شنبه, اپریل 20, 2024
Home+اسلامی امارات ته ګوت څنډنه/ سايره نورزۍ

اسلامی امارات ته ګوت څنډنه/ سايره نورزۍ

د اسلامي امارت د راتلو اووه مياشتې تيريږي خو تراوسه سرپرسته کابينه د حکومتداری چارې پرمخ وړي, نه د قانوني حکومت د جوړيډو د پاره کومه تګلاره شته او نه هم د اساسي قانون د جوړيدو نيت څرګنديږي.
داخلی مشروعيت خو اصلأ اړين نه دی که چيرې د ولس لخوا د داخلی مشروعيت د لاس ته راوړلو لپاره د لويې جرګې او يا شورا موضوع مطرح شي بيا د منفی تبليغاتو تورنه پرې لګوو.

د دې په ځای چې پر ولس تکيه وکړو او ولس پر ځان راټول کړو بهرنيو هيوادونو ته سوال او زاري کوو چې په رسميت مو وپيژني خو تر څنګ يي  نړيوالو قوانينو ته درناوی د اسلام ضد عمال او د نړيوالو دسيسې بولو.له يوې خوا وايو د اسلامی نظام د راوستلو لپاره مو شل کاله قربانی ورکړې خو بيا په خپلو اعمالو د همدې نظام د ړنګيدو لارې جوړو.

په خبرو او عملونو کې مو ستر واټن ليدل کيږی خلک بهر ته له تيښتې منع کوو خو بيا د هر ډول فردي او ټولنيزو  آزادیو مخنيوی کوو او په ولس کې بېره او ترهه زياتوو.

د نظام نوم مو اسلامی امارت دی خو په خپله اسلامی فرضيات تر پښو لاندې کوو, د ښځو د زده کړو مخه نيسو, د ځوانانو د سرونو په خريلو او جامو شکولو او يا په خوله کې د بوټونو په ورکولو انساني کرامت توهينوو.

د سرتاسری سولې د ټينګښت دعوا لرو خو هير کړي مو دي چې جګړه تاسو سره وه اوس چې تاسې په قدرت کې ياست نو بيا جګړه د څه لپاره او د چا سره وي.

د افغانستان مظلوم ولس شل کاله د بهرنيانو د غربي دموکراسی قربانيان وو او اوس ستاسو د اسلامي بنيادګرۍ ته قرباني ورکوي.
پرون د افغانو پيغلو پر مخ د تعليمي ودانيو د دروازو تړل ستاسو او ولس تر منځ واټن څو برابره ډير کړ, په حقيقت کې دا د نظام د دښمنانو دسيسه وه چې د نظام د ړنګيدو لپاره دليلونه لټوي, او نظام ته د مشروعيت وربښولو چانس کموي.
د دغو زده کونکو اوښکې د دوی د کمزورۍ نښه نه وه بلکې د هغو بنيادګرو په حال د افسوس کولو اوښکې وي چې زموږ په نرواکه ټولنه کې خپل غيرت او قوت پر ميرمنو د بنديزونو په وضع کولو ښيي خو بيا غربيانو ته د سوال لاس اوږدوي.
دا چې نن ولس په کورونو کې ناست دي او سړکونو ته د اعتراض په موخه نه راووځي دا د دوی د ډار نښه مه بولئ, دوی د دې لپاره چوپ دي چې نه غواړی د هيواد دښمنانو ته موقع په لاس ورشي او د نظام په وړاندې په جوړ شویو سنګرونو کې د جنګ اور بل شي.

نظامونه به ځي او راځي خو تعليم يافته نسل د دې هيواد د راتلونکې سرمايه ده د دې سرمايې د منځه وړلو حق هيځ کوم نظام نه لري.

د يوې افغانې دردمنې ميرمنې په حيث زما وړانديز  اسلامی امارت چارواکو ته دا ده چې ژر تر ژر د مکتبونو دروازې د نجونو په مخ خلاصې کړي نور دې د ولس احساسات مه راپاروئ او په هيواد کې د بلې جګړی دپيليدو زمينه مه برابروئ.
 د مارچ 25-2022

2 COMMENTS

  1. حوری زه هم ډیر خواشینی یم چی طالبانو خپل ضعف دنیا ته ښکاره کړ، کیدای سی بیا هم آسمان رڼا سی او دمعارف وزارت خبره رښتیا وی.
    هیله ده دخپلو غوښتنو له درده امریکایی نظام او دهغوی ناروا خبری تکرار نکړی.
    مونږه مسلمانان یو او په عدالت باور لرو نه په غربی مشروعیت او نمایشی جرګو. له امریکا سره هغه شعارونه هم باید ورک سی. که طالبان دملت شکایت واوری او دهغه په هکله عادل قضاوت وکړی نو هغه زما په نظر له لس زره غربی مشروعیتو ښه دی. که غلطه فیصله وکړی نو هغه بیا دیو مطبوعاتی کانفرانس له لیاری کیدای سی افشا او خپل مخالف نظر ورکړل سی. مسلمانان دبیان او تفکیر آزادی لری خو دا ضرور نه ده طالبان به یی منی او مخالفین هم دجنګ اعلانولو حق نلری. همدا ده دمعقولو خلکو قانون.

  2. ثابت صاحب ښه وایی تر غوسی نصیحت ښه دی ورو ورو ورسره کار وکړی ډیر څه به زده کړی یووخت یی عکس نه مانه اوس خپله عکسونه اخلی یو وخت یی تلویزیون نه مانه اوس خپله تلویزون کی ناست وی او خبری کوی یووخت یی سپوږمی ته ختل کفر باله اوس وایی مریخ ته هم تللل کیدای شی یو وخت یی کمونیستی سره دښمنی کوله اوس یی ښه دوست کمونیست چین دی یووخت یی…. همداسی یی حسابوه مکتب ته د نجونو پریښودل خو عادی خبره ده ډیر ژربه یی ومنی اوخپلی لورګانی یی ګوره ټولو باندی یی خارج کی تحصیلات کړی د حکمتیار صاحب د لور عکسونه مو پاکستان کی پاکستانی سره د هغی دو واده په کارت ولیدل چی نه ټیکری و نو حجاب؟ بلکه اروپای نجونی ورته هیڅ وی خو همده څو کاله مخکی په کابل کې مکتبی نجونو باندی تیزاب شیندل بس بدلون شته مه وارخطا کیږی ثابت صاجب ډیره ښه خبره کړی ده امریکا دوه کاله مخکی وویل چی طالبان اوس پخوانی طالبان ندی بدل شوی او لا بدلیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب