شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد م.م امنيت شورا نن د افغان نجونو ښوونځيو په تړل کیدو...

د م.م امنيت شورا نن د افغان نجونو ښوونځيو په تړل کیدو بحث کوي

تاند:(جمعه، د حمل پینځمه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن، د طالبانو لخوا له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو ښوونځيو د تړل کیدو د پریکړې په اړه ځانګړې غونډه کوي.

د دې غونډې د ترسره کيدو اعلان نن په ملګرو ملتونو کې د ناروې د استازي دفتر وکړ.

تمه کيږي، چې دا غونډه له ماسپښين څخه وروسته کېږي.

‏د طالبانو پوهنې وزارت د حمل په درېیمه، په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه ماته او ویې ویل چې د دغو ښوونځيو درسونه تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شول.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي:«هر کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيا ‏به مکاتبو او ليسو ته رسما خبر ورکول شي.»

د طالبانو دغه پریکړه په ملي او نړيواله کچه له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

ملګرو ملتونو د دې پریکړې له کبله، طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د نړيوالو او افغانانو پر وړاندې به بې باوره شي.

معلومه نه ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې به د طالبانو د يادې پرېکړې پر وړاندې څه فيصله کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب