یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeخبرونهد افغان لوبغاړو په ګډون د کرکټ لس اوره لیګ پیل شو

د افغان لوبغاړو په ګډون د کرکټ لس اوره لیګ پیل شو

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس لومړۍ) د متحده عربي اماراتو په کوربه توب او د نړۍ د نامتو لوبغاړو په ګډون د کرکټ د سیالیو لس اوره لیګ نن (پنحشنبه) پیل شو.

په دې لیګ کې، چې لس لوبډلې برخه لري، د افغانستان ۲۱ لوبغاړي هم د نړۍ د نورو تکړه لوبغاړو ترڅنګ لوبیږي.

لومړۍ مسابقه د ابوظبي او عجمان بولتس ترمنځ ده. په ابوظبي لوبډله کې نوراحمد او الله محمد غضنفر لوبیږي. په مقابل کې یې مجیب الرحمان، ګلبدین نایب، محمد نبي، او اعجاز احمد احمدزی د عجمان بولټس لپاره لوبېږي.

د لس اوره لیګ هره سیالي شاوخوا ۹۰ دقیقې دوام کوي او هره ورځ له درو تر څلور مسابقې کېږي.

د لیګ لوبې په تلویزونو کې ښودل کېږي او افغانستان کې یې هم یو خصوصي تلویزون ښيي.

دا مسابقې د روان قوس په دوولسمه پای ته رسیږي.

د تېر کال په لس اوره لیګ کې نیویارک سټرایکرز اتلولي خپله کړه.

تېر ځل په دغه لیګ کې یوازې ۱۱ افغان لوبغاړو برخه لرله.

محمد نبي او رحمان الله ګوربز د عجمان بولټز او آپ نوابز لوبډلو کپتانان دي.

ګلبدین نایب، مجیب الرحمن او اعجاز احمدزی د عجمان بولټز او نجیب الله ځدراڼ، مسعود ګوربز، فریدون داودزی او خلیل احمد ګربز د آپ نوابز په لوبډلې کې دي.

کریم جنت، قیس احمد، شرف الدین اشرف او حمزه هوتګ د موریسویل سامپ ارمي؛ راشد خان، حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد د بنګله ټایګرز او نوین الحق او فضل حق فاروقي د ډیلي بولز په لوبډلو کې لوبېږي.

همدغه راز نور احمد لکڼوال او الله محمد غضنفر په ټیم ابوظهبي او عظمت الله عمرزی، فرید ملک او ضیاء الرحمن د نارترن واریز د لوبډلو غړي دي.

دا لیک له ۲۰۱۷ کال راهیسي هر کال په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب