پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبطنزونهتياره خوبونه او راڼه تعبيرونه/ ليکوال: عبدالنافع همت

تياره خوبونه او راڼه تعبيرونه/ ليکوال: عبدالنافع همت

دريمه برخه:

په خوب کي موبايل ټيليفون ليدل:

که کوم جهادي او سياسي رهبر  او يا داسي  بله غټه بلا خوب ويني چي موبايل يې انتن نه ورکوي، خو  کله چي لږ  لاس په ووهي نو انتن ورکړي، تعبير  يې دا دی چي په همدې  ورځو کي به ډونالډ ټرمپ زنګ ورته ووهي او ورته و به وايي چي (I Love You).  دغه ډول  به د خپلو طلايي وېښتانو يو تار هم ور واستوي او ورته وبه وايي چي هر وخت سخته ورځ درباندي راغله، نو دا تار دود کړه، زه به په هغه ګړي پټي بلاوي درواستوم او هر مشکل به دي حل کړم.  

که د امنيتي ارګانونو يو جنرال خوب ويني چي د موبايل چارج يې ختم سوی، نو دا تعبير لري چي په يوه مهمه غونډه کي به يې خوب يوسي، خبريالان به يې عجيب وغريب عکسونه واخلي او په اجتماعي رسنيو کي به يې خپاره کړي، خو که همدا جنرال صاحب خوب ويني چي موبايل يې يو خط چارج لري، نو تعبير يې دا دی چي دی به د خبريالانو له ډاره خپله عسکري خولۍ پر مخ راکش کړي  او بيا به نو بېغمه خپل خوبونه کوي، که څه هم څوک به يې نه پېژني، خو په اجتماعي رسنيو کي به يې له عکس سره داسي ليکلي وي:

آ للو للو

مخالفو  شازلمو

مه راځئ  له غرو

زما جنرال داسي ويده دی لکه کاڼی د رانجو

آ للو للو.

که د کوم لوی تجارتي شرکت څښتن خوب ويني چي چا يې ډېر قيمتي موبايل غلا کړی، نو  تعبير يې له خطره ډک دی، هغه پيسې چي  د امريکايانو په پروژو کي يې غلا کړي، د ټرمپ د يوه فرمان له مخي به بيرته ځني  واخيستل سي، ځکه چي ټرمپ د هغو غلو لیست مخکي لا اعلان کړی چي په عراق کي يې امريکايي پيسې غلا کړي وې،  خو که همدا مشر خوب ويني چي ورک سوی موبايل يې بيرته موندلی، نو تعبير يې دا دی چي دی به له دوبی، چين او نورو شرقي هيوادونو څخه خپله ټوله پانګه راغونډه او امريکا ته به يې واستوي، په دې ډول به د لوی پير (ټرمپ) له خوا وبخښل سي او تر دې وروسته به د شيخ المشايخ ټرمپ تر نظر لاندي خپلي سوداګرۍ ته دوام ورکړي.

که يو قومي مشر خوب ويني چي په خپل موبايل سيلفي عکس اخلي، خو  څېره يې د خره په شان بې ډوله او بدرنګه ښکاري، نو تعبير يې دا دی چي په هغه  لويه دولتي غونډه کي به ګډون وکړي چي د امنيتي ارګانونو د ملاتړ لپاره جوړه سوې وي. دی به د غونډي په پای کي د والي صاحب له خوا په پاکټ کي پنځه سوه ډالر هم تر لاسه کړي، خو دا ډالر به يې بيرته تر کولمو وڅڅېږي او سخت به شرمنده سي، هغه دا چي کله د غونډي په پيل کي ملي سرود اورول کېږي، ټول خلک به يې په درناوي کي ودرېږي، خو دی به مړې سترګي ناست وي  او دا کار به ګناه ورته ښکاري.

شيخ لاټک بن څټک فرمايي چي دا ډول خوب ليدل دا تعبير لري چي  نوموړی مشر په ذهني لحاظ مسخه سوی او ځيني خويونه يې خره ته ورته دي. لکه دا  کرايي مشر  چي له دولت څخه ډالر اخيستل ثواب بولي، خو  ملي سرود ته درېدل ګناه ورته ښکاري،  دغه ډول  خر هم خړي اوبه نه څښي، خو د انسان وچه چټلي په خوند خوند خوري.

که يو پلار  خوب ويني چي خپل قيمتي موبايل يې له يو ارزان بيه موبايل سره تبديل سوی، نو داسي تعبير لري چي زوی به يې په پاکستان کي له طب څخه فارغ او خپل هيواد ته په خير راستون سي. دا ځوان که څه هم ډاکټر  او سند به يې د طب  وي، خو دی به تبليغ ته ملا وتړي.  د دې پر ځای چي د خپلو خلکو علاج وکړي، درګرده به خلک پاکستاني ماډل تبليغ ته رابولي.  په دې لړ کي به لومړی خپلي مور ته وايي چي موري ږيره سنت ده، بايد ته هم ږيره پرېږدې. هغه به ورته ووايي چي زويه زه خو ښځه يم، ږيره څنګه پرېږدم؟ دی به ورته وايي چي خير دی که ږيره نه لرې، د ږيري پرېښوولو اراده خو وکړه، د نېک کار په اراده باندي هم  نيکي درته ميلاوېدی شي.

که د انتخاباتو د کميسيون يو غړی خوب ويني چي يو چا نوی ماډل آيفون  موبايل په سوغات کي ورکړی، نو دا تعبير  لري چي د ولسي جرګې يو کانديد به خپله لور يا خور  وروبخښي، خو دی به هم له دې کانديد سره په درغليو کي مرسته کوي.

که د ولسي جرګې يو وکيل خوب ويني چي په خپل موبايل کي ځيني نمبرونه تور لیست ته وراچوي، نو تعبير يې دا دی چي د ژمي د رخصتيو تر پوره کېدو پوري به د موکلينو ټيليفونونو ته ځواب نه ورکوي، خو که د انتخاباتو نېټه اعلان سوه، نو ټيليفون ته ضرورت نسته، همدا وکيل صاحب به خپله د خلکو کورونو ته ورځي او احوال به يې اخلي، په دې جريان کي به یوه موکل ته د هغه پلار فاتحه هم ورکړي چي دېرش کاله پخوا د سرطان له وجي مړ سوی و.

که د پوهنتون يو استاد خوب ويني چي يو څوک پرله پسې ميسکالونه ورکوي، نو تعبير يې دا دی چي يوه چټه او ښايسته  پېغله به يې انډيواله سي، ځکه چي ( ميس) په انګرېزي ژبه  کي پېغلي او ( کال) بلني ته وايي چي مانا يې د پېغلي بلنه ده. دا چي د کانکور د ازموينو لپاره نوم ليکنه نژدې ده، نو د استادانو پر موبايلونو به وار  نه کېږي، لکه د روژې مبارکه مياشت چي د خياطانو او حافظانو د کاروبار  موسم دی، دغسي د پوهنتون د استادانو لپاره هم دا يو ښه موسم دی.

شيخ صابُن بن لړمون فرمايي: که د پوهنتون يو استاد خوب ويني چي له بېلابېلو نمبرونو څخه ميسکالونه ورته راځي، نو تعبير يې دا دی چي په هر  ټولګي کي به يوه ډېره ښکلې انډيواله ولري، خو که  د پوهنتون يو استاد خوب ويني چي يو چا ته زنګ وهي، زنګ هم تېرېږي، خو مقابل لوری ځواب نه ورکوي، نو تعبير  يې دا دی چي د امتحان پر مهال يې له خپلو انډيوالانو نجونو سره مرسته نه ده کړې، هغوی اوس له بل استاد سره تار ځغلولی او د ده خوله به د کال تر اخيره پوري سپېره پاته وي، کومه نجلۍ به نه استاد قند، نه استاد قندول او نه هم استاد قندولک ورته ووايي.

که يو څوک خوب ويني چي د يوه سړي پر ځای يې بل چا ته مينه ناک مسيج استولی، نو تعبير يې دا دی چي پر  يو لوی جنجال به واوړي، خپلي انډيوالي ته به مينه ناک مسيج استوي، خو پام به يې نه وي چي مېرمني ته به يې ولېږل سي.

که يو افغان په بهرني هيواد کي اوسېږي او  خوب ويني چي نمبر يې د مخابراتي شرکت له خوا بلاک سوی، نو تعبير يې دا دی چي بخت يې تور دی. په لنډو ورځو کي به خبر ورته راسي چي د مهاجرت درخواست يې رد سوی او ډېر ژر به په زور  افغانستان ته واستول سي. په دې سړي باندي به  افغانان خبر سي چي ده د خپلي پناه غوښتني په درخواست کي ليکلي وه چي عيسويت ته اوښتی او اوس يې په افغانستان کي ژوند ته خطر متوجه دی. دی به لا په افغانستان کي له هوايي ډګر څخه نه وي وتلی چي ملايانو او طالبانو به چړې ورته تېرې کړي وي. شيخ المهاجرت والسفارت فرمايي چي په خوب کي د سيم کارډ بلاک کېدل بد شګون لري. بايد خلک د پناه غوښتني پر مهال په خپل درخواست کي  د سيکشوَل ورکر، سياسي کمپوډر ، معدني سوډر  او دې ته ورته غولوونکي پلمې و نه ليکي، بايد خپلي اصلي ستونزې وليکي. د دې ډول غولوونکو پلمو پر ځای که سوډر  يا لډر  وليکي ډېره ګټه ورته کوي، لږ تر لږه د بهرنيانو زړه ورباندي سوځي او فکر کوي چي دا سړی رواني ناروغ دی  او بشري خواخوږۍ ته اړتیا لري.

که يو ځوان خوب ويني چي د يوه چا پر ځای يې بل چا ته زنګ وهلی، نو تعبير يې دا دی چي ځان به ځني هېر سي او ټول وجود به يې کا ( خارش) ونيسي، خو دی به د ځان پر ځای د بل بدن ګروي، خپل وطن، ملت، شهيدان، ټپيان، کونډي، يتيمان، اوښکي او  دردونه به ځني پاته وي او دی به د سوډان، ترکيې، مصر، عراق، يمن او کشمير  فوټوشاپ سويو عکسونو له غمه لېونی سي او فکر به کوي چي دا اسلامي اخوت دی. متل دی چي وايي: خپله مي ويجاړه، زه د بل پر در  ولاړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب