پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+لیبرال کپیټالیزم: تاریخي شالید، بنسټونه او علمي نقد

لیبرال کپیټالیزم: تاریخي شالید، بنسټونه او علمي نقد

نورمحمد غفوری

لنډیز 

لیبراله سرمایه‌داري یا (لیبراله پانګوالي) يا (لیبرال کپیټالزم) د معاصرې نړۍ یو له اغېزمنو اقتصادي او سیاسي نظامونو څخه دی چې پر ازاد بازار، خصوصي ملکیت او فردي ازادیو ولاړ دی. دا نظام د اروپا د فېوډالي جوړښت د زوال، د روڼ اندۍ د فکري غورځنګ او صنعتي انقلاب له پایلو څخه راټوکېدلی دی. په دې مقاله کې هڅه شوې چې په په لنډ دول لیبرال سرمایه‌داري د یوه علمي او څېړنیز لیدلوري څخه وڅېړل شي، تاریخي رېښې یې را ښکاره شي، اساسي اصول یې تشریح شي او مهمې نیوکې او پایلې یې وارزول شي.

سریزه 

اقتصادي نظامونه د ټولنو د سیاسي، ټولنیزو او کلتوري جوړښتونو له بدلونونو سره سم رامنځته کېږي. لیبرال کپيټالیزم (لبرال سرمایه‌داري) د هغو شرایطو محصول دی چې پکې فرد، بازار او پانګه د اقتصاد اساسي محورونه ګرځېدلي دي. د دې نظام پېژندنه نه یوازې د اقتصادي تیورۍ لپاره مهمه ده، بلکې د معاصرو سیاسي شخړو، ټولنیزو نابرابریو او نړیوالو اړیکو د درک لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.

 ۱. د لیبرال کپيټالیزم تاریخي شالید

۱.۱ د فېوډالي نظام زوال

په منځنیو پېړیو کې په اروپا کې فېوډالیزم حاکم و. ځمکه د اشرافو ملکیت وه او بزګران له سیاسي او اقتصادي ازادیو بې‌برخې وو. له ۱۵مې پېړۍ وروسته، د ښارونو پراختیا، د سوداګرۍ پراخېدل او د پیسو اقتصاد (پولي اقتصاد) پیاوړتیا د فېوډالي نظام بنسټونه کمزوري کړل او نوې سوداګره طبقه (بورژوازي طبقه) رامنځته شوه.

۱.۲ د روڼ اندۍ فکري غورځنګ

په ۱۷ او ۱۸ میلادي پېړیو کې د روڼ اندۍ (Enlightenment) یا په جرمني ژبه د (Aufklärung) غورځنګ د عقل، فردي ازادۍ او طبیعي حقونو مفکورې مطرح کړې. فیلسوفانو لکه جان لاک د شخصي ملکیت او فردي حقونو دفاع وکړه او توماس هابز او ژان ژاک روسو د دولت او ټولنې د اړیکو نوې تیورۍ وړاندې کړې.

۱.۳ صنعتي انقلاب

صنعتي انقلاب (۱۸–۱۹ پېړۍ) د ماشینونو، فابریکو او ډله‌ییز تولید له لارې اقتصادي جوړښت بدل کړ. پانګه، کار او تولید جلا شول او سرمایه‌داري په عملي ډول د اقتصاد غالب نظام شو  پانګه (پیسې، ماشینونه، فابریکې) د پانګه‌والو ملکیت شوه؛ کار د کارګرانو د مزدورۍ په بڼه وپلورل شو او تولید هم د کورنۍ یا بزګر له واکه ووت او د فابریکو او بازار تر کنټرول لاندې راغی. په همدې پړاو کې د کارګرانو او پانګه‌والو ټولنیزې طبقې را څرګندې شوې.

 ۲. د لیبرال کپيټالیزم فکري بنسټونه

۲.۱ کلاسیک لیبرالیزم

کلاسیک لیبرالیزم د فرد ازادي، محدود دولت او د قانون حاکمیت اساسي ارزښتونه بولي. دولت باید یوازې د امنیت، عدالت او ملکیت ساتنه وکړي. 

۲.۲ د ادم سمیت اقتصادي نظریه

ادم سمیت په خپل اثر د ملتونو د شتمنۍ سرچینې The Wealth of Nations  کې استدلال کوي چې ازاد بازار د “نامرئي لاس” له لارې توازن مومي. د شخصي ګټې تعقیب په غیرمستقیم ډول د ټولنې د سوکالۍ سبب ګرځي.

 ۳. اساسي اصول او ځانګړنې

لیبرال کپيټالیسم په لاندې اصولو ولاړه دی:

  • خصوصي ملکیت: افراد د شتمنۍ د لرلو حق لري.
  • ازاد بازار: عرضه او تقاضا نرخونه تنظیموي.
  • رقابت: اقتصادي موثریت او نوښت ته لاره هواروي.
  • محدود دولت: لږ دولتي مداخله په اقتصاد کې.
  • فردمحوري: فرد د اقتصادي پرېکړو اساسي واحد دی.

 ۴. ټولنیزې او اقتصادي پایلې

۴.۱ مثبتې پایلې

  • اقتصادي وده او صنعتي پرمختګ
  • نوښت او ټکنالوژیک بدلون
  • د تولید زیاتوالی او نړیوال تجارت

۴.۲ منفي پایلې او نیوکې

سره له دې چې لیبرال سرمایه‌داري شتمني زیاته کړه، خو جدي نیوکې پرې شته:

  • د شتمنۍ نابرابر وېش
  • د کارګر استثمار
  • ټولنیز طبقاتي واټن

کارل مارکس دا نظام د پانګه‌والو د ګټو پر بنسټ ولاړ وباله او استدلال یې وکړ چې پانګه د کارګر د کار اضافی ارزښت (Surplus Value) غصبوي او پانګوالان کارګران استثماروي. 

 ۵. معاصر بدلونونه او اصلاحات

د شلمې پېړۍ له اقتصادي بحرانونو وروسته، خالص لیبرال کپيټاليز د هوساینې دولت (Welfare State)  یا رفاهي دولت  Sozialstaat پر لور بدل شو. دولتونه د مالیاتو، ټولنیزو خدماتو او مقرراتو له لارې د بازار منفي پایلې تر یوه بریده کنټرولوي.

 پایله   

لیبرال سرمایه‌داري د تاریخ، فکر او اقتصاد د اوږدو تحولاتو پایله ده. دا نظام که څه هم د اقتصادي ودې او نوښت مهم لامل شوی، خو د ټولنیزعدالت مسئله یې پر ځای پرېښې ده. له همدې امله، د معاصرې نړۍ ډېر هېوادونه د بازار ازادي د دولت له تنظیموونکي رول سره یوځای کوي، څو د موثریت او عدالت ترمنځ توازن رامنځته کړي.

نور محمد غفوری

30.01.2026 

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ورور غفوري صیب ،نور محمد خان! ډیره مڼنه له هر اړخیزو مقالو او معلوماتونو مو،
    نپوهیږم په افغانستان کې کوم اقتصادي نظام رایج دی؟او کوم یوه ښه نتیجه ورکړې یا ورکوي؟؟
    آیا د لیبرال کاپیټالیزم او اسلامي شرعیت اقتصاد تر مینځ خو ټکر نه راځي؟؟؟
    درنښت/
    برسلز/ ۳۱/جنوری ۲۰۲۶= ۱۲شعبان المعظم=۱۱ دلواغه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...