Homeخبرونهمتحده عربي اماراتو تر ۱۰۰ ډېر افغان بندیان خوشي کړي

متحده عربي اماراتو تر ۱۰۰ ډېر افغان بندیان خوشي کړي

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۶ مه) د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه د ۱۰۸ افغانانو خوشي کېدا د اماراتو د حکومت له لوري د یوه بشري حرکت په توګه وستایه.

وزارت ویلي، دا کسان د متحده عربي اماراتو د ملي ورځې په مناسبت خوشي شوي دي. د خوشې شویو کسانو له ډلې یو شمېر یې لا له وړاندې افغانستان ته ستانه شوي او د پاتې کسانو د راستنولو لپاره، د قانوني چارو د بشپړېدو لپاره هڅې روانې دي.

طالبانو د متحده عربي اماراتو له چارواکو څخه د دې اقدام مننه کړې او دا یې یو بشردوستانه عمل بللی دی.

په جلا توګه، د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې له پاکستاني زندانونو څخه هم له ۱۰۰ څخه ډېر افغان وګړي خوشې شوي دي. د یاد وزارت په وینا، دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندي پاتې شوي وو.

وزارت ویلي چې له پاکستانه خوشې شوي کسان کډوال وو او په بېلابېلو توقیف ځایونو کې ساتل کېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...