لیکوال: رچرډ ریب برټ ….. ژ/عصمت الله زهیر پښین
زه په حقیقت کيمېشته یم خو زما دننه غېرحقیقي طرز احساس غزیږي، څنګه چي تر اوبو دباندي یو ماهی دخپل ژور نظر په توان ځان په اوبو کي احساسوي، زه ځان روغ رمټ او شعور لرونکی ګڼم خوچي کوم چاته بې شعوره او لیونی وایي هغه راباندي زیات خواږه لګیږي:
زه دشاعرۍ لپاره نه مرم د شاعرۍ لپاره به ژوند تیروم ، تکمیل یوازي د شاعرۍ په وسیله سره ممکن دی ، تاسو که رښتیا هم شاعران نه یاست دفنون د نورو لارو د تکمیل تلوسه کولای سی ؟ دا به په ناممکناتو کي وي .
تر ډېرو وختونو د یاد ساتني یو نظم نور که نه وي ترپینځو سوو کالو یا تر زرو کلونو پاتېدلای سي ، حسابي نقطه نظر چي پکي وشمېرل سي ، نو دا به د وخت اندازه نوره هم را لنډه کړي ، شاعري د وخت ترښکېل او تنګوالي واته غواړي ، مالره هم د وخت دا تنګوالی او چابکي د دې خاطره جوړول دي ولي چي زه وخت په ځان وانخښم درېدلای نه سم، وخت زما پرغوښتني برسېره له وجود سره د ژوولو هڅي کوي ، هم په دې خاطر زه داسي تخلیق راوړل غواړم چي زما وجود هم دوخت له بنده خلاصوي ،هنر(فن) یو اندازه لامحدوده هم لافاني وي ، دا ډول یو نظم هم همداسي وي چي دپېړیو دتغیر په ابلاغ کي یې هم تغیر رامنځ ته سي ، موږ (سفوکلېز) داسي لولو لکه چي نن یې لیکلی وي :
زه خپله پېژندګلوي هم دشاعرۍ په حواله سره کوم ، هرنظر د یومنزل او دیوې لاري ښوونه کوي ، وماته هیڅ څرګنده نه ده چي دشلو ،دېرشو ،څلویښتو ،پینځوسو کلونو په دوره کي زه څومره اندازه وم یامي محسوسات څه وو،که چیري زما د دغو کلونو لیکل سوي نظمونه زما محسوساتو ته تودښت ونه بخښي او یادونه یې ورته ونه کړي ، زه په خپل عصرکي هم دشاعرۍ دعصا په کومک تګ کولای سم ،زه تاریخ یوازي په څرګنده توګه پېژندلی سم ، وجودي شاعري د وجودیت سره چلند نه سي کولای ،په شاعري کي سملاسي وارداتي اظهار هم شاعري ډنګرولای سي ، ولي چي شاعري زیاته اندازه دهمدغو مهالنیو اثراتو تراغېز لاندي ښکېل پاتي وي ، ولي چي زموږ جذباتي ژوند تود ساتي ، هم یې لالهانده کوي ، دغه اظهار لمحاتي ، پروخت خپور یا پر پېړیو غوړېدلی وڅارو ، څارلای یې سو ،لنډه دا چي تاسوپه ۱۹۳۶ ء کي لیکی هغه په ۱۹۶۶ ء کې نه سی لیکلای :
زه دخپلو عصرونو دباندي راوځم خپل راتلونکی سبا په شاعري کي ښخوم خو د وختونو په تېرېدو سره وګړي نه سي کولای چي خپل محسوسات له ځانه بېل وساتي ، هرڅومره که شاعر د خپلو انقلابي نظریاتو له امله دځان تروخت وړاندي او ترځان چاپېره د هرشي څخه دبې ډاډمنتیا اظهار خو کوي ،خوپه خپل (عالم وجد) کي هغه داسي تخلیق راوړلای سي کوم چي دزمان اومکان ترحدونو بېخي بالا وي ، زه چي د ځان په هکله فکرکوم نو د اروا یوه ټوټه یم او په دا فکریم که ټول مادي ،عقلي او د پوهني قدرتونه سره غونډ سي یو نظم هم نه سي پیوندولای ، خو شاعر چي حسیاتي څپاندیز دی دخپل توان د نظر د ژورتیا او له پوهني پرته یو داسي تخلیق وړاندي کولای سي ،چي پکي د ده شعور لږ او باطن زیات د څارلو وړ وي ، همدغه دشاعرۍ رمزیه او لافانیت دی ،شاعر دخپل ځان هم دزمانې لپاره د پرده نشینۍ په پړاوکي اوسېږي ،دنیا پر ده او د ده پروجدان شکمنه وي:
وایي که هوښمند یې دنیا وپېژنه ،ځان ورباندي وپوهوه اوکه نه یې نوبیا ورځه شاعرسه ، یو ماشوم یې دنیاته عقلمندي او پوهنه رسوه :
دنظم دتخلیق لپاره دشاعرحیثیت بې ماناوي که چیري دلیکلو هڅه تازه او د خیر وي یاهرڅه چي وي تخلیق خپل سوچه حقیقت سپړي ، دشاعرۍ حسن هرساه اخیستونکي ته ورڅرګندیږي ،بزګر وي که کارګر ،نېستمن وي که شتمن ،تنها وي که کورداره ،استاد وي یاکه بل کوم کاروباري څوک ،تضادات هرځای سته ، دشاعرلپاره دا هم ویلای سو چي په هره توګه شاعردخپل چاپېریال تر اغېز لاندي وي ،هم دا د چاپېریال څرخ شاعر په لټون اچوي ،دشاعر اورېدونکی په شاعرکي دننه ژوند کوي اوشاعر خپل دا اورېدونکي خوښوي ، که چیري داسي ونه سي لکه څنګه چي (هوپکنذ) وکړو ،ځان ته یې دخپلو اورېدونکو حلقه وموندله ، لوستونکي به دشاعر دمحسوساتو تل ته ځان رسوي :
دمتضادو ماناوو دشاعرۍ څخه دماغ پراخوالی موندلای سي خو دا شاعري د ورځي په څېر رڼه او څرګنده نه وي ،خو د ورځي په وضاحتوکي هم د رڼا او تیارې تضادات اوږه په اوږه سره روان دي ،که چیري شاعر د خپلي اروا د هوسایۍ پاملرنه هم په پام کي ساتي ، و یو ځوان شاعر ته ترخپل ژوند بیخي دخپلو نظمونو ساتنه او روزنه کول مهم وي ، همدغه نفي د راتلونکي (مستقبل) اثبات ګرځي ، د اروا نارامي شاعري ممکنوي ، که چیري په شاعري کی د خود احتسابۍ توان ګړندی وي ،بیاشاعرۍ لره د نورو د احتساب کولو او د نورو د احتساب د عتاب ښکارېدلو کوم ضرورت نه سته ،شاعر دناشاعر ذکرنه کوي ،همدا شاعري ده چي د ژوند بڼه او رموز په تغیر اچوي ،ولي چي شاعر او ټولنه په دست دانو کي دپوښلو لاسونو په څېر وي ،خو شاعران دا دست دانې کښلای اوهم یې غورځولای سي :
همدا ډول ستوري او سپوږمۍ ته ګویانېدلای سي ،منفي نظمونه دومره اغېزناک نه وي څومره چي مثبت نظمونه اغېزناک ګرځېدلای سي ،غوسه ښه وي خو ترمینه ښه نه وي ،شاعري فطرت ته حکم ورکوي او لوڅوي یې چي فطرت څه ډول وي ،شاعري و ساینس ته خپل ټاکلی حدود وریادوي نه چي ساینس وشاعرۍ ته دشاعرۍ محسوسات ورپه ګوته کوي ،شاعري هسي تش جذبه نه ده او نه تش دماغي عمل دی ، شاعري دشعور اوجذب د ګډ اشتراک یوښایسته عمل دی ،دشاعر مزاح په کار ده چي بېخي ژوره وي ،شاعرلره په خپل جذباتي مندرکي دهرترتیب دنظم د ورتګ اجازه به کار ده ، خودنظم دخصوصیاتو او ادبیاتو په اندازه جاج اخیستل او خوندي کول په کار دی :
په اساسي توګه شاعرته له خپل ځان سره مخلص پاتېدل دي ،خوهغه خپل ځان څنګه موندلای سي ،تش همدا ډول چي شاعربیخي ښه او ډېر نظمونه ولیکي ځان ته ځیرسي نوبه یې ولټوي چي د ده د ذات کومه ناکامه برخه د ده په هرنظم کي پرته ده ، هم به تاریخ د دې خبري ګواه وي ،شاعر خو هره لمحه د ژوند دناکامیو او بدبختیو پرپل صراط تېرېږي ،شاعرانه ژبه دشعوري خوند د درجه بندۍ په نتیجه کې څرګندیږي په نظم او نثرکي هم دا اساسي توپیر وي ،تش منطقي لهجه یې جوت اساس نه وي ،دجذب ،کیف ،طلسماتي اظهار یې دشعررنګ اخلي:
هسي خو دپېړیو خلګ دنظم اونثر د توپیرونو هڅي کوي خوتراوسمهال پوري یې چا کومه ښکاره پېژندګلوي نه ده وړاندي کړې ، شاعري دنیا نه بدلوي بلکې په خپله شاعري بدلوي .
خیر یوسې زهیر صاحب، د کار لیکنې او ژباړنې کوې.