پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په دې ورځ بریتانیا له اروپايي اتحادیې رسماً ووته

په دې ورځ بریتانیا له اروپايي اتحادیې رسماً ووته

تاند- برګزيت د ۲۰۱۶م کال په دوبي کې يوه له شوره ډکه ټولپوښتنه وه، چې په نتيجه کې يې څه کم ۵۲ سلنه رای ورکونکو ورسره توافق وکړ.

بريتانيا په ۱۹۷۳م کال کې د اروپايي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړی و.

د برګزيت رسمي پیل، له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د فوري ارتباط پرې کيدو په معنا نه و. تر ۱۱ مياشتنۍ انتقالي دورې پورې د لندن او بروکسل تر منځ ټول ګمرګي قراردادونه د اعتبار وړ وو. په دې دوره کې دواړو خواوو د خپلو راتلونکو اړیکو په اړه ډيرې کوټلې خبرې اترې وکړې.

يوه تر ټولو جنجالي او ناڅرګنده موضوع، د شمالي ايرلند او د ایرلند جمهوريت ترمنځ د پولې د مسئوليت ټاکل و. دا د اروپايي اتحاديې او بريتانيا تر منځ يوازينی ځمکنی سرحد و چې وروسته د مارچ په میاشت کې په دې اړه دواړو خولوو خبرې وکړې.

برګزیټ د بریتانیا لپاره ارزانه او اسانه تمام نه شو. د بريتانيا په سياسي ګوندونو او سياسي تشکيليونو کې یې سخت جنجالونه او په ټولنه کې ژور درز رامنځ ته کړ.

د بريتانيا پخوانۍ لومړۍ وزيره، تیرېزا مې، وروسته له هغې چي د برګزيت په تړاو يې څو ځله د پارلمان موافقې رایې ترلاسه نه کړې، له واکه لیرې شوه. د دغه بحران په ادامه کې په بريتانيا کې له وخت څخه مخکې انتخابات ترسره شول. په انتخاباتو کې د بوریس جانسن په مشرۍ محافظ کار ګوند چې د بريګزيت يو سرسخت پلوی و، وتوانید د پارلمان اکثريت څوکۍ وګټي او په دې توګه جانسن د تیریزا مې ځای ناستی شو.

(د ۲۰۲۰م کال د جنوري مياشتې ۳۱مه) ناوخته د «برګزيت» د عملي کيدو بهير رسماً پيل شو او په سبا يې، یعني د فبرورۍ په لومړۍ نيټه، بريتانيا له شاوخوا نيمې پيړۍ وروسته له اروپايي ټولنې څخه جلا شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب