Homeخبرونهمحمودخان اڅکزی د چمن - سپین بولدک د لارې د پرانستلو لپاره...

محمودخان اڅکزی د چمن – سپین بولدک د لارې د پرانستلو لپاره د لښکر جوړولو غږ وکړ

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي نن (جمعه) په چمن کې د یوې غونډې پر برخوالو ږغ وکړ چې په هر کور یو تن ورکړي چې قامي لښکر ورڅخه جوړ کړي او پر ډیورند کرښه اغزن تار پرې کړي او د دواړو خواوو ترمنځ سوداګري بېرته پیل کړي.

ده همداراز وویل چې هر پښتون دي تذکره (د افغانستان) جوړه کړي او په وياړ سره دې ښکاره کړي.

د پاکستان حکومت تېر کال د چمن او سپین بولدک ترمنځ بې پاسپورټ او بې ویزې تګ راتګ منع کړ چې له کبله یې د دواړو خواوو لسګونه زره اوسېدونکي بې روزګاره شول.

د چمن اوسېدونکو د اوږدې مودې په مخه لاریونونه او اعتراضونه وکړل خو د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې وانه وښت.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي زیاته کړه:«موږ په داسې حال کې چمن ته راغلي يوو چې پر وطن له هرې خوا د بدمرغۍ وريځې خپرې دي.»

نوموړي د چمن له خلکو سره د ملاتړ ژمنه وکړه او ويې ويل:«زه د چمن له خلکو سره وعده کوم، که ته وږی وې او دروازې درباندې بندې وې او زه ستا ترڅنګ ونه درېدم، نو زه به پښتون نه يم؛ خو تاسې به هم راسره درېږئ.»

محمود خان اڅکزي له خلکو وغوښتل:

«پر کور به يو – يو سړی راکوئ او خپل قامي لښکر به جوړوو، خو داسې لښکر چې چا ته به سپکې سپورې نه وايي او د وطن ګټې به خوندي کوي.»

هغه وويل چې وطن بايد په ګډه او د خلکو د ګټو لپاره وساتل شي. د سيمې د تجارت په اړه يې د دوه‌ګوني چلند مخالفت وکړ او ويې ويل:

«بلوڅ به د آزادۍ جنګ کوي، بيا به هم تفتان خلاص وي او کاروبار به هم کوي، خو د چمن د خلکو پر مخ به دروازه تړلې وي، دا رنګه نه شي کېدای.»

ښاغلي اڅکزي د اغزن تار په اړه هم څرګندونې وکړې او ويې ويل:

«اغزن تار ته غاړه ونيسئ، دا تار به په ګډه ټولوو.»

هغه غوښتنه وکړه چې د چمن خلکو ته دې سوداګریزې لارې پرانیستل شي او هر پښتون دې خپله تذکره جوړه او په ویاړ سره یې ښکاره کړي.

د افغانستان په اړه نوموړي وويل:

“خلک دې د افغانستان په معامله کې ګوتې نه وهي، ځکه افغانستان تاريخاً آزاد پاتې شوی دی.”

هغه د چمن د خلکو لپاره د سوداګرۍ اسانتياوې وغوښتې او ويې ويل چې له خلکو دې ټيکس واخيستل شي، خو د سوداګرۍ قانوني لار دې هم ورته ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...