پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبد سولي ادبيات که د سولي ژبه؟ | عبدالنافع همت

د سولي ادبيات که د سولي ژبه؟ | عبدالنافع همت

په دې ورځو کي دا جمله ځيني سياسي کارپوهان، سياستوال، خبريالان او ليکوالان ډېره وايي او يا يې ليکي چي باید د سولي لپاره د جګړې پر ځای د سولي ادبيات وکاروو، دغه ډول کله ناکله د جګړې خواوي هم پر دې خبره ټينګار کوي. د دوی هدف يو د بل بر ضد تبلیغات او انتقادي ژبه ده، لکه په رسنيو کي خبرونه، راپورونه، مرکې، ګيردي مېزونه، انتقادي ليکني، اعلاميې او ځينو غونډو کي ليکلي او شفاهي ويناوي.


د دې خلکو او ډلو هدف دا دی چي د جګړې ټول اړخونه دي يو د بل پر ضد د انتقاد ژبه نرمه کړي او يو بل دي په بدو نومونو نه يادوي، مثلا د ثور تر کودتا وروسته به د هغه وخت دولت خپلو وسله والو مخالفینو ته (اخوان الشياطين)، (د توري ارتجاع ګوډاګيان) یا (اشرار) ويل، خو کله چي ډاکټر نجيب ملي روغه جوړه اعلان کړه، نو هغوی ته يې (مجاهدین) ويل. اوس هم ځيني خلک په خپلو شفاهي او لیکلو تبصرو کي طالبان افراطيان يا تراهګر بولي، خو نور يې بيا مرور وروڼه يا د دولت وسله وال مخالفین بولي. په دې جملو او ټرمينالوژۍ کي د توندي او نرمي ژبي ښې بېلګي وينو.
زما په نظر بايد د ادبياتو پر ځای (ژبه) وويل سي، ځکه چي هره وينا او هره ليکنه ادبيات نه دي، البته داسي تبليغات لرو چي په ادبي فورم کي ليکل سوي وي، لکه لنډه کیسه، شعر، ناول او داسي نور، خو زه چي دې ډول ليکنو يا ويناوو ته ځير سوی يم يا مي له خلکو پوښتلي دي، د هغوی هدف له ادبياتو څخه د سولي د خبرو په بهير کي يا سولي ته د لاري اوارولو لپاره د توندي، سپکي، تورښتي او تېرې ژبې پر ځای د ژبي نرموالی دی، نه ادبيات.


د ادبياتو او نورو ليکنو تر منځ يو توپير دا دی چي په ادبياتو کي ژبه هم هدف او هم وسيله وي، خو په انتقادي ليکنو او ويناوو کي ژبه يوازي وسیله وي، ان دا چي په سياسي ادبياتو کي هم ژبه تر ډېره بريده وسيله وي، چي آيډيالوژيک، ګوندي او درباري ادبيات يې ښې بېلګي دي. که د يوې راډيو يا ټيلویزيون په بحث کي د پروګرام يو مېلمه طالبان (تراهګر) يا د (پاکستان مزدوران) وبولي او بل مېلمه بيا اوسنی افغان دولت (د امريکايانو سیاسي مخلوق) يا دولت او د دولت پلوي ډلو ته (صليبي متحدين) ووايي، دا د خبرو کولو سبک او توندوالی دی، نه ادبيات.


نو کله چي مو هدف ادبيات نه، بلکي ژبه وي، بايد داسي کلمې غوره کړو چي له هدف سره نېغي اړيکي ولري چي هغه (ژبه) ده. دا به ساده، روښانه او ولسي خبره وي که ووايو: بايد د سولي په بهير کي ژبه نرمه کړو،. بايد يو پر بل تورونه و نه لګوو. بايد یو بل په سپکو او بدو نومونو ياد نه کړو. بايد يو د بل ملامتولو هڅي پرېږدو. بايد د سولي په خاطر تېري ناخوالي هېري کړو. بايد يو بل وبخښو. د جګړې هره خوا له جګړې ستړې ده. ټول افغانان سوله غواړي. افغان دولت او طالبان دواړه سوله غواړي. بايد د سولي لپاره قرباني ورکړو. دې ته ورته لسګونه بديلونه لرو چي هم ساده او هم له هدف سره مستقيمي اړیکي لري او ولس يې هره ورځ په خپلو خبرو کي وايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب