تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) مصنوعي ځیرکتیا (AI) او د ټکنالوژۍ اړوند شتمنیو د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د شتمنو کسانو په نوملړ کې برلاسي موندلې ده. د راپورونو له مخې، تر ۸۶ زیاتو میلیاردرانو د سافټویر، د مصنوعي ځیرکتیا د زېربناوو او هارډویر له لارې شاوخوا ۲.۹ ټریلیون ډالره شتمني راټوله کړې ده.
د ایلن مسک او لارې پېج Larry Page په څېر د ټکنالوژۍ د مشرانو په رهبرۍ، دغه ستره شتمني د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا، کلاوډ کمپیوټنګ او د سیميکنډکټرونو د تقاضا د بېساري زیاتوالي له امله رامنځته شوې ده.
د فوربز د راپور له مخې، د نړۍ ۱۰ تر ټولو شتمن کسان ټول په امریکا کې مېشت دي او د دوی ګډه شتمني نژدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېږي.
د پرتله کولو لپاره، دغه محدوده او ځواکمنه ډله — چې ډېری یې د امریکا د ټکنالوژۍاو سوداګرۍ د برخو میلیاردران دي او د هر یوه شتمني لږ تر لږه ۱۴۷ میلیارد ډالره ده — د نړۍ د ټولو میلیاردرانو د شاوخوا ۲۰.۱ ټریلیون ډالرو شتمنۍ یوه لویه برخه په واک کې لري.
دوی څنګه پیسې ګټي؟
د نړۍ د شتمنو کسانو د شتمنۍ ډېره برخه له دودیز معاش یا عاید څخه نه، بلکې د ونډو د ارزښت له لوړوالي او د سترو شرکتونو له پراختیا څخه ترلاسه کېږي.
میلیاردران عموماً خپلې شتمنۍ د نوښتګرو او ستر بدلون راوستونکو شرکتونو د بنسټ اېښودلو یا پکې د پراخې پانګونې له لارې جوړوي، لکه ټیسلاTesla، Amazonامازون، این ویدیاNVIDIA او Meta. میټا
کله چې دغه شرکتونه وده وکړي او د بازار غوښتنه زیاته شي، د هغوی د ونډو ارزښت څو برابره لوړېږي او د بنسټاېښودونکو خالصه شتمني هم ورسره ډېره لوړېږي.
د شتمنۍ اصلي عوامل
د نړۍ د لسو شتمنو میلیاردرانو د شتمنۍ ډېره برخه د هغوی د شرکتونو په ونډو پورې تړلې ده، نه په نغدو پیسو.
که فرضاً دوی خپله ټوله شتمني په نغدو ۱۰۰ ډالري بانکنوټونو کې وساتي، نو د ۲.۹ ټریلیون ډالرو وزن به شاوخوا ۲۹ زره مټریک ټنه وي. ځکه چې هر امریکايي بانکنوټ دقیقاً یو ګرام وزن لري.
د بېلګې په ډول، ۲.۹ ټریلیون ډالر چې پر ۱۰۰ ډالري نوټونو ووېشل شي، ۲۹ میلیارده نوټونه جوړوي. د دغو نوټونو ټول وزن ۲۹ میلیارد ګرامه کېږي، چې کابو ۲۹ میلیون کیلوګرامه یا شاوخوا ۲۹ زره مټریک ټنه جوړوي.
کله چې د یوه شرکت بنسټګر د شرکت لویه برخه ونډې ولري او شرکت په بریالیتوب سره پراخ شي، د هغه خالصه شتمني هم د شرکت د بازار د ارزښت له زیاتېدو سره څو برابره لوړېږي.
د بېلګې په توګه، د ټکنالوژۍ او پرچون سوداګرۍ مشران — لکه د امازون او مېټا بنسټاېښودونکي — هر کله چې د دوی د شرکتونو ونډې د ښه مالي راپور یا د بازار د خوشبینۍ له امله لوړې شي، د هغوی شتمني هم میلیاردونه ډالر زیاتېږي.
د ۲۰۲۶ کال د نړۍ ۱۰ شتمن میلیاردران
د فوربز د ژوندیو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې تر پایه د نړۍ ۱۰ تر ټولو شتمن کسان دا دي:
| نوم | اټکل شوې شتمني | اصلي شرکتونه | د شتمنۍ سرچینه |
| Elon Musk ایلن مسک | نږدې ۷۹۳ میلیارده ډالر | Tesla، SpaceX، xAI | برېښنایي موټر، راکټونه، مصنوعي ځیرکتیا |
| Larry Page لاري پېچ | نږدې ۳۱۷ میلیارده ډالر | Google / Alphabet | انټرنېټي لټون او AI |
| Sergey Brin سیرګې برین | نږدې ۲۹۲ میلیارده ډالر | Google / Alphabet | انټرنېټي لټون او AI |
| Jeff Bezos جیف بیزوس | نږدې ۲۶۶ میلیارده ډالر | Amazon | انلاین سوداګري او کلاوډ کمپیوټنګ |
| Larry Ellison لاري ایلسن | نږدې ۲۲۹ میلیارده ډالر | Oracle | سوداګریز سافټویر او ډیټابېسونه |
| Mark Zuckerberg مارک زوکربرګ | نږدې ۲۰۹ میلیارده ډالر | Meta | ټولنیزې رسنۍ او ډیجیټلي اعلانونه |
| Jensen Huang جېسن هنګ | نږدې ۱۸۹ میلیارده ډالر | NVIDIA | د AI چپس او سیميکنډکټرونه |
| Michael Dell مایکل ډیل | نږدې ۱۸۱ میلیارده ډالر | Dell Technologies | کمپیوټري هارډویر او سوداګریزه ټکنالوژي |
| Rob Walton راب والټن | نږدې ۱۵۲ میلیارده ډالر | Walmart | پرچون سوداګري |
| Jim Walton جیم والټن | نږدې ۱۴۹ میلیارده ډالر | Walmart | پرچون سوداګري |
دغه شمېرې د ونډو بازار د بدلونونو له امله هره ورځ بدلېږي. د شتمنیو تازه معلومات او تاریخي ارقام د فوربز د میلیاردرانو په نوملړ او د بلومبرګ د میلیاردرانو په شاخص کې تعقیبېدای شي.