پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+څنګه په اسانه د ژور خپګان جاره وکړو؟

څنګه په اسانه د ژور خپګان جاره وکړو؟

ژباړه: نجم الرحمن ناصري

اوس مهال ډېری کسان، چې د ژورخپګان د درملنې، تشخیص او مبارزې په مرحله کې دي، د طبیعي درملنې، چې جانبي عوارض ونه لري، غوښتنه کوي. همدارنګه د درملو د پام وړ مصارف او وحشتناکه عوارض یې د دې لامل شوي چې ناروغان په طبیعي درملنه لاس پورې کړي.

دلته د طبعي درملنې لپاره څو اړین څښاکونه در پېژنو:

بابونه چای

له بابونه چای څخه څو پیړۍ مخکې مصریانو او روم امپراتوري د ځانګړو فلانوئیدونو لپاره ګټه پورته کوله. دا ګیاه د خوب د ستونزو د حل لپاره هم کارول کېږي. څېړنو جوته کړه چې بابونه چای نه یوازې آرام کوونکی ده، بلکې کولای شي چې له ډار او ژورخپګان سره مبارزه وکړي. همدارنګه د اعصابو تسکینوونکی او د شکر د ناروغانو د قند کنټرول کوونکی هم ده.

څېړنې ښیي چې ۸۷ سلنه ناروغانو وکولای شوای چې له بابونه چای څخه په ګټه اخیستلو خپل اضطراب ۵۰ سلنه کم کړي. د پوره اغېز درلودو لپاره باید له بابونه چای څخه له ۳ میاشتو تر یوه کاله پورې ګټه پورته شي.

پاملرنه: د دې ګیاه مصرف د چای په ډول د هغو ماشومانو لپاره خطرناک دی، چې له پنځه کلونو څخه یې عمر کم وي.

  • بابونه یوه قاشوغه؛
  • جوش اوبه؛
  • لږ شیدې او شات که تمایل مو درلود؛
  • د پنځو دقیقو لپاره دم شي او وروسته نیم ساعت له خوب څخه مخکې وڅښل شي.

د نعناء چای

له دې ګیاه څخه ګټه اخیستنه د هضمي ستونزو د درملنې لپاره په لرغوني مصر کې پیل شوه. د دې ګیاه پاڼه په ډېره کچه منتول لري چې د وچېدلو پر وخت حفظ کېږي چې د ماهیچو له آرامولو سره مرسته کوي. د دې ګیاه د وچولو لپاره ښه طریقه له سیوري څخه کار اخیستل دي. هغه څوک چې وېره او ژورخپګان لري، مخکې له خوب څخه د نعناء د چای په مصرفولو کولای شي د اعصابو او عضلاتو په آرامولو کې مرسته وکړي.

د نعناء له چای څخه هغه کسان هم استفاده کولای شي، چې د کولمو له سندرم څخه شکایت لري.

دا ګیاه له هغو آنزایمونو څخه غني ده چې کولای شي د امنیتي سیستم تقویت ته، سردرد ښه‌کولو ته او میګرن، چې خپله د اضطراب او ژورخپګان لامل کېږي مرسته وکړي.

د نعناء چای کافئن نه لري او کېدای شي چې په ګرم او یا سوړ ډول مصرف شي. کولای شو چې په قهوه‌يي خوږو او یا شاتو یې خوږ کړو. د نعناء د چای د جوړولو لپاره کولای شو له تازه یا وچې پانې څخه کار واخلو.

د دې چای څښل د ورځې تر ۵ ګیلاسونو پورې ګټور دي، له دې څخه زیات یې د معده د اسید د رفلکس او د زړه د سر د سوځېدلو لامل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب