جمعه, فبروري 6, 2026
Home+د حقوقو په علم کې نوي څانگې | پوهاند نصرالله ستانکزی

د حقوقو په علم کې نوي څانگې | پوهاند نصرالله ستانکزی

      (څلورمه برخه)

 دریم مبحث – سایبري جرایم (Cyber Crimes)

  ۱- تعریف: ټولو هغو مجرمانه کړنو ته ویل کیږي چې د کمپیوتر، انترنیتي شبکې یا نورو دیجیتالي وسایلو په مرسته ترسره کیږي.

 دغه جرایم کیداې شي د افرادو، سازمانونو، شرکتونو یا د دولتونو پر ضد ترسره شي.

   ۲- د سایبري جرایمو ډولونه: په ټوله کې سایبري جرایم په لاندې ډولونو دي؛ چې دلته یې په لنډه توگه گورو:

  الف –  د انترنیت له لارې درغلي یا انترنیتي دوکه (internet fraud): هغه ډول جرایم دي چې یو کس یا یوه ډله د انترنیت یا نورو دیجیتالي وسایلو له لارې د مقابل لوري افراد غولوي تر څو له غولول شوي کس  څخه پیسې، شخصي اطلاعات او یا بانکي حساب ترلاسه کړي. دغه جرم بیا په خپل وار په دې برخو‌ وېشل کیږي:

 – فیشینگ (Phishing) – د افرادو غولول دي چې د هغه له لارې د مطلوب فرد شخصي اطلاعات د ایمیل، پیغام (SMS) یا جعلي لینک له لارې تر لاسه کوي.

  -. د بانکې اطلاعاتو غلا ( BankingInformation Theft ) – هغو جرمي فعالیتونو ته ویل کیږي چې د هغه سره د یوه شخص بانکي اطلاعاتو ته لاس رسی ممکن وي او موخه یې غلا یا مالي تقلب تر سره کول دي.

 – هویتي غلا (Identity Theft) – هغه جرم ته ویل کیږي چې یو کس یا کومه ډله په غیر قانوني توگه د نورو‌ شخصي اطلاعات په دې موخه ترلاسه کوي چې د هغه له لارې جعلي اکاونټونه جوړوي او ‌یا په جعلي توگه راکړه ورکړه کوي.

 –  د جعلي سایټونو یا پلورنځیو جوړول؛ د خلکو د پیسو د غلا کولو په موخه.

 ب – هک ( Hacking ) – هک کول هغه حالت دی چې یو شخص د بل شخص له اجازې پرته د تخنیکي او تکنالوژیکو وسایلو له لارې د بل شخص دیجیتالي یا کمپیوټري حریم لکه ایمیل، بانکي حساب یا ټولنیزې  شبکې ته ور ننوځي.

 د دغه جرم بڼې دا دي:

 –  د یوزر (User) ماتول یا د کارونکي د حساب هک کول؛

 – د ویبسایټ هک کول؛

 – د شبکې هک کول؛

 – د اطلاعاتو اوریدل؛ او

 – د زیان رسوونکي سافټ وېر نصبول (Malware) .

   پ – د خصوصی حریم نقض – دغه جرایم د خصوصي حریم نقض گڼل کیږي:

 – د میکروفون یا د عکاسۍ او فلم د اخیستو له لارې تجسس،

 – د افرادو د خصوصي عکسونو، ویدیوگانو؛ او

 – د جاسوسي کامرو نصبول پرته له اجازې څخه.

   ت- دیجیتال بلک مېل او د پیسو ترلاسه کول: دا حالت لاندي ډولونه لري:

 – د متضرر کس د فایلونو قفل کول او د هغه د خلاصولو په وړاندي د پیسو ترلاسه کول؛ او

 – تهدیدول په دې مانا چې که چیري پیسې تر لاسه نه شي؛  د قرباني شخص محرم اسرار به افشا کړي.

 ث – د مجرمانه محتوا لرونکو څیزونو خپرول: په دې مانا چې:

 – د غیر اخلاقي او د قانون خلاف انځورونو او فلمونو خپرول؛

 –  د تروریستي، افراطي او نفرت اچونکو‌ تصویرونو او فلمونو خپرول؛ او

 – د شایعاتو، اکاذیبو او نا سمو اطلاعاتو‌ خپرول.

  ج – په مجازي فضأ کې د توهین، گواښ او افترا خپرول؛ په دې مانا چې:

 – اشخاصو، قومونو، مذاهبو او ټولنیزو بنسټونو ته سپکاوی او توهین؛

 – پر قتل، تیري، ضرر رسولو او تخریب گواښل؛ او

 – په ټولنیزو‌رسنیو کې د اکاذیبو او افترأ خپرول.

 ح – د پیسو تطهیر او غیر قانوني مالي تأمین؛ په دې مانا چې:

 – د رمز لرونکو اسعارو لیږد د پیسو د پټولو او انتقال په موخه؛ او

 – مشکوکه راکړه ورکړه د عاید د منبع د پټولو په موخه .

 خ – په دیجیتالي او NFT اسعارو کې تقلب؛ NFT یا نه تبادله کیدونکې نښه یو ډول دیجتیالی شتمني ده چې په یوه فرد پورې منحصره وي او په بل څه د تبادلې وړ نه وي.

 دا موضوع په دوو حالاتو کې رابرسیره کیږي:

 – د جعلي یا ارزښتو NFT پلور د سود له وعدې سره ؛ او

 – د مجازي اسعارو او پیسو جعلي او تقلبې پروژې لکه پامپ او دامپ، د پامپ او دامپ ساده مفهوم دا دی چې په دروغو د مجازي پیسې قیمت لوړ څرگندوي او وروسته بیا بازار پریږدي. دا یو ډول سوداگریزه دوکه ده.

 د – په مجازي فضأ کې له کوچنیانو څخه ناوړه گټه پورته کول؛ په دې مانا:

 – د کوچنیانو ‌پورنوگرافي (د مستهجنو تصاویرو او فلمونو اخیستل او خپرول)؛

 – د کوچنیانو غولول په دې موخه چې له هغوی څخه فلمونه او ناجایز اعمال ترسره کول یې هدف وي؛ او

 – په آنلاین بڼه د کوچنیانو ځورول او ازارول (cyber bullying) .

      (نوربیا)

د حقوقو په علم کې نوي څانگې | پوهاند نصرالله ستانکزی – تاند

1 COMMENT

  1. په معاصرو علوم کښي د پوهاند صاحب علمی څیرنی لا زیاد مهم او اړین دي جناب محترم استاد ته د نورو بریا په هیله یو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...