Homeخبرونهد ایران او امریکا د جګړې پای ته رسېدا د ټرمپ لاسلیک...

د ایران او امریکا د جګړې پای ته رسېدا د ټرمپ لاسلیک ته انتظار ده

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) امریکايي رسنیو د «خبرو سرچینو» له قوله راپور ورکړی چې تهران او واشنګټن د اوربند د غځولو او په هرمز تنګي کې د بېړۍ ‌چلونې له لارې د خنډونو او محدودیتونو د لرې کولو لپاره یوې «لومړنۍ هوکړې» ته رسېدلي دي.

رویټرز خبري اژانس د څو امریکايي سرچینو له قوله، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا تر اوسه دغه هوکړه نه ده تایید کړې، او د ایران دولتي رسنیو هم ویلي چې وروستۍ موافقه لا نه ده نهايي شوې.

د راپور له مخې، دا لومړنۍ هوکړه د غبرګولي په اوومه، پنجشنبه، شوې ده.

د څلورو باخبره سرچینو په وینا، دا توافق به د ۶۰ نورو ورځو په مخه اوربند وغځوي او د هرمز تنګي له لارې به د بېړیو تګ راتګ ته اجازه ورکړي، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو مرکچي ډلې به د ایران د اتومي پروګرام په څېر پر حساسو موضوعاتو خبرو ته دوام ورکړي.

سرچینو ټینګار کړی چې ټرمپ لا هم پر دې توافق د تایید نهايي مُهر نه دی لګولی. ایران هم تر اوسه د دې راپورونو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی؛ دا راپورونه لومړی ځل د اکسیوس وریبپاڼې له لوري خپاره شوي وو.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس خبریالانو ته ویلي: «لا وروستۍ پایلې ته نه یوو رسېدلي، خو ډېر نژدې شوي یوو او هڅې دوام لري.»

هغه زیاته کړې: «زه تضمین نه شم ورکولای چې هوکړه به حتماً وشي، خو اوسمهال یې په اړه مثبت احساس لرم.»

سي‌این‌این تلویزیون هم د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د پنجشنبې په مذاکراتو کې یوه لومړنۍ موافقه ترلاسه شوې، خو لا هم د ټرمپ لاسلیک او تایید ته اړتیا لري.

د احتمالي توافق مهم ټکي

د راپورونو له مخې، په دې تفاهم‌لیک کې داسې مادې شاملې دي چې د هرمز تنګي د تګ راتګ محدودیتونه به لغوه کړي او د بېړیو ازاد تګ راتګ به بېرته عادي کړي.

همداراز، د ایران د اتومي پروګرام په اړه به د ۶۰ ورځو لپاره ځانګړې خبرې اترې پیل شي، چې پکې په لوړه کچه د غني شویو یورانیمو د زېرمو موضوع هم شامله ده.

امریکايي سرچینو ویلي چې د ایران د اټومي پروګرام اړوند تر ټولو سخت او حساس موضوعات لا هم د خبرو اترو پر مېز پاتې دي.

یوې سرچینې ویلي چې ټرمپ اوس مشورې اخلي څو ډاډ ترلاسه کړي چې دا توافق «کافي قوي» دی، او غواړي دا د ۲۰۱۵ کال تر اتومي هوکړې «غښتلې» معرفي کړي؛ هغه تړون چې ټرمپ د  ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې ترې ووت.

سیمه لا هم ترینګلې ده

دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا پوځ د همدې اوونۍ په ترڅ کې لږ تر لږه دوه ځله د ایران په جنوب کې بریدونه کړي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» ویلي چې ځواکونو یې پنځه ایراني بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې او په بندرعباس کې یې یوه ځمکنۍ کنټرول خونه ویشتې چې د شپږم ډرون د توغولو په درشل کې وه.

له دې وروسته، کویټي ځواکونو هغه بالستیک توغندی شنډ کړ چې د دې هېواد پر لور توغول شوی و. د خلیج د سیمې په دې کوچني عربي هیواد کې د امریکا یوه ستره پوځي اډه موقعیت لري.

د ایران سپاه پاسداران ویلي وو چې د امریکا د عملیاتو په غبرګون کې یې د امریکا پر یوې پوځي اډې توغندی توغولی، خو د کویټ نوم یې نه و اخیستی.

د ایران غوښتنې

راپورونه وایي چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول لوبوي. ټاکل شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په واشنګټن کې له مارک روبیو سره وګوري، خو د دې سفر بشپړ اهمیت لا نه دی روښانه شوی.

ایران د بندیزونو د لرې کېدو، د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو او له سیمې د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه لري، په داسې حال کې چې واشنګټن د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو غوښتنه کوي.

تهران ټینګار کوي چې د هر ډول سولې توافق باید په لبنان کې د اسرائیل بریدونه هم ودروي، خو هلته جګړه لا هم روانه ده.

د امریکا او ایران ترمنځ موافقه به په ۲ پړاوونو کې نهايي شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...