پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

سږ کال موسم بدل دی

سږ کال موسم بدل دی

سږ کال موسم لکه کم عمره کونډه 

هره شیبه ژړیږي

زما د خونې دکړکۍ دوه بلورین لاسونه

هره شیبه دموسم اوښکې مینځي

هره شیبه د توپانې څاڅکو، 

دپښو دردونه په خپل ځان تیروي

شپې هم هغسي نه دی چې د باران د څاڅکو

پایزیب په پښوکړي  

اودشور پیالې یې، سرپه سر واړوې اتڼ وکړي

شپې د اوریځو د تلتک لاندې

تبي نیولي د تندي خولې یې،

اومې تڼاکې، د شپو پښې خوږوې

***

سږکال موسم بدل دی

سږکال موسم لکه کم عمره کونډه

هره شیبه ژړیږي

د موسم ږغ د شنو سندرو د ښکالو خالي دی

د بوډۍ ټال ته د لمرلاسو نه، نه رسیږي

د موسم ږغ دنرمو، ښکلو وږمو د سور او تال د څپو، 

میلودي نه ږغوي

د موسم ږغ لکه توپان په سیند کې

شپه او ورځ شور کوي نارې وهي

د موسم ږغ لکه یاغي قهر لړلي پیلان

د هیبت ډکې، لیونۍ، لیونۍ چیغې وهي

ښایې موسم به هم،

زما په شانې دلته، جلا وطن او مسافر وي 

ښایې موسم ته به هم ،

خپله جونګړه، خپل وطن یادیږي

ښایې د ده وطن به  هم، زما د وطن په ډول 

په هره لویشت هره ذره کې

د ټپونو اسطورې زیږوي

ښایې د ده د وطن  نجونې به هم

د مکتب شور ته اوس، د ځوانیمرګو ارمانونو په ستن

د خوب جامې ګنډي

ښایې د ده د وطن نجونې به هم 

خپلو بڼو کي د پېړۍ د ژړا، درانده بارونه وړي

ښایې دده دوطن نجونو به هم

د کتابونو دبیلتون زهر زقوم، لکه سقراط وي څکلي

ښایې د ده د وطن، ماشو مان هم

لکه زموږ په څېرې، شپې په نهر تېروي

د دوی کورونو کې به هم،

نغري په سپورو شونډو، هر وخت بې اوره سوزي

ددوي وطن کي به هم

ښځې په لویه لارکي د څه پیسودپاره 

دوړو نجونو د تن سوداکوي

د سرسړیو به یې لکه زموږ د وطن 

ټولې هستۍ وي په قمار بایللي

ښایې د ده د وطن مور به هم  

سخته رنځوره، په بسترپرته وي

او د ځیګر چینې یې، لکه د وچې بوډۍ 

دتل دپاره  وچې شوی وي

ښایې د ده د وطن، د مور تیونه به هم

زما د وطن د مورپه څیرې

د سرطان تورې بلا وي وړې

سږ کال موسم بدل دی

سږ کال موسم لکه کم عمره کونډه هره شیبه

ژړیږي .

۲۰۲۲ / ۳ / ۲۴

غزل

یو څوک مې وو، شیبې به یې دسیورو ټولولې

په ټکنده غرمو کې ، زما په سر اوږو شیندلې

یو څوک مې وو، چې خوب د پسرلیو به یې راوړ

زما دکړکۍ ذهن ته یې د چمن وږمې لیږلي

یو څوک مې وو ، دږغ سره یې ږغ دکائیناتو

په شوردکائیناتو یې، سندرې ویښولي

یو څوک مې وو ، پر لار به یې دساه په پلونو تلمه

مزل، مزل ډبرې یې، دغرونو راتوږلي

یو څوک مې وو، د ګل د پاڼو سيوري یې په سرتله

ترپښو یې دسحر د رڼا څانګې تاویدلې

یوڅوک مې وو، ښکالویې وه نړۍ دمحسوساتو

زماداحساس دښت کې دنګهت څپې کرلې

یو څوک مې وو، چې کله یې باڼه پورته کوله

زما سترګې یې دواړه ، درڼا په ږغ پېیلې 

۲۰۲۲ / ۳ / ۲۰ 

      میرمن

شکر، شکر چي په خیر بیرته راغلې

د خوښېو ډک دسمال مې،

د خندا وو په په تاخچه کې درساتلې

د خوږو خبرو روح مې په بوخچه کې دي پټ کړی

پرټټر مې د لونګو ، بوي کرلې

د دیوال او دګلدار کوټ بند په غیږکي

ستا کالي لکه صدف کي مرغلرې

 ترسپیڅلو،سپین سپیڅلي

ستا په خیال په خیال ځوړند دي

ستا پټو سپینو وریښمو کي بیده دی

کندهاری خامک یې دواړې څنډې لولي

دروازې هم دسهاره ترماښامه

ستا راتګ ته د ټک ، ټک کیسه کوله

د بام څوکو اوپاس ستورو، ستا د شپو ښکلا چېښله

سپوږمۍ نه راتله کړکۍ ته

ستا بیلتون وه چیرې وړي

د رڼا لاسو نه دواړه، په څنګل کي خوږېد له

د کلا ټول دیوالونه ستا ښکا لو ته، واړه غوږ وه

د کلاب بو ټو انګړ کي، ټولول درته عطرونه 

پخلنځی کي شور او ږوږ د څمڅۍ نه وو

منګو ټو داوبو خوند و اړولي

د تنور ډوډۍ وي بل منګ *او بې خونده

شکر، شکر چي په خیر بیرته راغلي

چي ته نه يې زما دشونډ و، دځوانۍ پیالې نسکورې

دواړي سترګې تشي توري

ستا د هسکي وني عکس، لټوي په لورې، لورې

زما سترګې ستا محرمي، به بل څه نه راضي کیږي

بس یو ستا څیرې ته ځیرې
لکه پاس دبوډۍ ټال چي ټولوي دلمر رنګونه

بند وي نیمه کړۍ کي ستا تصویر، ستا اندامونه

د بڼو ګوتې یې لولې دوقار ټوله حدونه

شکر ، شکر چي په خیر  بیرته راغلې

اوس به بیا دکور انګړ کي

ستا د پلونونښانونه، پاڼې، پاڼې راشنه کیږي

ستا دږغ جلال به هرلور دباران په څیر ،شرنګیږي 

ستا دهر لفظ جمال به لکه شعر، رانازلیږي

ستا دمیني ټول خواږه به، زما وجود کي راشنه کیږ ي

زه به هرماښام یم ناوي

زه به هرسبا ستا ښکلي ملکه یم

چي ته درومې و روزګار ته

زه دعا، زه به دا ستا پر سر سایه یم

واه دژوند دښکلا ډکه! 

خدای ج جوړ کړي له شوکته

ته یاري وکړه د ګلو 

زه به شات را ټولومه

داتڼ په شان ښاغلی، تپوس وکړه؛

څنګه، څنګه؟

واه زما مییــن سړیــــه!

واه د ښــکلو دسرتاجـه!

واه د قاف دغرونو باجه!

واه ، زما د ژوند ثوابـه!

واه، د عشق دسرود زویه!

 دوږمود سکنـی وروره!

  ته چي را شي  زما ،رګ ،رګ کي

 د حيات چینې ځوانيږې

شکر، شکر چي په خیر بیرته راغلی

شکر، شکر چي په خیر بیرته راغلی

*)  بل منګ – بې نمکه )

۲۰۲۲ / ۳ / ۲ 

غزل

راشه زما خیال ته پسرلی دبوډۍ ټال راوړه

سرې پیالې غاټول را وړه، خمار، خمارجمال راوړه

ونو باندې وشینده رنګونه د فطرت د خم

دښتو ته باران راوړه، چمن ته زرغون شال راوړه

حسن ، حسن را شه، د وږمو لمنه ونیسه

پنډ، پنډ د لونګ راوړه، نګهت، نګهت دسمال راوړه

ورو ، ورو قدم کښیږده، دسپیدو، حریرې پرخو کې

رګ، رګ د ګلاب زخمې، مرهم ، مرهم شمال راوړه

دلته چې را ځي دستورو ډکي شپې به هم راوړئ

سپینې مو شیبې کړه، وسپوږمۍ ته مو جلال راوړه

خیال د یوه څرک، د مازدیګر په لمن پوري کړه

لمر زرین کنډول دی، څه خمار ورکړه (ملال) راوړه

۲۰۲۲ / ۳/ ۱۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب