لیکوال:انتظار حسین
ژباړه:نسیمه بارې
الیاس پدې کلي کې وروستی کس وو چې د ځان سره يې دا تعهد کړی وو چې د رب په نامه مې دې قسم وي زه د انسان په بڼه پیدا سوی یم او د انسان په بڼه به مرم، هغه تر اخري سلګۍ پورې د انسان په رقم داوسیدلو پوره هڅه وکړ.
د هغوی د کلي نه د درې ورځو په موده کې بیزوګانې ورکې سوې وې، لمړی خلګ ټول حیران و خو بیاخوشاله په دې وو چې د بیزوګانو له لاسه باغونه او حاصلات ټول برباد سوي وه. خو هغه کس چې دوی به يې د سبت (شنبې) په ورځو کې د کبانو د ښکار څخه منعه کول (هغه ورځې چې د سمندر اوبه به وچې وې). او ویل به یې چې بد اوس هم په تاسو کې سته خو تاسې یې نه وینی، خلګ ددې څه په ویلود هغه نه خپه سول او ورته وې ویل چې ته زموږ څخه بدله اخلې چې داسې راته وایې او هغه به په ځواب کې داسې ویل…. بدل به خدای تعالی ستاسو نه واخلي ځکه هغه د سبت په ورځو کې د کبانو ښکار منعه کړی خو تاسو بیا هم ښکار کوئ بس نو پوه سئ چې هغه به ستاسو نه خامخا بدل اخلي.
درې ورځې وروسته د الیعذر لور د ګجروم الیعذر خواب ګاه ته ورغله او په ویره سره د الیعذر ښځې ته ورنږدې سوه نو د الیعذر ښځه په حیرانتیا او ویرې سره د خواب ګاه نه راووته، دا خبره تر لیرې لیرې ورسیده او د لیرې لیرې سیمونه خلګ راتلل او د الیعذر خواب ګاه ته به ورتله نو هلته د الیعذر پر ځای یوه غټه بیزو په خواږه خوب ویده وه دا ځکه چې تیر وار د سبت په ورځ الیعذر تر ټولو ډیرو کبانو ښکارکړی وو.
کله چې یوه نفر و بل ته دا وویل چې الیعذر بیزو سوی نو هغه بل ښه په لوړ آواز وخندل. تاسو زما نه بدل اخلی دهغه سړي پر خبره يې بیا ډیر وخندل، دومره چې خوله يې سره سوه او غاښونه يې د باندې راووتل.
د دې سره يې د مخ کړه وړه هم تغیرات پیداکړ او بیزو سوه، د دې په لیدو هغه لومړی کس هک حیران وو، خوله یی وازه پاته وه او سترګې يې رډې پر ځای ودریدې او بیا هغه هم بیزو سو. کله چې الیان و ابن زبلون ته وکتل نو و ویریده او داسې يې ورته وویل چې اې!
ته خو د زبلون زوی وې په تا څه سوي چې مخ دې بل ډول ښکاري. بس دا خبره پر ابن زبلون بده تمامه سوه او له درده یې غاښونه وچیچل. ددې څه په لیدو الیان نور هم وډار سو او په چیغه یې وویل چې اې د د زبلون اولاده!……ستا مور دې ستا په غم اخته سي په تا یو څه سوي دي. د ابن زبلون مخ نور هم سورسو او غاښونه يې ښه وچیچل او الیان ور خطا سو.
د ویرې الیان په ریږدیدو سو د هغه مخ د ویرې او د ابن زبلون مخ د درد او غصې نه سور سو. په داسې حال کې د دواړو د مخ کړه وړه په بدلیدو سوه او بیا یې د بدن غړې بدل سوه او آخر يې آوازونه هم بل ډول سول. دهغوی ږغونه ډیر وحشیانه سوه او بیا دواړه د بیزوګانو په بڼه سوه.
الیاسف چې په دوی ټولو کې هوښیار وو او تر پایه پورې د انسان په بڼه کې پاته وو، په تشویش سره يې وویل. اې خلګو! په موږ خامخا یو څه سوي دي نو راځئ چې هغه کس ووینو کوم چې موږ د سبت په ورځ د کبانو د ښکار نه منعه کولو.
الیاس د کلي د خلګو سره د هغه کس کور ته ورغلی خو ګوري چې هغه کس په کور او کلي کې نور نسته نو دوی بیرته په مایوسۍ سره د هغه ځای نه ولاړه نو الیاس د کلي و خلګو ته وویل چې هغه کس اوس دلته نسته کوم چې به موږ د سبت په ورځ د کبانو د ښکار نه منعه کولو. که فکر وکو نو پدې کې زموږ لپاره تاوان دی، کله چې خلګو دا واوریده نو وارخطا سوه او ویرې واخیسته.
د ډیرې ویرې د هغوی د مخونو کړه وړه په بدلیدو سوه، کله چې الیاس و شاته وکتل نو د بیزوګانو پرته يي بل څوک ونه لید.
هغه کلی یو ښه کلی وو چې و سمندر ته نږدې پروت وو، دهغه کلي غټ غټ کورونه او بازارونه خالي خالي و او ټوله ورځ به د مرغانو د ږغونو پرته بل ږغ نه تر غوږو کیدی.شا وخوا به بیزوګانې ګرځیدلې. الیاس خوا وشاته وکتل او د ځان سره يې وویل چې اوس نو یوازې هغه د انسان په شکل کې پاته دی او د دې ویلو سره ویرې واخیست او داسې وویریدۍ چې وینه یی په بدن کې یخۍ سوه نو پدې وخت کې یی الیاب په یاد سو چې څنګه دهغه مخ د ویرې په وخت کې بدل سو او بیزو سو. نو الیاس پرخپلی ویرې ځان غالب کړ او بیا يې د ځان سره وویل چې زه د انسان په شکل پیدا سوی یم نو په رب قسم خورم چې د انسان په بڼه به مرم. په دې هر څه کې هغه بریالۍ سو نو خپل هم جنسونو ته يې وکتل او وویل چې زه له دوی نه نه یم زه انسان یم او هغه بیزوګانی دې.هغه د خپل هم جنسانو نه یو ډول نفرت احساس کړ،هغه دهغوی د ویښتانو نه ډک بدنونو ته په ځیر وکتل نو د کرکې او نفرت نه یې د مخ کړو وړو تغیر پیل کړ خوناببره دهغه فکر سو چې درد، غصه او ویره انسان بدلوي نو الیاسف ځان د نفرت نه وساته. بې شکه زه هم له دوی نه وم او بیا يې هغه ورځې را یادې سوې کله چې دی هم له هغوی نه یو وو، د هغه زړه د مینې د جوش نه په غورځیدو سو او بنت الاخضر يې په یاد سوه. کومه چې د فرعون د شیدو غوندې آسانو په شان سپینه وه، د الیاس پخواني وختونه په یاد سول چې څنګه یوه ورځ هغه د درختو او باغونو پر لارکور ته ورغلی نو پر بام پروت چپرکټ يې په هغې پسې ډیر وکتل.
الیاس په بنت الاخضر پسې خفه وو، د هغه کور نن خالي خالي وو، د هغه زړه وغوښتل چې نارې کړي او ووايي چې اې! بنت الاخضر تاسو چیرې یاست، ګوره پسرلی سوی دی او ګلان غوړیدلي دي خو ته چیرې يي، اې د خضر لورې! اې پر لوړ چهت باندې پر چپر کټ آرام کوونکې! ستا دې په غټو غټو غرنو کې دناستو مرغانو په سر قسم وي کښته راسه او راسه! زما سره ووینه چې نن مې ستا لیدو ته زړه غواړي.
الیاسف په وار وار دا خبره تکرار کړه او زړه ئي را ډک سو نو د بنت الخضر په یاد کې ئي وژړل.
په ژړا ژړا کې د الیاسف د الیعذر ښځه په یاد سوه کومې چې الیعذر د بیزو په بڼه ولید نو په ژړا سو او په ژړا ژړا کې د هغې د مخ نقشه په بدلیدو سوه او آواز يې وحشیانه سو او آخر بیزو سو.
الیاسف فکر وکړ چې بنت الاخضر چې له چا نه وه په هغوی بدله سوه او بې شکه څوک چې د چا څخه يې په هم هغه به بدلیږي، نو الیاسف د ځان سره وویل چې اې الیاسفه! د هغې سره مینه مه کوه هسې نه چې ته هم د دوی په رقم سې نو د دې فکر سره سم الیاسف د مینې نه توبه وکړه او خپل هم جنسه ئي د ځان ناجنسه وګڼل.
الیاسف چې د مینې نه توبه وکړه نو د خپل هم جنسونو تګ سره مخونو او وښکې ، جګې ولاړې لکیانو ته وکتل نو په خندا سو او د الیعذر ښځه ئې په یاد سوه کومه چې د ټول کلي د ښځو نه ښکلې وه. الیعذرهغې ته ویلۍ وو چې هغه د انګور ښاخ ماتوي نوهغه د ښاخ د ماتیدو له غمه د سمندر و خوا ته ووتله، الیعذرپه هغې پسې ولاړی او میوه يې وشکوله. د میوې د شکولو سره يې هغه تاک کور ته راوړ او په کور کې یې کښینوس. اوس هغه هر وخت پر هغه تاک ناسته ئي او کله کله لکۍ پورته کې او پر پښوکښینې.
د دې هر څه په لیدو هغه خندل د هغه د خندیدلو آواز دومره لوړ وو چې ټول کلي کې به ازانګه سوه. په خندا خندا کې د هغه یو کس په یاد سو چې په خندیدو کې بیزو سو، هغه د ځان سره وویل چې اې الیاسفه! ته پر دوی مه خانده چې په خندا خندا کې به ته هم د هغوی په شان سې د دې فکر سره الیاسف د خندا څخه هم توبه وکړه.
پر الیاسف هر ډول کیفیت تیر سو مینه، کرکه، غم، غصه، خواخوږي، خندا او ژړا، د دې سره سره هغه ځان د خپل هم جنسونو څخه بیل وګڼی او په خپل ذات کې يې ځان ته پناه ورکړه.
د هغوی پر درختو باندې ختل، غاښونه چیچل، پر میوو جنګ کول او یو بل زخمي کول او په وینو سره لړل دغه هر څه هغه پر خپل هم جنسونو ژړوی، کله به ئي پر خندل، کله به درد ورتلی او کله به یې په نفرت ورته کتل.
یوه ورځ د هغوی سره جنګ سو نو الیاسف په هغوی چیغې کړې نو خپله پر خپلې چیغې حیران سو. ځنې بیزوګانو هغه ته وکتل خو بیرته یو د بل سره په جنګ کولو بوختې سولې. الیاسف افسوس وکړ چې اوس د هغه او د هغه د همجنسونو تر منځ هیڅ ډول اړیکې نسته.
الیاسف د ټولو نه بیل سو هغه وویل چې هغه به د ډیرو اوبو په منځ کې ځان د وچې ځمکې د یوې ټوټې په شان ساتي اود ځان دا پیژندګلوي به ژوندۍ ساتې چي یو انسان دی.
الیاسف داسې احساس کاوه لکه دهغه په سینه کې چې ډبره پیدا سوی وي، هغه لاس په دعا سو او وې
ویل چې ای معبوده!
آیا زه بدلیږم؟ هغه خپل سینې ته ځیر سو او داسې ګمان یې وکړ لکه هغه ډبره چې د سینې نه دباندې
راوتلي وي، دهغه د پوست رنګ تغیر سو او وینه یې بې رنګه سوه. هغه داسې فکر وکړ چې د هغه پربدن ویښتان را ختلي او ویښتان کرار کرار بدرنګه او سختیږي، هغه خپل د بدن څخه وویریدی او سترګې يي پټې کړې.
هغه د ویرې سره کوچنی سو او داسې احساس يي وکړ لکه دهغه پښې اولاسونه چې سره ننوځي او سریي کوچنی کیږي نو دې هر څه هغه نور هم وار خطا کړ.
او د الیاسف الیاب په یاد سو چې د ویرې د هغه بدن انسان نه په بیزو بدل سو بیا هغه ځان ته وویل چې هغه به خپل د بدن پر ویرې ځان غالب کړي څنګه چې هغه پر درد، ژړا، خندا، نفرت او مینې ځان غالب کړی وو او پدې هر څه کې بریالی هم سو. د هغه پښې اولاسونه بیرته خپل عادي شکل ته راغله هغه سترګې پټې کړې او ځان يي بیرته سره راټول کړ.
پدې وخت کې هغه د ډیر درد نه سترګې پټې کړې او داسې احساس یی وکړ چې بدن کې ئي تغیرات راځي، هغه په ویره او زهیر ږغ د ځان سره وویل:
آیا زه اوس زه نه یم پاته سوی؟ هغه په ویره یوه سترګه خلاصه کړه او کرار ئي ځان ته وکتل. زړه يې ډاډه سو دهغه د بدن اعضاوې پر خپل حال پاتې وې او په زړورتیا یې سترګې خلاصې کړې او ځان ته ئي وکتل!
آه خدایه شکر زه په خپل حالت کې یم…..خو بیا یې وسوسه سوه چې دهغه د بدن اعضاء په بدلیدو
دي،هغه بیا سترګې پټې کړې.
الیاسف په پټو سترګو داسې فکر وکړ لکه هغه چې په یوه توره غټه څاه کې ولیږي او دهغه د هم جنسونوڅیرې هغه تعقيبوي. دهغه د سبت په ورځو کې د خپلو هم جنسونو د کبانو ښکار کول په یاد سو چې څنګه د هغوی له لاسه ډک سمندر د کبانو خالي سو خو بیا هم دوی د کبانو ښکار څخه لاس وانه خیستی. د الیاسف د هغه کس خبره به هم یادیدله چې ویل به یې زما دې په رب قسم ئي چې دا ډک او غټ سمندر ئې جوړ کړی سمندر ستاسو د هوس له لاسه پناه غواړي، پدي ورځ پر کبانو ظلم مه کوی چې دا ظلم به پر تاسو راغبرګ سي……الیاسف قسم وکړ چې هغه به د سبت په ورځو کې کبان نه نیسي خو هغه و سمندرته نږدې یو غټ کډۍ وکیندی او د سبت په ورځو کې به کبان دسمندر غاړې ته راغله او بیا به دهغه کډي څخه الیاسف د سبت په ورځو کې کبان ونیول چې په دې باندې بیا هغه کس وویل: ته مکر او فریب کوې او پداسې لارې کبان نیسي نو پوه سه چې ته به هم فریب وخورې….الیاسف د هغه کس دا خبر په یاد سوه نو خپل په هغه حرکت ئې افسوس وکړ او الله ته په زارۍ سو چې پیدا کوونکی ذات تاسو یاست، تا زه داسې پیدا کړم څنګه چې دې ټول پیدا کړي دي بس زما دا دعا او فریاد ومنه چې ما د بیزو په بڼه مه کوه او د انسان له بڼې مې مه اړوه. الیاسف خپل پر حال وژړل ، د بیزوګانو ډک کلي ئې پریښوده او د ځنګل پرخوا روان سو، نور یې د کلي نه زړه تور وو.
دا شپه هغه د درختو پر ښاخونو تیره کړه، کله چې سهار ویښ سو نو بدن ئي درد کاوه هغه په کراره دبدن و اعضاو ته وکتل کوم چې ګډ وډ ښکاریده. هغه د خپل ځان سره وویل کاش په کلي کې یو انسان پاته وای او دا وخت ئي ماته ویلي وای چې زه څنګه معلومیږم.
دا د یوازیتوب احساس هغه ډیر مایوسه کړ او په ژړا ئي وویل اې بنت الاخضر ته چیري ئي زه پرته له تا ډیر یوازې یم. هغه په یو جزیره کې ناست وو او وینې چې د سمندر اوبه د جزیرې وخوا ته راروانې دي نو الیاسف په درد بیا بنت الاخضر ته ور ږغ کړل…..زما دې قسم ئي په هوا کې د مرغانو په پرواز، زما دې قسم یی د تورې شپې په تاریکه، زما دې قسم وي د شپې پر خوب د کوم له لاسه چې باڼوګان درانه سي چې اوس زما ډیره یادیږې او تاته اړتیا لرم.
د ده دا ږغ داسې ازانګه وکړه لکه زنځیر چې سره وشرنګیږي، دهغه آواز په بدلیدو سو هغه بیا پر خپل آواز فکر وکړ نو زبلون او الیاب ور په یاد سو چې آوازونه یې بدل سو او دواړه بیزوګان سوه. هغه رب ته په ژړا سو….اې د دواړو جهانونو سرداره آیا زه بدل سوم؟ کاش داسې څه وای چې ما خپل ځان پکې لیدلای سوای.
هغه د کلي پر خوا د روانیدو فکر وکړ خو بیرته ئي ځان ته وویل چې خالي کلی دهغه ویره نوره هم ډیروي. پدې فکرونو کې ډوب وو چې په ځنګل کې تر ډیره لیرې ولاړی یو ځای ئي د اوبو چینه ولیده نو د تندې احساس یې وکړ. چینی ته ورنږدې سو او په یخو اوبو یې تنده ماته کړل خو یو وار ئي په اوبو کې خپل عکس ولید….آیا دا زه یم؟ یوه لو چیغه ئي د خولې ووته، الیاسف په ځغاسته سو اوداسې ښکاریده لکه د اوبو چینه چې په هغه پسې منډې وهي ځکه خوئي شا ته ژر ژر کتل.
هغه دومره وځغستل چې ساه ئي نوره دریده او تلي ئي په درد سولی…هغه په ملا کې سخت درد احساس کړ او دا درد یې وار په وار نور هم ډیریده هغه داسې فکر وکړ لکه دهغه د ملا تیر چې دوه ځای سو…
هغه ودرید او د لاسو پر ورغوي یی ځان پر ځمکه تکیه کړ……….هغه د بنت الاخضر بوی تر سږمو سو اوپه هغه بوی پسې پر څلورو روان سو.
هغه هم بېزو سوی و.