انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
افغانستان د ټولو افغانانو گډ کور دی؛ دا یوازې یوه شعاري جمله نه، بلکې یو تاریخي، سیاسي٬ اخلاقي او ټولنیز حقیقت دی.
له همدې امله، هر افغان حق لري٬ چې د هېواد د بقا، ثبات٬ استحکام٬ پرمختگ او یووالي په اړه خپل نظر، دریځ٬ خبرې او اندېښنې د یو مسؤل باغبان په ډول، نه د یو تخریبگر کارغه په څېر، له خلکو سره شریکې کړي.
دا حق د بیان له ازادۍ نه را ولاړېږي، خو دا ازادي هغه مهال مشروعیت پیداکوي٬ چې د ملي گټو، ملي هویت او ځمکنۍ بشپړتیا له چوکاټه بهر ونه وځي.
د نظر ازادي نباید هېڅکله هم د ملي هویت د سپکاوي، د تاریخي واقعیتونو د تحریف، او یا د خاورې پر تمامیت د معاملې وسیله وگرځي.
همدارنگه د افغانستان خلک د افغانستان د معاصر تاریخ په اوږدو کې هم هېڅکله کوم چا ته (نه ملا ته، نه میا ته، نه امیر ته او نه پاچا ته) دا اجازه٬ نه ده ورکړې٬ چې د أفغان د هویت او د أفغانستان د خاورې د تمامیت پر سر سودا وکړي. دا سره کرښه د نسلونو په وینو لیکل شوې کرښه ده.
د «افغان» کلمه نن د دې خاورې د خلکو په سیاسي شعور کې د یو ملي او حقوقي هویت په توگه نهادینه شوې ده. دا هویت د کوم ځانگړي قوم انحصار نه دی، بلکې د ټولو هغو وگړو گډ نوم دی چې خپل سرنوشت د افغانستان له جغرافیې، تاریخ او سیاسي سرنوشت سره تړلي دي.
د ملي هویت منل او نه منل که یوازې د قومي او حزبي عینکو له لارې تعریف شي، د افغانستان د معاصر تاریخ او سیاست له منطق او د ټولنیزو تحولاتو له غوښتنو څخه وروسته پاتې ده٬ او د بحث له دایرې څخه وتلې ده.
په وروستیو کلونو کې د داکتر نجیب الله د دولت له نسکوریدو سره سم د «من افغان نیستم» او د « خراسان» شعارونو، د ټولنې وېش په پښتون او غیر پښتون، او د شمال او د جنوب د تجزیه پالو سکتریستي کړیو روایتونه او شعارونه دومره زور واخیست، چې ویده قبایل او روحانیت را ویښ کړل؛ تر دې بریده چې که پرون یې نظامونو٬ شاهانو او امیرانو ته مشروعیت او تضمین ورکاوه او په سیاست او حکومت دارۍ کې یې سمبولیک رول درلود.
نن په فعاله بڼه سیاست کوي، حکومتداري څاري، او په څرگنده توگه دا پیغام ورکوي چې هېڅ فرد او هېڅ جریان دا حق نه لري٬ چې د افغان د نوم او د افغانستان له خاورې سره ماشومانه٬ وچ او سپک چلند او معامله وکړي.
افغان هغه ملت دی چې د هویت، او موجوده خاورې او سیاسي موجودیت پر سر یې تل قیمت ورکړی، خو معامله یې نه ده کړې ٬او دا حقیقت به د هر نوي سیاسي بحث، شعار او حرکت لپاره د قضاوت تلپاتې معیار پاتې شي.
د انورالحق احدي د افغان ملت د گوند ټینگار پر دې نظر چې د «افغانستان نوم د پښتنو له نوم څخه اخیستل شوی، پښتانه د دې خاورې تاریخي واکمنان پاتې شوې دي، او دا چې دوی د نفوسو اکثریت جوړوي نو د واکمنۍ انحصاري حق لري او نور قومونه باید د هغوی تابع وي.» له داخلي تناقضونو، او د دې استدلال له سم یا ناسم والي څخه په تېرېدو، بنسټیزه پوښتنه دا ده چې ولې دا ډول خبرې په اوسني پړاو کې، یعنې د طالبانو د واکمنۍ تر شرایطو لاندې، مطرح کېږي؛ حال دا چې د جمهوریت په دوره کې، چې پخپله ویونکی د قدرت د جوړښت برخه او شریک و، دا ادعاوې په ښکاره توگه نه مطرح کېدې.
دا استدلال کېدای شي چې د دې بحثونو شعوري مطرح کول، په اوسني شرایطو کې د عامه افکارو د اړولو هڅه ده، څو د جمهوریت د دورې د کارنامو، په ځانگړي ډول د جوړښتي فساد، ۸۵ فیصده قدرت د غیر پښتنو په منگلو کې٬ بې کفایتۍ او پراخو سرغړونو له ارزونې څخه پام واړول شي؛ هغه سرغړونې چې د نن ورځې د همدې قومي او ژبني بحثونو ځینو مدافعینو پکې مستقیم رول درلود او جمهوریت ورته میدان ورکړی و.
لنډه دا چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د قوم محوره بحثونو بیا تولید نه یوازې دا چې د هېواد د راټولو شوو بحرانونو په حل کې مرسته نه کوي، بلکې په عملي توگه د ټولنیزې او سیاسي بې ثباتۍ د پروژې په چوکاټ کې عمل کوي.
تاریخي تجربې ښودلې ده٬ چې د قومي تاوتریخوالي تشدید، د ملي یووالي د کمزوره کولو تر ټولو اغېزناکه وسیله ده او د بهرنیو قدرتونو د لاسوهنې او گټې اخیستنې لپاره اسانه او ارزانه زمینه برابروي؛ دا بهیر کولی شي افغانستان د ټولنیز ړنگون، تجزیې او عملي ټوټه ټوټه کېدو پر لور یوسي، هغه څه چې د دې خاورې د تاریخي دښمنانو پخوانۍ هیله او ارمان دی.
په پای کې غواړم پر یوې بلې نکتې هم لږ تم شم، او هغه دا چې: ډېری هغه کسان چې قومي او ژبنیو مسایلو ته نښتي او قومي او ژبنۍ برتري ته لمن وهي، په اصل کې له هماغه ټبر، ژبې او دې خاورې سره هېڅ ریښتینی تړاو نه لري؛ یوازې د سیاست په ډگر کې د دې قوم او هغه قوم، د دې ژبې او هغې ژبې، او د دې خاورې د تاریخي نومونو له ضریب او نوم څخه گټه اخلي.