(پنځمه برخه)
څلورم مبحث – د مصنوعي ځیرکتیا حقوق (AI Law ):
د مصنوعي ځیرکتیا (Artificial intelligence Law) په اختصار AI; د هغو اصولو، قواعدو او مقرراتو مجموعه ده چې په انساني ټولنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د گټې اخیستنې، مسوولیت منلو او اړوند وسایلو سره د تعامل تعریف، تنظیم او پراختیا په اړه بحث کوي.
دلته مخکې له دې چې د مصنوعي ځیرکتیا په هکله بحث وکړو، لازمه ده چې د تکنالوژیکو حقوقو او د مصنوعي ځیرکتیا د حقوقو توپیر ته لږ تم شو، ځکه دا دواړه حقوق دیجیتال او اړوندو قانوني مسایلو ته پاملرنه کوي، خو د هغوی د بحث ساحات سره بیل دي. دا بیلوالی په لاندې ټکو کې تر سترگو کیږي:
لومړی دا چې د دوی د مطالعې لمن او همدا شان تخصص او اهداف سره بیل دي، په دې مانا چې د تکنالوژیکو حقوقو لمن پراخه ده؛ په داسې حال کې چې د مصنوعي ځیرکتیا لمن محدوده ده، دویم دا چې د مصنوعی حقوقو په پریکړو کې انسان دخیل نه دی، په داسې حال کې چې په تکنالوژیکو حقوقو کې انسان دخیل دی او له تکنالوژۍ څخه د یوې وسیلۍ په توگه گټه پورته کوي، درېیم ټکی؛ آیا مصنوعي ځیرکتیا ایجاد کوونکی او خالق کیدای شي که نه؟ او آیا مصنوعي ځیرکتیا ملکیت لري اوکه نه؟ په داسي حال کې چې په تکنالوژیکو حقوقو کې سافتویرونه، اپلکیشن او پلاتفارم ځانته مالکان لري، او په پای کې د مصنوعي ذهانت حقوق سره له دې چې په لومړي سر کې د تکنالوژیکو حقوقو برخه گڼل کیدای شي، خو د هغه چټکه پراختیا د دې سبب شوې چې په مستقله توگه پریکړه وکړي او دا ځکه چې مصنوعي ځیرکتیا په سرعت سره روانه ده چې د تکنالوژیکو حقوقو قواعد یې ځواب ویلېی نه شي، نو د یوې خپلواکې څانگې په توگه عمل کوي.
له دغه لنډو معلوماتو وروسته به وگورو چې د مصنوعي ځیرکتیا د حقوقو د بحث وړ موضوعات څه دي؟
د مصنوعي حقوقو د ځیرکتیا د بحث وړ موضوعات:
د مصنوعي ځیرکتیا حقوق چې یو څو اړخیزه حقوقي څانگه ده؛ د مصنوعي ځیرکتیا د تکنالوژۍ د قانوني، اخلاقي، ټولنیزه گټه اخیستنه او ودې حقوقي اړخونه تنظیموي.
په دې توگه لاندنیو موضوعاتو ته پام راگرځوي:
۱- حقوقي مسوولیت: دلته که چیرې مصنوعي ځیرکتیا کومه خطا وکړي؛ د هغه مسوولیت (جزایي یا مدني) چې یو له دغو څخه به وي په ډاگه کوي، تر څو متضرر کس وکړای شي د خپل حق غوښتنه وکړای شي:
– د سافتوبر جوړونکی؛
– د اړونده شرکت مالک؛
– کاروونکي؛ او
– دستگاه یا ماشین.
۲ – خصوصي حریم او د اطلاعاتو ساتنه: مصنوعي ځیرکتیا د انسانانو د ژوندانه له حالاتو او معلوماتو څخه چي د تکنالوژۍ پر مټ ذخیره شوي، گټه پورته کوي؛ خو کله داسي پیښیږي چې د دې ډول اطلاعاتو او معلوماتو خپراوی د شخص خصوصي حریم ماتوي؛ نو دا حقوقي قواعد باید مشخص کړي چې:
– کوم ډول اطلاعات او معلومات باید راټول کړای شي؛
– څنگه د اشخاصو خصوصي حریم باید وساتل شي؛ او
– او خلک باید پوه شي چې د هغوی اړوند معلومات څنگه کارول کیږي؟
۳ – الگوریتمي تعصب او نا برابري: ښایي داسي پیښ شي چې مصنوعي ځیرکتیا د قوم، ژبې، نژاد او جنسیت پر بنسټ توپیري او ناعادلانه چلند وکړي، نو د دا ډول معلوماتو د خپریدو د مخنیوي په موخه باید قانوني قواعد او ضوابط رامنځ ته شي،
۴ – د فکري مالکیت حق: دلته دا مهمه ده چې که چیري یو هنري، ادبي، علمي یا بل هر تخلیقي اثر د مصنوعي ځیرکتیا له خوا شریک شي، په دغه حالت کي باید دغو پوښتنو ته حقوق ځواب ورکړي:
– آیا مصنوعي ځیرکتیا دلته د ملکیت مسله څنگه حلوي؟
– یا پر مصنوعي ځیرکتیا چې د ماشین بڼه لري د کاپي رایټ او حق الاختراع حق مرتب کیدای شي؟
– نو د دغه حق مالک څوک دی؟
۵. – د بشر حقوق اومصنوعي ځیرکتیا: مصنوعي ځیرکتیا باید د بشر بنسټیزو حقوقو ته درناوی وکړي، په تیره بیا دغو حقوقوته:
-. د بیان آزادي؛
– شخصي او فردي جقوقو درناوی؛
– عدالت او انصاف ته درناوی؛ او
– د هر ډول تبعیض او توپیر مخنیوی.
۶ – د مصنوعي ځیرکتیا حقوقي شخصیت: لکه چې څرگنده ده په حقوقو کې حکمي او حقیقي شخصیتونه شته او یا دا چې هر فعالیت او عمل باید د یوه حقوقي شخصیت په تړاو فعالیت وکړي، نو اوس چې مصنوعي ځیرکتیا په چټکۍ سره وده کوي. د هغه حقوقي شخصیت له ټولو پیچلتیا سره سره باید تعریف او مشخص شي، چې د مصنوعي ځیرکتیا د حقوقو له اصلي موضوع گانو څخه شمیرل کیږي.
د مصنوعی حقوقو اړوند نړیوال مقررات:
څرنګه چې د مصنوعي ځیرکتیا د فعالیت ساحه او د هغه تاثیرات په عیني توگه پولې او سرحدات نه مني، نو له همدي کبله د نړیوالو قوانینو او مقرراتو اړتیا اړینه ده. له همدې وجهې هم ده چې تر اوسه هغه قواعد چې وضع شوي، یا د څو اړخیزو (Multilateral Governmental Commitment )، یا قاروی ( Intra – Continental Treaty ) او یا نړۍشموله تعهدات (International (Treaty دي.
له همدې کبله ده چې په لومړې ځل په ۲۰۲۱ کې یونسکو؛ د مصنوعې ځیرکتیا اخلاقي سپارښتنې (Recommendations on the Ethics of Artificial Intelligence) خپرې کړې؛ چې موخې یی په لنډو کې دا وې:
– د بشر حقوقو او انسانی کرامت ته درنښت؛
– عدالت، نه تبعیض او ټول شمول والې؛
– ځواب ورکوونکې او مسوولیت منونکي؛
– د خصوصي حریم او اطلاعاتو ساتنه ؛
– روڼتیا او د الگوریتونو د وضاحت وړتیا؛
– دومدار پراختیا او انسانې هوساینه؛ او
– په پوځې چارو کې د مصنوعي ځیرکتیا د ضرر رسوونکو او له توپیر ډک چلند ممنوعیت.
دغه سند د افغانستان په گډون د یونسکو؛ د ۱۹۳ غړو هیوادونو تصویب شکړی دی.
له هغه وروسته دغه نړیوال حقوقي او اخلاقي اسناد په دې هکله خپاره شوي دي:
– د ۲۰۱۹ کال د مصنوعي ځیرکتیا په هکله اصول؛
– د ملگرو ملتونو د عمومي منشي غوښتنه په دي هکله چې په نړیواله کچه باید یو نهاد رامنځ ته شي (۲۰۲۳ کال)؛
– د بریتانیا د Bletchley اعلامیه په ۲۰۲۳ کي چې ۲۸ هیوادونو د امریکا، ابریتانیا، چین او اروپایی اتحادیي د غړو له خوا لاسلیک شوې ده؛ او
– د اروپایي اتحادیې د مصنوعي ځیرکتیا د قانون چوکاټ چې په ۲۰۲۴ کې، د دې اتحادیې د غړو هیوادونو له خوا لاسلیک شوی دی.
( نور بیا )
[11:33, 28/07/2025] Stanakzai Nasrullah: – )؛
– د بریتانیا د Bletchley اعلامیه په کال ۲۰۲۳ کي چې ۲۸ هیوادونو د امریکا، انگلیس، چین او اروپایی اتحادیي د غړو له خوا لاسلیک شوی دی؛ او
– د اروپایي اتحادیۍ د مصنوعي ځیرکتیا د قانون چوکاټ چې په ۲۰۲۴ کې، د دغه اتحادیې د غړو هیوادونو له خوا لاسلیک شوی دی.
دیر پزړه پوره علمی مقاله ده.
قلم مو تاند اوسه ! ستاسو د لا بریاو په هیله یو محترم پوهاند صاحب .