جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهپراګ/ اجمل پسرلی

پراګ/ اجمل پسرلی

لکه په تیاره کوټه کې چې په اوله کې څه نه ښکارې بیا په رپ کې سترګې روږدې شي ډیر شیان سهي کړې. نن سهار دا ښار ته وا په تورتم کې و، همداسې راته نابلده ایسیده، اوس بیرته هغه پخوانی ښار دی. همهغه پراګ دی، همهغه یې ودانۍ دي، همهغه یې خلک دي، غلي غلي په پلیو لارو کې روان دي چې ورته ګورې فکر کوې په هر یوه ناوخته دی چې داسې تیز تیز ځي.

شل کاله مخکې مې په دې ښار کې د ریل په هاغه مخامخ زیړه کوټه کې کار کاوه. دا کوټه شنو بوټو داسې ایساره کړې ده لکه مرغه چې په قفس کې وي.

شل کاله مخکې مې دلته هیرمان مشر و، شراب به یې په دفتر کې  څښل، ماته به یې ویل که  څوک راځي ما خبروه چې هسې نه کوم حکومتي پلاوی وي په جنجال به واوړو. ده د غرمي خوب نه قضا کاوه. هغه وخت به د جولای په میاشت کې یو نیم مچ هم پيدا شو. همهغه غرمه، همغه ګرمي احساسوم او د مچ بڼا اورم. د بریتور مشر ببرې وریځې د ودانۍ مخې ته قضا ماسپښین وینم چې د ریل د راتګ خواته یې وچې سترګې نیولې دي، خوله یې خلاصه پاتې ده………..چې ریل به تیریده د موټرو خواته به مو د سړک دروازه بندوله. مشر به د ریل پر پټلیو ګرځیده، یو نیم نټ به یې ورټینګاوه، کله به مو بیا د پټلیو ترمنځ په لرګیو حال اخیست، زه به له شا ورپسې وم، رنچونه، څټکونه به مې ورسره وړل. لکه زوړ فلم چې جر شي، بیا ورک شي….

 د زیړې کوټې د د روازې نصواري رنګ پيکه شوی، پر کړکۍ یې له بهره د یوې ورکې غڼې ځاله ده، د ځالې یو کونج شمال ته ړنګ شوی که زمان شکولی.

«هرمان به اوس چیرته وي؟»

«مړ به وي که به ژوندی وي؟»

«هغه وخت یې لا بریتونه سپین و، نو اوس به چیرې ژوندی وي؟!»

د زیړې کوټې له برنډې یوه شنه پلاستیکي کڅوړه شمال ورسره واخیسته، د اورګاډي د پټلۍ خواته یې یووړه. له لرې د ریل شپیلکی شو. همهغسې ریل، همهغسې غږ خو د سړک خواته دروازې اتومات د موټر لور ته ښکته شوې. ریل سیخ روان و، غږ یې ورک شو، له سترګو پناه شو. ما د زیړې کوټې وره ته لویدلی زنګن کولپ وخوځاوه:

« دا شل کاله ژوند لکه یو خوب».

پراګ

02/04/2020

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب