پوهاند نصرالله ستانکزی
( دریمه برخه )
دویم مبحث – د تکنالوژیکو اطلاعاتو د حقوقو د بحث وړ موضوعات:
د تکنالوژیکو اطلاعاتو د حقوقو د بحث وړ موضوعات دادي ؛ چې دلته یې په لنډه توگو تر مختلفو عنوانونو لاندی گورو :
۱ – خصوصي حریم او د اطلاعاتو ساتنه ( Data privacy) :
د دیجیتال په زمانه کې د اشخاصو د اطلاعاتو ساتنه یو له مهمو او با ارزښته شتمنیو څخه شمیرل کیږی ، دا ځکه چې ننې انسان له مصنوعي ځیرکتیا په مټ له پرمختللو موبایلونو ، ټولنیزو شبکو ، نورو آنلاین وسایلو او دیجیتالی بانکوالې څخه په پراخه کچه کټه پورته کوی ، او حتا ویلی شو چې پرته له دغو امکاناتو او وسایلو څخه معاصر ژوند نا ممکن شوی دی .
له دغو امکاناتو څخه په پراخه کچه استفاده د دی سبب شوی چې د اشخاصو گڼ شمیر معلومات او اطلاعات د اینترنت په لمن کې ذخیره او ځای په ځای شی . چې د دغه حالت په رامنځ ته کیدو سره د خصوصي حریم او د اطلاعات د ساتنې مسله یوه حقوقي او ټولنیز موضوع گرځیدلې ده ، له همدې کبله هم ده چې د خصوصي حریم او د هغه ساحه او ماحول د انسانی بنسټیزو حقونو څخه شمیرل کیږی د په معاصرو ملی او نړیوالو حقوقو کې د جدی پاملرنې وړ گرځیدلې ده .
نو، دلته به دا دوه موضوعات یعنی خصوصی حریم او د اطلاعاتو ساتنه سره له دی چې سره ډیر تړلې دي ؛ بیل کړو تر څو پر دغو مفاهیمو باندې دقیق نظر واچوو .
الف – خصوصي حریم : خصوصي حریم په ټوله کې داسي تعریف کیداې شی : خصوصي حریم چې د انسان د بنسټیزو بشری حقونو څخه یو حق دی چې له مخۍ یي د یوه کس شخصی ژوندانه ټول اړوند حریمونه که هغه بدنی وی ، ارتباطات وی ، عقیدتی وی او یا استوگن ځای وی مصوون دي او هیڅوک اجازه نه لری ؛ د شخص یا قانون له اجازې پرته دغه حریم ته ور داخل شې .
خو زمونږ د بحث وړ موضوع له نظره په خاصه توگه داسې تعریفیږی : د هغو شخصي اطلاعاتو مجموعه ده چي د انترنیت په مټ ذخیره شوي او د قانون سره سم دیجیتالي خصوصي حریم گڼل شوی وی ؛ چې دغه مسایل په کې شامل دي : شخصی اطلاعات ( نوم ، شمیره ، ایمیل آدرس ) ، آنلاین فعالیتونه ( د اینترنتی سایتونو لیدنه او لټونه او مجازی راکړه ورکړه )، مکالمات اوپیغامونه ، د ځای او آدرس لټون یا GPS او عکسونه او شخصي فایلونه .
۲ – د اطلاعاتو ساتنه ( Data Protection ) : د هغو قواعدو مجموعې ته ویل کیږی چې د هغه پر بنسټ د اطلاعاتو را غونډولو ، ذخیره کولو ، گټه اخیستنه او د اطلاعتو دشریکولو څرنگوالې تنظیموی ، او د دغو قوانینو موخه د افرادو د اسرارو ساتل ، د اطلاعاتو خوندیتوب او د اشخاصو له اطلاعاتو څخه د نا جایزه گټو د پورته کولو مخنیوی دی .
په حقوقي لحاظ خصوصي حریم او د اطلاعاتو ساتنه د یوه بشری حق په توگه باید د افرادو ، دولتونو او نورو سوداگریزو او غیر سوداگریزو موسساتو له خوا په رسمیت وپیژندل شي ، او دا لازمی ده چې ټول شته ملی او نړیوال موازین ، اصول او قوانین چې په دې اړوند شتون لری ، باید رعایت شی ، او د د دغو اصولو اوقواعدو د نه رعایت په حالت کې د متخلفینو سره قانوني چلند حتمی دی .
په ننۍ نړی کې ټول هیوادونه په خپلو ملی حقوقي نظامونو کې د دغه حقوقو د ساتنۍ له پاره د نړیوالو قواعدو اواصولو په چوکاټ کې ، ځانگړې قوانین او مقررات لری.
په نړیواله کچه لاندنې اسناد په دی هکله د پام وړ دي: د بشر د حقونو د نړیوالۍ اعلامیۍ په ۱۲ مادهٔ کې دا حق داسي تضمین شوی دی ؛« هیڅوک باید د خپل شخصي ژوند ، کورنۍ ، کور یا مراسلاتو په برخه کې د سر غړونۍ او تیرې سره مخ نه شی ، هر څوک حق لری چې د دی ډول سر غړونو یا مداخلې په وړاندي د قانون له خوا خوندې وساتل شی .» .
د بشر د حقونو د نړیوالۍ اعلامیۍ د ۱۲ مادۍ پر بنسټ لاندنۍ نړیوال اسناد تنظیم او نافذ شول :
– د مدنی او سیاسي حقوقو نړیوال کنوانسیون (ICCPR) ۱۹۶۶
– د اروپایي شورا ۱۰۸ گڼه کنوانسیون ۱۹۸۰ ( convention for the protection of individuals with regard to Automatic Processing of Personal Data ) ، د غه کنوانسیون په ۲۰۱۸ کې تعدیل شوی دی ، چي د ۱۰۸ گڼه کنوانسیون په نامه یادیږی ؛
– د اروپایې اتحادیۍ داطلاعاتو د ساتنۍ عمومی مقررات ( GDPR ) ۲۰۱۸ ؛
- د ملگروملتونو تنظیم کوونکی لارښودونه د انترنیت او خصوصي حریم په هکله ؛ او
– د اطلاعاتو اساسی اصول (OECD Guidelines ) ۱۹۸۰ – ۲۰۱۳ ؛ دغه اساسی اصول د اقتصادی همکاریو او ودې د سازمان له خوا وضع شوی دی .
دریم مبحث – سایبری جرایم :
( نوربیا )
ډېره پزره پوری او مهمه علمي مقاله ،
جناب محترم پوهاند صاحب اوږد ژوند درته غواړم