لیکنه: مجیب الرحمن ایمان
د انسان پیدایښت؟ دا چې انسان څرنګه پیدا شوی دی، موږ(مسلمانان) په د عقیده او باور یو ، چې د ځمکې په مخ لومړنی انسان حضرت آدم (ع) دی، او د هغه پیدا یښت موږ ټولو (مسلمانانو) ته داسې بیان شوی دی، چې آدم(ع) له خاورې څخه، چې په خاورباندې یې څلویښت کاله باران وورید او وروسته ور څخه آدم (ع) جوړ کړل شو او خدای(ج) د هغه به جسد کې روح پو کړ، آدم(ع) د ملایکه وو استاد او ملایکوو ورته سجده وکړه، شیطان سجده ونکړه او ورټل شو او آدم(ع) جنت ته یوړل شو، په جنت کې د آدم (ع) له کیڼې پوښتۍ څخه حضرت بي بي حوا پیدا شوه، په جنت کې د غنم دانې له خوړلو څخه منع شول او د شیطان په لمسون یې د غنم دا نه وخوړه، دواړه له جنت څخه راویستل شول او له مودو وروسته په مکه کې د صفا او مروا غونډیو په منځ کې سره یو ځای شول او د انسان د نسل تداوم پيل شو، د آدم (ع) او بي بي حوا د کیسې ټوله فلسفه موږ (مسلمانانو) ته په پوره تفصل سره معلومه ده، خو دا وخت موږ ته نه دی معلوم چې څو کاله وړاندې، آدم (ع) له جنت څخه رایستل شوی دی.
په د وروستیو کلونو کې یانې له نن څخه ۱۴۰ کاله وړاندې داسې یو اند راپیدا شو، چې انسانانو مخکې له تاریخ (ماقبل التاریخ) هم ژوند کاوه (۱)، نو په دې آساس د لرغونپيژندنې علم رامنځ ته شوه، تر څو دا دوره په پوره ډول سره وپیژندل شي، د دې ډلې پوهانو هلې ځلې پيل کړې، چې له تاریخي دورې څخه د مخکنۍ دورې د خلکو ژوند راوسپړي، دا چې دوی څنګه ژوند کاوه دا بېله موضوع ده او نه ورپسې ځو، خو د لرغون پېژندوکو د میندنو په اساس، تر اوسه یې چې کوم څه لاسه ته راوړي دي، په تقریبي ډول سره انسان له ننه څخه درې ملیونه کاله پخوا پیدا شوی دی (۲) او په تخمیني ډول سره لیک له میلاد څخه ۵۵۰۰ کاله پخوا په مصر کې منځ راغلی دی (۳). نو د انسان د ژوند ډیره برخه ثبت شوې نه ده.
کله به چې انسانان ناببره د لرغونې ډبرې د مهال جوړشو توکو سره مخ شول، نو د هغوی جوړښت به یې تندر او الماسک ته نسبت کاوه او ځینو نور به بیا پیریانو او ښاپریو ته نسب کاول، چې هغوی جوړ کړي دي.
د ۱۵ میلادي پيړۍ په وروستیو او د ۱۶ میلادي پيړۍ په لومړیو کې، چې کله کولامبوس نوې نړۍ پیدا او مجیلان د بیړۍ په مرسته د دنیا ګرد داګرد سفر وکړ، د انسانانو د تیر ژوند په اړه او په ځانګړي ډول سره د روم او یونان د مدنیتونو په اړه یو څه مالومات لاسته راغلل. (۴)
په (۱۸۵۹ز) کال کې د چالس ډاروین (د انواع منشا یا منشای انواع) په نوم کتاب چاپ شو، چې د انسان تکامل د طبیعي تیورۍ له مخې منعکس کوي، په همدې کال کې څو تنه انګلیسي ځمک پیژندونکي د فرانسې امینز (Amians) ته واستول شول، چې تر څو د Boucher/ Jacques او Perthes/Cremeuer هغه ادعا وڅیړي چې ویل به یې؛ « د سم دریا (Some River) په ساحل کې ساده ډبرین تراښل شوی توکي دي، چې د پلایسټوسین (Pleistocene) په جیولوجیکي دوره پورې اړه لري» دغه ساده او عتیقه توکي د چالس ډاروین له هغه مفکرې سره ډیر ورته والی درلود، چې ویل به یې؛ « انسان د بسیط ترو حیواناتو له ډول (نوع) څخه تکامل کړی دی»، چې په ۱۸۵۹ کال کې د نیانډرټال لومړنۍ جمجمه کشف شوه او دا نظریه له منځه لاړه. (۵)
که موږ د چالس په نظریه په غور سره تمرکوز وکړو، نو دا پوښتنه به راته پيداشي، چې له هغه وروسته بیا ولې دغو نور حیواناتو تکامل ته ونرسیدل؟ عقلاً هم دانظریه د منلو وړ نه ده.
د نړۍ تر ټولو لرغونې ودانۍ چې تر اوسه پېژندل وشې او د انسانانو په لاس جوړه شوې ده، منحني ډوله ودانۍ، چې له یو شمېر ډبرو څخه جوړه شوې ده، شونې ده له دغه ودانۍ څخه د باد د مخ نیوي لپاره ګته اخیستل کیده، دغه ساختمان په د وروستیو کلونو کې د لیکي (Leakey) له خوا په ټانګانیکا کې د اولډووای ګورج (Ouldurai Goerge) په مشهرو کیندن ځای کې کشف شو، د تخمیني تاریخي نېټې د معلومولو په آساس، چې د (پوتاشیم ــ آرګون) په نوم یادیږي، دغه ودانۍ ( که چیرته په دقیقه توګه سره ښودلې وي) تقریباً دوه ملیونو کاله عمر لري. (۶)
د دغې ودانۍ له مخې انسان دوه ملیونه کاله پخوا په دې سیاره کې ژوند کاوه، او په تقریبي ډول سره انسان درې ملیونه کاله پخوا پیداشوی دی، د انسان د پیدایښت څخه د لیک د منځ ته راتلو تر مهاله دغه ټوله دوره په لرغونپيژندونکو پورې اړه لري، چې بیا دا دوره په دریو برخو ویشل شوې ده، لومړی د لرغونې ډبرې عصر دوهم د منځنۍ ډبرې عصر او دریم د نوې ډبرې عصر، خو د دغو دورو مهال معلوم نه دی چې هرې دورې څومره مهال دوام کړی دی. او تاریخې دوره د بین النهرین د سومریانو څخه پیل کیږی، چې ۳۳۰۰ کاله مخکې له میلاد څخه په بین النهرین حکومت کاوه، د دغو شاهانو ځینې تاریخي پيښې د سرې خاورې په خښتو کې په میخې لیک ثبت شوې دي (۷). او د مصري فرعونانو تاریخ ان له میلاد څخه ۴۵۰۰ کاله پخوا په پاپيروس (لرغنی مصري کاغذ) باندې لیکل شوې دی، چې ان لومړی رامسن پکې یاد شوی دی. (۸)
سرچینې:
۱: ځدراڼ، پوهاند دکتور الف شاه. روشها، اصول و مبادي باستان شناسي. کاروان مطبعه، څلورم چاپ، ۱۳۹۴ منی. مخ؛۲۲
۲: ځدراڼ، پوهاند دکتور الف شاه… همدغه اثر، مخ؛ ۳
۳: ځدراڼ، پوهاند دکتور الف شاه… همدغه اثر، مخ؛ ۸
۴: ځدراڼ، پوهاند دکتور الف شاه… همدغه اثر، مخ؛ ۲۲
۵: ځدراڼ، پوهاند دکتور الف شاه… همدغه اثر، مخ؛۲۴
۶: ځدراڼ، پوهاند دکتور الف شاه… همدغه اثر، مخ؛ ۴۹
۷: پوپل، پوهاند عبدالباقي. تاریخ تمدنهای قدیم شرق، کاروان مطبعه، څلورم چاپ، ۱۳۹۳ بهار. مخ؛ ۷۳
۸: پوپل، پوهاند عبدالباقي. … همدغه اثر، مخ؛ ۱۶