نعت شریف د حضرت محمد «ص» ستاینې ته وايي، په دې ستاینه کې د هغه ټول ژوند، سیرت او د اسلام مبارک دین د خپرولو په برخه کې د هغه کړنلارې، غزاګانې او لارښوونې راځي. پښتو منظوم ادب کې هم نعتیه کلام جلا ځای لري او په کلاسیکه دوره کې د شاعرانو ګڼ دېوانونه په حمد (د الله ج ثنا او ستاینه) او نعت شریف پیل شوي دي او اوس هم ځینې شاعران خپلې شعري ټولګې په همدې دود چاپوي، د ښوونځیو د ښوونیز نصاب پښتو او دري کتابونه هم په حمد او نعت پیلېږي.
دلته له دې یادونې څخه زما موخه د نعتونو د محتوا په اړه یو نقد او نظر دی، په پښتو شاعرۍ کې ګڼ نعتیه کلامونه موجود دي او په دې برخه کې هره ورځ زیاتونې راځي، خو ښايي کمو یې د نعت د اصلي محتوا حق ادا کړی وی. تېره ورځ مې راډیو کې یو نعت شریف اورېده چې پیل یې داسې و:
په زړه مې اېښي ستا له لاسه دي داغونه
اې حبیبه!
کله به وکړو دیدنونه
بل هم داسې و:
په سپین رخسار دې مین شوی یم قرار نه لرم
له تانه پرته بله مینه او بل یار نه لرم
د دواړو نعتونو نور بندونه او بیتونه هم تقریبا په همدې محتوا راڅرخېږي. دواړه کلامونه د نعتونو په نامه وړاندې شوي، خوږ ترنم او نسبتا ښه کمپوز هم لري، خو هغه مینه چې دلته شاعر زموږ له ستر لارښود (ص) سره څرګنده کړې، دلته تر ډېره هغه معنوي مینه نه ښکاري، د یوې مجازي او هغه مینې تصویر وړاندې کوي چې زموږ د عامې شاعرۍ مضمون دی، ستا په لاسه مې په زړه داغونه اېښي څخه موخه داده چې خدای مه کړه ظلم راسره شوی، زیاتی دې راسره کړی، داغونه د مینې ستاینه نه، بلکې د زیاتي منفي شکایت دی.
په همدې ډول کله به وکړو دیدنونه څخه ښايي د شاعر موخه د هغه مبارکې روضې ته ورتګ او زیارت وي، خو دلته دیدنونه بیا هم د یوه معنوي عشق درنښت نه پر ځای کوي، ځکه دا اړتیا پر هغه له هر درود او په ژوند کې د هغه د ارشاداتو په عملي کولو سره پوره کېږي.
په دویمه بېلګه کې هم محتوا د یوه محمدي عشق پر ځای ساده او ورځنۍ مینې ته پاتې کېږي، په سپین مخ مینتوب بیا هم د سیرت پر ځای له صورت سره د مینې بیان دی او د بلې مینې بل یار خبره هم داسې وګڼه. که څه هم ښايي شاعر دا دلیل راوړي چې له سپین رخسار څخه د هغه(ص) پاک، روڼ او سپین شخصیت دی، خو ده کولی شوی چې د هغه د عالي اخلاقو، کړو وړو او زرګونو پیغامونو او سپین شخصیت او مبارزې له منځه د نورو یادونه وکړي.
ګڼ نور داسې نعتونه شته چې د حضرت محمد (ض) د مبارکې روضې، حرم، ګنبذو، منارو او … په یادونو را څرخي چې لوستونکي ته نوی پیغام او د هغه د پیغمبري ژوند په اړه معلومات نه لري، همداسې د هغه له سیرت ها خوا د هغه د صورت په اړه هم خورا زیات نعتونه لرو. له اوسني وضعیت څخه فریاد او شکایتونه هم د نعتونو موضوع ده چې نعت خوانان غواړي خپل پیغام تر هغه مبارک پورې ورسوي، همداسې له څيرې ګرېوان، عجم توب او خپل وطن څخه شکایت کوي، ځان د هغه د روضې نوکر، ملنګ او خاګروب بولي چې یوازې یو فردي بیان دي، خو د سیرت په اړه ټولنیز پوهاوی نه لري.
داسې نعتونه هم زیات دي چې د هغه مبارک د اصحابو او یارانو لکه حضرت بلال، حضرت حنظله، شهید حمزه او نورو… په عالي شخصیتونو را څرخي، خو بیا خپله د پیغمبر (ص) د قول او سیرت هېڅ یادونه نه لري. په ورته وخت کې خورا ښه نعتونه هم لرو چې د نعتونو حق یې ادا کړی دی. د پیرمحمد کاروان، دروېش دراني، اجمل اند او ځینې نور شاعران د معیاري نعتونه غوره بېلګې لري.
مستې مې نغمې چې د توحید په زېر او بم کې وی
کاشکي ابابیل وی چې مې ځاله په حرم کې وی
کاروان
د نعتونو غوره او عالي کمپوز یوه بله غوره ځانګړنه ده، له بده مرغه چې ځینو نعت ویونکو د ډېرو مبتذلو تکرار شوو سندرو کمپوزونو کې هم نعتونه ویلي دي، په همدې ډول له عربي موزیک او مستو سازونو او هندي قوالیو کې هم نعتیه کلامونه وړاندې شوي چې د موسیقي اړخ یې پر محتوا غالب دی او د نعت شریف درنښت ته یې زیان رسولی دی.
زما وړاندیز دا دی چې نعت لیکونکي او ویونکي باید له عالي نه عالي نعتونه غوره کړي، د حضرت محمد (ص) ټول ژوند او مبارک سیرت په زرګونو داسې ژور پیغامونه او لارښوونې لري چې د نعتونو ځولۍ ورته په هر صورت تنګه ده، خو له سمندره د کوزې ډکولو په دود بیا هم کولی شو چې پښتو نعتونه د هغه د سیرت، احادیثو او پیغامونو د بیان، د لوستونکي د روزنې او په ټوله کې دین ته د غوره خدمت وسیله شي. د نعت لیکونکو لپاره د حضرت محمد (ص) د سیرت د غوره کتابونو ژوره مطالعه هم کولی شي چې د هغوی د نعتونو محتوا او پیغام لا پیاوړی او ښوونیز انځوریز درس کړي. لنډه دا چې د هغه عظیم او مفکر شخصیت او یو عمر مبارزه دومره ژورې خبرې او پیغامونه لري چې که نعت ویونکي یې ټول عمر هم بیان کړي، کمه به وي، دغه عادي او سرسري خبرو ته به ـ چې یوازې په الفاظو کې هم هغه ته فردي درناوی یا مینه څرګندوي ـ هېڅ اړتیا پیدا نه کړي.
زه همدا راز په پښتو ژبه کې د حج په سفرنامو(یونلیکونو) هم نیوکه لرم، ګڼ هغه یې داسې دي چې حاجي صاحبان راته د خپل سفر، ملاقاتونو، استوګنې، عبادتونو، خوړو او کړو وړو کیسې کوي، ځان ښوودي دي، جغرافیوي، دیني، معنوي او اصلي معلومات چې ددغه معنوي سفر سره لازم او د لوستونکي د روزنې او پوهاوي د لوړاوي لپاره مهم دي؛ کم دي. تر دې دمه چې له دې یونلیکونو زما زیات خوښ شوي یو هم د حمزه بابا د حجاز سفر دی چې واقعا موږ ته محمدي سرور او معنوي قوت راکوي. همداسې د مصري او نورو بهرنیو لیکوالو د حج د ځینو یادښتونو ژباړې هم دغه خوږ احساس راکولی شي.
(صلی الله علیه و اله وسلم)