پر چپ لاس مي د تور ساعت سپین مخ ته وکتل ستن پر یوه و پنځوس ولاړه وه خولې راباندي ماتي وې صحت مي ښه نه و ټول ځان مي خوږیدی کتابونه مي پر میز وغورځول له پوهنتونه ستړي راغلم د غبرکو لاسونو په ورغويو مي ټيکونه ټینګ کړل څو شېبې مي د میز شاته پر چوکۍ له ځانه سره اوښکي تویې کړې. یوه هفته کیده چی له کوره مي چا په تلیفون کي د جوړ- ناجوړ پوښتنه هم نه وه کړې، زړه راته لږ و کپ اخیستی وم ایشېدلې تبي مي ټول بدن رپوۍ له محصلۍ او مسافرۍ یې مي کرکه کیده پر یوازي ځان مي زړه سوځل کیدی د کوټې له څلورو دیوالونو ساه ختلې وه چوپه چوپتیا خوره وه، چت ورو ورو راکښته کیدی ژر مي د لستوڼي په پیځکه اوښکي پاکي کړې شاته مي زور کړل پر چوکۍ مي تکیه وکړه له تیرانو مي نظر واړاوه کښته مي د کوټې غولي ته سترګي رډي نیولي وې ښه شېبه وروسته ځنګیدلي ور ولاړ سوم له مخامخ کړکۍ مي د شنې وني په سر کي د مرغانو نغمو ته غوږ ونیوی یو له بل سره یې خندل، خبرې یې کولې له ازاد ژونده یې خوند اخیست ناڅاپه ټک شو د کړکۍ پر وسپنیزه څنډه مي له سترګو لویه اوښکه وڅڅیده دویمي ته یې ما لاس ونیوی ډنګ سو تلیفون ته پیغام راغی ورمنډه مي کړه د میز له سره مي را واخیست لیکلي ول: ـ سلام خدای دي وکړي چي ژوند به دي ښه تیرېږي.
نمبر نا اشنا و ځواب مي ورکړ:
ـ سلام پرتاسو هم، څوک یاست ؟
له لږ ځنډه وروسته یې ځواب راغی.
ـ کوردي ودان چي له ازادۍ لېري د یوه زنداني سلام ته علیک وايې.
پیغام مي دوه درې ځله ولوست بیا مي نمبرته وکتل نابلده و فکر مي پکښي بند سو ورته ومي لیکل: ـ څوک یې ځان خو راوپېژنه؟
لنډه شېبه وروسته یې راته لیکلي وو
ـ انسان یم خو له انسانانو لېري، شپږ کاله کېږي بې ګناه د تورو تیارو شاته ژوند تیروم.
لاندینۍ شونډه مي په غاښو کي ټینګه کړه د راسته لاس په کوتو مي له تندي خولې وچي کړې د کوټې له کړکۍ مـي د حویلۍ په منځ کي ولاړي جکيې وني ته وکتل مرغۍ الوتې وې.
پای