د (سره زر) په نوم زما پر لیکنه چې په تاند ویبپاڼه کې خپره شوې ده، د خان په نوم یو چا تبصره کړې ده. دا تبصره دوه اړخه لري، یو یې انتقادي دی چې مننه ترې کوم ځکه چې زه یې وهڅولم چې د ژبې په دې موضوع، چې دوی ورته اشاره کړې ده، لیکنه وکړم. خو د ده د انتقاد بل اړخ اعتراضي دی. د خان اعتراض به نه ورغبرګوم ځکه چې هغه یې خپل کار دی. ده لیکلي دي چې (کارت) انګلیسي کلمه ده باید (کارد) ولیکل شي.
دغې نیوکې ته د دې لپاره ځواب پکار دی چې زموږ نوي لوستونکي دوه زړې نه شي او فکر وکړي چې بهرنۍ کلمې به همهغسې لیکو لکه څرنګه چې په اصلي ژبه کې دي.
د یوې کلمې دننه د توریو بدلون ته په عربي ژبه کې (الابدال اللغوي) وایي. نامتو عرب ناقد سیبویه (۱۴۸-۱۸۰ هجري) په دې باور دی چې دوولس حرفونه سره اوړي رااوړي (ط، الف، ل، ی، و، م، همزه، ن، ج، د، ت او ه).
په پښتو ژبه کې لاهم دغه تورې نه دې مشخص شوي خو په دې لیکنه کې په لنډو د (ت) او (د) د بدلون مساله یاده شوې ده.
لکه څرنګه چې انګلیسي Card کارت لیکو، دغسې د فارسي (شهد) ته هم شات وایو او ګڼ کسان یې شات لیکي. د فارسي (زیاد) هم په پښتو کې (زیات) لیکو او حتی د همدې کلمې په تفضیلي حالت کې، چې ګرامري جوړښت یې هم فارسي دی، دغه تغییر په خپل حال ساتو او وایو (زیاتره).
په عربي ژبه کې د (ت) او (د) د اوښتو رااوښتو په برخه کې پخواني عرب کره کتونکي په دې باور دی چې په دریو حالتونو کې دا بدلون رامنځته کیږي:
1- خدای پاک فرمایي: :« لَوْ يَجِدُونَ مَلْجَأً أَوْ مَغَارَاتٍ أَوْ مُدَّخَلًا»
دلته د مُدّخلا اصلي کلمه مدتخلا دی.
2- خدای پاک فرمایي: :« فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ». د مدّکر اصل مذتکر دی. دلته (ت) په ( د ) بدله شوې او بیا (ذ) پکې مدغم شوی دی.
3- خدای پاک فرمایي: :« مَا فِيهِ مُزْدَجَرٌ»دلته (ت) په ( د) اوښتې ځکه چې د مزدجر د کلمې اصل زجر دی او د مفتعل په وزن ترې مزتجر جوړیږي.(۱)
پخوانیو عرب ناقدانو دا نظر ورکړی دی چې کله کومه کلمه د (افتعل) په وزن وي او د عین پر ځای کلمه یې (ز، د، ذ) وي لکه ازدجر په ازتجر کې نو د صرفي صوتي قیاس له مخه دا واجبه ده چې حرف بدل شي.
د دغه واجب بدلون علت دا دی چې د (د، ذ ، ز) حروف چاودیدونکي دي یعني کله چې یې تلفظ کوو د تلفظ پر مهال هوا یو دم له خولې بهر کیږي. ژبپوهان وایي چې دغه چاودیدونکي یا انفجاري حروف له یوه بل سره غږیز انسجام نه لري نو کله چې دغه تورې له (ت) سره یوځای شي چې هغه مهموس دی، یعني د تلفظ پر مهال یې هوا له خولې مسلسله وځي، نو (ت) له خپل نژدې تورې سره چې هغه د مخرج په لحاظ (د) دی یوځای کیږي.
په انګلیسي ژبه کې هم ابدال شته، مثلا:
i. “He popped a balloon.” [papt]
ii. “They talked a lot” [takt]
iii. “She frothed a cup of milk” [frawθt]
iv. “I laughed at the movie.” [læft]
v. “She kissed a frog.” [kist]
vi. “We brushed it off.” [bruʃt]
vii. “I reached around for it.” [riytʃt]
په پورتنیو انګلیسي کلماتو کې د تلفظ پر مهال (D ) په ( T ) بدلوو، خو هغه کسان چې په انګریزي کې تخصص لري ممکن داسې بیلګې هم پکې ګڼې ورته معلومې وي چې ابدال په لیکنۍ بڼه پکې رعایت شوی وي.
له انګلیسي ژبې سره چې فارسي ځیني مشترک کلمات لري په هغوی کې هم ابدال ترسترګو کیږي، مثلا د (Mortal) په کلمه کې چې په فارسي کې (T) په (د) اړوو او (مرده) وایو. په پخوانیو الفاظو کې د Father, Mother, Brother کلمات په فارسي کې په دال لیکو.
د ابدال په برخه کې موږ په پښتو ژبه کې تخصصي کار ته اړتیا لرو، څو د کلماتو ریښې وپیژنو.
1- شخصي یاداښت
2- مجمع البيان: 5/39 ، تنظر . أمثلة أخر فيه: 7/230
3- http://www.elementalenglish.com/past-tense-verb-pronunciation-t-d-id/
ښاغلی اجمل پسرلی !
زه ډیر افسوس کوم چې موږ ته لا هم ډیر مزل پاتی دی چې د یوه ولس او ملت بڼه خپله کړو. زما د تبصری موخه یوازې او یوازې سمون و او دی. او دا زموږ په ادیبانو پورې اړه لري چې ژبې ته د ژبې په توګه وګوري. او له “تهراني ببولالو” تیر شي. ګورئ تودې سړې مو ولیدلې . له هیواده بهر میشت شوی. له بیلابیلو ژبو سره بلد شوی . پوهنتونونه مو ولوستل خو لا اوس هم پر هماغه ۵۰ کاله مخکې پلونو پل ږدی. دلته موږ باید د پښتو ځانګړی قالب خپل کړو . پسرلی صاحب ! تاسو چې د تورو د اړوولو او له یوه توري پر بل د بدلون عربي جوړښت یادونه کړې ده . یا مو د انګلیسي ګرامي او تلفظي جوړښت خبره کړې ده نو ما خو د دې دواړو ژبو په اړه د بحث یادونه کړې نه ده. دا په دې دواړو ژبو پورې اړه لري چې څنګه یو توري پر بل اړوي او څنګه يې تلفظ بدلوي . او تاسو په عربي کې د یوې کلمي د یوه توري پر بل د بدلون خبره کړې ده . دلته مو بیلګې هم ورکړې دي . زموږ ستونزه هم په دې کې ده چې یوه موضوع له بلې سره ګډوو . او د دې پر ځای چې د پښتو پر هغه ژبني جوړښت بحث وکړو چې یوه کلمه له بلې ژبې څنګه راخپلولای شو. او دا خپلول بشپړ وي که له ځه بدلون سره یې وکاروو . ټلویژیو ن او ریډیو په اصلي بڼه له انګلیسي اخیستل شوي دي . خو قمیس پښتو ته په کمیس اوښتی . او پښتانه د ( ق ) پر ځای ( ک ) په آسانه تلفظوي لکه په کراره ( قراره ) ځه . زموږ اصلي خبره هم دا ده چې کارډ یوه انګلیسي کلمه ده او پښتانه یې څلورواړه توري په آسانۍ تلفظولای شي . نو د یوه توری د بدولولو څه اړتیا ده ؟ تاسو چې په لندن کې اوستوګن یاست او که خپلو بچیانو ته پښتو ورزده کوئ نو که هغوی ته ووایاست چې دا کارت دی نو هغوی چې په ښوونځي کې انګلیسي لولي نو دوی به درته ووايي چې پلاره ! دا کارډ دی . ځکه دوی یې زیات کارډ لولي او لیکي . همدا ستونزه زموږ په پښتونخوا او بلوچستان کې هم ده . کوز پښتانه او بلوځان په ښوونځیو کې په انګلیسي او اردو درسونه لولي . نو که دوی ته وواياست چې دا کارت یا د تاند چلوونکیو په وینا کارټ دی نو آیا د دې دوه توریو په اړه به مو بحث څومره وخت ضایع کړي . او د دوی دلیلونو ته به وسله هم وغورځوئ !! ګرانه ! شهد فارسي نه بلکې دا یوه عربي کلمه ده چې موږ د خپل ژبنیز جوړښت پر بنسټ شات ته اړولې ده . لکه قمیس مو چې کمیس کړی دی . اوس که تاسو افغاني پارسیوانانو یا ایرانی پارسیوانانو ته ووایاست چې تاسو شهد ته شات ووايي نو څه فکر کوئ چې د دوی ځواب به څه وي؟ نو دوی به درته ووايي چې موږ ورته شهد یا عسل وایو او ستا له شات سره زموږ څه کار. په داسې حال کې چې دواړه عربي کلمی دي. همدا خبره او دلیل باید موږ هم ولرو چې که یوې کلمې ته اړتیا ولرو نو باید په اصلي یا پښتو شوې بڼې يې راخپلې کړو. موږ ولې او د کومې اړتیا له مخکې د وینځې وینځې خبرې ته ارزښت ورکړو. موږ باید د نل پر ځای نیغ په نیغه له ټانکي اوبه واخلو ..
تاسو لیکلي دی .
” په پښتو ژبه کې لاهم دغه تورې نه دې مشخص شوي خو په دې لیکنه کې په لنډو د (ت) او (د) د بدلون مساله یاده شوې ده.”
دا چې په پښتو کې له یوه توري پر بل بدلیدونکي توری معلوم او څرګند نه دي نو فکر کوم چې زما د تبصري ځواب مو لیکلی نه دی . او هسې مو د دې په پلمه بل څه لیکلي دي چې زما د غوښتنې ځواب نه دی او زما غوښتنه چې باید پښتو ، پښتو کړو رد کړې ده!! . دا د خواشینی ځای دی. که د توریو د بدلون خبره وي نو پر پښتو د عربي قاعده نه پلي کیږي په پښتو کې د تورو د بدلون موضوع نشته خو داسې کلمي دي چې له مفرد څخه جمع حالت ته يې د اړولو لپاره ځانګړي قاعده کاروو لکه :
مور ……. میندې
خور …… خویندې
پښتون …. پښتانه ( خو دلته بیا دا قاعده پر کتابتون او پوهنتون نه پلي کیږي او د دوی جمع حالتونه کتابتونونه او پوهنتونونه دي.)
د دې پورته کلمو د بدولون بیلګې خو به د کومې بلې ژبې ویونکی د خپلې ژبې اړوند د بدلونونو دلاروښانتیا لپاره نه کاروي. چې باید یې هم ونه کاروي ځکه دا یوازې او یوازې د پښتو ژبې قالب دی چې د نورو ژبو لپاره نه کارول کیږي.
دلته خو د انګلیسي د چایلډ او چلډرن تلفظ هم یادولای شوی.
Child and Children
پر دې موضوع لوی بحث او اوږدې لیکنې ته اړتیا ده . چې له یوې خوا له پردۍ ژبې څخه پښتو ته د رااوړیدونکیو کلمو یا د پښتو کیدونکیو کلمو لارېچارې په نخښه کړي او بل لوري پښتنو لیکوالانو ته ووايي چې پښتو پښتو کړئ . په پښتو قالب کې پښتو خښتې جوړې کړئ او بیا له دې پښتو خښتو څخه لويه پښتو ودانۍ ودانه کړئ. او دا به موږ ته د ژبو په نړۍ کې جلا ، بېل او ځانکړې پيژندګلوي راپه برخه کړي.
د خان تبصره مې ولوسته ، کابو نهه اتیا املایي، ګرامري او انشایي غلطۍ مې پکې په نخښه کړې. د خدای پار دی، هر څوک اوس لیکنې کوي، او تبصرې کوي او نقدونه کوي. افغانستان به ولې نه تباه کېږي!
ګرانه بریمن صادق baremansadeq!
ډیره مننه چې زما تبصره مو لوستلې ده. ګورئ! ستا لیکنه ډېره احساساتي ده. زما د مخکني او دې تبصرې موخه یوازې او یوازې سمون دی او بس. خو دا چې تاسو لیکلي دي چې زما په تبصره کې ۸۹ غلظي ګانې مو په نخښه کړې دي . دا غلطي ګانې له ما سره هم شریکې کړئ چې زه يې په آینده کې اصلاح کړم. ستاسو پر یوه نیمه کرښه تبصره د ادبیاتو له مخې ډیر څه لیکل کیدای شي. ګرانه ! دا خو راته ووایه چې د املا او انشا تر منځ څه توپیر دی؟ له تبصرې مو معلومیږي چې د دې دواړه ترمنځ پر توپیر نه پوهیږئ. هیله ده چې په دې اړه خپله مطالعه او پوهه زیات کړئ. ګرانه ! لږ ساړه خوره . زما تبصره لږ په سړه سینه ولوله. ما خو یوازې د ښاغلي اجمل پسرلي د یوې انګلیسي کلمې د سمون هڅه کړې وه او دا نو بیا د افغانستان له تباهۍ سره څه اړیکه لري.
هر هغه کس چې انتقاد نه مني پر مختګ او ريښتنې بریا به ترلاسه نه کړي. لېرې مزل ته رسیدل له لومړي پل اخیستلو پیلیږي.