د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زدهکړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې يو خصوصي پوهنتون کې دنده واخيسته. کهڅه هم پوهنتون کې کوم خالي بست نه و، خو زما کاري تجربې ته په کتو سره چې د کيفيت لوړاوي برخه کې مې درلوده او ياد پوهنتون د لوړو زدهکړو وزارت د کيفيت لوړاوي او اعتبار اخيستنې درېيم پړاو ته نوماند و، نو زما لپاره يې پوهنتون کې «د کمېټو د همغږۍ مديريت» په نوم بست تشکيل کړ.
دا بست دوی ځکه تشکيل کړ چې دوی د کمېټو برخه کې ډېرې ستونزې درلودې. د لوړو زدهکړو وزارت د کيفيت د لوړاوي د يوولسګونو معيارونو پر اساس هر پوهنتون بايد د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره کمېټې ولري، چې ځينې کمېټې لازمي حتمي دي او يوشمېر نورې يې پوهنتونونه د اړتيا پر اساس رامنځته کوي.
ياد پوهنتون ۱۳کمېټې درلودې. ما لومړی کار دا وکړ چې د ټولو کمېټو دوسيې مې خپل دفتر ته راوغوښتلې او د کمېټو د مستنداتو دقيقه ارزونه مې پيل کړه. د ټولو کمېټو د هر کال مستندات (کلني عملياتي پلانونه، راپورونه، مياشتنۍ غونډې، مکتوبونه، طرزالعملونه، پاليسۍ، اجنډاوې، پرېکړې او. . .) ټول موارد په دري ژبه و او تر ډېره يې په ايرانۍ فارسي وو، ځکه ياد پوهنتون کې داسې استادانو اکاډميکه برخه کې کار کاوه، چې ډېری هغو ايران کې زدهکړې کړې وې او د ليکدود طرز د ډېری هغو ايراني فارسي وه. دا زما لپاره ستونزمنه وه، خو بيا هم د مستنداتو په شکلياتو پوهېدم او له فارسۍ مې هم اخذ کاوه. کار مې بيخي ډېر و، ځکه د هرې کمېټې د درې کلونو دوسيې مې کتلې او هر سند مې دقيق کاته، ترڅو يې پروتوکول ګڼه او نېټه نهوي پاتې، يا کومه پرېکړه نهوي تطبيق شوي، يا د مهالوېش سره د کمېټو جلسې ټکر ونهلري، د هرې کمېټې اجنډا بايد د کمېټې د دندو د لايحې سره برابر وي، عملياتي پلانونه يې بايد سم وي. خو په ايرانۍ فارسي د اسنادو جوړښت زما لپاره ډېر غموونکی و، ورسره ستړی وم. دوسيې مې په نوبت پلټلې چې يو مکتوب مې پهکې پيدا کړ، چې په پښتو ليکل شوی و، دومره خوشاله شوم او د ارامۍ احساس مې وکړ، لکه د يو چا چې د کلونوکلونو ورک زوی ناڅاپه پيدا شي.
په هر صورت؛ د يوې اوونۍ په جريان کې مې ټولې ديارلسګونې کمېټې دقيقې و ارزولې، دقيق ياداښتونه مې کتابچه کې واخيستل، چې کومه کمېټه په کومو برخو کې نيمګړتياوې لري. بيا مې يو عمومي فدبک جوړ کړ، د ټولو کمېټو مسؤلينو ته مې مکتوبي ولېږه او دوی ته مې ورځ هم مشخصه کړه، چې په پلانۍ ورځ زه د کمېټو د نيمګړتياو او حللارو په اړه يو پرېزنټېشن لرم.
کله چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال د کمېټو په اړه زما فدبک کتلی و، نو ډېر خوشاله شوی و، سملاسي يې فدبک د پوهنتون رئيس ته ور وړی و، چې زموږ نوي کارمند دا فدبک جوړ کړی دی. د پوهنتون رئيس کهڅه هم ډېر بوخت و او جلسو کې يې ډېره ونډه نه اخيسته، خو زما د فدبک ليدو سره يې ويلي وو چې د کمېټو په اړه د دې هلک پرېزنټېشن کې زه ضرور ګډون کوم.
کله چې د پرېزنټېشن ورځ راورسېده، له غرمې وروسته چې د نابلدتيا له امله مې پوهنتون کې ډوډۍ هم نه وه خوړلې، د کيفيت لوړاوي امريت د جلساتو خونه کې زه سټېج ته ولاړ وم، د علمي چارو مرستيال، د پوهنځيو رئيسان او د کمېټو نور مسؤلين راغلي وو، خو د پوهنتون رئيس ته منتظر و چې ناڅاپي د جلساتو خونې ته راننوت، ما کندهارۍ غاړه اغوستې وه، رئيس د راننوتلو سره سم ټوکه هم راباندې وکړه، ويې ويل: «دا نوی استاد سره لهدې چې لايقه دی، ښايسته هم دی. . .»
بيا مې د کمېټو په اړه خپل پرېزنټېشن پيل کړ، د پرېزنېټشن منځمنځ کې د کمېټو مسؤلينو پوښتنې کولې، د پوهنتون رئيس ورته وويل، پوښتنې مو ياداښت کړئ، د پرېزېټېشن له پای ته رسېدو وروسته به يې استاد ځواب کړي.
ما ټولې هغه نيمګړتياوې د هرې کمېټې په تفکيک دوی ته په ګوته کړې چې کمېټو کې وې، بيا مې ورته حللارې له انځورونو، فارمټونو او بېلګو سره هم وښودلې او يو وړانديز مې دا وکړ چې ولې د پوهنتون د ټولو کمېټو مستندات په دري او هغه هم په ايرانۍ فارسي دي؟ لږ تر لږه دلته خو بايد ۵۰سلنه پښتو ژبه باندې هم مستندات وای. پهداسې حال کې چې د پوهنتون مؤسس، رئيس، درې سره مرستيالان، د پوهنځيو رئيسان دا ټول پښتانه وو. دلته زما موخه دا نه وه چې له دري ژبې سره تعصب لرم، دري زموږ د هېواد رسمي او شيرينه ژبه ده او ما ترې ډېرې ژباړې کړي دي، کار مې پهکې کړی دی، ما په يو خصوصي پوهنتون کې د دري ادبياتو ډيپارټمنټ ايجاد کړی او څو دورې فارغين مو ترې ټولنې ته وړاندې کړي دي. خو د پوهنتون دغه وضعيت چې ۱۰۰٪ يې ټول اسنادونه، مستندات، مکتبونه، راپورونه، عملياتي پلانونه، جلسې دا هر څه هم په ليکلي او هم په ناليکلي بڼه ټول په دري وو. دې چارې خفه کړم، چې ولې دومره لويه بېانصافي کېږي؟
زما لهدې وړانديز سره هيچا څه ونه ويل، خو د پوهنتون رئيس مې پر پرېنېټشن ډېر خوشاله شو او ويې ويل، زه نهپوهېږم ته خدای ج موږ ته له کومه ځای راکړې. بيا يې دوه مياشتې وخت راکړ، چې د دوه مياشتو په جريان کې به زموږ د پوهنتون د کمېټو د (۱۳۹۸، ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰) کلونو ټولې دوسيې تنظيم او ترتيبوې، ستونزې به د هرې کمېټې له مسؤل او منشي سره په ګډه لهمنځه وړې او که ماته اړتيا وه هر وخت غږ کولی شې.
ما لومړی کار دا وکړ چې ټولو کمېټو ته مې د نيمګړتياو د لهمنځه وړلو (رفع نواقص) پلانونه جوړ کړل او دا پلانونونه مې په پښتو ژبه جوړ کړل. بيا چې هره کمېټه کې هر سند ته اړتيا وه، په پښتو ژبه مې جوړاوه، د هرې کمېټې د جلساتو کتاب ته په قلمي ډول د جلسو رسول هم په پښتو ژبه وکړل. سملاسي مې وړانديز وکړ چې د فېسبوک او وېب لپاره زه پرته له کوم امتياز په پښتو ژبه کې راپورونه ليکم، دا وړانديز مې د پوهنتون د رئيس لهخوا ومنل شو. د هرې غونډې او جلسې راپور به لومړی ما په پښتو ليکه، بیا به دري ته ژباړل کېده او په دواړه ژبو به يو ځای په وېب او فېسبوکپاڼه کې خپرېده.
څو ورځې کاري جريان کې مې چې کوم مکتوبونه او پشنهادونه لېږل هغه هم په پښتو وو، د پوهنتون وټساپ ګروپونو کې ټولو کارکوونکو (له رئيس تر عادي مدير) هر يو به خبره په دري ليکله، خو ما به پښتو ليکله. بيا يوه ورځ د پوهنتون رئيس راته وويل، هلمنديه! ډېر فعاله يې خو لږ لږ ليکل په دري هم کوه. ما ورته ترخه مسکا وکړه، ورته ومې دري مې نهده زده، زه به لومړی دري زده کړم، بیا ليکل اسان دي.
لومړيو کې ما ډېر جرأت ځکه نهشو کولی، چې زه عادي مامور وم او هيڅ جلسه کې مې خبرې اغېز نه درلود، خو ياد پوهنتون کې له يو کال تېرېدو وروسته چې زما موقف هم نوی شو، ورسره مې پښتو برخه کې د مستنداتو برخه نوره هم قوي کړه. زه د کيفيت لوړاوي امر وم، خو دا چې د علمي چارو مرستيال ډېر مصروف و او د استادانو امر مو نه درلود (د استادانو امر په پوهنتونو کې د علمي شورا منشي وي.) نو د علمي شورا لپاره د استحضاري، د اجنډا راټولولو لپاره خبرتيا، د علمي شورا اجنډا، د علمي شورا حاضري، د علمي شورا د پرېکړو د تطبيق راپور دا هر څه ما جوړول او دا مې هم په پښتو کړل. د علمي شورا اجنډا چې به د شوراګانو په تالار کې په مېز ما د شورا د هر غړي مخته کېښوده، دا چې د شورا غړي اکثره دري زبان وو، نو تندی به تريو کړ. خو د څو مياشتو په تېرېدو سره هغوی هم عادي شول.
بيا داسې وخت راغی چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال شوم، بيا مو د پوهنتون ټول هغه ربعهواره او کلني راپورونه چې د لوړو زدهکړو وزارت ته لېږل کېږي، هغه مې هم په پښتو ليکل. دا وخت نو پر افغانستان اسلامي امارت هم واکمن شوی و او له وزارت به هم ډېری مکتوبونه په پښتو راتلل. د ډېری استادانو ترمنځ داسې انګېزه خپره شوې وه چې پښتو بايد زده کړو. دوه درې ځل خو ځينې استادان چې د پښتو يو توری يې هم نه و زده، ماته راغلل چې څنګه به د پښتو ګرامر زده کړو؟ بيا مې ځينې کتابونه او يوټيوب کې لينکونه ورکړل.
پوهنتون کې زما له درې کلن فعاليت تېرېدو وروسته چې تقريباً د پوهنتون ۹۰٪ مستندات که په هره برخه کې وو، ما پښتو کړي وو، ځکه د پوهنتون د يوولسګونو معيارونو تطبيق او ټولو مستنداتو، د وزارت اړوند راپورونو مسؤليت زما و، دا هر څه تقريباً ټول په پښتو شوي وو، (خو پخواني مستندات ټول په دري وو او دغهمهال چې هم که د کوم مسؤل کس چې پښتو به يې نهوه زده، د خپلو اړونده چارو مکتوبونه، راپورونه او پلانونه په دري جوړول، ځکه هغوی ته ما ويلي وو چې تاسو په دري خپل اړوند مستندات ترتيبوئ) نو يو استاد راته وويل: «اخير دې ټول پوهنتون پښتون کړ.»
همدې پوهنتون کې مې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي اتم سمېستر کې د څېړنې ميتودلوژۍ مضمون تدريساوه، ما به سلايډونه په دري ژباړل خو درس مې تر ډېره په ټولګي کې په پښتو او دري دواړه ژبو ورکاوه، ځکه په ټولګي کې هم پښتنانه محصلان وو او هم دري زبان.
يوه ورځ چې مصروف وم او سلايډونه مې ونهشول ژباړلی، ټولګي ته ولاړم، لپټاپ مې له LCD سره وصل کړ، سلايډونه مې خلاص کړل چې په پښتو وو، يوې دري زبانې محصلې راته وويل: « استادمحترم! سلايدهایتان به زبان دری است.» زه غلی شوم، څه مې ونه ويل، محصلې بيا خپله خبره تکرار کړه، ما بيا څه ونه ويل، محصلې درېيم ځل دا خبره تکرار کړه، ما ورته لږ په تونده لهجه وويل چې سلايډونه په پښتو دي نو ولې کفر وشو؟ دې سره د محصلې رنګ وتښتېد او نور يې څه ونه يل.
همدې پوهنتون کې د محصلانو نړيواله ورځ نمانځل کېده، د پروګرام د مديريت مسؤليت يې ماته راکړ، ما د غونډې د بېنر لپاره متن په پښتو جوړ کړ، دري متن هم ورسره و، بېنر په تالار کې د دريځ شاته راوځړل شو، ډېری پښتنو محصلانو وويل، په څو کلونو کې چې موږ دلته محصلان يو، لومړی ځل دی چې وينو بېنر کې پښتو ليکل شوې ده.
دا خاطرې او مثالونه مې پهدې خاطر وليکل، چې موږ همېشه له ژبې سره دوهګونی چلند کړی دی، ډېری هغه پښتانه چې په پښتو ليکل کولی شي، د دې لپاره چې ځان پخوانی تجربهکاره مامور وښېي يا ځان عصري وښېي په دري ليکل کوي او دغه کسان بيا د همدې ورځې په مناسبت په فېسبوک کې پوسټونه کوي چې پښتو مې ژوند دی، پښتو مې قانون دی او پښتو مې ايمان دی.
پښتو او دري دواړه د افغانستان رسمي ژبې دي. د افغانستان ټول خلک بايد پهدې مکلف شي چې دواړه ژبې زده کړي، په ځانګړي ډول لوستي کسان (استادان، ښوونکي، اداري کارکوونکي، مامورين او. . .) دواړه ژبې بايد اکاډميکو مرکزونو او د حکومت رسمي ادارو کې کار شي. په کابل کې چې مرکز دی، په رسمي ادارو کې بايد د دواړه ژبو توازن وساتل شي، ترڅو د ژبو حق ادا شي او د خلکو هم له ستونزو سره مخ نهشي.
پښتو بايد د ښوونې، روزنې او نصاب ژبه شي، پښتو بايد د سوداګرۍ ژبه شي، پښتو بايد د رسنيو، قوانيو، پاليسيو، طرحو او لوايحو د ليکلو او تطبيق ژبه شي. پښتو بايد د سياسيت او نړيوالو اړيکو د جوړېدو ژبه شي. ځکه د همدې ژبې تاريخ همدومره ستر او لرغونی دی، بايد حق يې ادا شي.
همدا اوس کابل کې داسې پوهنتونونه او ادارې شته، تاسو يې رسمي فېسبوک پاڼې او وېبپاڼې وګورئ، هيڅ د پښتو ليکل به پهکې ونه ومومئ، مالومه خبره ده چې دغه ډول ادارو دننه ټولو رسمي چارو کې به هيڅ پښتو جمله او ان يوه کلمه هم پيدا نهکړئ؛ خو دوی دعوه کوي چې موږ د افغانستان په کچه فعاليت کوو، د افغانانو لپاره خدمت کوو او موږ مليتوب ته ژمن يو.
پښتو ژبې سره نا انصافي نوې خبره نهده، له ډېرو لسيزو راهيسې روانه ده، د افغانستان د ټولو قومونو او ژبو ويونکي او د دوی ژبې د قدر وړ دي او ټولې ژبې د يوې ګلونې بېلابېل ګلان دي. خو که موږ د يوې ژبې لپاره دا دعوه کوو چې رسمي ده، بايد په رسمي چارو کې ترې ګټه واخيستل شي.
پای
۰۹/۰۳ /۱۴۰۴
کابل
په دې ليکنې کې مو خپل ځان تر اصلي موضوع او موخې ډېر ستايلی دی،
د دې ليکلی سرليک/عنوان که مو داسې ليکلی و چې: (ما پوهنتون پښتون کړ.)، مناسب به و.
ماشاءالله ، ډېره ښکلې او منطقي لیکنه ده .
په خواشینۍ سره باید ووایم ، چې له پښتو ژبې سره ډېر خیانت او جفا همدغو پښتنو کړیده. دوی ته خپله ژبه هېڅ ارزښت نه لري . په نورو هېوادونو کې چې هلته دوه ژبې رسمي دي ، دولتي مامورین او نظامي افسران مکلفیت لري چې پر دواړو ژبو کاملا تسلط ولري . مګر زمونږ پښتانه هم پر خپله مورنۍ ژبه تسلط نه لري ، یوازي خبرې پرې کولای شي . هیله ده ، چې د افغانستان واکمنان نور داسې غفلت او له خپل قوم سره خیانت ونکړي.
د ښاغلي بصيرالحق دا ليکنه يو ډير ښه انځوري مثال ده چي موږ ته رااښیی که څوک وغواړي او ابتکار وکړي هر مشکل په ډيره ښه توګه بي له د چي څوک خوا بدي شي حل کيداای شي. ښاغلی بصيرالحق بايد وستايو زه دلته له ښاغلي بصيرالحق نه ډيره خوښنه کوم چي همداشانته خپل کار ته دوام ورکړي چي نوري برياوي مو هم يی ترلاسه شي.
بريالی اواوسې.