیت لري. که دوښمن د کلا د دروازې سوځولو هڅه وکړي نو د دې کټوو او به يې اور مړ کولای شي. دا کلا د یو خاص مهارت او پوځي تکتیک له مخې په افغانستان د انګریزي استعمار له یرغل وروسته د وخت د ستر پوځي جنرال او سپه سالارغازي مومین خان له خوا جوړه شوې ده،ځکه نو دا کلا د غازي مومین خان کلا هم بولي، غازي مومین خان د وزیر محمد اکبرخان د هغو ۵ تنو غازیانو او سرخیلو قوماندانانو په ډله کې راځي چې د میکناټن د وژلو او افغانستان د ازادۍ ګټلو په تدبیر او پلان کې یې تر ټولو مهم رول درلود.

د نهه برجه کلا اوس هم جوړه روغه ده او د غازي مومین خان څخه پاتې اولاده پکې ژوند کوي. د روایتونو له مخې د یادې کلا خټه به په غوایانو پخیده اوهر بیګا به د پنډې په بڼه جوړیده او په اوبو کې به ایښودل کیده سهار تر پخیدا وروسته به پرې پسخې وهل کیدې، کلا د دروازې تمبه له ۱۵متره ارچې یا بلوط لرګي څخه جوړه شوې ده چې د پکتیا ولایت څخه د فیلانو او  اوښانو په وسیله راوړل شوی؛ ځکه هغه وخت موټر او اوسني وسایل نه و او په نورو حیواناتو د دا ډول درنو لرګیو انتقال ناشونی دی. یاده تمبه په سر کې یوه لویه  اوسپنیزه کړۍ هم لري، د یادونې ده چې د  دې کلا د برجونو د منځ دیوالونه ټول په ځانګړي هنر نقاشي شوي چې د هغه وخت د تمدن او هنر ښکارندوی دی. د دې کلا په جوړولو یو کال وخت لګیدلی دی، په یاده کلا کې د غازي مومین خان د اولادې ترڅنګ دهغه د ورور غازي یارمحمد خان اولاده هم اوسیږي، غازي یارمحمد خان د دې کلا تکمیل شوې بڼه نه ده لیدلې، یارمحمد خان په ۱۲۳۳ کال کې چې د دې کلا د بشپړیدا چارې پيل شوې وې د هرات ولایت سپه سالار او د ځینو روایتونو له مخې د هرات والي و، هغه په همدې کال (۱۲۳۳ ) کال کې له دوښمن سره په مخامخ جګړه کې شهید شو او بدبختانه د کلا تر بشپړیدا ورسره ژوند وفا ونکړه، غازي یارمحمد خان هم د خپل ورور غازي مومین خان په څير یوزړورمشر و.

 هغه تیږه چې د دې کلا د دروازې پر سر لیکل شوې ده پرې لیکل شوي چې دغه کلا د هغه وخت په ۱۷۰۰۰ طلایی سیکو جوړه شوې، دا رقم د نورو عادي خلکو له توان څخه پوره نه وو، دغازي یارمحمد خان مشر ورور غازي مومین خان چې د دې کلا اصلي مالک دی، وروسته له هغه د وخت د مشرانو او ولسونو د پام وړ وګرځید، چې نوموړي په ساړه ژمي کې له کابل څخه تر کندهاره پورې په کم وخت  کې  تر وزیر فتح محمدخان پورې ځان ورساوا او هلته يي را ولاړو شوو شخړو ته د پای ټکی کيښود. غازي مومین خان چې د (افغانستان در مسیر تاریخ) لیکوال میرغلام محمد غبار،  نوای معارک، تکړه مورخ میرزا عطا محمد شکارپوري او د وردګو مشاهیر کتاب ، په درسونه عبرتونه نومي کتاب کې ستر جنرال ګل زرک ځدراڼ، افغانستان د تاریخ په پلوشو کې يې الحاج محمدنسیم نعیم زي او داسې نورو ګڼو لیکوالانو هر یو پخپل وار یادونه کړې ده. د وخت د ۵ وتلو غازیانو څخه ګڼل کیده،  د نوای معارک کتاب مولف منشي عطامحمد شکارپوري لیکي غازي مومین خان  یو زړور ، مدبر او د ښو اخلاقو او غوره قلم خاوند او د ده استاد و، جنرال ګل زرک ځدراڼ په خپل لیکل شوي  (درسونه عبرتونه) نومي کتاب په ۱۵۳ مخ کې داسې لیکي: ( د انګریزانو پر خلاف د پکتیا د جهاد په سلسلو کې  د غازي ملامومین  په مشرۍ انګریزانو ته درانه تلفات واوړیدل، ډیر انګریزان ووژل شول او وسلې ترې نه یوړل شوې، د دې تلفاتو په هکله  پخپله انګلیسي مورخ په  خپل درد باندې داسې  اعتراف کوي: بریدمن (هی) د ملامومین له خوا په زرمت کې په ډیر ناروا توګه ووژل شو، وروسته څرګنده شوه چې ملا مومین  زموږ د دوښمنانو په ډله کې یو سرسخت دښمن  و.)

د ( افغانستان د تاریخ په پلوشو کې) لیکوال الحاج محمد نسیم نعیم زی د خپل اثر په ۲۴۹ مخ کې غازي ملامومین د انګریزي استعمار په وړاندې تر ټولو مخکښ غازي بللی. نوموړی لیکي: (د ۱۲۲۰ه د قوس په میاشت کې  د پکتیا په زاوه سیمه کې خلکو د فرنګیانو په خلاف  د غازي ملا مومین په مشرۍ په پاڅون لاس پورې کړ ، مکناټن په بیړه لیورابوستش، اربورتن او اندرسن په مشرۍ یو لوی ځواګ سیمې ته ولیږا، د دوی سره یی سنګر جوړونکي او سور رنګ غورځوونکي هم ولیږل، د فرنګیانو دغه ځواک هر څومره زور چې استعمال کړ بریالي نشو، بیرته ګوډ مات کابل ته ستانه شول، دی لیکي د پکتیا د جهاد په سلسله کې د ملا مومین په مشرۍ زیات شمیرفرنګیان ووژل شول او وسلې ورڅخه په غنیمت یوړل شوې.

  افغان مورخانو که غازي مومین یو سرسخت مبارز بللی؛ خو مشهور هندي تاریخ لیکونکي منشي عطامحمد شکارپوري ملامومین یو غوره مبتګر او د لوړې حوصلې څښتن او مدبر انسان بللی. نوموړی  زیاتوي  کله چې په ۱۳۳۶ه ق کال کې د شاه شجاع له تګ وروسته سردار شیردل خان د هند د شکارپور حکمران شو، غازی ملا مومین غلجی يې هلته نايب الحکومه وټاکه. زه (د نوای معارک کتاب مولف عطا محمد شکارپوري) يې منشي وټاکل شوم. په ۱۳۳۷ه ق کال رحمدل خان شکارپور ته راغی. ملامومین خان یی  د نایب الحکومت له دندې ګوښه او ما ته یی په خپله دنده کې د پاتې کیدا حکم وکړ؛ خو د ملا مومین خان میړانې ، غوره اخلاقو او پخې ملګرۍ له امله ما ته خپل ضمیر دا اجازه رانکړه چې زه  د لته دنده اجرا کړم.

 غازي مومین خان د غازي امین الله خان لوګري کلک ملګری و. غازي مومین خان د ملاحکیم زوی دی، نوموړی د پکتیا د بنوزیو په دره نومې سیمه کې نړۍ ته سترګې غړولې. په قوم اوریاخيل غلجايي و، هغه له نوي ډهلي تر پيښور، له پيښور تر وزیرستان، پکتیا، پکتیکا، بیا د لوګر تر سنګ نوشته، کابل ،غزني، فراه، هرات او کندهار پورې غزاګانې او حکومتونه کړي دي، د نوای معارک نومي کتاب لیکوال وایی کله چې غازي مومین خان له شکارپور څخه کندهار ته لاړ، ما ته یی د کندهار د تګ وویل؛ خو مور او پلار مې د کندهار د تللو اجازه رانکړه ، څه موده وروسته زه هم د ده د اخلاص له امله هلته ورغلم. هلته ملا مومین خان او د هغه وراره طره باز خان  زما ډیر قدر وکړ او زه يې د وخت حکمران شیردل خان ته بوتلم ، د دې کتاب په یوه برخه کې د غازي مومین خان له خولې لیکل شوي: موږ له دوښمنانو سره د هیواد او ناموس د ساتلو پخاطر ډیرې جګړې وکړې؛ خو تر ټولو سخته جګړه د محمد خان کوهي سره وه چې په فراه کې پیښه شوه، تر دې چې د محمد خان کوهي ۴۵۰۰ عسکر مو ټول مړه او ژوبل کړل، محمد خان کوهي د هرات د حکمران کامران له خوا  د کندهار د نیولو په موخه له هرات څخه لښکر کشي وکړه ،کله چې شیردل خان خبر شو؛ نو د غازي مومین خان، عبدالله خان اڅکزي ، رمضان هوتکي او حاجي خان کاکړ په مشرۍ يي د هغوی مخې ته خپل پوځونه ولیږل دا پوځونه په فراه کې له یو بل سره مخامخ شول چې له سختو جګړو وروسته د محمد خان کوهی په مشرۍ  د کامران پوځونه ټول په شا شول او یا ووژل شول څنګه چې غازي مومین خان د وخت د ستر باغي محمد خان کوهي په ماتولو کې هم مهم رول درلود. د شیردل خان له خوا  سخت ونازول شو. دغه جګړه د ۱۳۳۸ه قمري په جمادي الاخر کې پیل شوه او د همدې کال تر اخره يي دوام وکړ، غازي مومین خان د ذالحجې په ۲۵ نیټه بیرته کندهار ته ستون شو.

غازی مومین خان غلجی د وردګو خلکو او سیمې سره د ځانګړې مینې له امله، د خپل ځان او خپل اولاد له پاره د وردګو د چک د ګوډه سیمه غوره کړه. ګوډه چې د چک ولسوالۍ یوه مهمه او مشهوره حوزه ده، د دایمیرداد ولسوالۍ له تنګي سیدان نیولې تر سیاب پورې غزیدلې ،د ګوډه سیمه د غازي مومین خان او غازي یارمحمد خان ترمنځ د سیند په اوږدو ویشل شوې، یعني د سیند ختیځ پلو د غازي مومین خان او د سیند لویدیځ د غازي يار محمد خان ځمکې وې . د یادونې ده چې غازي یارمحمد خان هم پخپله ځمکه کې یوه بله مهمه کلا جوړه کړې ده چې اوس هم جوړه ده، دغه کلا دغازي امان الله خان د واکمنۍ  په وخت کی د حکومت له خواظبط  او د وزیرستان څخه راغلیو ناقلینو ته یی ورکړه چې اوس د مسعودو قوم خلک په کې اوسي. غازي مومین خان چې د میکناټن د وژلو او افغانستان د ازادۍ ګټلو په تدبیر او پلان کې یې مهم رول درلود، د  پيښور د صوبې مرستیال والي او والي هم تیر شوی. نوموړی د پوځي  فتوحاتو تر څنګ د خپلې واکمنۍ پر مهال د دولت بودجې ته  تر بل هر والي زیات عواید راوړل، چې د عوایدو زیاته برخه یی د خلکو څخه د مالیې  قانوني راټولول و.

ماخذونه:

۱ – حلیم، حیات الله، د وردګو مشاهیر، دویم ټوک

۲ – ځدراڼ، ګل زرک، درسونه عبرتونه،  لومړی ټوک، ۱۵۳ مخ

۳-  شکارپوري، عطامحمد،  نوای معارک، ۲۰۷ – ۲۰۸مخونه

۴-  غبار، غلام محمد، افغانستان در مسیر تاریخ،  ۱۳۳ مخ

۵ –  مختار، اورنګ، د وردګو کلتوري یون،  ۱۴۳ – ۱۴۴ او ۱۶۳ مخونه

۶ – نعیم زی، محمد نسیم، افغانستان د تاریخ په پلوشو کې، ۲۴۹ مخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب