پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهبریتانیا د ۶۰ زره فلسطینیانو د وژلو په غبرګون کې د فلسطین...

بریتانیا د ۶۰ زره فلسطینیانو د وژلو په غبرګون کې د فلسطین حکومت په رسمیت پېژني

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۷ مه) د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اسراییل او حماس ترمنځ په روان جنګ کې تر اوسه تر ۶۰ زره زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د دې وزارت د راپور له مخې، چې د سې‌شنبې په ورځ، د اسد د میاشتې په شپږمه نېټه خپور شو، د اسراییل د شپې په بریدونو کې په دې سیمه کې ۲۴ تنه نور، چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول، وژل شوي دي.

د اسراییل په بې رحمانه بریدونو، چې د حماس د افراطی ډلې د ۱۴۰۲ کال د میزان د ۱۵ نېټې د برید په ځواب کې پیل شول، د غزې پراخې سیمې ویجاړې شوي، شاوخوا ۹۰ سلنه خلک بې‌کوره شوي، او یوه سخت بشري ناورین ته لاره هواره شوې ده.

کارپوهانو د سې‌شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اسراییل محدودیتونو او د خوړو د خوندیتوب سیستم له منځه وړلو دا سیمه، چې نژدې دوه میلیونه فلسطینیان پکې ژوند کوي، د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت، چې د حماس تر کنټرول لاندې حکومت برخه ده، ویلي چې د جګړې له پیله تر اوسه ۶۰،۰۳۴ کسان وژل شوي او ۱۴۵،۸۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، له وژل شویو کسانو څخه ۱۸،۵۹۲ ماشومان او ۹،۷۸۲ ښځې دي — یعنې تقریباً نیمايي قربانیان.

دغه وزارت په خپلو شمېرو کې د ملکي وګړو او د حماس اړوند وسله‌والو ترمنځ توپیر نه کوي.

ملګري ملتونه او نور خپلواک کارپوهان د دې وزارت شمېرې تر ټولو باوري بولي. اسراییل دا شمېرې شکمنې ګڼي، خو په خپله هیڅ مفصل راپور نه وړاندې کوي.

له بلې خوا، د بریتانیا صدراعظم، کییر سټارمر، د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې که اسراییلي دولت د غزې د «وحشتناکې» وضعې د پای ته رسولو لپاره جدي ګامونه وانه‌‌‌خلي، نو بریتانیا به د سپتمبر په میاشت کې د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.

د بریتانیا دولت د کابینې له غونډې وروسته یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه د اسراییل لپاره یو ډول ضرب‌الاجل ګڼل کېږي، څو د غزې په تړانګه کې د وضعیت د بدلون لپاره اساسي ګامونه واخلي.

دا پرېکړه، چې په اړه یې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، پر اسراییل د پام وړ ډیپلوماتیک فشار اچوي، او د لندن د دریځ د بدلون ښکارندويي کوي.

فرانسې هم مخکې ویلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په راتلونکي ناسته کې، چې د سپتمبر په میاشت کې ترسره کېږي، د فلسطین هېواد په رسمیت پېژني.

د العوده روغتون ویلي، د دوشنبې د ورځې ناوخته د نصیرات په کډوالو کمپ کې د بې‌ځایه شویو کسانو پر خیمو هوايي برید ۳۰ تنه وژلي، چې ۱۲ ماشومان او ۱۴ ښځې پکې شاملې دي.

د اسراییل پوځ تر اوسه پر دې خبر تبصره نه ده کړې.

اسراییل وایي چې یوازې وسله‌وال په نښه کوي، او حماس د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسوول بولي، ځکه چې وسله‌وال په ګڼ میشتو سیمو کې فعالیت کوي.

د اسراییل پوځ ادعا کړې چې د دوشنبې په ورځ یې د حماس نظامي تأسیسات، لکه د راکټ‌ویشتونکو ځایونه، د وسلو زېرمې او تونلونه ویشتي دي.

په عین وخت کې، د روغتون چارواکو ویلي چې د هغو ۳۳ کسانو جسدونه یې ترلاسه کړي چې د دوشنبې په ورځ د غزې په جنوب کې د مرستې رسونې د کاروان شاوخوا د ډزو له امله وژل شوي، او د دې ډول پېښو د وژل شویو شمېر ۵۸ ته رسېدلی دی.

د اسوشیېټډ پرېس خبري آژانس د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې اسراییلي ځواکونو پر عامو خلکو ډزې کړي دي.

محلي روغتونونو ویلي چې د سې‌شنبې په ورځ ۱۴ تنه نور فلسطینیان د غزې په مرکز کې هغه ځای ته نژدې وژل شوي چې د «بشري مرستو بنسټ» نومې یوه اداره چې د امریکا او اسراییل له خوا یې ملاتړ کېږي، فعالیت لري.

یاد بنسټ په خپله ویلي چې د سې‌شنبې په ورځ یې د تاسیساتو شاوخوا هېڅ تاوتریخوالی نه دی ثبت کړی.

د عیني شاهدانو، روغتیايي چارواکو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په وینا، له مې میاشتې راهیسې له ۱۰۰۰ زیات فلسطینیان، چې د مرستو اخیستو لپاره هڅې کولې، د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

د اسراییل له لوري پر ملکي وګړو پر له پسې بریدونه اوس حتي امریکا، چې د اسراییل کلک ملاتړې ده، تاییدوي او وايي چې نور باید دا جګړه ودرول شي.

1 COMMENT

  1. دا ګام که تیر کال شوی وای نو نن به د شهیدانو شمیر ۶۰ زره څخه نه پورته کیده نو لدې معلومیږی چې همدا امریکا، برتانیه او فرانسه د اسرایلو همکاره ده ځکه پوه شول چې نور نړۍ کې بدنامي طرف ته روان یو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...