جمعه, مې 3, 2024
Home+د مشاعرو ط الباني کیدل، بادام ګل مشاعره جوړه شوه

د مشاعرو ط الباني کیدل، بادام ګل مشاعره جوړه شوه

تاند:(جمعه، د حمل پینځمه) ‏د‌ ط البانو له واکمنیدو سره په هېواد کې فرهنګي پروګرامونو هم طالباني بڼه غوره کړې، چې د هېواد فرهنګیان نیوکې ورباندې لري.

تازه په زابل کې د بادام ګل دودیزه کلنۍ مشاعره وشوه چې ډېری ګډونوال یې طالبان وو.

په مشاعره کې لیکوالو، فرهنګیانو، شاعرانو، ترانه ویونکو، چارواکو او د ادب مینوالو ګډون کړی وو.

د مشاعرې له خپرو شويو عکسونو ښکاري، چې د مشاعرې د غیرطالبو ګډونوالو شمېر ډېر کم دی.

د‌ هېواد فرهنګیان شکايت لري، چې طالبانو د واک له انحصار ور اخوا، فرهنګ او اړوندې حوزې یې هم طالباني کړي دي.

دوی انديښمن دي چې دغه وضعیت به د افغانستان فرهنګ ته درانه زیانونه واړوي.

فرهنګیان غوښتنه کوي، چې طالبان دې نورې پسرلنۍ مشاعرې او فرهنګي پروګرامونه د بادام ګل د مشاعرې په شان نه انحصاري کوي او اجازه دې ورکړي چې ټول شاعران خپل افکار او د ټولنې غبرګونونه د شعر په ژبه وړاندې کړي.

3 COMMENTS

  1. هوالله عجیبه ده ماته خو دا سوال پیدا شو چی دطالبانو په لیک کی دی مشاعری فرهنگ حنگه حای پیدا شو دوی په دغه شیانو لکه مبصر مولف اونور دوی اصلا ایمان او او یقین نه لری ددوی یقین اوبارو جه چی دحقانیه په مدرسهکی ورته ویل شودی پرته له دی نور علمی سیاسی فرهنگی حیرنی نه منی او حتی دا حیرنی دساینی سیاسی اقتصادی کلتور هم وی ددوی د ایمانه له نظره تول بدعت دی حتی داحادیث کتابونه هم نه منی

  2. په دی پار به زه هم یو بیت عرض کړم
    دا بیت دی په خاصه توګه حماسی صیب ته ډالی وی

    د سپږو نه ځان پاک کړه په هفته کی تالب جانه
    بیا ګډی وډی وایی په جلسه کی تالب جانه

  3. طالبه خدای که به مُلا شې
    پر کتاب پروت ېې یادوې شينکي خالونه+
    سلامونه،
    پېښور کې یو مولوي سایب به یوه طنزیه قصه کوله:
    ” یو طالب نوی وادهء کړی و،خو د تخرږ لاندې ېې شپه او ورځ د “قُطبي ” په نوم یو کتاب نیولی و او لوسته به ېې!
    یوه شپه، دوه شپې، درې او…. یوه اوونۍ وروسته ناوې ورته وویل:” یاره طالبجانه! دوه کُتبي په یوه کوټه کې نه ځاېېږي!!”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب