پوهندوی آصف بهاند
په دې لیکنه کې خبره پر شاه ولي ارین او د ده پر فرهنگي کارونو را څرخي او هر څه چې ویل کېـږي د د ارین پر شخصیت او د ده له فکر او قلم نه د راوتلو افکارو او اثارو په باب به وي.
شاه ولي ارین څو اړخیز شخصیت لري، چې د خپل عمر په اوږدو کې یې په هره برخه کې د پاملرنې وړ کارونه ترسره کړي دي. د ده ژوند ته په کتو سره لیدل کېـږي چې دی په اداري کارونو پوهېـږي، په سیاست کې اوږده مطالعه ـ تجربه او مخینه لري او تر هر څه مهمه دا چې یو قلموال هم دی او د ادبي څېړنې او تخلیق په ډگر کې د ځانگړي استعداد او اثارو خاوند هم دی.
په ټولو یادو برخو کې زه د ارین د کارنو شاهد او نندارچي پاتې شوی یم. که رڼه خبره وکړم زه یې د اداري او تخلیقي کار پلوي وم او اوس هم باور لرم چې: که یوه مهمه اداره وروسپارل شي، دی به یې په ښه ډول مدیریت ترسره کړای شي.
ارین د سیاست په ډگر کې په صداقت سره پل ایښی دی، خو نه یوازې دا چې کوم مشهود مطلوب څه یې نه دي تر لاسه کړي، بلکې سیاسي دریځ یې، شخصی کارونو، اداري چارو او فرهنگی کارونو ته خنډونه هم پېښ کړي دي.
هغه وخت چې ده د سیاست په ډگر کې تېر کړی دی، که یې د هغه وخت نیمايي برخه خپل تخلیق او څېـړنیز کار ته بېل کړی وای، اوس به یې په سلگونه مقالې او د پاملرنې او حساب وړ د تخلیقي کارونو ټولگې درلودای.
شاه ولي ارین د تخلیق په دوو برخو کې فعال دی، هم شعر وايي او هم د لنډو کیسو د لیکلو اوږده مخینه لري چې په دواړه برخو کې د خپلې ټولنې ډېرو باریکیو ته په پام سره، د خپلې ټولنې او خلکو ناخوالې او دردونه په ښکلې هنري ژبه انځوروي او په هره برخه کې یې حللارې هم ورته په نښه کړې دي.
ارین د لیکوالۍ له پیل نه، د سیاسي مقالو له لیکلو سره مینه درلوده. ده د خپلو سیاسي فعالیتونو په لړ کې سیاسي مقالې هم لیکلې دي او خپل نظریات یې د هغو په ترڅ کې څرگند کړي دي، د ارین د سیاسي مقالو لومړنۍ ټولگه «افغانستان د نړیوال استعمار په لومو کې» نومېـږي چې په ۲۰۱۹ کال کې خپره شوې ده.
د هغې مینې له مخې چې ارین یې له خپلو خلکو او وطن سره لري، ده ته د سیاسي مبارزې لار، خپل هدف ته د رسېدو له پاره لنډه او غوره لار برېښېدلې ده، نو ځکه یې له هماغې تاندې ځوانۍ نه د سیاست په ازغن ډگر کې پل ایښی دی، کله په کې لوېدلی دی، کله ټپي شوی دی، خو دی له ستړیاوو سره ـ سره، له خپلې سیاسي لارې او هوډ څخه نه دی اوښتی او تر نن پورې په متانت ورباندې روان دی.
د شاه ولي ارین عملي قلمي مبارزه کېدای شي په دریوو برخو ووېشل شي:
الف ــ تخلیق،
ب ــ څېړنیزې مقالې،
ج ــ سیاسي مقالې.
الف ــ تخلیق:
د شاه ولي ارین تخلیق په دوو برخو کې وړاندې شوی دی: شعر، لنډه کیسه.
ــ شعر،
شاه ولي ارین شعر له پخوا نه لیکه، تر هغه ځایه چې ارین زه پېژنم، دی یو مسلکي شاعر نه، بلکې اماتور شاعر دی، کله ـ کله د خپلو خیالونو انځور د کلماتو په لوښي کې د ازاد او یا مقفی شعر په قالب کې وړاندې کوي. تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم یو شمېر شعرونو یې د جگړو او گڼو بېځایه کېدنو او کوچېدلو په سلسله کې له لاسه وتلي دي، هیله ده چې کومه ورځ یې د پیداکېدو او چاپېدو زیری واورو؛ خو له وطن نه د باندې یې گڼشمېر شعرونه په میډیا کې خپاره شوي دي، خو تر اوسه یې کومه شعري ټولگه نه ده چاپ شوې.
ــ لنډه کیسه:
شاه ولي ارین د لنډو کیسو لیکل هم له پخوا پیل کړي و، خو په ډنمارک کې یې تر مېشتېدو وروسته ډېره پاملرنه ورته وکړه. تر اوسه پورې یې د «دردونه او یادونه» په نامه یوه د لنډو کیسو ټولکه خپره کړې ده.
ما د ارین د لنډو کیسو د لومړنۍ ټولگې د چاپ د هرکلي په خاطر د ۲۰۱۴ ام کال په جون په میاشت کې د «دردونه او یادونه او ورسره څو خبرې» ترسرلیک لاندې یوه مقاله ولیکله او هماغه وخت مې په ویبپاڼو کې خپره کړه. د هغې مقالې په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«ارین په دې ټولګه (دردونه او یادونه) کې د اوس له پاره د غورچاڼ په ډول لس کیسې غوره کړي دي. ټول هغه شیان چې په دې کیسو کې راغلي دي، هغه لیکوال په خپل چاپیریال کې لیدلي دي، احساس کړي یې دي، بیا یې په خپل هنري احساس او ذوق رنګولي دي، وروسته له هغه یې لوستونکو ته وړاندې کړې دي.
په افغانستان کې د بدلونونو او ورسره د رامنځته شوو ناخوالو په اثر، ټول خلک متاثره شوي دي او له هغې ډلې نه قلموال هم. د قلموالو له پاره د مرګ ژوبلې او بې ځایه کیدو تر څنګه یو ستره ستونزه د دوی د یاد داشتونو، کتابونو، څیړنیزو کارونو، شعرونو، لیکل شوو لنډوکیسو او… له منځه تلل، غلا کیدل، سوځیدل، په عمدي یا غیر عمدي ډول له منځه وړل او پو پنا کیدل دي.
د شاه ولي آرین د ژوند پاڼې په لوستلو سره هر څوک پوهیـږي چې ده به د شپیتمې لسیزه په دویمه نیمايي کې په کابل کې ډیر څه لیکلي او خپاره کړي وي، خو په وطن کې د رنګارنګ حالاتو د راتګ په وجه به یې ځینې برخې له لاسه وتلې وي. اوس یې کوم څه چې په اختیار کې وو، د هغو له ډلې نه یې دا غور چاڼ برابر کړی دی.
څوک چې آرین له نږدې پیژني هغه په دې پوهیـږي چې دی په داسې سیاسي، ټولنیز، فرهنګي چاپیریال کې پاتې شوی دی چې هره شیبه یې د ده له پاره یوه سوژه وه. دی د کلی بچی دی او د ښار ژڼی، لوړې زدکړې لري، په ادبیاتو، اداره او سیاست باندې ښه پوهیـږي، تر ټولو مهمه دا چې خپله ټولنه ښه پیژني او درکولای یې شي. دا هر څه په دقیقه توګه د ده په همدې کیسو کې لیدل کیـږي.»
ب ــ څېړنیزې مقالې:
ارین د ادبي ـ فرهنگي مسایلو په باب هم کله، کله مقالې لیکلې دي. په څېړنیزو مقالو کې د بېلگې په ډول دغه مقالې یادولای شو:
ــ «د وړانگو جنازې»، د ښاغلي حاجي محمد نوازادي د شعرونو د ښکلایز اړخ څېړنه،
ــ «پیاوړي او پر هېواد میین شاعر علي گل پیوند ته» د علي گل پيوند د فرهنگي شخصیت او شعر لنډ جاج،
ــ «په ښاغلي انجنیر محمد ابراهیم نعیمي ویاړم» د ښاغلي محمد ابراهیم نعیمي فرهنگي کارونو ته یو ځغلند نظر.
ج ــ سیاسي مقالې:
د شاه ولي ارین د لیکنو ډېره غوښنه برخه سیاسي مقالې جوړوي. په سیاسي مقالو کې یې په وطن او نړۍ کې روانې ناخوالې په نظر کې نیولې دي، ډېر اړخونه یې ورته سپـړلي دي او د ستونزو له پاره یې د حلارو وړاندیزونه هم کړي دي لکه: د واک د ترلاسه کولو له پاره د بېلابېلو سیاسي ډلو تر منځ سیاسي هوکړې او د هغوی د پایلو په باب:
«سیاسي توافق او د ولس غبرګون» تحلیلی مقاله،
په وطن کې د روانې غمیزې او سوځونکې جگړې د پایته رسیدو له پاره د سولې د رامنځته کېدو د روانو هڅو په باب د «د سولې دوښمنان» تر سرلیک لاندې مقاله چې په دریو برخو کې وړاندې شوې ده.
د ښاغلي شاه ولي ارین سیاسي لیکنې خیالي او هوايي نه، بلکې په عیني او تاریخي واقعیتونو ولاړې مقالې دي، دی پر هغو ستونزو غږېدلی او هغه ستونزې یې مطرح، تحلیل او حللارې یې ورته لټولې او وړاندیز کړې دي چې همدا اوس په ټولنه کې د یو درد او مرض په څېر موجوې دي.
ارین د خپلو قلمي مبارزو په لړ کې گڼشمېر سیاسي مقالې لیکلې دي چې د ساري په ډول یې دغه مقالې د یادونې وړ دي:
پر ورځنیو تودو روانو سیاسي مسایل باندې تحلیلي مقالې:
ــ هیواد ژغورنه، (تحلیلي مقاله)،
ــ د عملي سولې اړتیاوې او شرایط، په دریوو برخو کې، (تحلیلي مقاله)
ــ په وړاندیز شوې کابینه کې د غلو تود حضور، په دریوو برخو کې، (تحلیلي مقاله)
د مقالو بله برخه یې هغه مقالې دي چې د ټولنیزو شخصیتونو او یا ځینو ټاکلو ورځو او ستونزو په باب یې لیکلې دي لکه:
ــ دوه وژونکي خطرونه )کورونا او ولږه(، په ټولنه کې د عیني ستونزو د شتون په باب،
ــ افغانان د څلورو کورناوو په لومه کې (تحلیلي مقاله)
ــ د مور ویاړلي ورځ،
ــ د هیواد څلویښت کلنه غمیزه او ځوان نسل، په دریوو برخو کې،
ــ د یو هېر شوي حقدار استاد ارواښاد بسم الله محشور یاد.
(ارین شاه ولي، افغانستان د نړیوال استعمار په لومو کې، دانش خپرندویه ټولنه، ۲۰۱۹ ز کال، ۸۹ ــ ۹۲ مخونه)
ارین د یو رسالتمند قلموال په توگه په ټولنه کې چې هره نیمگړتیا لیدلي، حس کړې او پرې پوه شوی، یو څه یې پرې لیکلې دي، د همدې دلیل پر بنا د ده په لیکلو مقالو کې د ټولنې هر ډول درد او ستونزې مطرح او خبرې پرې شوې دي.
د ارین په هنري تخلیقاتو کې هم کله، کله د ده سیاسي مفکوره ځلېدلې ده او په خورا ځیرکئ یې د ټولنې د مظلومو وگړو د ژوند بد حالت په هنري ژبه انځور کړی دی. په لنډو کیسو کې یې د ټولنې وږی، بېوزلی او په دایمي بدمرغئ کې راگیر کرکترونه داسې انځور کړي دي لکه مستند فلم یا مستنده کیسه چې یو ځوان یا یو کوچنی څه ډول خپل ژوند په ډېر بد حالت کې تیروي، ظالم څوک دی او ولې ظلم کوي؛ مظلوم په څه ډول ژوند کوي او د مظلومیت عوامل او دلایل یې کوم دي او د هر هنري اثر په پای کې د دې ستونزو حللارې او له بدمرغیو نه د کرکترونو د خلاصون لارې هم ښودل شوې دي چې څو غوره مثالونه یې دا دي:
ــ کوچنی موټر مینځونکی )لنډه کیسه)،
ــ ټکنده غرمه (شعر)
ــ وطــنه! تېره افسانه مې یې، امان مې یې، زمان مې یې، (شعر).
د ډېری فرهنگي افغانانو په څېر، که د ارین بیوگرافي ولوستل شي؛ لیدل کېږي چې دی هم له عجیبو لېږدونو، بدلونونو، ستونزو، ناخوالو، بې وطنۍ او… سره مخ شوی دی تر څو په پای کې د ډنمارک په نامه یوه ټوټه مځکه باندې نسبي ارام ور په برخه شوی دی. په ډنمارکي ټولنه کې ارین خپل ځای او موقف د خپل اکتیف یا فعال کرکتر پر اساس تر ډېرو نورو مهاجرو ژر تثبیت کړ، د ډنمارکي قوانینو په چوکاټ کې یې ځان عیار کړ کار يې پیل کړ او پر خپلو پښو ودرید. د همدې مصرفیتونو په دلیل یې ونه شو کړای هغسې چې اړینه وه، خپل فرهنگي کارونه ترسره کړي، کله ناکله به یې څه تخلیقول او یوه نیمه سیاسي مقاله به یې لیکله؛ خو له هغې ورځې چې دی قانوني تقاعد ته سوق شو او کورناستی شو، نو خپل ټول فارغ وخت یې خپلو فرهنگي فعالیتونو ته بېل کړ او ټوله پاملرنه یې پر همدې خوا شوه.
تر تقاعد وروسته ارین د خپلو لیکنو او فرهنگي کارونو کې بنسټیز بدلون راوست او د نوې تکنالوژۍ په اصطلاح یې ځان «آپدیت» کړ، ډېر او نوی فعالیت یې پیل کړ او په ورستیو دوو کلونو کې یې دومره فرهنگي تولیدات (کتابونه. شعرونه، لنډې کیسې، څېـړنیزې ادبي مقالې، سیاسي تحلیلونه او مقالې) کړي دي، چې په اروپا کې د ده د میشت کېدو د یوې نیمې لسیزې له کارونو نه یې هم تله درنه ده. د ده د لیکنو د ارشیف یوه برخه په دې لینک کې لیدلای او لوستلای شئ:
http://www.afghan-german.com/tahLiLha/EditAutor.aspx?148
زه چې د ده اوسني کار او فعالیت ته گورم، هیله راته پیدا شوې چې تر دې به هم ښه شي. له یوې خوا یې د کمیت له پلوه د لیکنو او تخلیقاتو شمېر ډېر شوی او له بله پلوه یې د لیکنو په بڼه کې هم جوت توپیر او بدلون رامنځته شوی دی او مخ په بره روان دی.
ارین یو فعاله ذهن لري، یعنې له ټولنې او عیني روان ژوند نه یو څه اخلي په خپل ذهن کې کار پرې کوي او بېرته یې ټولنې او خلکو ته ورکوي. د همدې له پاره دی هر کله د ویلو او وړاندې کولو له پاره یو څه لري.
ارین د یوه مسلکي لیکوال په توگه (په ژبې او ادب کې د کابل پوهنتون له ادبیاتو پوهنځی څخه د لیسانس سند لري، په سیاست او اداره کې د ماسترې تر کچې یې لوړې زدکړې کړې دي) د لیکوالۍ ټولو اصولو ته په پام سره د لیکنو شکل او محتوی ته جدي پاملرنه کوي. د ده د لیکنو (تخلیقي، څېړنیزې او سیاسي) اصلي محور ملي او وطني مسایٔل جوړوي او د خپل وطن د ملي گټو دفاع، د خلکو، وطن او افغان انسان نیکمرغي یې د لیکنو پانگه، محتوی او موخه جوړوي.
ارین ته د افغانستان د کلیوالي او ښاري ژوند ټول اړخونه مالوم دي، په کلي کې زېږېدلی او رالوی شوی دی، په ښار کې یې لوړې زدکړې ژوند او کار کړی دی، د مطالعې قوي بگروند او د اداري او سیاسي کار غني تجربه لري، د لغاتو شتمنه ذخیره او د ټولنې د پېژندنې ښه بصیرت ورسره دی: ځکه ویلای شم چې په تخلیق، لیکنو او د خپلو افکارو د پیاده کولو په برخه کې کومه ستونزه نه لري او کولای شي چې خپل هر ډول افکار په روانه ژبه د خپلو مخاطبینو مخکې په هنرمندانه ډول کېـږدي.
د «ماتې او بریاوې» په نامه اثر یې د گڼو مقالو ټولگه ده او د پاسنیو خبرو د ثبوت له پاره یې ښې بېلگې گڼلای شو.
د وطن ابادۍ او افغان انسان د نیکمرِغۍ په لاره کې یې
قلم په هنري غمیو گاڼلی او تاند غواړم.