جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+زه او پټه خزانه؛ قدم په قدم د پټي خزانې مستنده کیسه

زه او پټه خزانه؛ قدم په قدم د پټي خزانې مستنده کیسه

(۱۷۲۵ـ ۲۰۲۵)

لیکنه: غني حسن

(پټه خزانه) د پښتنو شاعرانو یوه ادبي تذکره ده، چي د شاه حسین هوتک په دوره کي(۱۱۳۷ – ۱۱۵۱هـ ق) د کندهار د ادبي دربار منشي محمدهوتک د داود خان زوی په ۱۱۴۱-۱۱۴۲ هـق په حدودو کي کښلې ده او دغه پخوانۍ ادبي تذکره بیا علامه عبدالحي حبیبي ته په ۱۳۲۲ ش کال کي یو نقل په لاس ورغلې وه،چي  لوی استاد علامه حبیبي بیا دغه په لاس کښل سوی نقل؛ په ۱۳۲۳ ش کي له پارسي/دري ترجمې شرحي او تعلیقاتو سره د کابل پښتو ټولني لخوا خپور کړ.

یاده ادبي تذکره د پښتو ادبیاتو او ژبي په برخه کي تر ټولو مخکنۍ ادبي تذکره یاده سوې ده، چي د پښتو ژبي او ادب تاریخ ئې تر دوهمي هجري پیړۍ پوري رسولی دی. په اصل کي ادبي تذکرې  د یوې ژبي او ادب لپاره خورا مهمه برخه ده ځکه د ادب په برخو کي لاندي برخي ډیري مهمي بلل سویدي: د ادبیاتو تاریخ، ادبپوهنه، ادبي کره کتنه، ادب تیوري، سبکپوهنه او ژبپوهنه، کلتورپوهنه یا ولسي ادبیات او بل ئې هم د ماشومانو ادب دی؛ نو که ادبي تذکرې نه وي د ادبیاتو د تاریخ برخه به مو کمزورې او نیمګړې وي، مانا دا چي ادبي تذکرې هم د شاعرانو او لیکوالو ژوندلیکونه، ادبي نمونې، د هغوی ادبي اثار، د هغو د وخت ژبه او اصطلاحات، فکر او کلتور تر نسلونو رسوي. دا چي اصلي بحث پاته نسي؛ نو د پټي خزانې پر اثر د استاد معصوم هوتک (زه او پټه خزانه) سره شنو.

 (زه او پټه خزانه) د محتاط څېړونکي او لیکوال استاد معصوم هوتک هغه اثر دی، چي شاوخوا ۹۰ ماخذونه ئې د دې لپاره کتلي دي، چي نه یوازي د پټي خزانې د موندلو او په لاس راغلي اثر تاریخ دی، بلکي په اړه ئې یوه خورا زبردسته له شروع تر پایه له هره کونج و کناره، له هري زاویې او کیسې له هري کلمې او نېټې داسي قدم پر قدم څېړلې مستنده، مغتنمه څېړنه او کیسه ده، چي ته به وايې یوه تصویري ډاکومنټري ګورم او د یوې قضیې په څېړلو او سپړلو ئې، په یوازي سر بې حده ځان ستړی کړی دی. په اصل کي خو د داسي ادبي پروژو او قضیو څیړلو لپاره یو خاص متعهد ټیم بسنه کوي، چي په ګروپي شکل کار وکړي، او پر هري برخي جلا-جلا څیړونکي لګیا واوسي، او ډاټا او ارقام و اثار سره راټول کاندي او بیا ئې تحلیل او پایله وړاندي کا؛ خو د استاد په یوازي سر او دده د ځانګړي محتاطانه څېړني میتود بیا په داسي تاریخي اثر کي تر اوسنیو اکاډمیو او غړو ئې کار او زیار بيخي فوق‌العاده دی. که مبالغه نه وي نو د اکاډمیو د اوسنیو رتبو لروونکي یاران نه دا چي پر ېوې داسي ادبي او تاریخي پروژې کار نه کړی دی، او نه ئې پای ته رسولی دی، بلکي د نورو پر هغو شخوند وهل ئې خورا ښه خاصه ګرځېدلې ده او یا هم تر اوسه د قافیې عیبونه او ګټي راته څیړي او مفتي رتبې و جایزې اخلي اوس ئې نوشیجان خو هر اثر او پر هغه رتبه اخیستلو باندي خورا ښه نقدونه کېدای سي. د یونیم د کاپي رایټ کیسو و اثارو خورا جالبي نمونې لرم- دا به وخت ته پرېږدو. لوستونکي دي مي وبخښي زما څخه هم خبره بلي خواته ولاړه سي. په هر صورت…

په زه او پټه خزانه کي استاد هوتک د څيړني د معیاري میتودونو په رڼا کي لکه څرنګه چي ښایي لومړی ئې د یوه اثر پر تاریخي میتود د لومړنیو منابعو، لکه د ارشیفونو، کلکسونونو، او ریکارډونو او پخوانیو منابعو ته کتنه کړې ده. دا کتنه او سپړنه نه یوازي تر خپل هېواده محدودېږي بلکي د نړۍ تر ګوټ ګوټه ئې ساحوي برخه هم نه ده پریښې، چي په لاس کښل سوي یو بل نقل ته ئې بوداپست ته رسوي.(ستامیني بوداپست ته بوتلم) خبره لا دلته او هلته نه خلاصېږي، بلکي ددې تاریخي اثر د نوم په لومړي وار اروېدو دا مستنده کیسه تر هغه چا رسوي، چي دا نوم د چا له خولې اول وار راوزي او څوک ئې اوري، تر چا ئې هغه رسوي او تر څه وخته ئې په حافظه کي ساتي او بیا دغه د تاریخي اثر نوم پټه خزانه په کومي جغرافیې، کومو وطنونو، ولایتونو،کليو او کورونو کي پېدا کېږي. د چا په لاس و چاته ورکول کېږي او څوک دا اثر (پټه خزانه) تر کومه ځایه ئې رسوي. لومړي چاپ ته ئې څنګه څوک قانع کوي او څوک دې اثر ته خوشاله او څوک خوابدي کېږي، څوک ئې په هر کلي او دفاع کي لیکني، مقالې او کتابونه لیکي او څوک بیا دا کار جعل بولي او پر خلاف/ ضد ئې لیکني او کتابونه لیکي. دې ټولو اړخونو ته لیکوال او څیړونکی داسي نقطه پر نقطه او قدم پر قدم دي دروي، او د تاریخي میتود پر قالب د پېښو عوامل، بهیر ، مستندوالی، باوري مالومات، د نورو پېښو یا وختونو سره اړیکي ټاکوونکي عوامل او پایله تر یوې تصویري ډاکمنټرۍ په خوند و کیفیت ډېره عالي بیانوي.

استاد معصوم هوتک د څيړني میتودلوژۍ په رڼا کي د سروې میتود پر مځکه د پټي خزانې اثر په باب اساسي او اصلي مالومات داسي راټولوي داسي ډاټا یوځای کوي او داسي یوه تحلیل او تجزیې ته خپل موثق مالومات په سمه توګه بیانوي، چي نه یوازي ۹۰ اثار ورته ګوري بلکي هېوادونو ته ئې سفرونه، لیدني و کتني او داخلي و بهرني لیکوالو برداشتونه، مالوماتونه، انتقادونه او نظریات ټول د لوستونکي په مخ کي روښانه ږدي، چي هم ئې تحلیل اسانه سي او هم ئې  قضاوت.

 زه فکر کوم دا د استاد معصوم هوتک د څیړني یوه بله ځانګړنه ده، چي هم معیار ساتي او هم مالوماتو کي کمی نه راولي او هم د موضوع غوټه درته خلاصوي. هم کیفیت ساتي او هم کمیت درته لیستوي.

په اخري برخه کي استاد معصوم هوتک د علمي میتود په رڼا کي د پټي خزانې  د اثر البته د فرضیې په شکل دا نظریه هم وړاندي کوي، چي که هغه لومړنۍ په لاس کښل سوی نقل لابرتوار ته ئې د کاربن/کاغذ یا نورو ځانګړتیاوو اړوند د څېړلو کار وسي؛ نو هر څه به ټولو ته واضیح او په ثبوت ورسېږي- ( د نسخې کېمیاوي تجزیه چي د هغې د کاغذ، رنګ او نورو ځانګړتیاوو له پاره په نننۍ دنیا کي داسي وسایل په هر ځای کي سته، چي د هغو په وسیله دا معلومه کړي چي آیا په رښتیا سره هم دا نسخه په ۱۳۰۳ هـق خطاطي سوې ده که یا؟ البته یوه شي ته مو باید فکر وي، ځیني کسان چي د کېمیاوي تجزیې خبره کوي، له بیانه ئې داسي ښکاري چي دوی د کېمیاوي تجزیې له مخي غواړي معلومه کړی چي نسخه رشتیا هم د شاه حسین هوتک د عصر(۱۷۲۵-۱۷۳۸) ده که یه؟ په دغه استدلال کي مغالطه پېښه ده. دا موجوده نسخه خو په ۱۳۰۳ هـ ق کال [د شاه حسین هوتک تر زمانې نژدې یونیم سل کاله وروسته] خطاطي سوې ده او ظاهرآ د اصل نسخې دریم استنساخ دئ. دا نسخه د محمدهوتک د خپل لاس لیکنه یا دده په ژوند کي خطاطي سوې نسخه نه ده. دې ټکي ته پاملرنه په کار ده.) د کېمیاوي تجزیې لاره ئې ټولو ته خلاصه کړېده او د یوه اخلاقي جراات او ننګ خبره چي یو سپینژری ناروغ لیکوال او څېړونکی پر داسي وخت کوي، صدافرینونه چي وايي: (هرڅوک چي غواړي نسخه په لابراتوار کي تجزیه کړي، را وړاندي دي سي، نسخه د افغانستان په ملي آرشیف کي پرته ده. زه حاضر یم چي د لابراتواري تجزیې د لګښت په اداینه کي مرسته ور سره وکړم.)

د استاد معصوم هوتک دا اثر چي پر درې برخو ویشلی دی، لومړۍ برخه کي د استاد برداشتونه، نظریات، لیکلي مقالې او د پټي خزانې کیسه و مقابله رااخیستې ده، په دوهمه برخه کي د ځینو جوړو او مخالفانو لیکوالو نظریات، انتقادات او پر هغوی باندي تبصرې او نظریې سوالونه او جوابونه مطرح کړي دي، همداسي په دریمه برخه د ناشناس له حقیقته لیري څرګندونو او بهتانونو ته ئې هم جواب ویلی دی. دا په دې مانا چي لیکوال په یاد اثر ( زه او پټه خزانه) کي د پټې خزانې د نوم له پېدا کېدو نه بلکي د لیکلو له وخته چي (۱۷۲۵ م تر ۲۰۲۵م) پوري ئې په خورا ماهرانه توګه دا موضوع څېړلې او سپړلې ده.

په نتیجه کي ویلای سم، چي (زه او پټه خزانه) لکه د لیکوال Biography – ژوندلیک باندي چي یو د ماسټرۍ تیزس لیکل سوی وي، همداسي لیکوال د Anthology یا د ادبي تذکرې پټې خزانې په اړه همداسي یو ادبي او تاریخي اثر کښلی دی، چي نه یوازي د پټي خزانې له ۱۷۲۵ـ څخه تر ۲۰۲۵ داستان بیانوي بلکي د یاد اثر مؤثریت او په ادبیاتو او ادب تاریخ کي مثمریت هم تشریح کوي. زما وړاندیز د ادبیاتو د یوه شاګرد په حیث دا دی چي، یاد اثر د پټې خزانې سره د ضمیمه په توګه په هر پوهنتون و هر کتابتون کي څنګ تر څنګ ځکه کښېښول سي، چي هم لوستونکی، هم څیړونکی او هم یو نقاد یا مخالف ددې مهم اثر پټي خزانې په داستان او بیان له پيله او تر دې مهاله په خبر واوسي. یاد اثر د پټي خزانې یوازي شننه او داستان هم نه دی بلکي ددې اثر پر مهموالی د تاکید او تائید یو بل مهم مهر دی.

ځوانان دي یاد(زه او پټه خزانه) اثر تر پټي خزانې مخکي ځکه ولولي چي پټي خزانې لوستلو ته ئې تلوسه زیاته سي او د اثارو په اړوند چي څوندي/څومره لیکني، څیړني او نور کتابونه لیکل کېږي؛ په همهغه اندازه ئې ارزښت او کیفیت زیاتېږي، دا یو پوخ کاڼی نه دی بلکي زه او پټه خزانه سل پاخه کاڼي دي- استاد معصوم هوتک ته روغ او سالم ژوند.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب