شنبه, جولای 27, 2024
Home+پر شمالي قطب لومړنۍ الوتنه

پر شمالي قطب لومړنۍ الوتنه

له نن څخه ۹۸ کاله پخوا د ۱۹۲۶ د مې د میاشتې په ۱۲ مه نارویژي سیاح رولد اموندسین،  امریکايي ساینسپوه لینکولن ایلسورت او ایټالیايي انجینیر ایمبرتو نوبیلي په الوتکه کې پر شمالي قطب تېر شول.

په دې حساب بشر د لومړي ځل لپاره په الوتکه کې په دې ورځ پر شمالي قطب تېر شوی او دا نااشاما ټاټوبی یې له پاسه لیدلی دی.

خو امریکايي سیاح رابرټ اي پیري د ۱۹۰۹ په اپریل کې د سپیو په بګیو کې دغه قطب ته د تلو او د هغه د کشف ادعا کړې ده.

شمالي قطب د ګریلنډ په شمال کې له دغه ستر ټاپو څخه کابو ۴۵۰ کیلومتره لېرې دی.

دا قطب داسې ځای موقعیت لري چې د سمندر ژوروالی ۴۰۸۰ متره دی او واورو یا کنګلونو پوښلی دی.

سوړ ژمی او سوړ اوړی د شمالي قطب له ځانګړتیاوو نه دي. اورښت ډېری د واورې په بڼه دی او کچه یې ټیټه ده، چې له امله یې په دې ځای کې ډېری سیمې له ۵۰ سانتي مترو (۲۰ انچ) نه کم اورښت ترلاسه کوي. لوی بادونه ډېری وختونه واوره له یو ځای نه بل ځای ته خوځوي، چې په پرله پسې توګه د واورې ښوېدنې ډار را منځ ته کوي. د ژمي په موسم کې د تودوخې درجه په منځني ډول تر ۴۰ سانتي ګراد درجو پورې را ښکته کېږي او په دې ځای کې نږدې ۶۸ سانتي ګرېد (۹۰ – فارنهایت) ترټولو سړه ثبت شوې تودوخه ده. د شمالي قطب د ساحلي څنډو اقلیم د سمندري اغېزو له امله معتدل دی چې ډېری د وړاندوینو او وچو سیمو په پرتله توده تودوخه او د اورښت لوړه کچه لري. اوسنۍ نړیوالې تودوخې په شمالي قطب باندې هم اغېزکړی دی چې د دې سیمې د سمندري کنګل د کمېدو، د ګرینینډ د کنګل لایې د لږېدو او د کنګل خاورې د لایې د تودېدو په پایله کې د قطبي میتان ګاز د خپرېدو لامل کېږي. د ګرینلنډ د کنګل لایې اوبه کېدل، له قطبی پراخوالی سره نږدې اړیکه لري.

د متحده ایالاتو د جیالوجیکي سروې له اټکل سر ه سم، په شمالي قطب کې ۱۶۰ میلیارد بېرله تېل او د نړۍ ۳۰ سلنه طبیعي ګاز شته .

ناروې، روسیه، سویډن، فنلنډ، آیسلنډ، متحده ایالات، کاناډا او ډنمارک هغه هېوادونه دي چې شمالي قطب مدار کې ملکیت لري.

د جنوبي قطب برعکس شمالي قطب، چې سمندرونه په کې زیات دي د چاپېریال ساتنې لپاره یې د اقتصادي ودې پر وړاندې هېڅ ډول نړیواله هوکړه نشته.

د شمالي مدار قلمرو کې پراته هېوادونه خپلو ساحلونو ته د نژدې سیمو له حقونو برخمن دي.

دوی کولی شي چې له خپلو سواحلو تر ۳۲۰ کیلومترو پورې اقتصادي سیمې انحصار کړي.

دا هیوادونه په دې سیمو کې د کب نیولو، زیربنا جوړولو او طبیعي زیرمو د استخراج حق لري.

که چیرې د کوم هېواد د سمندر برخه لویه وي نو له دې شمېره لا زیاته سیمه د خپل اقتصاد لپاره کارولی شي.

دمګړۍ اختلاف پر دې دی چې د سمندر په تل کې له شمالي قطبه د غرونو تېره شوې لړۍ چې ۱۷۲۱ کیلومتره ده د چا ملکیت دی؟

کاناډا، روسیه او ګرینلنډ ټول د دغو غرونو د مالکیت دعوه کوي.

هر هېواد چې بریالی شو شمال قطب کې له ۸۸ کیلومتره مربع نه د زیات سمندر د مالکیت دعوه هم کولی شي.

روسي پلټونکو په ۲۰۰۷ خپل بیرغ د شمالي قطب سمندر کې پورته کړ چې خپلو ګاونډیانو ته خبرداری ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب