داسې خلک کوم چې، ننني علوم چې دواړه د دین برخه دي او سخته اړتیا ورته محسوسیږي، خو دوی یې په دوو برخو (عصري او دیني) راته ویشي، د امت او دین ډېر زیات په زیان دي.
اسلامي امت نن ورځ ولې د غرب او کفر تر تسلط او دباو لاندې دی؟
ولې د کفر مقابله زموږ لپاره ناممکنه بریښي؟
ولې اسراییل یو کوچنۍ سیمه او خلک د شاوخوا دوه ملیارده مسلمانانو مقابلې ته راوتلي او څوک یې د ظلم مخه نشي نیولی؟
ولې موږ نشو کولی، په نړۍ تسلط ټینګ کړو؟
لکه عثماني خلافت او د نورو اسلامي ځلانده دورو په څېر، ولې موږ پخواني عروج ته نشو رسیدلی؟
دا ټولې پوښتنې يو، خو لنډ ځواب لري، هغه دا چې موږ خپل د اسلامیت اصل پرېیښی، خپل ارزښتونه راته پردي ښکاري، خپل کشفیات او علوم قصداً د نورو ګڼو؛ په دې نه یو خبر چې یو وخت موږ د وخت نامتو وسله جوړوونکي او د ټيکنالوژۍ ماهرين وو. دا رانه هېره ده چې، د غربیانو ټول نننۍ پرمختګ، زموږ تقلید دی.
موږ لا په دې هم نه یو خبر چې، علوم چا او ولې راته په دوو (عصري او دیني) وویشل. آیا دا نومؤنه زموږ د امت او زموږ د دین په ګټه ده یا په زیان؟
هغه وخت چې، اسلام په نړۍ راج چلاؤ، علوم ټول يو وو. هېچا ورته د عصري او دیني نوم نه ؤ ورکړی؛ خو نن موږ ټول وایو (دیني علم او عصري علم)، کومه چې د دښمن یوه مکاره او خطرناکه دسیسه ده. دوی په همدې مفکورې موږ دومره کمزوري کړو، چې آن اسلامي هېوادونه او خاورې یې په همدې علومو او پرمختګونو له موږ ونیوې. اسلامي ارزښتونه یې راڅخه ولوټل او توهین یې راته وکړ؛ اما موږ ته يو علم دیني او بل عصري معرفي کوي؛ دوی پوهیږي چې مسلمانان د دغه دواړو نومونو ترمنځ کوم نوم ته ډېر ارزښت ورکوي «دیني او که عصري ته»؟ همدغه علت دی چې نن ټول امت په همدې معما کې راګیر دی. بدبختانه موږ لا په دې نه یو خبر چې، کومه لاره شته ترڅو د همدې دښمن د شر مخه پرې ونیسو؟
پرځای یې خپل ابتکارات، کشفیات او علوم هم په لوی لاس پردي بولو او د پردیتوب لپاره یې د تنکي نسل په دماغ کې بابولالې ورپېچکاري کوو.
آیا که موږ داسې څیز پیدا کړ چې، دښمن پرې له خاورې وشړو او خپل دیني مقدسات او خاوره د دوی له اشغال او توهین بچ کړو، نو دا به څومره د ثواب او ګټې کار وي او آیا موږ باید اوس هم ووایو چې “عصري” علوم دیني نه دي؟
که نه وي، نو د دین ساتنه په څه شي کوې؟
همدغه علوم چې موږ ته د “عصري” علومو په نوم نومول شوي دي، پخپله د دیني علومو یوه ترټولو لویه برخه ده. که هر مسلمان په دغه برخه کې لاسته راوړنې ولرلې او د دین او مسلمان د ساتنې او ژغورنې لپاره یې، وسايل او اسلحې رامنځته کړې، نو ته وا له دې بل لوړ دیني او د ثواب علم شته؟
معلومه خبره ده، چې نه!
ځیني خلک بیا دا فکر کوي، چې جنګ او مقابله د ایمان په زور کېږي، نورو وسایلو ته هېڅ اړتیا نشته او پخوا وختونو کې هم مسلمانانو په ايمان او عقیده فتوحات لرلي دي؛ ځکه په مادي لحاظ دوی هر وخت د کفارو پرتله کمزوري وو.
بلکل دا خبره سمه ده، عقیده د مسلمانۍ شرط دی، کلکه عقیده هرڅه کولی شي. اما دا څو خبرې باید ومنو چې، پخوا وختونو کې په ټولو غزواتو او فتوحاتو کې د مسلمانانو د بریاوو یو علت د غوره تکتیک کارونه وه، که څه هم مسلمانان به کم وو، خو غوره تکتیک به د فتحې لامل شو. ګیني هغه وخت د مسلمانانو او کفارو جنګي وسایل ټول یو شان وو. مثلاً، داسې کومه وسله نه وه، چې له کفارو سره دې وي او مسلمانانو سره نه؛ یا برعکس له مسلمانانو سره دې موجوده وي او له دوی سره دې نه وي. که دوی توره او عسکر لرل، موږ هم لرل؛ که دوی آس لرلو، موږ هم لرل؛ همداسې نور شیان، خو ممکن په شمېر کې یې فرق وي (د کفارو فوځ او وسایل به زیات وو، د مجاهدینو به کم وو، همداسې خوراکي شیان).
دغه ټول شیان جمع کلکې عقیدې به زموږ بری یقیني کړ.
خو اوس وخت هرڅه برعکس دي؛ د شمېر او نفوس په لحاظ مسلمانان تر کفارو ډېر دي، په خاص ډول د دښمنانو او یهودو په نسبت، شمېر یې ملیاردونو ته رسیږي.
لکېن اوس کفار آټوم لري، موږ یې نلرو.
دوی لسګونه ډوله جیټ لري موږ زوړ موټر.
دوی میزایل لري موږ زوړ ټوپک.
دوی له زرګونو کیلو مترو لیرې ځایه موږ ولي، خو موږ نشو کولی.
دوی سلګونه ډوله بمونه لري، موږ نه.
دوی سايبري ځواک لري، موږ نه.
دوی میډیا د جنګ برخه ګرځولې، موږ په هغه کچه میډیا نلرو.
دوی رادار لري، موږ نه.
دوی زموږ د ضعف لپاره، پخپلو ښځو تکنالوژي پرمخ بیایي، خو موږ د ښځې تعليم ته تراوسه آماده نه یو.
دا ځیني شیان چې مسلمانان یې لري هم، پردي دي، موږ تراوسه دومره وړتیا نلرو چې، آن یو ټوپک هم تولید کړو.
دا د اوس او پخوانیو کفارو او مسلمانانو کمه اندازه پرتلنه وه. بې شمېره نور شیان شته چې ما ندي ذکر کړي او کفار یې لري؛ خو موږ یې لا پېژنو هم نه. ځیني خلک به ووایي چې کلکه عقیده شته او مسلمانان په دې سره بریالي دي، همدا پرون مې له يو کس سره بحث شو، ویل یې ”عصري علم بیخي بې ګټې دی، هېڅ اړتیا ورته نشته، مسلمان هېڅ شي ته اړتیا نلري، بس کلکه عقیده یې کافي ده او باید په همدې عقیده کار وکړي.“
خو تاسو یاد ولرئ، چې کلکه عقیده يوه روحیه ده. عقیده یوازې تا په تحرک راولي!
هېڅکله جنګ نه کوي، بلکې جنګ ته دې هڅوي، د جنګ میدان ته دې بوځي، دښمن درباندې وژني، میدان درباندې ګټي او اتل کوي دې.
خو د دغو ټولو لپاره، د وخت او د جنګ حالت او غوښتنې ته په کتو، مناسبه وسیله باید په لاس کې ولرې. که دا ونلرې ته یو په عقیده قوي، خو په جسم کمزوری عسکر یې، ته نشې کولی میدان خپل کړې. ته په جیټ کې ناست دښمن عسکر په عقیده نشې راغورځولی، بلکې عقیده فقط د دغه کار جرأت درکوي، نور باید په لاس کې له شته آلې کار واخلې او راویې غورځوې، دا چې د جیټ د راغورځولو لپاره په لاس کې څه باید ولرې، هغه بېله موضوع ده!
همدارنګه د مقابل لوري لخوا د برید دفاع به کوې، ځان او مال به ساتې او د دغه کار لپاره په بېلو وختونو کې بېلو دفاعي وسایلو ته اړتیا ده. مثلاً پخوا سپر ؤ، خو نننی جنګ کې د دفاع لپاره سپر یا ډال کار نه ورکوي، بلکې د برحاله جنګیزو وسلو د دفاع لپاره باید لاس په کار شې. یعنې دفاعي سیستم او رادار باید ولرې، که غواړې ماډرن دښمن مات او ماډرن جنګ وګټې، نو ماډرن تکتيک او اسلحه باید ولرې. کنه د جنګونو ګټل به فقط خوب وي او بس.
جهاد یوازې د ځان شهیدول نه دي، بلکې د دین، ناموس، خاورې، امت او ولسونو له سر، مال او عزت څخه دفاع او ساتنه ده. هېڅکله يو مجاهد په دې غرض باید جهاد ته لاړ نشي، چې شهید دې شي؛ بلکې یاد موارد ټول د جهاد برخه ده. که خدای مه کړه، مجاهد شهید شو او د ټولو مجاهدینو همدا مفکوره وي، چې شهیدان شو؛ نو پاتې مقدسات او ناموس به څوک ساتي؟
معلومه ده، چې خالي میدان به دښمن ته پاتې وي. دين، ناموس، خاوره او مقدسات به ټول بې عزته او توهین به شي، د کومو د ساتلو چې موږ مسؤل یو.
یعنې د مسلمان لپاره د جګړې ګټل، په عقیده او وسیله کېږي، که چېرې دې دواړو کې، یو هم نه وي، د جنګ ګټل یو خوب دی؛ که جنګ ترسره هم شي، نو هر وخت به د مسلمان په تاوان وي. دا فکر باید ذهن کې ثبت کړو، چې ايمان او عقیده يوه معنوي شتمني ده، د مقابل لوري همدا معنوي شتمني تر تأثير لاندې راولي. خو د مادي، انساني او فزیکي شتمنۍ تر برید لاندې راوستل، د مادي او فزیکي وسايلو کار دی.
خو بدبختانه چې، زموږ فکرونه په ډېره لوړه سویه تخریب او د پردیو د منفي تبلیغ په وجه، منحرف شوي دي. موږ لاهم د افکارو د رغښت لپاره په لسیزو او بیا سخت کار ته اړتیا لرو. لاهم موږ د علومو په فرضیت کې شکمن یو. د دین د ساتلو دعوه کوو، د وطن دفاع راته سور خط دی؛ خو بیا هم دا راڅخه هېر دي، چې په کوم شي چې همدغه ارزښتونه ساتل کېږي، دا د څه شي تولید او نتیجه ده؟ که ځواب علم وي، نو ولې ورته فرض نه وایو؟
ځکه چې موږ په دین سر ورکوو، خو سر پرې نه خلاصوو.
علوم هېڅکله په دیني او عصري ویشل ندي پکار؛ دا یو جاهلانه فکر او د دښمنانو له دسیسو څخه، یوه ډېره خطرناکه او د دوی په ګټه دسیسه ده، چې اسلامي نړۍ یې، په ډېر مهارت په لوړه کچه متأثره او له امله یې له سیالۍ غورځېدلې ده.
د اسلامي امت د ویښتابه په هیله!
ومن الله التوفیق
نـصیر سنګین
السلام علیکم :سنګین صاحب موضوع ډیره ښکلی او هراړخیزه څیړلی د عصری علم د فرضیت لپاره زه دالله له رالیړل شوی کتاب څخه صرف دا دوه ایاتونه وړاندی کوم
وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ الانفال۶۰ لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ الحدید ۲۵ سره د دومره صراحت چی دالله په کتاب کی شوی بیا هم څوک دا غلط او په خبله خوښه تفسیرکوی هغه ته جاهل مرکب ویل کیږی
محترم ورور سنګین صاحب په ښو توضیحی مثالونو ،تعقل ، تاریخی سوابق او د امت د عروج او برلاسی عواملو سره په ډیر منطقی او دلپذیر صورت کی لیکنه کړی نو الله ج د دوی ته کامل اجر او د نورو امت ساز لیکنو توفیق ورکړی .
ور پسی ګران ورور عبدالرشید صاحب له سوونو آیاتونو څخه په اختصار هغه آیات مبارکه ذکر کړی کوم چي جهادی وسایل او ترهبون به عدوالله و عدوکم یعنی داسی ایمان ،وحدت ، تربیت ،وسایل او تکنالوجی چي د الله او امت دښمنان ترې په ویره کی وی او هیڅکله جرأت د تجاوز په اسلامی قلمرو و نلری .او مسلمان هر چیرته خوندی او عزت کی وی.
نو آیا د طب،انجنیری،ساینس او تکنولوژی او په سوونو نورو حیاتی علومو او متخصصینو بغیر ندیم ،باقی او د هبة… استاذ او کلیوالی امارت دی عزت ته رسیدی شی؟ ابداََ نه؛دا د ملت د تباهۍ او ذلت لار ده. علومو ته سپک کتل د دنیا او آخرت ذلت دی نه مسلمانی.
زه یوه خاطره کومه چي له شوروی ماتوونکی جهاد نه لرم هغه دا ده چي زموږ ویښو علماوو او معلمینو د هجرت په دور کی خاصتا پیښور افغانی لیسو کی هغه وخت چي لا تنظیمی پوهنتونونه نه وو ، د لیسو لپاره د اسلام او ساینس تر نامه لاندی د ساینسی مضامینو په مقدمه کی د فقهای امت ،معتبری آراوی را ټولې او تدریس کولی ،او دا مشکل کوم چي نن حرکت انقلاب یا تلامیذ حقانیه ورسره مخ دی هلته کاملاََ حل او شاګردانو ښه اسلام شناسی درلودله .
اوس مع الاسف حرکتی او حقانیه مفتیان اساساََ له اسلام شناسی ،نظام اسلامی ،مسؤلیت او صلاحیت د امرا ،اهداف د اسلامی نظام ،د امت د عروج او زوال عوامل او د دین پر بدویت،جاهلی تعصباتو او نورو انحرافاتو غلبه حاصلول او بالآخره اعلاي کلمة الله ته لار موندل ،عمیق اسلامی فهم ،دینی تربیت او د آدمیت عالی مدارج غواړی او په بغارو ،انډیوالی ،حق او باطل سره ګډول ، دین څه منل او څه نه منل او د ملت د ژوند سره لوبی او استخباراتی انډیوالی او قصیرالمدت ګروهی او تنظیمی غلطه آزمایل شوی بقالی ده کوم چي ارذل الناس او د جهاد غلو د پاکو ملیونی شهیدانو وینو باندی قمار وواهه او تکرار یی فول حماقت او ناکامی ده .
اسلام دومره خوار ندی خو ملا خوار دی چي حق یی نشی اداء کولی او اسلام نه پیژنی.
له ملت او امت نه جدا ،اصلاََ اسلامی نظام وجود محال او عملی ندی
نو موهوم امیر ،موهوم مراجع ،باطل او استخباراتی اجنبی مزدوری ،انحصار ،بیعدالتی او غیر مسؤل واجب الاحترام تلتکوال په اسلام کی نشته .
فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون.