د رڼا څرک په کندهار کي هغه درګاه، درېچه، او فکر دی، او خپل کور یې ادبي بانډارځی او د تاریخ له نګاه د کندهار ادبي دربار بللای سو، چي د هوتکو دورې ته مو رسوي، دا د رڼا څرک لیکوال، شاعر او خاطره لیکوال، ژباړونکی او ادبپالونکی، فرهنګیالی او هڅونکی سړی؛ حاجي ظاهرجان څرک دی.
د هغه د ژوند، زده کړو، کارونو، لیکنو، ژباړو، خاطرو او خاطره لیکنو، سفرونو او سفرنامو، هنر او فن، اثارو او د هغه شخصي کتابتون، او کلیکسونونو او د یو غني موزیم اثارو او توکو باندي «محمدالله امید» د «رڼا څرک» په نوم کتاب کښلی او علامه رشاد خپرندوی ټولني په ښکلي صحافت خپور کړی دی.
د کتاب اړوند:
د کتاب لومړۍ برخه د لیکوال پر شجرې، زوکړي، کورنۍ او لومړنیو زده کړو باندي بحث کوي، ورپسې لیکوال نوښت کړی دی او په دوهمه برخه کي یې د څرک پر عاداتو خویونو، ادب ته د راتګ سبب او پر فیسبوک او د هغه پر پوسټونو باندي هر اړخیز ږغېدلی دی، دا برخه یې جالبه ده، د کتاب په درېیمه برخه کي د فرهنګیالي څرک پر کتابتون، سفرونو، سیاحت، سیاسي بوختیاوو او له سیاسي او علمي مشرانو او څېرو سره د لیدني برخه ده، د کتاب دا برخه ډېره په زړه پوري ده، چي لوستونکی هیڅ خستهګۍ ته نه پرېږدي او د څرک له هر ډول حالاتو سره مبارزه، صبر او زغم، درد او فریاد، غوښتني او امیدونه چا ته درسونه او عبرتونه دي.
څلورمه برخه کي د ادیب څرک پر لیکوالي، شاعري، ژباړو، خاطرو، یونلیکونو، نثر و نظم اثارو او نمونو باندي د زړه له تله شنلي او سپړلي دي، او د هر قالب او سبک بېلګي یې راوړي دي.
ماته یې شپږمه برخه هم خوندوره ده، د ښاغلي څرک په همکاري پښتو ادب او تاریخ ته چي کوم کتابونه د هغه په همکارۍ او مالي لګښت چاپ سوي او تر خلکو رسیدلي دي، ټول هغه اثار یې لنډ معرفي سوي دی، د یو فرهنګیالي د ذوق او شوق دا برخه دلته ښه ترا مالومېږي.
د کتاب په اوومه برخه کي د حاجي ظاهرجان څرک پر موزیم بیخهکي-مالوماتي ږغېدلی دی د موزیم د اثارو ډولونه، نومونه، تعداد او قدامت نمونې او یادوني مهمي دي، د تاریخي څرک پخپلي علاقې او سلیقې داسي شخصي موزیم جوړ کړی دی، چي په ساعتونو-ساعتونو به سړی ستړی نسي او د هر اثر او توکو په لیدلو به خورا لرغونو زمانو او دورو ته سړی بوځي ددې برخي بل اړخ کي د څرک کلکسیونونه معرفي سوي دي، چي دا خپله یو تاریخي ارزښت بللای سو.
لیکوال امید د کتاب په اتمه برخه کي د نظر هینداري په نوم د مخورو، څېړونکو، لیکوالو، استادانو، ادیبانو نظرونه راټول کړي دي، چي ټول نظرونه یې په سختي تلوسې لوستل کېدای سي او د هر استاد او ادیب نظر د ښاغلي څرک پر ټولنیز ژوند، ټولني ته په خدمتونو، ادب، تاریخ او پښتو ته پر نه ستړي کېدونکو کارونو او ویاړونو عاداتو، خدمتونو، انسانپالني، خاطرو او اثارو، وطندوستۍ او میني، خادم او وسیعالفکره روڼاندو یاد کړی او نومولی دی. لازمه بولم دلته یې نومونه ذکر کړم، ځکه ما یې دنظرونو او څخه سخت خوند واخیست:
۱ـ استاد احمد صمیم
۲ـ استاد محمدمعصوم هوتک
۳ـ پوهندوی شیرشاه رشاد
۴ـ ډاکتر نثاراحمدصمدواصفي
۵ـ استاد حیات الله رفیقي
۶ـ محمدیار یار
۷ـ پوهندوی مطیع الله روهیال
۸ـ پوهندوی محب الله ترابي
۹ـ عصمت زهیر
۱۰ـ واحد فقیري
۱۱ـ سردارولي پوښتونزوی
د کتاب په وروستۍ برخه کي د تصویرونو څرک په نوم د لیکوال او ادیب، ژباړونکي او خاطره لیکونکي د عکسونو یو زبردست البم د هېواد له ګوټ ګوت څخه د وفات سوو او ژوندیو مخورو سره په تصویرونو مالاماله ګالري ځای پر ځای سوې ده.
د کتاب لیکوال محمدالله امید داسي یوه هڅه کړې ده، چي هغه یو ژوندی لیکوال څیړلی او یاد کړی دی، او پر تاریخ، ادب، ځوانانو ، فرهنګ او کلتور، ژبې او وطن مین څرک یې انتخاب کړی دی، دا یوه مهمه هڅه ده، د لا داسي هڅو په هیله، د نوموړي او له ده مخکي د استاد پوهندوی مطیع الله روهیال (محتاط لیکوال) دا هڅي به پیل ګنل کېږي. موږ په وطن او له وطنه بهر داسي مؤرخین، ادیبان، فرهنګپالان او ټولني ته کتاب ورکوونکي اشخاص لرو، چي د هر فرد او هر فرهنګي مرکز او بنسټ معرفي د یو مونوګراف او څېړني یوه خوندوره سوژه کېدای سي. په کتاب کي خوندور موضوعات به مو علمي، ادبي، هنري او تاریخي تنده در ماته کړی، راځئ چي خپل مستحق او منورین په ژوندوني وستایو. ادب، فرهنګ او د میني خلک دي ژوندي وي.