تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) د چین له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د دوسیې د اصلي مذاکرهکوونکي یا «پېنهولډر» مقام ترلاسه کول، د څو هېوادونو ترمنځ د یوې غیرمعمولې ډیپلوماتیکې سیالۍ پایله وه او دا ښيي چې د افغانستان د راتلونکې پر سر د سترو قدرتونو سیالي لا پسې زیاته شوې ده.
دغه مطلب «د امنیت شورا راپور» په نوم د ملګروملتو د امنیت شورا په یوه نوې تحلیلي ارزونه کې راغلی دی.
راپور افغانستان د هغو روښانه بېلګو له ډلې ګڼي چې جیوپولیټیکې سیالیو پکې د امنیت شورا پر داخلي میکانیزمونو مستقیم اغېز کړی دی. د راپور له مخې، چین په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د دوسیې یوازینی «پېنهولډر» شو؛ یعنې هغه غړی چې د افغانستان اړوند د پرېکړهلیکونو د مسودې جوړولو او مذاکراتو مشري کوي.
راپور وایي: «په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د دوسیې د کنټرول لپاره د څلورو غړو ترمنځ له سیالۍ وروسته، د یوازیني پېنهولډر په توګه د چین بری د دې دوسیې په تاریخ کې یو مهم بدلون و.»
د راپور له مخې، دا هم د پام وړ ده چې چین، چې مخکې یې د امنیت شورا په بل هېڅ مهمه دوسیه کې د «پېنهولډر» رول نه درلود، په ځانګړي ډول د افغانستان په قضیه کې د دې مسوولیت ترلاسه کولو ته لېواله و.
تر دې وړاندې، د افغانستان دوسیه تر ډېره د امنیت شورا د غیردایمي غړو له خوا مدیریت کېده، نه دایمي قدرتونو له خوا. خو د چین له لوري د دې رول په غاړه اخیستل د تېر دود خلاف یو مهم بدلون بلل شوی دی.
راپور زیاتوي چې چین د افغانستان ګاونډی هېواد دی او په دې هېواد کې ستراتیژیکې ګټې لري، نو ځکه یې پر دې دوسیه تمرکز طبیعي ګڼل کېږي. چین له اوږدې مودې راهیسې دا غوښتنه هم لرله چې د امنیت شورا د پرېکړهلیکونو د لیکلو واک یوازې د امریکا، بریتانیا او فرانسې په لاس کې محدود پاتې نه شي.
دا لانجه وروسته له هغې راپورته شوه چې په امنیت شورا کې د جاپان دوره د ۲۰۲۴ کال په پای کې ختمه شوه. له هغې وروسته چین، پاکستان او جنوبي کوریا هر یوه هڅه کوله چې د افغانستان دوسیه په خپل واک کې واخلي.
راپور وایي، چین وروسته وړاندیز وکړ چې پاکستان او جنوبي کوریا دې ګډ میکانیزم جوړ کړي، خو د امریکا متحدوایالتونو د دې مخالفت وکړ چې چین باید د مشرتابه رول ولري.
دغه اختلاف په ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې ښکاره شو، کله چې چین او پاکستان د یوناما د ماموریت د غځولو لپاره یوه مسوده وړاندې کړه، خو یوه ورځ وروسته جنوبي کوریا او امریکا جلا متقابله مسوده خپره کړه.
د دغو متقابلو متنونو خپرېدو د امنیت شورا د غړو ترمنځ د افغانستان په اړه د نړیوال تعامل او د طالبانو تر واک لاندې د هېواد د راتلونکې په اړه اختلافات لا څرګند کړل.
وروسته دغه کړکېچ د مذاکراتو له لارې حل شو. چین، چې هماغه میاشت د امنیت شورا دورهیي مشري هم پر غاړه لرله، د دواړو مسودو د یوځای کولو مذاکرات رهبري کړل، او په پای کې یو ګډ پرېکړهلیک په یوه خوله تصویب شو. وروسته ډنمارک هم له چین سره د یوناما د ماموریت د تمدید په خبرو کې شریک شو.
سره له دې چې څو میاشتې بحثونه روان وو، په پای کې چین د افغانستان د دوسیې یوازینی پېنهولډر وټاکل شو.
راپور وایي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د افغانستان په اړه د چین لېوالتیا په پرلهپسې ډول زیاته شوې ده. بیجینګ له طالبانو سره خپلې ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې پراخې کړی او په افغانستان کې یې د سیمهییز ثبات او همکاریو ملاتړ کړی دی.
بل لور ته، امریکا لا هم د افغانستان اړوند د امنیت شورا په چارو کې مهم رول لري. که څه هم چین اوس د افغانستان د پرېکړهلیکونو مشري کوي، خو واشنګټن لا هم د ۱۹۸۸ بندیزونو د کمېټې مشري پر غاړه لري.
راپور ټینګار کوي چې د افغانستان د دوسیې پر سر دا سیالي ښيي چې د امنیت شورا کړنلارې اوس د لوېدیځو قدرتونو، چین او روسیې ترمنځ له پراخو جیوپولیټیکو رقابتونو سره تړل شوې دي.