یکشنبه, جون 30, 2024
Home+د مانا پوهنې د اصولو له نظره د مفهوم ځیرنه

د مانا پوهنې د اصولو له نظره د مفهوم ځیرنه

 څیړونکی: محمد مرتضی نافع

 لارښوود استاد: پوهاند دوکتور اجمل ښکلی

لنډیز

مفهوم هغه توک دی، چې د مانا په درک راسره مرسته کوي. موږ د وینا تر شا د مخاطب د فکر د سپړلو په لټه کې یو او ځان د کړ‎ې وینا موخې څنګه ورسوو؟ له دې پوښتنې سره د مفهومي پوهې ترلاسه کول ځکه اړین دي، چې ځان په مفهوم او مانا دواړو کې شریک وبلل شي، چې دوینا وال موخه ده.

مفهوم یو ذهني حالت دی او په حقیقت کې چې کله یو فکر او تصور وړاندې شي او مانا ولري نو مفهوم هم لري.

د ماناپوهنې په لومړیو مطالعاتو کې د مفهوم دلالت په برخه کې مفهوم ((sense یا (concept) او مانا(meaning) یو د بل پرځای کارول شوي دي، خو نن سبا مفهومي دلالت اکثرا داسې کارول کیږي چې د لفظ او مفهوم ترمنځ اړیکه وښیي.

آر وییونه: ادراک، ادراکي ژبپوهنه، مفهوم، مفهوم جوړونه، مانا

سریزه

په معاصره ژبپوهنه کې درې تیورۍ دي، چې د ژبپوهنې په برخه کې یې ډیر بحثونه را منځته کړي. البته دا تیوري په ټوله کې  د سوسور له رغښتوالې تیورۍ څخه اغېزمنې دي. هغه تیورۍ دادي: زېږنده اوړنې ژبپوهنه، چارواله ژبپوهنه او اداراکي ژبپوهنه.

 د زېږنده اوړونې ژبپوهنې تیوري: د شلمي پیړۍ په نیمایي کې یو مهم ګام په امریکا کې چامسکي واخیست، چامسکي د رغښت خبره د جملې په کچه وکړه او هم یې د ژور او برسېرن رغښت خبره ورسره یو ځای کړه.

د چاروالې ژبپوهنې تیوري: د چاروالې تیورۍ مهم غړی مایکل الېکزاندر هالېډې دی، دده ژبپوهنیزې نظریې ته چارواله نظریه او ګرامر ته چاروال ګرامر وایي، په چارواله کې د متن اوب تر کچې بحث وشو.

د ادراکي ژبپوهنې تیوري: ادراکي ژبپوهان د نورو ژبپوهانوغوندې ژبه د پوهې د یوې موضوع په توګه څیړي، دوی د انسان د ژبې ذهن او ټولنیزو او فیزیکي تجربو اړیکې راسپړي، په ادراکي ژبپوهنه کې د متن تر کچې بحث وشو، کیدای شي دا متن یوه نښه، یو کتاب یا یوه مقاله وي. په دې تیورۍ کې د ماناپوهنې او کارونپوهنې حوزې دخیلې دي.

په دې څېړنه کې به دمفهوم په مانا، جوړښت او ډولونو خبرې وکړو.

ژبې له بهرني طبیعت، فرهنګ او موقعیت سره د انسان له تعامل او تړاو نه زیږيږي، انسان د حواسو په مټ له طبیعت او ټولنې سره مخ وي؛ خو د ذهن په مرسته یې ددرک او مفهوم جوړونې هڅه کوي، په دې ډول د شیانو مفهومي کول یوازې ژبنۍ یا فزیکي چار نه ده، بلکې د انسان د ذهن او حسي تجربو له تعامل نه پیداکیږي، نو داسې مانا یواځې ذهني یا عیني موضوع نه ده، بلکې د ذهن او موقعیت او فرهنګ له مخېدا نه پیداکیږي.

د څېړنې میتود

 په دې څېړنه کې له کتابتوني ډول او تشریحي میتود څخه استفاده شوې ده.

مفهوم څه دی؟

ژبې له بهرني طبیعت، فرهنګ او موقعیت سره د انسان له تعامل او تړاو نه زیږيږي، انسان د حواسو په مټ له طبیعت او ټولنې سره مخ وي؛ خو د ذهن په مرسته یې ددرک او مفهوم جوړونې هڅه کوي، په دې ډول د شیانو مفهومي کول یوازې ژبنۍ یا فزیکي چار نه ده، بلکې د انسان د ذهن او حسي تجربو له تعامل نه پیداکیږي، نو داسې مانا یواځې ذهني یا عیني موضوع نه ده، بلکې د ذهن او موقعیت او فرهنګ له مخېدا نه پیداکیږي.

مفهوم د منطق بحث دی، خو په ژبپوهنه او ادب کې هم پرې بحث کیږي، ځکه چې په ادبیاتو کې د مضمون او فکر او په ژبپوهنه کې د مفاهیمو د درک خبره له مفهوم سره تړاو لري.

ژبنۍ نښې بالعموم درې سرچینې لري: دال، مدلول او مصداق څخه عبارت دي: مثلا قلم یو لفظ ( دال) دی، چې په ذهن کې د قلم تصور (مدلول) ته د اشارې له لارې فیزیکي قلم( مصداق) راپیژني، دال په یوه څه دلالت کوي، چې مدلول ورته وایي؛ خو ددې مدلول تصدیق په فیزیکي نړۍ کې یو څیز کوي، چې مصداق ورته وایي. خو انتزاعي مدلولونه مصداقونه نه لري او پوهان ورته ذهني مجرد مدلولو وایي.

مثلا: کینه، مینه او….. دلته د مفهوم او مصداق ترمنځ توپیرلیدل کیږي: مصداق د انسان له حواسو او مدلول دانسان له روان سره تړاو لري؛ خو په فیزیکي نړۍ کې له موجودو شیانو سره ګڼې د انسان د ذهن تعلق نشته؟ له طبیعت سره ګڼې د انسان عاطفي تړاو نشته؟

مفاهیم له عاطفې او تخیل سره نیژدې اړیکې لري، عاطفه او تخیل په ژبه کې ځان ښیي. ژبه عاطفه او تخیل د مفهوم په بڼه وړاندې کوي.

پوهاند ډاکټر محمد حسین یمین په خپل اثر (اساسات مانا شناسی) کې دمفهوم په اړه داسې وایي:

مفهوم یو ذهني حالت دی او په حقیقت کې د تجربې یوه ډلبندي ده، مثلا: که په یې جمله کې یو فکر او تصور وړاندې شي او مانا ولري، بیا نو مفهوم هم لري.

ډیری پوهان په دې نظر دي چې مانا(Mean) او مفهوم(sense=concept) سره مترادف لغات دي، خو ځینې بیا مانا  او مفهوم سره بیلوي او وایي چې د لغت(Word) او مفهوم(sense) ترمنځ اړیکې ته ویل کیږي.

ډاکټر دولت محمد لودین په خپل اثر( لغت پوهنه ) کې د مانا او مفهوم ترمنځ توپیر هسې لفظي بیلوالی ګڼي او مانا او مفهوم یو شان ګڼي همدارنګه د هغو پوهانو نظریات را اخلي چې مانا او مفهوم سره بیلوي او وایي:

کله چې وویل شي: ((لغت مفهوم افاده کوي)) ((لغت مفهوم مجسموي))(( مفهوم په بنیاد کې پروت دی)) یو بل ځای مرحوم استاد یو بل نظر هم را اخلي او وایي چې: مفهوم او مانا په خپلو کې سره اړیکې لري خو یو شان نه دي))

د مانا پوهنې په لومړنیو مطالعاتو کې دمفهومي دلالت په برخه کې مفهوم (sense) یا (concept) او مانا(Mean) یو دبل پرځای کارول شوي دي. اما نن سبامفهومي دلالت د اکثرا داسې کارول کیږي چې د لفظ او مفهوم ترمنځ اړیکې وښیي.

پخوا داسې فکر کېده چې ددال او مدلول او یا د هغه لغتونو او شیانو ترمنځ سیده او مستقیې اړیکې وجود لري، خو معاصرو ژبپوهانو د ا نظریه رد کړه او ددې پرځای یې بل نظر وړاندې کړ چې لغتونه او شیان د  ذهن له لارې له یوبل  سره ‍رابطه لري دې نظریې له ډېر پخوا راهیسې د فلیسوفانو او ژبپوهانو توجه را اړولې ده، چې ددې نظریې دوه نمونې د سوسور(( نښاني نظریه)) او د آګدن د ( مثلث زوایه) دیادونې وړ دي.

د سوسور د نظریې پراساس ژبنۍ نښه صورت او مانا لري؛ یعنې هغه غږونه چې موږیې تولیدوو او هغه مسایل چې په خارجي جهان کې زموږ دخبرو اترو موضوع ګرځي په یو بڼه د ذهن له لارې منعکسیږي چې آګدن او ریچارد د ا رابطه په یو مثلث کې په نظر کې نیولې ده.

نښه(symbol) ژبنی عنصر دی لکه لغت، جمله او مصداق(refrent) بیا په مادي جهان کې موجود شی دی، خو ذهني تصویر هماغه مفهوم دی. ددې نظریې په اساس د سمبول او مصداق ترمنځ سیده رابطه وجود نه لري، بلکې دا رابطه د ذهني مفاهیمو له لارې ټینګیږي.

همدارنګه د پوهانو په نظر لغت له مفهوم سره مستقیمي اړیکې لري خو له بل مفهوم سره بیا غیر مستقیم ارتباط لري. مثلا دهوسۍکلیمه د هوسۍ له مفهوم سره مستقیمه اړیکه لري خو د حیوان له مفهوم سره بیا غیر مستقیمه اړیکه لري.(ارغند،۱۳۹۵: ۵۹ـ۶۰ص)

پوهاند دوکتور محمد حسین یمین د مفهوم په باب لیکي، چې مفهوم د ژبنیو عناصرو(لغتونو) په منځ کې وجود لري، په یو پیچلي رابطي نظام پورې اړه لري او دنني ژبني روابط په برکې نیسي، او مانا د ژبنیو عناصرو په منځ کې وجود لري. دده په خبر ه مفهوم یو ذهني حالت دی او په حقیقت کې د تجربې یوه ډلبندي ده.مثلا موږ مختلف حیوانات له یوبل څخه جلا کوو کله چې دحیوان کلیمه یادوو نو زموږ په ذهن کې مختلف حیوانات انځوریږي، خو کله چې د سړي کلیمه یادوو، نو په ذهن کې د انسان، ځوان، نارینه) انځور ترسمیږي، اما کله چې د مینې کلمې کاروو چې انتزاعي مفاهیم دي موږ یې نشو انځورولی، بلکي یو ذهني حالت دی او د تجربې یوه ډلبندي ده.( یمین:1392)

د مفهوم اقسام

مانا پوهانو مفاهیم په (۳) برخو ویشلي دي:

ټاکلي مفاهیم (definite reference): ټاکلي مفاهیم د ټاکندوی (determinre) شخصي ضمایرو (زه،ته، هغه، هغه) نومونو، مکاني او زماني قیدونو(اوس او پرون) په مرسته مشخص کیږي.

ناټاکلي مفاهیم (reference indefinite): نا ټاکلي مفاهیم بیا هغه دي، چې د مخاطب له پاره معین او مشخص نه وي یو ډول مبهم وي، کله: ((ډاکټر راغلي و))، په دې جمله کې د ډاکټر کلیمه مشخصه نه ده او مخاطب ته سوال پیداکیږي، چې کوم ډاکټر به راغلی وي. ناټاکلي مفاهیم د د مبهموم ضمایرو (څوک، چا) مبهمو زماني اومکاني قیدونو (یو وخت، چېرته) په کارونې سره رامنځته کیږي.

کلي مفاهیم (generic reference): کلي مفاهیم بیا هغه دي، چې په یوې بشپړې جمله کې وړاندې شوي وي لکه (کمپیوټر یوه قیمتي وسیله ده).

دا چې غیر مفاهیم مشخص نه وي، نو ځکه کله چې متکلم د یو غیر معین شي په باب خبرې کوي، هغه مفهوم چې د متکلم په ذهن کې وي په بشپړ ډول دمخاطب ذهن ته نه ورانتقالیږي، بلکې مخاطب ورته جلا مفاهیم لري چې دمتکلم له مفاهیموسره څه ناڅه توپیر لري: مثلا کله چې د سپي په اړه خبرې کوو نو د مخاطب په ذهن کې د ((سپي مفهوم)) د متکلم د ((مفهوم)) سره توپیر لري.( ارغند،۱۳۹۶: ۵۸- ۶۰ص)

مفهوم څنګه جوړیږي؟

مانا د ادراکي ژبپوهنې مهم او مرکزي بحث دى، ځکه د دې ليدتوګې له مخې، د ژبې موخه د مانا لېږد دى. ادراکي ژبپوهنه د جوړښتي هغې پرخلاف مانا او جوړښټ د نوک و ورۍ غوندې سره نه بېلوي. د دوى په اند، بې مانا جوړښت او بې جوړښته مانا هډو وي نه. البته په دې ليدتوګه کې مانا د مفهومسازۍ انډول ده. مفهوم د مانا د انفراديت پر ځاى تجمع ښيي او مفهومسازي يو خوځند مفهوم دى، چې د مانا جوړولو بهير ښيي؛ نو په ادراکي ژبپوهنه کې ويناوال او ژبه په فعال حالت کې څېړل کېږي.

ښکارندې او پېښې انسان له دوو لارو پېژني: يو توپيرول دي، چې د شيانو او پېښو ترمنځ پر توپيرونو ولاړ دي. دويمه لار د ورته واليو پر بنسټ د توکيو(پېښو او ښکارندو) ډلبندي ده، چې مفهوم جوړونه ورته وايي. په دې ډول مفهوم جوړونه يو ډول درک دى، چې د توپيرونې پرخلاف د پېښو او ښکارندو ترمنځ پر مشابهتونو ولاړه ده(سيف، ۱۳۸۴)

مفهوم جوړونه پر مفهوم ولاړه ده. مفهوم د پېښو او ښکارندو هغه ټولۍ ده، چې په يوه يا څو ځانګړنو کې سره ورته وي، مثلا د “قلم” په مفهوم کې ټول هغه شيان راځي، چې په کتابچه کې د ليکلو، رنګ، څوکې په نورو ځانګړنو کې سره ګډ وي؛ نو د ليکلو هر هغه څيز چې دا ځانګړنه ولري، د قلم په مفهوم کي شامل دى؛ خو کوم څيز چې دا ځانګړنې و نه لري، د قلم مفهوم پرې نه اطلاقېږي. بيک قلم د “قلم” د مفهوم يوه مثبته او “پياله” منفي بېلګه ده.

په طبيعت کې داسې مفاهيم هم شته، چې يوازې يوه بېلګه لري، مثلا لمر او سپوږمۍ. موږ يوازې د يوه لمر او يوې سپوږمۍ تجربه لرو. دې ډول مفاهيمو ته يوازني يا منفرد مفاهيم وايي، چې د يوه کس د تجربو او عواطفو ټولګه وي. دا ښيي، چې د مفاهيمو په اړه د ټولو وګړو تصور يو شان نه وي، بلکې د دوى د تجربو له مخې سره جلا وي.

د مفهوم په اړه پخواني تصور ته کلاسيک تصور وايي. د پخواني تصور له مخې بايد يو مصداق د خپل مفهوم ټولې ځانګړنې ولري. د مفهوم په اړه معاصر تصور ته احتمالي تصور وايي، چې د يوه مفهوم ټول مصداقونه د هغه مفهوم ټولې ځانګړنې نه لري، مثلا د “مارغه” په مفهوم کې د کلاسيک تصور له مخې يوازې الوتونکي راتلاى شي؛ خو د احتمالي يا فازي تصور له مخې پکې هغه مرغان هم راځي، چې بڼکې لري، هګۍ اچوي؛ خو الوتلاى نشي، مثلا چرګ، اوښ مارغه(شترمرغ) او ښاپېرک هم- چې هګۍ نه اچوي- په دې مفهوم کې شامل دي(اتکينسون او نور، ۱۳۸۵).

هر مفهوم د خپلو ځانګړنو له مخې ډلبندي او له بل مفهوم سره توپيرېږي. په ځانګړنو کې له يوه پلوه د مفهوم صفتونه او له بله پلوه ارزښتونه راځي. هر مفهوم څو صفتونه لري. صفتونه بنسټي ځانګړنې دي، مثلا “توره دايره” دوه صفته لري، چې يو رنګ او بل بڼه ده. د پيالې مفهوم څو صفته لري، چې يو بڼه، بل کچه (اندازه)، بل حجم او بل رنګ دى.

څرنګه چې هر مفهوم صفتونه لري، داسې هر صفت څو ارزښتونه لري، په “توره دايره” کې د رنګ د صفت ارزښت تور دى او د بڼې ارزښت يې ګردوالى. د رنګ ارزښت يې ممکن په نورو دايرو کې سور، شين يا سپين وي، مثلا “… که د ګاډي مفهوم راواخلو. دا مفهوم د تېلو، ماشين، چلوونکي او سټرنګ غوندې صفتونه لري، چې هر خصلت يې بېلابېل ارزښتونه لري، مثلا تېل ښايي بنزين يا ګاز وي، ماشين يې ښايي څلور، شپږ يا اته سلنډره وي او چلوونکى يې ممکن احمد يا علي وي. د هرې ټولۍ صفتونه و بله جلا نه وي، بلکې له يو بل سره اړيکه لري، چې پخپله د ټولۍ په بڼه ښکاري، د بېلګي په ډول د زياترو ګاډو د ماشين ځغاسته(سرعت) موټروان کنترولوي او دا ښيي، چې د موټروان او ګاډي ترمنځ اړيکه ثابته وي”(مهند، ۱۳۹۰: ۷۱).

مفاهيم په ټوله کې دوه ډوله صفتونه لري، يو ته بېلندوى او بل ته نابېلندوى وايي. بېلندوى د يوې ټولۍ هغه بنسټي صفت دى، چې دا پرې له بل مفهوم نه بېلېږي او نابېلندوى هغه صفت دى، چې په ډېرو مفاهيمو کې يې موندلاى شو. د دايرې د بڼې ګردوالى د دايرې بېلندوى صفت دى، چې دا هندسي بڼه پرې له نورو بېلېږي او پېژندل کېږي؛ خو د دايرې رنګ او کچه بيا د دې مفهوم نابېلندوى صفتونه دي، چې په نورو مفاهيمو کې هم پيدا کېږي. که دايره سره وي، سور مثلث او سره مربع هم شته.

بېلندوى صفتونه د يوه مفهوم په ټولو مواردو يا نمونو کې موندلاى شو. دايره غټه وي، که وړه، توره وي که سپينه؛ خو بايد ګرده وي. بېلندوى صفتونو ته د مفهوم په کلاسيک تصور کې تعريفوونکي صفتونه هم وايي.

خو ټول مفاهيم د دايرې غوندې نه وي، چې بېلندوى صفتونه ولري، مثلا د کلاسيک تصور له مخې “الوتل” د “مارغه” د مفهوم بېلندوى صفت دى؛ خو موږ د “مارغه” په مفهوم کې اوښ مارغه(شترمرغ) يا چرګ هم راولو، چې الوتلاى نشي؛ نو د “مارغه” د مفهوم بېلندوى صفتونه کوم دي؟ هګۍ اچول او بڼکې که وګڼو، ښاپېرک هګۍ نه اچوي او نه بڼکې لري؛ خو الوتلاى شي. په دې ډول د “مارغه” مفهوم نسبي مفهوم دى، چې په ځينو بېلګو کې يې بڼکې، هګۍ اچول او په ځينو کې يې الوت بېلندوى صفتونه دي.

د مفهوم په اړه د نسبيت پرتلنې موضوع د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې رامنځته شوه. تر ۱۹۷۰ کال وروسته د مفهوم کلاسيک تصور مات او معاصر نسبي تصور رامنځته شو. په ۱۹۷۰ کې الينر روش او ټولګيوال يې په دې لټه ووتل، چې مرکزي رنګونه د ژبې زېږنده دي، که ادراکي او مخژبني دي؟ نوموړې پر ماشومانو او د داني ژبې پر ويناوالو څېړنې وکړې. په داني ژبه کې يوازې دوه او په انګلېسي کې يوولس اصلي رنګوييونه موجود دي.د الينر روش دې نوې تيورۍ ته يې د مخبېلګې (Prototype) تيوري وويله (مهند، ۱۳۹۰، ۷۸)

د دوى په اند، د انسان په ذهن کې د مفاهيمو د ښکارندو ټولۍ دي. دا ټولۍ د دوو آرونو له مخې ډلبندي کېږي: يو د ادراکي سپما او دويم د نړۍ د رغښت د درک اصل.

د لومړي اصل له مخې انساني ذهن هڅه کوي، چې له خپلو کمو امکاناتو نه په استفاده د نړۍ په اړه پراخ، خپاره واره او ګډوډ معلومات په محدودو ټوليو کې راټول کړي، چې راکم شي او په دې ډول يې درک اسانه شي. د ګډوډۍ د مخنيوي لپاره يې ورته‌والي په پام کې نيسي. د دې ګټه دا هم ده، چې هغه پېچلتيا چې په واقعيتي نړۍ کې ده، اسانه شي او انسان په اسانه ترې د خبرو پر مهال استفاده وکړي. د ټوليو دې پوړ ته بنسټي يا تل پوړ هم وايي.

د دويم اصل له مخې فيزيکي نړۍ پخپله يو رغښت لري، چې د شيانو له خپلمنځي اړيکو جوړ شوى؛ مثلاً: وزرونه له نورو توکيو سره يوځاى کېږي او مارغه ته د الوت وړتيا ورکوي(ايوانز، ۲۰۰۷: ۱۷۶).

  کوتره، باز، فيلمرغ، چڼچڼه، کارغه او داسې نور د “مارغه” د مفهوم بېلګې دي. د ادراکي ژبپوهنې له مخې هر مفهوم د خپلو بېلګو له مخې رامځته شوى. موږ په طبعيت کې کوتره، باز، فيلمرغ، شترمرغ، کارغه او نور ليدلي، بيا مو د دوى ځانګړنې سره راټولې کړې او د “مارغه” انتزاعي مفهوم مو ترې جوړ کړى. دا د مفهوم په اړه د اپلاتوني تصور مخالف لورى دى. د دې مانا دا ده، چې موږ شيان او پېښې په حواسو تجربه کوو، بيا يې په ادراک کې ډلبندي کوو او مفهومي ټولۍ ورته جوړوو، چې د الينر روش په اند، دا کار د ادراکي سپما او د نړۍ د خپل رغښت له مخې کوو.

د مفهوم په بېلګو کې يوه بېلګه مرکزي وي، چې د يوه مفهوم ټولې ځانګړنې لري. دې بېلګې ته مخبېلګه  وايي. د افغانانو لپاره د “مارغه” مخبېلګه تر ډېره باز دى، چې د دې مفهوم ټولې ځانګړنې لري: هګۍ اچوي، بڼکې او وزرونه لري او ايډيال الوت کولاى شي.

  مفاهيم د بېلابېلو معيارونو پر بنسټ وېشل کېږي. يو مشهور وېش د ګانيه(۱۹۸۵) دى، چې مفاهيم پکې په عيني او انتزاعي وېشي.

 عيني مفاهيم: هغه دي، چې په فيزيکي نړۍ کې مادي مصداقونه ولري، لکه کتاب، قلم، کټ او نور. انتزاعي مفاهيم يوازې مجرد دي، چې مصداقونه يې ذهني وي، لکه سوله، مينه او نور. ‍‍

د مفاهيمو بل وېش د برونر، ګوناو او آستين(۱۹۵۶) دى، چې مفاهيم په ترکيبي، ناترکيبي او رابطه يي باندې وېشي، مثلا “مارغه” يو ترکيبي مفهوم دى، چې د بڼکو، الوتو او هګيو اچولو د ځانګړنو له ترکيبه جوړ دى. همدا راز مثلث هم يو ترکيبي مفهوم دى، هغه  هوارې بڼې ته وايي، چې (۲) درې ګوټه او (۳) درې ضلعې ولري. ناترکيبي مفاهيم هغه دي، چې د ترکيبي هغو غوندې د ټولو بېلندويو صفتونو له راټولېدو رامنځته شي، لکه مثلث چې پاسنۍ ټولې ځانګړنې  بايد هممهاله ولري، چې دا بڼه جوړه کړې. د ناترکيبي مفهوم په بېلګه کې نوم راځي، چې پر شخص، څيز او مکان درېواړو اطلاقېږي؛ خو د ټولو شتون پکې هممهاله اړين نه دى(سيف، ۱۳۸۴).

پایله

 مفهوم داسې یو توک دی، چې د مانا په درک کې راسره مرسته کوي، موږ شیان او پېښې په حواسو تجربه کوو بیا یې په ادراک کې ډلبندي کوو او مفهومي ټولۍ ورته جوړو، مفهوم  په یوه رغښت(construct) کې وړاندې کیږي. له رغښته مراد نحوي جوړښت دی. مانا وییز او مفهوم نحوي( غونډ، جمله) واحدونه را نغاړي په دې توګه وایو چې کلیمې ته مانا او جملې ته د مفهوم اصطلاح کاروو. همدارنګه د مفهوم د انسان له روان سره سرو کار لري یعنې ادراکي دی  او مصداق د انسان له حواسو سره سروکار لري، هغه څه یا محتوا چې په ذهن کې شته مفهوم ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب